د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په هېواد کې بې ثباتي او د تېریو پراختیا

عبدالغني (هاشمي) 21.09.2014 15:50

په افغانستان کې له څو لسیزو راهیسې، په ځانګړي ډول په دې وروستیو کې په بېلابېلو برخو کې ترینګلي او بې ثباته وضعیت؛ سربېره پردې چې هېواد له سیاسي، امنیتي، اقتصادي او نورو بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره مخ کړی، زموږ ګاونډیو هېوادونو ته یې هم د خپلو ځانګړو اهدافو د پلي کولو په خاطر منسجم، پرلپسې، مرتبط او زنځیره يي فعالیتونو زمینه برابره کړې ده.
که څه هم زموږ ځينې نور ګاونډي هېوادونه هم له همدغې بې ثباتۍ څخه په ګټه اخستنې زموږ په خاوره کې ځينې پټ تخریبي فعالیتونه ترسره کوي، خو هغوی د پاکستان په څېر د توغندیزو بریدونو، پوځي عملیاتو، ځانمرګو بریدونو او نورو فعالیتونو په څېر دومره څرګند او محسوس تېری نه کوي، بلکې خپل تخریبي فعالیتونه د پټو استخباراتي تاکتیکونو په چوکاټ کې په بېلابېلو ډولونو ترسره کوي.
په ځانګړي ډول په افغانستان کې د ټاکنیزو ستونزو، مخالفتونو او ناندریو له امله رامنځته شوې اوږدمهاله بې ثباتي پاکستان ته زموږ پر هېواد باندې د څرګندو تېریو او نورو بېلابېلو تخریبي فعالیتونو ډېر ښه چانس په لاس ورکړ.
د انتخاباتو له کبله د نسبتآ بې ثباته سیاسي وضعیت څخه په ګټې اخستنې، د پاکستان فعالیتونه چې په افغانستان کې د هغه هېواد د سټراټیژیکو اهدافو له ژورو راخوټېږي، تر ډېره بریده په دریو برخو کې ډېر روښانه او متمرکز دي، چې هر یو یې له یو بل سره په تړاو او د یو بل تکمیلوونکي دي:
    •    د افغانستان پر خاوره په ځانګړي ډول سرحدي سیمو د توغندیزو بریدونو دوام، تشدید او پراخوالی،
    •    د افغانستان په سهیلي سرحدي سیمو کې د خندقونو کیندل او ددغه کار دوام،
    •    په افغانستان کې د کفر د حضور په پلمه په افغانستان کې د وضعیت د لا بې ثباته کولو په موخه له پاکستاني طالبانو څخه ګټه اخستنه،
دا حقیقت نو اوس لکه لمر روښانه دی، چې پاکستان د ډېورنډ نامنل شوې کرښې د رسمیت پېژندلو، د افغاننسان له سرشارو اوبو، ځنګلونو، قیمتي کاڼو او نورو منابعو څخه د پراخې ګټې اخستنې او په افغانستان کې د خپلو سوداګریزو او نورو بېلابېلو ګټو د ساتلوپه خاطر تل هڅه کوي په افغانستان کې له بېلابېلو لارو سیاسي او امنیتي وضعیت ترینګلی، پېچلی، کړکېچن او جګړه ییز وساتي، ترڅو په اصطلاح اوبه خړې کړي او دی پکې ماهیان ونیسي.
پاکستان په ځانګړي ډول له څه مودې راهیسې په ځانګړي ډول سرحدي سیمو تېري کړي او آن په ځينو سیمو کې یې د افغانستان قانوني خاوره غصب کړې ده.
پرکونړ په دې بهانه چې پاکستاني طالبان له دې سیمې اوړي او پر پاکستاني پوځونو بریدونه کوي، له څو کلونو راهیسې د ټولو سیمه ییزو او نړیوالو قوانینو پرخلاف توغندیز بریدونه او څرګند تېری کوي، په داسې حال کې چې له دریو لسیزو ډېره موده کېږي، چې د افغانستان د بېلابېلو دولتونو د مخالفینو وسله والې لښکرې او ډلې د پاکستان له خاورې افغانستان ته اوړي او سترې جګړې ترسره کوي، خو افغانستان حکومتونو د پاکستان په خاوره کې د خپلو حکومتونو د مخالفینو پر سترو او څرګندو اډو او مزکزونو هیڅ ډول برید ونه کړ. همدا اوس د وسله والو طالبانو ډلې او ځانمرګي بریدګر په څرګند ډول د پاکستان له خاورې افغانستان ته اوړي او دلته بېلابېل عملیاتونه او بریدونه ترسره کوي، چې زموږ زرګونه بې ګناه هېوادوال په خپلو وینو کې لمبوي، پاکستان تل هڅه کوي دا لمر هم په دوو ګوتو پټ کړي، خو دافغانستان حکومت بیا هم د نړیوالو قوانینو او ګاونډیتوب اصولو په پام کې نیولو د پاکستان په خاوره کې د خپلو دغو مخالفینو په څرګندو اډو او مرکزونو هیڅ ډول عملیات او برید ترسره نه کړ او نه یې ترسره کوي.
شنونکي په دې اند دي، چې د کونړ، خوست، پکتیا، کندهار او هلمندپر سرحدي سیمو او ولایتونو د پاکستان بېلابېلو بریدونو ترشا نور اهداف پټ دي، خو پاکستان ورته د افغانستان په خاور کې دخپلو مخالفینو د ځپلو غیر قانوني توجیه ورکوي.
دوی وايي، پاکستان په افغانسنان کې د خپلو پورتنیو یادو شوو ګټو د ساتلو په خاطر وضعیت کړکېچن او جګړه ییز ساتي.
اوس اوس د پاکستان پنجابي وسله والو طالبانو مشر عصمت الله معاویه اعلان کړی، چې له دې وروسته به خپل عملیاتونه د کفر او یرغلګرو پر ضد د مبارزې په موخه په افغانستان کې ترسره کوي او په پاکستان کې به خپلو سوله ییزو او فرهنګي مبارزو ته دوام ورکوي.
شنونکي وايي، چې پاکستان غواړي د استخباراتي تاکتیکونو څخه پر ګټې اخستنې د طالبانو په نامه د ترهګریزو پوځي رزول شوو ځواکونو پرجوړولو په افغانستان کې خپلو تخریبي کړنو، جګړې پراخولو او مستقیمو مداخلو ته لا پسې لمن ووهي. دوی وايي، چې پاکستاني طالبان په خپله د پاکستان د پوځ په معنا دي، چې د هغه هېواد د استخباراتي کړیو له خوا رامنځته شوي او په افغانستان کې د پاکستان حکومت په ګټه نیابتي فعالیتونه او جګړه کوي. دوی وايي پاکستان په دې توګه غواړي افغانستان ته د پنجابي طالبانو په جامه کې خپل پوځونه ننباسي او د کفر پروړاندې د مبارزې په پلمه د افغانستان خاوره اشغال کړي.
په دې موخه د افغانستان دولت هم خپل غبرګون وښود، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج ویلي: «په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر سیدمعظم شاه د پنجابي طالبانو تروریستي وروستیو څرګندونو په اړه احضار شو. پاکستان ته مو په دې سپارلي اعتراض لیک کې د ورته څرګندونو او حرکتونو د مخنیوي غوښتنه وکړه او ورته څرګنده مو کړه چې؛ دا د ښه ګاونډیتوب په خلاف کار دی.»
له بل لوري پاکستان په دې وروستیو کې د ډيورنډ نامنل شوې کرښې پرسر د بلوچستان په سرحدي سیمو کې، له افغانستانه پاکستان خاورې ته د پاکستان حکومت ضد وسله والو اوښتو او له افغانستانه هغه هېواد ته د نشه یي توکو د لېږد د مخنیوي په پلمه د افغانستان د حکومت له خبرولو پرته د ۴۸۰ کیلو متره خندق ایستلو کار پیل کړی.
د راپورونو له مخې همدا اوس سلګونه کارکوونکي ددې خندق د ایستلو په کار کې بوخت دي او تراوسه یې ۲۳۵ کیلو متره ساحه بشپړه شوې ده.
که څه هم د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ددې مسئلې د څېړنې په موخه د کورنیو چارو وزارت مرستیال په مشرۍ یو پلاوی ټاکیي او دنده ورته سپارلې ده، چې د تاریخي اسنادو او شواهدو په رڼا کې دې ددغه خندق موقعیت وڅېړي او د لسو ورځو په موده کې دې خپل رپوټ جمهوري ریاست ته وسپاري، خو دلته هماغه متل دی چې وايي (چیزې که عیان است، چه حاجت به بیان است.)
راپورونو نه دي ویلي، چې د ایران او پاکستان پر پوله؛ بلکې په ډېرو څرګندو ټکو ویل شوي، چې دا خندق د بلوچستان ایالت اړوند د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې کیندل کېږي، نو دا روښانه خبره ده، چې دا سیمه د ډيورنډ نامنل شوې کرښې برخه ده.
زموږ په اند که د همدغو خندقونه کیندنه د نورو ګاونډیو هېوادونو له لوري ترلاس لاندې نیول شوي وای، ممکن یو منطق به ورته موندل شوی وای، خو د افغانستان له خاورې پاکستان ته د ترهګرو او نشه یی توکو د قاچاقچیانو د ورننوتلو د مخنیوي په پلمه د افغانستان سرحدونو ته څېرمه د ډيورنډ پر نامنل شوې کرښې د خندقدنو کیندل د خندا وړ خبره ښکاري.
ښاغلیه! ترهګر، اروپکي او افغاني او پاکستاني طالبان په روښانه توګه ستاسې په خپله خاوره کې شتون لري او هغه څه چې په دې برخه کې په افغاني طالبانو پورې تړاو نیسي، هغوی د خپلو فعالیتونو او اوسېدو لپاره د افغانستان پرتله د پاکستان خاوره غوره او اړینه ګڼي، چې تاسې پخپله هم له دې واقعیت څخه په بشپړه توګه خبر یاست او تاسې پخپله ورته امکانات هم برابروئ.
څه باید وشي؟
په دې اړه خو له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د اعتراض او شکایتونو چیغې تر ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو څه، چې ان تر اسمانونو ورسېدې، خو چا بې له یو دوو کمزورو خبرو او څرګندونو هیڅ غوږ پرې ونه ګراوه، که نړیوال داسې فکر کوي، چې پاکستان به له خپلو دغو تېریو او بریدونو لاس واخلي دا خو به زما په اند له امکانه ډېره لرې وي، نو ددې مسئلې حل زما په اند یوازې دوی لارې او بس.
یوه دا چې افغان دولت او افغانان دې لومړی د هېواد د نننه د پاکستان ددغو تېریو د شنډولو او ځپلو وس پیدا کړي، بله دا چې افغانستان دې په کلکه د ملګرو ملتونو او نورو اړوندو سازمانونو له چارواکو او مسوولینو وغواړي ترڅو ددې مسئلې د څېړنې لپاره ځانګړی نړیوال پلاوی وټاکي او له څېړنو وروسته د جدي اقداماتو له لارې د نړیوالو قوانینو او حقوقو په رڼا کې ددې مسئلې د هوارولو لپاره ځانګړي پروګرامونه ترلاس لاندې ونیسي.
خو دا چې اوسمهال د افغانستان د راتلونکي حکومت اعلانېدلو او جوړېدلو مسئله د ټاکنیزو لانجو او ناندریو له کبله معلومه نه ده، نو کله چې حکومت جوړ شي که پخپله په دې اړه عملي اقدامات ترلاس لاندې ونیسي ښه ده، که نه نو د پاکستان پروړاندې د افغانستان د خلکو د جدی اعتراضونو مخه به هیڅ ځواک هم ونه شي نیولی، چې مسوولیت به یې بیا په نېغه توګه د ملګرو ملتونو سازمان او د افغانستان او سیمې په چارو کې د ښکېلو نړیوالو لوریو په ځانګړي ډول ناټو غړیو هېوادونو پرغاړه وي.