د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښوول او ښودل کړنومونو په اړه یو لنډه څرګندونه

سرلوڅ مرادزی 19.09.2014 12:08

یوه دوست مې د ښوول او ښودل کړنومونو ترمنځ د توپیر او د هغو د کړاوړون (فعلي ګردان) په اړه، پوښتنه کړې وه. هغه ته مې د ځواب ویلو ترڅنګ وغوښتل چې ددې بحث نورو مینه والو سره هم، دا لیکنه شریکه کړم.
ریښتیا هم زیات ځلې د ښوول او ښودل کړنومونو( مصدرونو) ترمنځ چې دوه بېلا بېل کړنومونه دي توپیرنه کیږي، یوشان ګڼل کیږي او یو د بل پر ځای کارول کیږي چې د غونډلو (جملو) په پوهېدنه اوبېلونه کې ستونزه پېښوي.
لومړی: د ښوول (ښیل) کړنوم په اړه:
ښوول: یاني ورزده کول، زده کړه ورکول، ښوونه ورکول، وریادول.
ښوول کړنوم یو بېلارې کړنوم (Irregular verb) دی. له دې کړنوم څخه د کړاوړون (فعلي ګردان) ځینې بېلګې په لاندې ډول راوړو.
تېرمهال:
نابشپړ تېرمهال: ما توریالي ته لوست ښووه
بشپړ تېرمهال: ما توریالي ته لوست وښووه
نږدې تېرمهال: ما توریالي ته لوست ښوولی دی
لرتېرمهال: ما توریالی ته لوست ښوولی و
امکاني تېرمهال: ما توریالی ته لوست ښوولی شو
وسمهال: څنګه چې ښوول کړنوم بېلارې کړنوم دی، وسمهال يي له (ښيل کړنوم) څخه جوړیږي. خو امکاني وسمهال يی لکه د امکاني تېرمهال پشان له ښوول څخه جوړیږي. بېلګې يي:
نابشپړ اوسمهال: زه توریالي ته لوست ښیم
بشپړ اوسمهالکړ: زه توریالي ته لوست وښیم (۱)
یادونه:
(۱) دا کړ چې وخت يي بشپړ وسمهال دی، خو د پوښتنې، شک او شرط لپاره کارول کیږی.
د پوښتنې په وخت کې: زه توریالي ته لوست وښیم؟
د شرط او شک په وخت کي: که زه توریالی ته لوست وښیم!
امکاني وسمهال: زه توریالی ته لوست ښوولی شم
نابشپړ امرکړ: ښیه!
بشپړ امرکړ: وښیه!
دوهم: د ښودل (ښایل) کړنوم په اړه:
ښودل: یانې په ګوته کول، ګوته نېول، په ګوته اشاره کول، څرګندول
ښودل کړنوم هم د ښوول پشان یو بېلارې کړنوم (Irregular verb ) دی. له دې کړنوم څخه د کړاوړون (فعلي ګردان) ځینې بېلګې په لاندې ډول راوړو.
تېرمهال :
نابشپړ تېرمهال: ما ځلمي ته کتابتون ښوده
بشپړ تېرمهال: ما ځلمي ته کتابتون وښود
نږدې تېرمهال: ما ځلمي ته کتابتون ښودلی دی
لرتېرمهال: ما ځلمي ته کتابتون ښودلی و
امکاني تېرمهال: ما ځلمي ته کتابتون ښودلی شو
وسمهال: دلته هم څنګه چې ښودل بېلارې کړنوم دی، وسمهال يي له (ښایل کړنوم) څخه جوړیږي. خو امکاني وسمهال يی لکه د امکاني تېرمهال پشان له ښودل څخه جوړیږي. بېلګې يي:
نابشپړ وسمهال: زه ځلمي ته کتابتون ښایم
بشپړ وسمهال: زه ځلمي ته کتابتون وښایم(۲)
یادونه:
(۲) دلته هم دا کړ چې وخت يي بشپړ وسمهال دی، خو د پوښتنې، شک او شرط لپاره کارول کیږی.
د پوښتنې په وخت کې: زه ځلمي ته کتابتون وښایم؟
د شرط او شک په وخت کي: که زه ځلمي ته کتابتون وښایم!
نابشپړ امرکړ: ښایه!
بشپړ امرکړ: وښایه!
یادونه:
یو دوست مې د سرور وکیلي په نوم « د ګرامري اصطاحګانو کره لیکنه» تر سرلیک لاندې نیوکه کړې وه چې زه ولې د اوسمهال پرځای وسمهال لیکم. هغه لیکلي وو چې « وس» د وسعه او توان په مانا دی، په داسې حال کې چې اوس د وخت او مهال په مانا دی او باید د «وسمهال » پرځای«اوسمهال» ولیکل شي.
زما په اند دواړه یو شان دي. وسمهال یوازې د لنډیز لپاره کارول شوی دی. بلخوا په وسمهال کې د(س) توری زورکی لري او په «وس» کې چې د توان او وسعې په مانا دی، د (س) توری زور لري او دا دواړه سره ډېر توپیر لري.
د زیاتې څرګندونې او پوهېدنې لپاره باید ووایو که (اوسمهال) په لاتیني تورو ولیکو، د پیل توری يي زورکی دی او که (وسمهال) هم ولیکو د پیل توری يي بیا هم زورکی دی. البته په عربي ابېڅې دا وضاحت ښه نه ښکاري، نو ځکه د ځینو لوستونکو تېروتنه له دې ځایه اوبه خوري!
پای