د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تربور

محمدالله ساپی 23.09.2014 10:53

یو چا کړی دا کیسه وه په حجره کې
د یخنې او دسخت ژمې لویه شپه کې
یو دهقان وو یو څه زمکه یې لرله
ده به کال کې دغه دوه ځلې کرله
خو به زمکې یی هیڅ نه کوو حاصل
بی فایدي به دهقان ستړی وو په کې تل
که پټي کې یی خواري ډیره کوله
خو خواری یی نتیجه نه ورکوله
د تربور اودده زمکه څنګ په څنګ وه
په تقسیم کی رسیدلې یی یو رنګ وه
نه دده نه دهغه وه تر ده ډیره
دواړو زمکو نه اوبه وی ګرد چاپیره
د یوه خوړ اوبو نه دواړه اوبه کیدلې
په یو رنګ اوبه پټو ته رسیدلې
خو به فصل د تربور چی شو تیار
وه به دردمند یی پټي کی څو خروار
چی فصلونه د تر بور به یې لیدل
ددهقان په کور به کاڼی وریدل

هم به ښځی ورکول تل پیغورونه
د تربور دی ورشه شنه ګوره فصلونه
د هقان ډیر دی خپل قسمت لره حیران وو
ګیله مند به همیشه پاس د اسمان وو
په علاج ددی مرض نه پوهیده
پټ ډیر زړه کې به دننه زوریده
په ددنه پټ ګوګل به یې بل اور وو
دوزخ ده ته ګرځیدلی دا خپل کور وو
یوه ورځې یو دوست ورکړه ورته پته
ویلی لاړ شه ددی پیر وکړه ته لټه
ډیرلوی پیر دی ټول سوالونه یی قبلیږي
بی علاجه ورنه څوک نه پاتی کیږي
یو سهار چی دهقان خوب نه شو بیداره
بیا د پیر په لور یې ونیوله لاره
چی د ښار او د څو کلو شو ور تیر
په ځنګل کی یی په مخه راغی شیر
زمری وویل چی دهقانه چیرته درومې
راته وایه چی دا ته راغلی دکومې
بیا زمری ته کیسه تیره کړه دهقان
خپل مشکل یې ورته ټول کړلو بیان
دهقان ویلی دلته وړاندی یو لوی پیر دی
ددردمندو بیچاروو دستګیر دی
زه روان یم دهفه څنګ ته ورځمه
دغه خپل مشکل مې ټول ورته وایمه

که خدای وکړي او می حل دا مشکلات شي
هم می فصل د تربور نه پسی زیات شي
چی زمری ددهقان واوریده ګفتار
زمری ویلی شم دهقانه تانه زار
زه هم ډیر یمه مریض وایمه تاته
هم به ووایې سلام مې پیر بابا ته
دخدای فضل سره هر څه رارسیږی
خو وجود می ورځ تر ورځی نه خواریږی
ته یی کړه زما مشکل نه خبردار
تر راتلو به دی ډیر زه کړم انتظار
دزمری نه دهقان واخستو رخصت
بیا دپیر په لور یی وکړو حرکت
په تیزی سره دهقان کوو سفر
شو ځنګل کی په یو آس وربرابر
آس ویلی چی دهقانه ستړی مه شی
یو تپوس درنه کوم چی خفه نه شی
راته وایه چی ته کوم خواته روان یی
راته ښکاری چی ته ډیر زیات پریشان یی
بیا دهقان آس ته کیسه کړه خپله تیره
ویل غمونه رښتیا مانه دی چاپیره
یو لوی پیر راته ښودلی می یو یار دی
د هقه په لوری ځم ډیر می تلوار دی
چی آس واوریدی خبری ددهقان
ویل دهقان شمه تا ځنی قربان
دا ځنګل ګوره چی شین هر خوا ښکاریږی
دا واښه ما ته هر وخت کی رارسیږی
نه کمبود می د خوراک او نه بیمار یم
چی ګرځیږ م ډیر روان تکلیف په لاریم
دا صورت می ګوره ورځ ترورځ چاغیږی
چی په لار ځمه بدن می ستړی کیږی
دا مشکل کړه زما پیر ته وربیان
آس تاکید وکړلو ډیر زیات په دهقان
بیا د آس نه رخصت واخستو دهقان
په طرف ددی لوی پیر شو ورروان
په ځنګل کی دهقان لار وهله خپله
د تر بور کیسه یی زړه کی تیریدله
بیا په لار کی په دهقان پیښ شو پاچا
د لښکر سره روان وو په یوه خوا
پا چا وویل چی دهقانه وایه حال
داسی ښکاری چی دی پیښ درته جنجال
چیرته درومی او لری چا سره کار
چی روان یی ای دهقانه په تلوار
کیسه تیره کړه دهقان ټوله پاچا ته
ویلی ځمه په طرف زه پیر بابا ته
چی پا چا شو ټول کیسی ځنی خبر
بیا پاچا او دهقان بیل شو د لښکر
پاچا وویلی دهقانه زما وروره
پاچایی او دا لښکر خو می ته ګوره
نه کمبود می د لښکر نه ددولت دی
ښه په امن او سکون می سلطنت دی
پاچایی می راته پاتی ده دپلاره
خزانی می پاچایی کی دی بی شماره
خو زما زړه پکی هیڅ نه خوشحالیږی
د خفګانه ډکی شپی په ما تیریږی
هم زما مشکل به ووایی ته پیر ته
د لویانو لوی ولی او د ستګیر ته
هیر یی نه کړی ورته وایی به یی ضرور
هم دا ستا لاس بری غواړم په تربور
بیرته ستا به د راتلو لاری څارمه
ځه نو اوس دی په الله باندی سپارمه
د پاچا نه چی رخصت شولو دهقان
بیا دپیر په لور ی شولو ورروان
ټوله ورځ دهقان کړه تیره په مزل کی
بیا یوی ونی لاندی کیناست په ځنګل کی
ونی لاندی دهقان کیناستو دمی ته
فکر وړی وو د ی خپلی ایندی ته
چی د پاسه ونی غږ وکړ دهقانه
راته وایه چی ته راغلی د کوم خوانه
پریشانه ډیر خفه را معلومیږی
کوم جنجال کی ګیر خو ته راته ښکاریږی
د هقان ویلی چی خبری دی رښتیا دی
ددنیا غمونه ټول چاپیر له ما دی
خو یو دوست راته ښودلی یو لوی پیر دی
چی ثانی یی چیرته نشته بی نظیر دی
نیت می کړی د هغه خواته روان یم
دی دنیا کی ډیر تنګ شوی نور په ځان یم
زه ورځم او ددی پیر کومه سوال
که خدای وکړی پټی شین می شی بل کال
چی دهقان خبری ونی ته کولی
ونی ټولی ښی په مینه اوریدلی
ونی ویلی ددنیا ټول مخلوقات
لری بیل بیل په دنیا کی مشکلات
ما ته ګوره چی اوبه هم رارسیږی
نورو ونو نه می پاڼی زر ژیړیږی
په علت او په سبب یی نه پوهیږم
کال په کال ضعیفه کیږمه وچیږم
زه هم سوال ډیره زاری کومه تاته
چی ته ورسیدی څه وخت پیر بابا ته
دا زما مشکل به هم ورته بیان کړی
ما به هم ددی تکلیف نه په امان کړی
د هقان ویلی پیر ته وایم مشکل ستا
درنه لاړم ته هیڅ مه کوه پروا
دهقان څه وخت چی رخصت شولو د ونی
په ځیګر ننوتلی یی د غم ستنی
دهقان څه وخت چی د پیر خواته نژدی شو
هلته کیناست یو څه وخت لږ په دمی شو
بیا یی ډیر په عاجزی په احترام
واچاوو په پیر بابا باندی سلام
اول وویل ټول مشکل یی د خپل ځان
په یو یو یی واړه پیر ته کړو بیان
بیا دهقان چی څه وو لاره کی لیدلی
یا دونی نه یی څه وو اوریدلی
دغه واړه یی بیان کړه پیر بابا ته
ویلی دوی هم ډیر سلام ویلو تاته
پیر اول لاسونه جک کړه پاس اسمان ته
بیا د ټولو یی علاج وښود دهقان ته
په اخر کی ډیر په قدر په عزت
دهقان کړو د خپله ځایه نه رخصت
هم دعاوی ورته وکړی په څو واره
د هقان ونیوله بیرته خپله لاره
ونی خواته چی واپس راغی دهقان
ونی وکړ ددهقان ځنی پرسان
زما باب کی پیر دی څه درته ویلی
د خلاصون چاری یی څه دی درښودلی
دهقان ویلی ستا د لاندی خزانه ده
دډیر وخته نه همدا دلته پرته ده
دا چی پاڼی دی هر وختی زر ژیړیږی
خزانی په وجه اوبه نه دررسیږی
ته پیدا درسره چیرته یو نفر کړه
خزانه دی ته د خپله بیخه لر کړه
چی اوبه دی صحیح پلو ته ورسیږی
بیرته څانګی به دی ورځ په ورځ ځوانیږی
ونی ویلی دا خو تاته یو ښه کار دی
ژوند دا ستا هم په دنیا کی خواروزار دی
خزانه بهر کړه ته ددغه ځایه
په قسمت دی شوه نور څه غواړی د خدایه
سوال قبول دی شو خاوند د خزانی شوی
نوری ښی دی په دنیا کی ورځی شپی شوی
هم زما او هم پری ستا مشکل حل کیږی
د قسمت غوټه دی وینمه خلاصیږی
دهقان ویلی خزانه می پکار نه ده
د تربور سره پرته می معامله ده
چی تر څو می خپل پټی شین کړی نه وی
او د تربور نه می بری چی وړی نه وی
درنه لاړم بل نقر پیدا کړه ځان ته
که هر څومره ونی وویل دهقان ته
د هقان ډیر په منډه شو تری نه زوان
چی خپل کور ته زر ورورسوی ځان
ډیر په منډه دی دهقان وهله لار
پاچا وو ورته په لار کی انتظار
پاچا وویل چی په خیر راغلی دهقانه
خدای دی وکړی ښه خبر واورم له تانه
زما باب کی درته څه وویل پیر
راته وایه چی زه یمه ډیر دلګیر
بیا دهقان کړو پاچا بیل د خپل لښکر
ویلی تانه لا هیڅوک نه دی خبر
چی ته ښځه یی لباس دی د نرانو
پټه پاتی یی دوستانو د خپلوانو
نارینه په لباس ستا هر څوګ غولیږی
چی ته ښځه یی په دی څوک نه پوهیږی
اوس بلوغ ته یی پوره ته رسیدلی
ته هم خپله یی په ځان ښه پوهیدلی
پیر ویلی چی څښتن ځان ته پیدا کړه
یو ښایسته ځلمی ته ځان ورپه نکاح کړه
بیا په ډیر ه مینه شپی به ستا د ژوند شی
که یو ځوا ن کله دا ستا چیرته خاوند شی
پاچا وویل شم دهقانه تانه زار
په دی راز زما څوک نه دی خبر دار
فقط ته شولی خبر د حقیقته
نور هیچا ته ددی راز نشته هیڅ پته
راځه زه به دی میرمن ته می څښتن شه
نور زما سره میشته په دی وطن شه
زه به نوم باندی پاچا اختیار به ستا وی
واک اختیار به دی په مثل د پاچا وی
ټول وطن کی به امرونه دی چلیږی
وزیران به سلامی درته ودریږی
دهقان ویلی زه دا کار نه شم کولی
د تربور می شین پټی نشم زغملی
نه په کار می پاچایی او خزانی دی
د تربور سره می سختی هلته شپی دی
که پاچا هر څو زاری ورته کوله
خو دهقان ورسره هیڅ وه نه منله
کړو خوا بدی یی پاچا تری نه روان شو
چی د اس خواته نژدی څه وخت دهقان شو
اس ویلی څه پیغام دی دی راوړی
پیر زما هم څه علاج درته ښودلی
راته زر زر یی بیان کړه خدای لپاره
دا څوورځی می څارلی دا ستا لاره
دهقان ویلی پیر ښودلی علاج ستا دی
هغه کړی ډیر تاکید احتیاط په تا دی
شنه واښه او نور خو هر څه دررسیږی
خاوند نه لری چی تا باندی ګرځیږی
اسه تا ته یو تکړه نفر په کار دی
بیکاری دلاسه ستا وجود بیمار دی
بی مالکه که دی پاتی دا حالت شی
زر به خاوری دغه ستا ښایسته صورت شی
بس همدا دی ستا علاج که پری پوهیږی
څوک پیدا کړه چی دی شاه باندی سوریږی
اس ویلی چی څوک ښه به وی له تانه
راځه شاه باندی می سور شه ای دهقانه
چی می بیایی کومی خوا درسره ځمه
ای دهقانه زه رښتیا درته وایمه
دهقان ویلی ما ته پاتی می لانجه ده
د تربور سره پټی کی می پرته ده
چی تر څو می سیالی کمه د تربور وی
تر هغی به دنیا ما باندی تنور وی
که هر څو ورته اس وکړی ننواتی
دهقان لاړو اس هم دلته شولو پاتی
د کاله په لور روان ډیر په تلوار وو
چی په لار کی یی زمری په انتظار وو
زمری ولیدو دهقان شو ډیر خوشحاله
ویلی شپه او ورځ په تمه ومه تاله
څه ویلی درله پیر زما په باب دی
زر یی وایه چی حالت می ډیر خراب دی
دهقانه تیره کړه کیسه ورته دسره
هم داس او هم دونی برادره
هم کیسه یی ورته وکړه د پاچا
ویلی شیره دا هر څه تیر شو په ما
چی وی کلی کی تربور رانه اوچت
زه به څه کړم پاچایی او ډیر دولت
چی پټی کی د تربور وی شنه فصلونه
څو خرواره وړی کاله ته دردمندونه
که دوی هر څومره زاری وکړله ماته
هم می اس ته ځواب ورکړو هم پاچا ته
هم که ونی راته سوال وکړلو ډیر
خو یی زه د خزانی نه شومه تیر
چی په لار کی څه پیښ شوی وو په دهقان
دیوه سر نه یی زمری ته کړه بیان
زمری ویلی چی ډیر شکر دی له خدایه
چی واپس راغللی ته تر دغه ځایه
پیر زما په باب کی څه وویل تاته
خدای لپاره ته یی اوس ووایه ماته
د هقان وویل د ځنګل پاچا زمریه
غوږ دی کیږده اوس به تا کړمه زه پویه
ستا علاج راته ښودلی داسی پیر دی
د ولیانو لوی ولی او دستګیر دی
د احمق او د کم عقل انسان وینی
ای زمریه ته کړه تیری دی د ستونی
هم دغه دی ستا علاج که پری پوهیږی
د احمق انسان په وینو ته ښه کیږی
چی زمری وکړلو فکر ټول جهان ته
بیا یی فکر شو کارونو ددهقان ته
ویلی تانه بل احمق په جهان نشته
تا په شانته بل هیچرته انسان نشته
تانه بل به څوک احمق په دی دنیا وی
نه به بل چیرته جاهل په شان داستا وی
تربور وینی خزانی لار کی نه وینی
ته لایق یی چی دی وڅکمه زه وینی
ستا په وینو باندی زه به اوس رغیږم
که دا نه وی نو رښتیا چی هلاکیږم

بیا یی ټوپ کړه څیری ویری یی دهقان کړو
هم تری پاتی یی تربور او هم جهان کړو
نور جهان دی د جهان سره سیالی کړی
او پښتون دی ورور سره تربورولی کړی
نور دی ګرځی داسمان په منارو کی
پښتون بوخت دی وی په جنګ او په جګړو کی