د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وولسواکئ د فاتحی اعلان

حق دوست 22.09.2014 11:57

په خواشینئ سره مو خبر تر لاسه کړ چی ولسواکی ترور د ورپېښې ناروغئ له کبله په حق ورسیده. د وییلو ده چی دا خدای بخښلی ترور چی کله څه باندی یوه لسیزه وړاندی دلته راوړل شوی وه نو هم غریبه په سترګو ړنده، په غوږو کڼه او په دواړو پښو شله وه. خوا خوږو کی یی د رغونی په موخه د ډېرو وګړو غوښې او ککری پری وخوړی خو دا چی غریبه له ځایه سخته ناروغه وه او د ټاکنو وژونکی ویروس هم پری برید وکړ نو که هرڅومره زیار او کوښښ یی وکړ وسه یی ورسره و نه رسیده په پایله کی خوارکئ په ارمان ارمان سترګی پټې او د ځمکی د سر څخه یی د ځمکی د تل په لور د تګ نیت وکړ. وییل کیږی چی خدای بخښلی ډېر ارمان کاوه چی که هر څومره شله شوټه وای خو چی ړنده نه وای نو دی خاوری ته به هیڅکله نه وم راغلی. هغی وییل چی د روغتیا په وخت یی اوریدلی وه چی د نړئ په مخ داسی یوه سیمه شتون لری چی د دی په څېر ډېری ترورګانی پکی په شرمونو شرمیدلی او داسی یی پوزی پریکی شوی چی بیا یی چاته له شرمه مخ هم نده ښودلئ خو لدی خبره نه وه چی هغه دا سیمه ده. خدای بخښلی ترور دا ګیله ډېره کوله چی د ټولټاکنو په ویروس هغه وګړو اخته کړه چی دی ته یی د راتلو بلنه ورکړی وه او ان دی سیمی ته یی په اوږو بار راوړی وه. وییل کیږی چی د نړئ د کلی مشر خان به د خدای بخښلی جنازه کوی، یو نوماند به غسل ورکوی او بل نوماند به یی خاورو ته سپاری. سربیره پردی یی لدی خلکو هیله کؤله چی د هغی جسد دی بیرته د هغی اصلی ټاټوبی ته ولیږدوی او پخپل ټاټوبی کی دی خاورو ته وسپاری. ټولو دوستانو ته خبر ورکؤل کیږی چی د خدای بخښلی فاتحه سبا خاورو ته له سپارلو وروسته د هغی په پلرنی کلی کی اخیستل کیږی. هیله ده چی ټول دوستان پکی به پخپل ګډؤن سره د خدای بخښلی روح ښاد کړی. روح دی ښاد وی.
د یادؤنې ده چی خدای بخښلی د مړینی په وخت پخپله هم دا ترانه زمزمه کوله او له خپلو ټولو مینه والو یی هم هیله کوله چی د فاتحی په وخت دی ټول دا ترانه ورته وایی:
څو چی دا ځمکه آسمان وی
څو چی دا جهان ودان وی
څو چی ژوند پدی جهان
تل به دا افغانستان وی
تل به یی دغه واکمنان وی
تل به دا څو نیکټایان وی
تل به دا څو تجاران وی
پدی ملک به واکمنان وی
دا وطن به تور زندان وی
څه وخت وروسته به ټول وران وی
سوله میشت به په آسمان وی
جنګ به تل مدام روان وی
پکی مست به دا خانان وی
پکی مړه به ټول خواران وی
بس یو څو به شرمښان وی
یو څو نور به ګیدړان وی
کروندو د دی بی وزلو ته به ټول شنه شنه زمریان وی
د بهر ساز ته په مینه په ګډا به مو مشران وی
دوی به مست وی په شرابو له وښکیو به یی روان وی
کباب ایښی ورته څنګ کی تل پری ټنډ به څو کسان وی
له مستئ به په ګډا وی او په هر وخت به خندان وی
دا ولس به یرغمل وی څیری شوی به یی ګریوان وی
وژل کیږی به بی دریغه مور و پلار به یی په ګریان وی
په غمونو به یی شپه وی کور او کلی به یی وران وی
اساس کوږ ایښودل شوی داسی کوږ به تل روان وی
بس همدا به څو څېرې وی بس همدوی به واکمنان وی
څو چی دا ځمکه آسمان وی څو چی دا جهان ودان وی
په درنښت.