د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دموکراسی د دین په رڼا کی

محب الله زهیر 27.09.2014 13:33

دموکراسی په انسانی او همدا راز په دینی ټولنه کی یو لرغونی بحث دی چی د څیړنی ارزښت لری. مونږ د دیندارانو او دین غوښتونکو په حیث دنده لرو چی بشری لویې لاسته راوړنې د دین له پلوه وڅیړوخو سره له دی ښایی مونږ د دی لاسته راوړنو قدر او اهمیت هغسی چی لازمه ده ونه څیړلای شو .
په یوه دینی ټولنه کی د نیکمرغی لار د دین څخه تیریږی او د بد مرغی لار هم د دین څخه تیریږی .یعنی زمونږ نیکمرغی او بدمرغی زمونږ د دینی درک د څرنګوالی سره اړیکی لری. که مونږ غیر دینی ټولنه لرلای نوبیا به مو پر نورو لاروچاروغور کولای ځکه نو په دینی ټولنه کی که مونږ د احتمالی شاتګ او وروسته پاتی والی سره مخامخ کیږو دا زمونږ د دینی فکر معلول ګڼل کیدای شی او همدا راز زمونږ نیکمرغی ، پرمختګ او کامیابی هم د همدی منبع څخه تامین کیږی. په همدی اساس که اصلاح ته اړتیا وی نو لومړی باید زمونږ په دینی فکر کی دا اصلاح رامنځته شی .
په تاریخی لحاظ دموکراسی لومړی په یونان کی وټوکیده . افلاطون د دموکراسی کلک مخالف وو هغه ته ښه حکومت هغه وو چی حاکم باید کلونه کلونه پوهه تر لاسه کړی وی تر څو وکولای شی د دی پوهی په رڼاکی عادلانه او حکیمانه حکومت وکړی اما دموکراسی په مډرنه معنا سره د فرانسی دانقلاب نه وروسته په نوی نړی کی تحقق پیدا کړ. هغه یو انقلاب وو د آزادی ، برابری او وروری لپاره . هغه واقعاْ یو انقلاب وو د پخوانی حکومتی دستګاه پروړاندی،پخوانی فکر اوسنتونو پروړاندی چی د دی فکر او خوځښت ژباړی بیا تر مونږ پوری هم راورسیدی.
په افغانستان کی زمونږ خلک د پخوانیو په پرتله دی پدیدی سره نسبتاْ ډیره اشنایی لری په تیره د محمد ظاهر شاه د پادشاهی په څلویښتمه لسیزه کی د دموکراسی دلسیزی په نوم یادیږی. هغه وخت مونږ پارلمان درلود او مشروطه شاهی مو درلوده چی د قانون په رڼا کی د پادشاه صلاحیت مشروط یعنی تضعیف شوی وو او که د داوود خان کودتا نه وای شوی نو کیدای شو چی دا ځوانه دموکراسی اوس غښتلی وای او مونږ به د انګلستان ، هالنډ او ځینو نورو اروپایی هیوادو په څیر په سلطنتی نظام کی دموکراتیک بهیر درلودلای او هر سیاسی ګوند به کولای شو چی د پارلمان له لاری قدرت ته ورسیږی او ځبله کړنلاره پلی کړی چی بیا به د کودتا ګانو لاره بنده وای .
په غربی ټولنو کی هغه سیاسی تفکر چی په دموکراسی بدل شو ، د مطلقه قدرتونو په وړاندی وو. لومړنی تیوری د قدرت لپاره مطرح شوی. د دی خبری اهمیت په دی کی دی چی تیوری منځته راغله . تاسی ممکن د یو حاکم په وړاندی خوځښت وکړی اما سبا کیدای شی تاسی خپله یو دیکتاتور شی پس دلته باید د تیوری پر وړاندی باید خوځښت وشی . په تیرو زمانو کی د خلکو پرذهن مطلقه تیوری حاکمه وه . یو زور واکی به دبل زور واکی په وړاندی بغاوت وکړ او دهغه ځای به یی ونیو اما هماغه ظلم او استبداد به ادامه پیدا کړه او هیڅ شی به بدلون ونه موند.
هغه څه چی په تیر وخت کی یی شتون درلود مطلقه حکومتونه وو که د دینی او کلیسایی چارواکو له خوا وو او که د پادشاهانو له خوا . اما خلک د دی وضعیت څخه ناراضه وو ، قیامونه د دی وضعیت په وړاندی ډیر شو اما په پایله کی به یو سلطان د بل سلطان پر ځای او یو پاپ به د بل پاپ پرځای کیناست او هیڅ غوټه به ونه پرانستل شوه ځکه نو دموکراسی یو تیوریکی جدوجهد وو د استبداد دتیوری په وړاندی او دا په خلکو کی په یو فرهنګ بدل شو ترڅو د زوړ نظام ټغر ټول شو او نوی نظام به نوی بڼه منځته راغی .
نننی مفاهیم چی خلک رای ورکوی ، څوک ولسمشر ټاکی او یا پارلمان ته یی انتخابوی ، دومره ساده نه وو .دی پروسی ډیری لوړی ژوری شاته پریښی دی او په آسانه لاس ته نه دی راغلی ځکه نو د انتقاد سربیره چی په داسی بشری لاسته راوړنو یی کوو ، دهغی قدر او منزلت هم باید وپیژنو.
مطلقه قدرتونو دوه ډاډمنتیاوی درلودی : لومړی حق او تکلیف او دوهم انسانی معرفت
دمعرفت په برخه کی : په دینی یا کلیسایی حکومتونو کی هر څه د روحانی قشرپه واک کی وو او سیاست ، تاریخ ، ټولنه او دینی راز او پوهه د ځانګړی قشر په واک کی وه چی ځان یی تر ټولو لوړ او پوه ګڼل او نور یی له هر څه بی خبره ګڼل.
د حق او تکلیف په برخه کی هم همدا ډول . معاصر انسان حق غوښتونکی دی او پخوانی انسان مکلف وو. د دموکراسی بل مفهوم د خلکو حق یا بشری حقوق دی . دموکراسی ته رایه ورکول هم وایی. دا د دموکراسی میوی دی . ښایی تاسی رایه ورکړی خو د دموکراسی روح به هلته موجود نه وی. ځینی خلک وایی چی دموکراسی یعنی قانونیت . داسی نه ده په یوه ټولنه به قانون شتون ولری ، په زندان کی به هم نظم او قانون شتون ولری خو دموکراسی نه. هغه نظم چی په زور واکمن شی دموکراسی نه ده .
په تیره زمانه کی ټول دینی او کلیسایی مشرانو اوپادشایانو پر خلکو مکلفیتونه وضع کول او ویل به یی چی حق یوازی همدا دی چی مونږ یی وایو او نور خلک یوازی مکلفیت لری او حق نلری. څوک زما دینی مشر او پادشاه ګریوان نشی نیولای چی ولی دی دا وکړل اودا دی ونکړل ، خلک یوازی کولای شی چی راشی او له ما وپوښتی چی زما تکلیف څه دی او دنده می څه ده او که دنده یی سر ته ونه رسوله مجازات هم شی. بالآخره انسان دی نتیجی ته ورسید چی په خپلو چارو بیا کتنه وکړی او فکر وکړی .
په دی توګه نوی انسان پیدا شواو نوی فکر نړی ته راغی یعنی د خپل ځان څخه د انسان تصویر بدل شو او د خپل حق په هکله یی فکر بدل شو او نړی هم بدله شوه . په دی ډول د خلکو سیاست ، اقتصاد ، فلسفه، حکومت ، دین او هر څه بل رنګ او ماهیت ځانته غوړه کړ او نوی نظام د زاړه نظام ځای ونیو او په لنډه توګه نوی انسان د زاړه انسان ځای ونیو.
دموکراسی هم یو له هغو بدلونونو څخه وو چی د انسان په ژوند کی راڅرګند شوه . هغه انسان چی یو وخت به یی ځان مکلف باله او لاس او پښی به یی د پاپ په وړاندی ریږدیدلی اوس زړور شو او پوه شو چی کیسه داسی آسانه نه ده او هماغه تیوریکی ډاډمنتیا یی چی هماغه حق غوښتنه ده لاسته راوړه او ځان یی د وجدان او خدای په وړاندی هم ملامت نه احساس کاوه .
کله چی دا جرئت پیدا شو چی دا جرئت جاهلانه هم نه وو بلکی د زړورتیا او علمیت نښه وه ، نو قیامونه رامنځته شول او داسی لاری چاری یی پیدا کړی چی همدا د دموکراسی کړنلاره وه . د لویدیځو سیاستوالو په قول دموکراسی غوره «بد» دی یعنی د نورو سیاسی نظامونو په پرتله یی بد والی لږ دی خو داسی کوم آسمانی شی نه دی چی داصلاح وړ نه وی بلکی دا « ور» تل خلاص دی ځکه نو د دوه پیړیو راهیسی یی ډیری تجربی شاته پریښی دی تر څو دی ځای ته رسیدلی دی.
دموکراسی داسی کوم پردۍ یا بیګانه شی نه دی چی نورو منځ ته راوړی دی او یا د دین ضد دی، د دنیا خیر غوښتونکو پوهانو او متفکرینودا کار کړیدی او بیا یی د امتحان ډګر ته وړاندی کړیدی . داسی شی نه دی چی څو تنو ویلی دی او په کتابونوکی یی لیکلی دی او پر خلکو یی تپلی دی بلکی دا څو پیړی دی چی د خلکو آزمیښت او تجربی لاندی دی .
دموکراسی اصلاْ دوه مشخصات لری یو داچی په سوله ایزه توګه د حاکم عزل کول او د بل حاکم ټاکل چی دا پخپله په سیاسی چاروکی د خلکو ګډون ښیی یعنی خلک د خپلی رایی په واسطه خپل خادمان ټاکی تر څو هغوی ته خدمت وکړی نه داچی یوازی پر هغوی حکومت وکړی . بله مشخصه یی د بیان آزادی ده ځکه د بیان آزادی هماغه د رسنیو آزادی ده چی د خلکو نظریو ته انعکاس ورکوی.د بیان دآزادی په واسطه خلک کولای شی د حکومت په کړنو نظارت ولری او د خپلو نظریاتو او وړاندیزونو او نیوکو په واسطه د حکومت د خطا ګانو ضریب را ټیټ کړی او دچارو مسوولین هم په داسی سیستم کی پوهیږی چی د دوی کړنی د خلکوتر نظارت لاندی دی او د دوی دخپلسریو مخه نیول کیږی.د دموکراتیکو نظامونو د پایښت راز هم په همدی کی دی . په انګلستان اوامریکا کی انقلاب ندی رامنځته شوی او په فرانسی کی هم د فرانسی د لوی انقلاب راوروسته بل انقلاب نه دی پیښ شوی اما په پخوانی شوروی اتحاد کی مارکسیستی سیستم پس له ۷۰ کلونو سقوط وکړ . دموکراتیکو نظامونو وښوده چی پایښت لری خو نور نظامونه که لږهم ځان وښوروی یا اصلاحات ومنی لکه د ګورباچوف د بیارغونی سیاست ، نو هغه نظامونه پاشل کیږی.
په ځینو دینی ټولنو لکه افغانستان کی خلک وایی داچی دموکراسی دخلکو له خوا منځته راغلی ده نو د دین سره په تضاد کی ده ځکه نو د اسلامی نظام شعار ورکوی . دوی اعتقاد لری چی د دوی د خبری ریښه په دین کی ده او دهغوی خبره د خدای او پیغمبر خبره ده په داسی حال کی چی دموکراسی د یو شمیر الکولی ماغزوزیږنده ده چی د ځان په ګټه قوانین وضع کوی. چیرته دخدای خبره او چیرته د دوی خبره .او مسلمان باید خپل تکلیف روښانه کړی چی کومه خبره منی . دموکراسی د عیب نه ډکه ده اما دین سالاری له هر عیب څخه پاکه ده .
بل دلیل یی دادی چی دموکراسی د لویدیځ سوغات دی او هر هغه عیوب چی په غرب کی شتون لری د همدی دموکراسی زیږنده دی. مارکسیستانو دا هم ویل چی دموکراسی د استثمار او استعمار سبب ګرځی . مارکسیستانو هغه مفاسد چی مونږ یی دینی بولو ، هغی ته ګوته نه نیوله .
البته په یوه برخه کی باید ووایو چی دا سمه ده چی دموکراسی مونږ منځته نده راوړی او ځینو غربی فیلسوفانو دا کشف کړیده . البته داسی اشخاص لکه ریګن ، بوش ، کلینتون یا اوباما او داسی نورد دموکراسی راوړونکی نه دی ، د دوی عقل دی خبری ته نه رسیده ، دوی یوازی د دموکراسی مصرف کوونکی دی نه د هغی موسسین . اما د لومړنی اعتراض په هکله چی مونږ د ځمکی پرمخ د خلکو حکومت نلرو بلکی یوازی دخدای یا د دین حکومت لرو:
دخلکو دحکومت او د دین په نامه د حکومت ترمنځ تفاوت دا دی چی یوه ډله خلک وایی چی مونږ د دین په نوم حکومت کوو او بله ډله وایی چی مونږ په بل نوم لکه د دموکراسی په نوم حکومت کوو. البته دلته یو شی چی ښکاره دی هغه داچی هغه خلک چی غواړی د دین په نوم حکومت وکړی او هغه خپل حق بولی په دی معنی نه ده چی ګواکی خدای د ځمکی پرمخ حکومت کوی او یا پیغمبر پخپله حکومت کوی بلکی ځینی خلک دی چی د دین په نوم حکومت کوی او د دینی حکومت نوم ورباندی ږدی . بل خوا هم خلک دی چی حکومت کوی خو د دینی حکومت نوم پری نږدی .دلته وینو چی لانجه د دوه طایفو ترمنځ ده چی په مختلفو نومونو غواړی حکومت وکړی یعنی دوه ډوله د خلکو حکومت لرو په یو نوم او په بل نوم. البته په دی ډول لانجه کی خلکو ته ویل کیږی چی یو خوا فاسد او منفعت غوښتونکی کسان ناست دی او بل خوا پاک او آسمانی شی دی چی خپله حکومت کوی . اما په حقیقت کی دواړه خواته خلک دی چی کیدای شی په دواړو لورو کی هم صالح او هم فاسد خلک شتون ولری. که دین ښه دی معنی یی دا نه ده چی څوک چی د دین نوم اخلی هغوی ټول ښه خلک دی، بل لوری ته هم همدا ډول . مونږ دا ډول خلک لرو او دا کومه عجیبه خبره نه ده . داچی هر څوک د دینداری ادعا وکړی هغه ډیر پاک او روحانی شخص دی ، داسی نه ده ، لیدل شویدی چی ډیرۍ داسی مقدس مفاهیم د پلیدو او فاسدو اشخاصو له خوا تر پښو لاندی شویدی( افغانستان کی جهادی او طالبی تنظیمونه یی ډیره ښه بیلګه ده ) .
ښه چی داسی ده نو لانجه د دین او دموکراسی تر منځ نه ده . دعوا د دوه ډلو ترمنځ ده . کله چی خبره دی ځای ته رارسیږی مسئله جالبه کیږی چی بیا هم مونږ د دی دعوا د نفس څخه دموکراسی ته رسیږو. فرض کړو چی مونږ بهر ولاړ یو او دا دوه ډلی په خپل منځ کی د حکومت پر سر لانجه لری . زمونږ وړاندیز به څه وی ؟ عاقل شخص به دا ووایی چی جنګ او دعوا مه کوی ، تاو ترخوالی مه کوی ، داسی نظام رامنځته کړی چی ووایی څوک باید حکومت وکړی ، او څوک د حکومت کولو حق لری. هیڅ څوک دی مخکی له مخکی دانه وایی چی زه چون د دین نوم اخلم نو حکومت کول زما حق دی او یا بل لوری ووایی چی زه چی د دین نوم نه اخلم نو حکومت کول زما حق دی . پریږدی چی نور خلک تاسی ته حق درکړی . تاسی مدعیان یاستی . ستونزه په حکومتونو کی همدا ده چی افراد د خپلو اعتقادی دلایلو له مخی وایی چی مونږ خاص حق هم لرو . ستونزه هم د دهمدی ځایه پیل کیږی چی ووایی دا چی زه داسی عقیده لرم نو حق لرم چی ستا سر غوڅ کړم او یا حق لرم چی تا له ځینو حقوقو څخه بی برخی کړم . اعتقاد لرل ستونزه نه ده ، په اعتقاد پوری د حق نښلول ستونزه منځته راوړی .
دینی ډلی وایی چی مونږ د خدای او پیغمبر خبره کوو ځکه نو د حکومت کولوحق هم لرو، سیکولاری ډلی وایی چی زمونږ د حکومت تګلاره غوره ده نو ځکه مونږ د حکومت حق لرو.
د حل لاره داده چی دواړو خواوو ته ووایو چی ستاسی عقاید محفوظ اما حقوق مو نا محفوظ . یعنی حق په اعتقاد پوری مه تړی ، پریږدی چی داسی نظام رامنځته شی چی په هغی کی ستاسی د حقوقو تکلیف معلوم شی. دا هماغه د دموکراسی نظام دی . د دموکراسی اصلی فلسفه داده چی خلک دا ډول حق معلوم کړی . خلک به داحق ټاکی چی چاته یی ورکړی او یا یی تری بیرته واخلی . ستونزه داده چی ځینی خلک دا وایی چی مونږ حق لرو چی حمله وکړو ، کودتا وکړو او وسلی ته لاس واچوو .
د دینی پلوه مونږ کولای شو خپل دینی ارزښتونه د دموکراسی په بڼه پلی کړو . هغه اخلاقی ستونزی چی په غربی ټولنو کی مونږ وینو د هغی ملامتی باید پر دموکراسی وانه چوو ، دلته د هغوی اخلاقی نظام باید ملامت شی دا دواړه د یو بل سره ډیر توپیر لری. دا چی ویل کیږی چی دلته آزادی خلکو ته بلا راوړی ده ، البته په لویدیځ کی داسی مفاسد شته چی مونږ یی نه خوښوو اما دا په دی معنی نه ده چی په مونږ کی فساد نشته . دروغ او ریا ، فریب ، دحرامو خوړل ، د خلکو د مال غصبول ، ظلم ، بوږنوونکی جنایتونه او داسی نور هغه څه دی چی خباثت یی سل ځلی په تلویزیونونو کی د بربنډو فلمونو د ښودلو نه زیات دی . د آزادی په هکله باید وویل شی چی آزادی کوم شی منځته نه راوړی، آزادی هغه څه چی شته هغه ښکاره کوی، په آزادی کی زه خپل ځان ښکاره کوم چی څوک یم. آزادی ښه والی او بد والی نلری ، آزادی پوښښ له منځه وړی او ښه او بد ښکاره کوی که په لویدیځ کی څه شته چی مونږ یی آزادی بولو ، دا د آزادی ګناه نه ده ، دا اخلاقی تیوریګانی دی چی راښکاره شویدی او اصلاْ دی ته مفاسد نه وایی ، دا دآزادی ګناه نه ده ، ګناه باید د اخلاقو پر غاړه واچول شی .مونږ چی په دینی ټولنه کی ژوند کوو چی دینی اخلاقی تیوری لرو ، د آزادی په نتیجه کی هماغه اخلاقی ښایست که چیری وی راښکاره کیږی . دا د دینی او فکری لارښوونکو دنده ده چی غوره اخلاقی تیوری خلکو ته ورزده کړی تر څو ماسک یی له څیری لیری شی او ښکلا یی را څرګنده شی نه باطنی بدرنګ والی یی . که تاسی بل ډول ارزښتونه ولری ، په آزادی کی هماغه ارزښتونه رابرسیره کیږی.
پایله : مونږ له یو پلوه چی دینداران یو د عدالت غوښتونکی یو او هم له دی امله چی غواړو دموکراسی پلی کړو د عدالت غوښتونکی یو. هم دین مونږ ته دستور راکوی او توصیه کوی چی د حاکمانو څخه انتقاد یعنی امر په معروف او نهی له منکر څخه له لاسه مه ورکوی . هم دموکراتیک نظامونه دا هرڅه په خپل جوهر کی لری او هغه حکومت دموکراتیک نه دی چی د انتقاد حق نورو ته ورنکړی.
همدا راز مونږ هیڅ داسی دینی حکم نلرو چی ووایی مونږ حق نلرو چی فاسد او فاسق حاکم له دندی ګوښه کولای نشو.دا هرڅه د دموکراسی هدف دی او د دین سره کوم تضاد او اختلاف نلری. اختلاف په دی کی دی چی څوک مخکی له مخکی ځانته حق قایل شی او د همدی اعتقاد پر بنا د زور ژبه استعمال کړی چی دا عمل نه له دین سره تړاو لری او نه د دموکراسی سره . که چیری دا لاره پرانیستل شی دنیا به په ځنګل بدله شی.
پای