د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ارزاني خویشکی

عبدالباري جهاني 17.09.2014 14:00

ارزاني خویشکی د روښاني طریقې تر ټولو لومړنی شاعر ګڼل کیږي او یا لږ ترلږه لومړنی شاعر دی چي په پښتو ژبه یې بشپړ د یوان پرې ایښی دی. د ارزاني خویشکي پر ښه شاعري او علمیت باندي حتی د روښاني تحریک تر ټولو لوی دښمن او مخالف اخوند درویزه هم په خپل کتاب تذکرته الابرار والاشرار کي لیکي چي دوی د افغانانو د خویشکو د قبیلې څخه درې وروڼه وه چي یو یې ملا ارزاني دوهم یې عمر او دریم یې ملا علي  نومیدی. دوی درې واړه له هند څخه راغلل. څرنګه چي په دوی کي هلته هم الحاد اثر کړی وو نو سمدستي د روښان په دین سول. څرنګه چي ارزاني یو تیز فهمه او فصیح ژبي شاعر وو او په افغاني، فارسي، عربي او هندي یې شعر لیکی نو د پیر روښان د کتاب د ختمولو په برخه کي یې له هغه سره موافقه وکړه او ارزاني پخپله هم یو کتاب تصنیف کړی دی چی چي د راز راز ګمراهیو څخه ډک دی او د هغه نوم یې چارماه ایښی دی. وروسته له هغه چي پیرتاریک لارو وهلو او مسلمان وژنو ته لاس واچاوه نو ارزاني له هغه څخه جلا سو. وروسته هند ته ولاړ مګر دوه وروڼه یې له هغه سره پاته سول. تذکرته الابرار والاشرار ص ۱۴۹
  د اخوند درویزه دا بیان ځکه له حقیقته لیري او له تعصبه ډک ښکاري چي که، د اخوند درویزه په قول، ملا ارزاني د پیر روښان د لارو نیولو او انسان وژنو له امله له هغه څخه بیل سوی وای نو لومړی خو به یې خپل دوه وروڼه له هغه څخه بیل کړي وای او که هغه نه کیدلای نو پخپله خو به یې د پیر روښان لاره خوشي کړې وای. خو هغه د خپل عمر تر پایه پوري د پیر روښان مفکورې او لاري ته وفادار پاته سوی دی او خپل ټول دیوان یې د روښاني مفاهیمو څخه ډک دی.     
ارازاني خویشکي، د پښتو د ځینو شاعرانو په خلاف، چي زیاتره یې د قوم او حتی د پلار د نامه او د ژوند د کلونو په باب اختلاف موجود وي، په خپلو شعرونو کي خپل قوم او د پلار نوم ښودلی دی او چندانی یې د اختلاف کولو ځای نه دی پرې ایښي.  
ارزاني په پښتو ژبه                                   ده له زړه وکیښ دا شعر
په سړبن کي دی زمند دی                      او په خویشکي کښي لزیر
په پښتو ژبه دی کوښلی               فقیر ارزاني دیوان دی
دی په خیشکي کي له زیر             د والد نوم یې برهان دی
ارزاني د خپل قام، پلار او د ځینو شعرونو د لیکل کیدلو په باب دقیق معلومات راکوي او موږ ته وايي چي ارزاني د هغه تخلص دی. البته په هغه زمانه کي ځانته د تخلص ټاکل پخپله یو لوی کمال دی:
د فقیر پښتو خبره                           دا په نص ده مشخصه
بې هادي لار مونده نه شي                    دا کلام ثابت له نصه
ارزاني له نصه وايي                           کښې له خپله تخلصه
خو د دې ټولو معلوماتو ترڅنګ نه دی موږ ته نه د خپل نامه په باب څه وايي او نه حالنامه او اخوند درویزه موږ ته د هغه نوم ښيي. د دې خبري یوه معنی دا کیدلای سي چي ارزاني په دغه نامه دونه مشهور وو چي د لومړي نوم اخیستلو ته یې نه ده او نه  د هغه په باره کي لیکوالانو ضرورت احساس کړی دی.
له ځینو  بیتونو څخه یې، چي د لیکلو کلونه یې پکښي ذکر کړي دي، دا څرګندیږي چي لږ ترلږه د جلال الدین اکبر مغول( ۱۵۵۷- ۱۶۰۵) د پاچهی تر وروستیو کلونو پوري ژوندی وو.
ارزاني وینا کړه عرض                        اشنایی د حق ده فرض
د دې عرض تاریخ وغواړه                      په حساب له حرفه یرض ( ۱۰۱۰ هجري)
دا غزل په تاریخ کښلی                      په حساب د دوست د غو دی
غین زر دال یې څلور دی                   په شپږ یاد حساب د واو دی ( ۱۰۱۰ هجري )
 د حالنامې لیکوال موږته وایي چي خلیفه مودود او ارزاني د هندوستان څخه راغلل او د پیر روښان مریدان سول او خپل مطلوب یې حاصل کړ. دوی دواړو کتابونه ولیکل: خلیفه مودود مقصود طالبین ولیکی او مرأت المحققین د ملا ارزاني اثر دی او په افغاني ژبه یې یو دیوان تصنیف کړی دی چي په هغه کي یې بې ساري رباعیات ویلي دي. او خلیفه مودود د ترین له قبایلو څخه وو او وطن یې سرهند وو او اوس هم په سر هند کي ښخ دی.( حالنامه ص ۲۷۲)
بل ځای د پیر روښان د خلیفه ګانو د یادولو په ترڅ کي لیکي چي د بدخشان واکمن میرزا سلیمان د پیرروښان خلیفه، یوسف، ته یو لیک ورکړ او پیر دستګیر ته یې یو آس او یو پوستین واستاوه. پیر روښان ته یې لیکلي وه چي ما د خپلو مریدانو په ډله کي وشمیره او چي څه خدمت وي راته ولیکه... وروسته یې ارزاني هندوستان ته واستاوه تر څو د خدای مخلوق له هغه څخه د حق د ذات او توحید د علم په باره کي زده کړه وکړي؛ او ځینی نور خلیفه ګان یې بلخ او بخاراته ولیږل، چي خلک د توحید د علومو زده کړي ته را وبولي( هغه کتاب ص ۳۷۵)
        حالنامه موږ ته په هند کي د ارزاني د تصوفي او عرفاني فعالیت او شعرونو او ژوند په باب نور هیڅ معلومات نه راکوي او پخپله ارزاني هم د خپل ژوند او شاوخوا حالاتو په باب تقریبا چوپ پاته دی؛ خو که خپلو هغو نیګمړو او حتی د نیشت په اندازه معلوماتو ته، چي د پښتو ژبي د ځینو نورو لویو شاعرانو په باب یې لرو، یو نظر واچوو نو د ارزاني په باب ګواکي ډیر زیات معلومات لرو. دونه پوهیږو چي هغه د جلال الدین اکبرپه پاچهي کي، او یا د هغه د پاچهی تر وروستیو کلونو یا ښایی د هغه د زوی نورالدین جهانګیر( ۱۶۰۵ـ۱۶۲۷) د پاچاهی په لومړیو کلونو کي ژوند کړی وي. او د عمر تر پایه پوري د روښاني تصوف مسلک او د هغه تبلیغ ته په نه ستړي کیدونکي ډول وفادار پاته سوی وي.
        د ارزاني خویشکي پر دیوان باندي د پيښور په پښتو اکیډیمي کي ډاکتر پرویز مهجور خویشکي کار کړی او مفصله لیکنه یې ورباندي کړې او زړه یې ورباندي شین کړی دی. داسي ښکاري چي دا د پرویز مهجور خویشکي د ډاکټری تیزیس وي. که څوک د یوه شاعر پر ژوند او آثارو باندي ډاکټري کوي نو باید چي په دغه اندازه زیار وګالي. خو تر کومه ځایه چي د ارزاني خویشکي د شاعری سوال دی نو زه، ډاکټر پرویز خویشکي او د هغه زیار ته په بشپړه درناوی، له هغه سره یو څه اختلاف لرم.
ډاکټر خویشکی د مرحوم عبدالحي حبیبي دا خبره کرټ نه مني چي وايي د روښاني ډلي شاعران زیاتره په هندوستان کي له خپل محیط او ادبي جریان او ادبي سوابقو لیري اوسیدل. د ځيني دغو شاعرانو شعري او هنري مایه هم لږه وه نو ځکه یې آثار له هنري لحاظه وروسته پاتي او وچ کلک نظمونه دي، چي د ځینو یې حتی د شعریت تر پولو هم نه دي رسیدلي.
      د مرحوم حبیبي له دې خبري سره چي د ارزاني تر څنګ یې نور روښاني شاعران هم یاد کړي دي زه هم چنداني توافق نه لرم. ځکه چي که د واصل روښاني، دولت لواڼي او میرزا خان انصاري غزلي وګورو نو وینو چي که یې چیري په مستقیمه توګه د روښاني فکر او تصوف تبلیغ کړی دی، که یې د مجازي صنم او ښکلا په ستایلو ځان حقیقي محبوب ته رسولی دی او که یوازي د مجازي ښکلا توصیف کړی دی، په هره یوه کي یې لاس بر او د وس او قدرت سره سم یې شعري ښکلا ساتلې ده. د دې خبري د اثبات لپاره د ډیرو مثالونو رواړل موږ له موضوع څخه لیري کوي خو د خپلي ادعا د ثبوت لپاره د یو څو مثالونو راوړلو ته مجبور یو. دولت لواڼی وايي:
د عاشق زړګی سوزان دی لکه شمع
تل د عشق په اور بریان دی لکه شمع
تاریکي یې د ګومان له مخه تښتي
رهنمای نفع رسان دی لکه شمع
روح لطیف خورشید تابان ګڼه دولته
کثیف تن په ده روښان دی لکه شمع
او یا داچي:
کشکي زه عاجز غلام وای د یار دریغه
چي مي هر ساعت لیدای خپل نګار دریغه
د اشنا زما وصال به همیشه وو
که تر میان فضولي نکړای اغیار دریغه
ای ساقي د جام په ورکړه سستي مه کړه
کاشکي یو هم پاتې نه شي هوښیار دریغه
که مدام یې له خپل یار سره وصال شي
دا فقیر دولت به نه ژاړي زار دریغه
داسي ښکاري چي له دولت څخه خپل محبوب، چي دی یې نوم نه یادوي، د تل لپاره جلا سوی او ګور ته تللی دی. د هغه په دایمي فراق کي چي یې کومه غزل لیکلې ده، د زړه سوز یې په ډیر کمال افاده کړی دی موږ یې دلته یو څو بیتونه را اخلو.
زړه مي سوځي صبر نه که بې جانانه
په ارمان ارمان به ژاړم له هجرانه
لکه روح چي له صورته جلا کیږي
د دلبر جدایی هسي سخته ګرانه
بیلتانه بې وخته تاخت راباندي وکه
د خوږ زړونو فریاد تیر شي تر اسمنه
له فراقه مي سر حلق سینه خوږیږي
د تب جن په دود مي تاو خیژي له ځانه
او یا د مثال په توګه د میرزا خان انصاري د دیوان د یو څو لنډو مثالونو څخه د هغه د کلام او شعر کمال څرګند دی. البته دا مو باید په نظر کي وي چي دولت لواڼی او میرزا خان انصاري د پښتو شعر د موسسینو څخه دي او که د هغوی په کلام کي څه نواقص موجود وي نو علت یې هم د هغوی دغه مخکښی کیدلای سي.
ستا د ډیري میني زه به څه تدبیر کړم
مګر بند یې ستا د زلفو په ځنځیر کړم
دا ستا زلفو مي دا جمع زړه پریشان کړ
څه مجال دی چي یې یو په یو تقریر کړم
د دې عشق غمونه واړه پر ما راغلل
اوس به څه لره زه مکر او تزویر کړم
له اوله ملامت د میرزا بخره
د ازل قسمت به څرنګه تغیر کړم
یا دا صوفیانه کلام:
زه څرګند د محبت په ښه بنیاد یم
له نیستیه هم په دا هستي آباد یم
په ازل مي د اقرار په ژبه ووې
تر ابده وفادار په خپل میعاد یم
امانت چي اسمان ځمکي وړلای نه شو
اوس یې زه په دا عاجز صورت عماد یم
کل عالم مي په نظر کښی واړه وینم
اوهر چیري د اشنا په نامه یاد یم
بندګی کښي عنایت راباندي وشو
له دې مهره د میرزا په نامه ښاد یم
البته میرزا خان انصاري او دولت لواڼی د سیلابونو او کله کله د قافیو په برخه کي ځینی څرګندي نیمګړتیاوي لري چي هغه دومره زیاتي نه دي چي د دوی د دیوانونو شاعرانه ارزښت ته تاوان ورسوي. په حقیقت کي همدغه میرزا خان انصاري او دولت لواڼي د پښتو غزل هغه مقام ته ورسوله چي خوشحال خان خټک یې کمال ته ملا وتړله او په حقیقت کي يې یوازي د پښتو غزل نه بلکه د پښتو ټول شعر کمال ته ورساوه.
په پښتو شعر چي ما علم بلند کړ
د خبرو ملک مي فتح په سمند کړ
مدعي د توري شپې اواورکی وو
د سهیل غوندي مي ځان باندي څرګند کړ
یو په حال او په ماضي کښي هسي نه وو
چي ښکاره یې د خبرو راته خوند کړ
د میرزا دیوان مي وواهه په ګوډي
مسخره مي ارزاني خویشکی زمند کړ
که دولت وو که واصل وو که دا نور وو
په خبرو مي د هر یوه ریشخند کړ
هر کلام مي ورته  وپییل د نظم
د مشکڼو بنجاره مي مستمند کړ
هر کلام مي واردات دی یا الهام دی
چي موزون مي په تقطیع د بحر بند کړ
تر کومه ځایه چي د ارزاني خویشکي د شاعری، او په تیره بیا د شاعرانه کلام او د شاعری د ښایست سوال منځته راځي، نو ډاکټر پرویز خویشکي د ارزاني د شاعری د کمال د ثبوت په توګه د هغه په دیوان کي ځان تر حده زیات ستړی کړی او، د مراعات النظیر،مشاکله، لف و نشرغیر مرتب، تلمیح، تام تجنیس او نور بدیعی صنایع پیدا کړي او مثالونه یې ورکړي دي. خو د دې ټولو کمالونو ترڅنګ، کله چي یوازي د اتو سیلابونو په بحر کي د ارزاني د لس هاوو زرو بیتونو  لیکل کیدلو ته یو نظر واچوو نو دې نتیجې ته رسیږو چي ارزاني لکه چي اصلا د شاعری کولو خیال نه درلود او د اخوند کریمداد او اخوند درویزه په څیر یې، یوازي، په منظوم شکل، د خپل پیغام رسولو ته ملا تړلې وه. کنه نو ولي یې خپل ټول اشعار او رباعیات  یوازي د اتو سیلابونو په بحر کي لیکلي او په لوی لاس یې یکنواخته کړي او بیخونده کړي دي. په داسي حال کي چي زه یقین لرم ارزاني به هم، د میرزا خان او خوشحال خټک په څیر، د مولنا مثنوي، د شمس تبریز کلیات، حافظ شیرازي او د فارسي ژبي نور ادبیات لوستي او په هر بحر کي به د غزل له مثالونو سره مخامخ سوی او د تنوع په خوند به پوه سوی وي.
 زه په دې عقیده یم چي د ارزاني کلام په هغه اندازه چي د متن له پلوه قوي او غني دي او د خپل فکر او د روښاني تصوف د مفکورې د هري برخي افادې ته یې ځان رسولی او بشپړ تفصیل یې ورکړی دی په هغه اندازه د شاعری د ښایست له پلوه وچ او بیخونده دی. کله کله یې حتی د سیلابونو او قافیو خیال نه دی ساتلی او هر څه یې په دونه ساده ژبه بیان کړي دي چي سړی د شعر په سترګه نه بلکه د ساده نظم په سترګه هم ورته کتلای نه سي.
 ما به ښايي د ارزاني دیوان بیت په بیت نه وي کتلی خو د سرسري کتني په ترڅ کي د قافیو او سیلابونو له ډیرو څرګندو غلطیو سره مخامخ سوی یم او دا نتیجه مي ورڅخه ترلاسه کړې ده چي د ارزاني سره لکه چي کله کله د قافیې او سیلاب، د پر ځای استعمالولو، غم نه وو او غوښتل یې چي یوازي خپل پیغام ورسوي. په یوه شعر کي بحث، نحث( چي باید نحس ولیکل سي) بعث، ملوث او غوث راوړي، چي په یوه قافیه کي نه سي راتللای او سړی یې چنداني د کاتبانو غلطي هم نه سي ګڼلای.
څوک دي نه کا سره بحث                        څوک یې سعد کا څوک یې نحث( نحس)
هر چا بخري دي راوړي                         هر چه دی په اول بعث
څوک ابلیس خناس جلاس شو                        څوک پلیت کافر ملوث
څوک نبي ولي پاکان شو                             څوک اوتاد قطب شو غوث
او یا مثلا د دیوان د صاد په ردیف کي هغه غزل چي ارزاني  خپل تخلص هم پکښي یاد کړی دی د قافیې بې اندازې بیخونده نیمګړتیاوي وینو:
دا دنیا ده له مخلصه                           پر هیز وکړه له حرصه
د کامل په امر چار کړه                       لري اوسه له ناقصه
ناقص د دین غلګی دی                       څه فایده د دین له لصه
چي په امر د کامل وي                     هغو یوړه د دین حصه
د فقیر پښتو خبره                           دا په نص ده مشخصه
ارزاني له نصه وايي                      کښې له خپله تخلصه
دلته ګورو چي مخلصه، حرصه، لصه، حصه، مشخصه او تخلصه یو هم په قافیه کي نه سره نه لګیږي او سړی ویلای سي چي ارزاني په دغه نظم کي یوازي د دنیا د حب غندل، د کامل پیر د لاس نیوي ښیګڼي او له ناقص څخه د ځان لیري ساتلو بیان مطلب وو او د قافیې او د شعر د ښکلا په غم کي نه وو. دغه راز په یوه بل غزل کي یې خوب، سرکوب، خړوب، له اسلوب، مغلوب، مطلوب، محبوب او مکتوب سره قافیه کړی دی. د کلیات په ۸۷۵ مخ کي یوه رباعي ده او په هغې کي لا یوه ډیره بیخونده قافیه او په لوی لاس د لغت سرچپه کیدل وینو، په داسي حال کي چي د لغت هغه سرچپه کیدلو هم له قافیې سره مرسته نه ده کړې.
د کنت کنزا له الفه                    میم یې مخ شه په دوه زلفه
و بالغ ته یې منع څرګند که                 مخ یې زر پټ که له طلفه
رباعي هم په لوستلو کي سکته ګي لري او هم له طفل څخه طلف جوړ سوی دی او لا یې هم قاقیه نه ده برابره کړې. په لنډ ډول، د ارزاني خویشکي دیوان، لکه څرنګه چي ډاکټر پرویز مهجور خویشکی پر هغه باندي د مقدمې په ترڅ کي لیکي، زما په عقیده هم، ځکه ډیر مهم دی چي په پښتو ژبه کي لومړنی بشپړ دیوان دی. نور نو د شعریت او شاعرانه ښکلا څخه تقریبا بې برخي دی؛ البته ډیر زیات اهمیت یې په دې کي دی چي د روښاني مکتب عقاید يې تر بل هر چا ساده او څرګند بیان کړي دي.
    احد او احمد:
د قافیې او سیلابونو د نواقصو څخه چي را تیر سو نو د ارزاني دیوان د روښاني ادبیاتو په باب تر ټولو سپیني خبري کوي، او ځینی داسي مسایلو ته اشاره کوي چي سړی یې د اسلامي شریعت له مخي جنجالي بللای سي. یوه له دغو مسایلو څخه د احمد او احد د نومونو مسله ده، چي د ارزاني په عقیده یو نوم دی او توپیر یې یوازي په میم کي دی. دې خبري ته دولت  لواڼي په خپل دیوان کي داسي اشاره کړې ده چي ګویا دا حدیث دی. په داسي حال کي چي حضرت سرور کایناتٌ ص هیڅ وخت تر بنده او رسول پورته ادعا نه ده کړې. خو دولت لواڼی وايي:
محمد وې زه یم احمد بلا میم                
محو مي میم که در میان څرګند
بیا یې وې من راني فقد رای الله
شه محمد د حق نشان څرګند
په داسي حال کي چي هغه هیڅ وخت دا ادعا نه ده کړې چي نعوذبالله! زه بیله میمه احمد یعني احد یم او نه یې ویلي دي چي که هر چا زه ولیدم نو الله ج یې ولیدی. دا حدیث ټول جعلي او له ځانه جوړ سوی دی. دغه راز ارزاني پخپل کلیات کي څو څو ځایه دې خبري ته اشاره کوي چي احمد بیله میمه احد دی.
دا احد په میم احمد شه                احد یو دی له احمده
دا د میم برخه کثرت شو              له احده شو عدده
نن د پیر له لاسه نوش کړه             د توحید له خاصه مده
د تا دل د حق ارسی دی                   ويې کاږه له نمده
بل ځای لیکي:
ارزاني زړه نجوم لوستی                 چي احد احمد یو راس دی
پوست کنده بنده دی کړی                   دا کلام یې سر راس دی
په دا راس هغه پوهیږي                    چي عارف یې شه شناس دی
««««««««
د نبوت پر تخت یې بوخت وو                  تاج پر سر یې د لولاک دی
دی احد په احمد یاد که                          د مرسلو د مخ ناک دی
««««««««««««««
د احمد د میم پر ځمکه                        د احد تخم کرلی    
دغه دار به هغه وولي                        چي یې خپل هدف ویشتلی
د عرفان مقام به خپل کا                     چي پر خپل بام دی ختلی
««««««««««
مولی پټه خزینه ده                        دی په خپل وجود شیدا
چي یې محبت غالب شه                   له ده خپل نور شه جدا
هر چي وو په دواړه کونه                 له دغې نوره شوه پیدا
دا احد په میم احمد شه                   هو یو میم یې شه ردا
د رباعیاتو د برخي په ۸۷۴ پاڼي کي راغلي دي:
ښه رحمانه لوی رحیمه               ستا شه محبت له میمه
یو الف دی په کثرت کښي           د احمد میم له دې هیمه
دی احد د احمد زڼی               د احمد میم احد نغړی
د کنت کنزاً له کوره               دغه زړی میم دی وړی  
وحدت الوجود:
وحدت الوجود په اسلامی تصوف کي تر ټولو جنجالي مسله ده. کله کله خو د علماوو او د وحدت الوجود د طرفدارو صوفیانو اختلاف دونه سخت سوی دی چي د وحدت الوجود  طرفداران یې په کفر تورن کړي او د مرګ سزا یې ورته غوښتې ده. حسین بن منصور حلاج، ذوالنون مصري او شهاب الدین سهروردي مقتول د اسلام د علماوو له خوا په کفر تورن او په اعدام محکوم سول. د دې مفکورې طرفداران د حق تعالی ج پیژندنه، هغه ته نیژدې کیدل او له هغه سره مینه د افراط سرحد ته رسوي. پرته له خدایه بل هیڅ شی په سترګو نه ویني؛ یوازي د خدای وجود حق او حقیقت بولي او نور ټول کاینات مجازي او دهغه د ذات جلوه ورته ښکاري؛ بالاخره خپل ځانونه حق او د خدای وجود بولي.
 شیخ ابویزید بسطامي، چي جنید بغدادی وایی زموږ صوفیانو په منځ کي داسي مقام لري لکه جبراییل په ملایکو کي، به ویل چي دیرش کاله په خدای  پسي ګرځیدلم او چي ومي کتل هغه طالب وو او زه مطلوب. تذکرت الاولیا ص ۱۳۵
بل ځای وایی چي له بایزیدی څخه را ووتم لکه مار چي له پوسته ووزي. وروسته مي وکتل چي عاشق، معشوق او عشق ټوله زه وم، چي د توحید په جهان کي ټول یوشان وي. او لا بل ځای وايي چي له خدایه خدای ته ولاړم او را ږغ یې کړه چي له ما څخه و ماته او اې ته! زه. یعني د فنا فی الله مقام ته رسیدلی وم.   هغه کتاب ص ۱۵۱
 د بایزید بسطامي دا خبره ډیره مشهوره ده چي ویل یې سبحاني سبحاني ما اعظم شاني. یعني ستاینه دي وي ما لره، زما څومره لوی شان دی. کشف المحجوب  ص ۳۲۷
او کله چي یوه سړي د هغه له خلوت څخه دباندي ورږغ کړه چي بایزید سته؟ هغه له خلوت څخه په جواب کي ورته وویل چي دلته له حق څخه پرته بل څوک سته؟ هغه کتاب ص ۳۳۲
حسین بن منصور حلاج په بازار کي په وازه خوله د انالحق یا زه حق یم نارې وکړې او د خپلو دغو نارو قرباني سو. دا ښايي د ډیرو صوفیانو نظر وو، خو هغوی خپل عقاید پټ ساتل او تر اوسه پوري دا خبره مشهوره ده چي وایی منصور حال وایه سر یې په دار سو. د مشهوري صوفي رابعه العدویه په باره کي ویل کیږي  چي یوه ورځ یې مینځي ور ږغ کړه چي بي بي له خلوته را ووزه چي د خدای تعالی صنعت وګورې. بي بي له خلوته ورته را ږغ کړه چي ته دننه راسه چي پخپله صانع ووینې.  تذکرت الاولیا ص ۷۲
په دې باره کي یو عالم کیسې دي چي موږ یې د مثال په توګه یوه راوړو: وایی د شیخ ابوعبدالله بلیاني یوه مرید په غره کي ریاضت کاوه. خلوت ته مار ورغی ده غوښتل چي هغه ونیسي، مار وچیچی او ټول بدن یې وپړسیدی. شیخ پوښتنه ورڅخه وکړه چي له مار سره دي څه غرض درلود. مرید ورته وویل چي یا شیخه!  تا موږ ته ویلي دي چي پرته له خدایه بل هیڅ نسته. ما پر هغه مار باندي د خدای خیال وکړ. شیخ ورته وویل چي هر کله دي خدای تعالی د قهر په لباس کي ولیدی نو ورڅخه تښته او نیژدې مه ورځه چي په دغسي حال به ګرفتار سې.  نفحات الانس  ص ۲۶۱
ابوسعید ابوالخیر، چي د وحدت الوجود له ټینګو طرفدارانو څخه دی وايي:
زا میزش جان و تن تویی مطلوبم
وز مردن و زیستن تویی مقصودم
تو دیر زي که رفتم ز میان
ګرمن بګویم ز من تو یی مقصودم    رباعیات ص ۴۷
په دې باب د ډیرو مثالونو راوړل موږ له خپلي موضوع څخه لیري کوي، زموږ مطلب دا دی چي د روښان  او د هغه د پیروانو افکار، چي اخوند درویزه د ملحدینو په سترګه ورته ګوري، په اسلام کي نوي نه وه. البته په پښتو ژبه او په دغه صراحت او ساده ګي چا نه وه را میدان ته کړي. ارزاني خویشکی وايي:
ته د دې کاریګر نقش یې                  نقش دي یو دی له نقاشه
لکه عین دی هسي غین دی                 دا نقطه په لا و تراشه
دا زه ته د تا نه بار دی                       زه  ته   واچوه ته راشه
عرش و فرش واړه صفت کا                له صانع اصلي فراشه
د دويی دويي زه  دی دی                          دا زه خپل دی، دی پردی دی
که دوبین خپل پردی وايي                        د عارف په ده خندی دی
واو وجود په حق موجود دی                       د حق شناخت په دا وجود دی
دا وجود د حق مسجد دی                          خود ساجد خود یې مسجود دی
لا اله الا هو یې                                     لا شریکه وحده یې
زه له تایم ته له مایې                               هو معنا  انا معه یې
حق محیط په ګوشت و پوست دی                 غیري نشته همه اوست دی
کل اشیاء په ده ښیوه کا                              که دښمن دی او که دوست دی
اوبه یخ ږلۍ او واوره                           واړه یو دي یقین راوړه
په کثرت کښي یې ډیر نوم دی                    اور و باد شه اوبه خاوره
د یوې اوږدې صوفیانه غزلي په ترڅ کي وايي:
دا دنیا شوه د ده ستر                  له معشوقه یګانه دی
یګانه منصور بیخوده                 د «انا »په مستانه دی
چاري یو کننده کاندي                    ادم تشه بهانه دی
یو احد شه په څو نامه                    دا فلانه هغه فلانه دی
په قدرت یې دی رغ کړی               دا جهان د ده خانه دی
روښاني ادبیات له دغه راز مفاهیمو څخه مالامال دي؛ منتهی ارزاني هغه په خوږه او ساده پښتو بیان کړي او د اخوند درویزه په شان ملایان یې دې ته مجبور کړي دي چي هغه او د هغه پیر بایزید روښان او د هغه پیروان ټول کافران وبولي. دولت لواڼی هم د ارزاني خویشکي په څیر په ساده ژبه هر څه بیان کړي دي او په دیرو غزلو کي یې د وحدت الوجود مسله څرګنده ده.
ما وتا خپل سر څرګند کړ دی غایب شو
مخ به هومره څرګند نه که څو زه ته شته
که زه ته له میانه ووزو واړه دی دی
لا اله الّا انا ویل هاله شته
ځای په ځای جلوه د ده ده په هر څه کښي
هیڅ عارف دي هسي نه وايي چي زه شته
په حالنامه کي، چي د روښانیانو تر ټولو معتبر تاریخ دی دغه راز مفاهیم او اشعار تر حساب تیر دي.
چو ماهي هست اندر آب تو یې در من، من اندر تو
نظر کن سوی من عبدي که دارم ذات خود هر سو
به هر جانب که بر ګردي رخت ګردد بسوی من
به هر سو هست ذات من چو ګرداني به هر سو رو
او یا داچي:
همسایه و همنشین و همره همه اوست
در دلق ګدا و اطلس شه همه اوست
در انجمن فرق و نهان خانه جمع
بالله همه اوس ثم بالله همه اوست      حالنامه  ص ص ۶۶-۶۷
حسین بن منصور حلاج:     ۸۵۷-۹۲۲    د اسلامی تصوف په تاریخ کي ښایی د هیڅ صوفي نوم، ژوند او عقایدو د حسین بن منصور حلاج په څیر هنګامه نه وي جوړه کړې. د هغه د انالحق( زه حق یا خدای یم) ناره او د هغې نارې له امله قرباني کیدلو پیښه له هغي نیټې تر نن ورځي پوري ژوندی ده. په زړه پوري خبره دا ده چي حسین بن منصور حلاج په خپل نامه نه بلکه د پلار په نوم مشهور او بلل سوی دی، او تر نن ورځي په ادبیاتو، افسانو او متلونو کي په دغه نامه بلل کیږي. که څوک له هغه سره د هغه  په تصوفي عقایدو کي شریک وه او که نه وه، د هغه له وژل کیدلو څخه وروسته یې د هغه له نامه څخه تر خپلي عقیدې او جانان د قرباني کیدلو د یوه سمبول په حیث کار اخیستی دی. له هغې نیټې څخه وروسته هیچا د انالحق  چیغه نه ده پورته کړې، مګر چي بغاوت ته یې زړه سوی دی نو د منصور ستاینه یې کړې ده. په حقیقت کي، منصور له هغه څخه وروسته صوفیانو لپاره د خپلو عقایدو د اظهارولو د یوه پوښ شکل غوره کړی دی. کنه نو د منصور عقاید ، مناجاتونه او د انالحق ناره د اسلامي شریعت سره مخامخ په ټکر کي دي.څه چي منصور ویل، شریعت هغه نه مني خو د هغه طرفداران د منصور چیغو ته د باطن د آواز او له حق سره د لیونۍ میني رنګ ورکوي، او د هغه د باطني نړۍ څخه د طرفداری په وسیله خپل د وحدت الوجود عقاید او مفکورې څرګندوي. ابوسعید ابوالخیر وایی:
منصور حلاج آن نهنګ دریا
کز پنبه تن دانه جان کرد جدا
روزی که انالحق بزبان میاورد
منصور کجا بود خدا بود خدا!
ارزاني د منصور په ستایلو کي ډیر زیات بیتونه لیکلي دي او په دې توګه یې خپل زړه خالي کړی او د خپلي عقیدې مسولیت یې پر بل چا اچولی دی. څرنګه چي هم د ارزاني او هم د روښاني مکتب د دوو نورو پیرو شاعرانو، میرزا خان انصاري او دولت لواڼي، په اشعارو کي د وحدت الوجود عقیده له ورایه څرګنده ده نو تصادفي نه ده چي ارزاني خویشکي په خپلو رباعیاتو کي د منصور ستایلو ته یو جلا فصل ورکړی دی، او دغه راز یې په نورو پاڼو کي هم ځای پر ځای د هغه ستاینه کړې او د حق د لاري د یوه مشال په سترګه یې ورته کتلي دي. او خصوصا د هغه د انالحق ناره ستایي.
چي منصور خپل قلم ولوست                    انالحق یې دی ویلی
د بایزید( بایزید بسطامي) علم مزید شه             سبحاني دی ویېدلی
چي موسی ارني ووې                      لن تراني یې اوریدلی
««««««««««
دا دنیا کل ننداره ده                  یا تش خواب تشه ناره ده
د« انا »خطبه یې لوستې                 د منصور په مناره ده
له منصور د حق نصرت وو                  چي« انا »د ده صورت وو
چي خپل صورت یې ولوست                  دی د کل هستیو ست وو
چي په منصور کښي لویی صور دم که               په انالحق منصور کوریم که
په دا دار شي دار اختیار که                     نوم یې لوی په درست امم که
چي تر کور له بل سو نشه                 دی ګویا په ګفت« انا» شه
خود رییس شه خود قمیص شه            خود تیر ښاخه خود تنه شه
منصور دم انالحق ولوست               انالحق نامه یې ورغست
حقیقت دُر یې خوندي کړ                  شریعت یې په وو ونوست
چي منصور انالحق وکوت                د شریعت له کوره ووت
د شریعت توره تیره ده                    منصور پاس په  دار ور وخوت
چي منصور په حق رسوا شه              په اور وسه ایره سیاه شه
چي ایره په آب خوره شوه                 په اب وکویښ نوم الله شه
چي منصور تښتن د دم شه               دم نیک مرغه په قدم شه
چي پتنګ شه په اور وسه                له دغ اور سره یک رنګ شه
چي منصور وسه ایرې شه                لکه ایرې په آب خورې شه
د انالحق کلام آغاز                      د منصور له هر ذرې شه
اول منصور په انالحق شه               چي ایرې په دا سبق شه
چي ایرې په آب خورې شوې             پر آب حق له حقه حق شه
د منصور ریښتیا سبق وو                 دا سبق یې په ورق وو
پر ورق باندي یې کښلی                 هر کلام د انالحق وو
د خدای رحمت په هسي نور              چي یې نوم تر دوره صور
په ریښتیا نور دی وهلی                   د انالحق تښتن منصور
دا منصور شه بې شریکه                 د« انا »په لویه لیکه
په« انا» کي یو الف وو                     دا الف کا په مخ ټیکه
ارزاني په دې پوهیږي چي نه د حسین بن منصور حلاج دریځ د شریعت سره برابر وو او نه له هغه څخه د ده طرفداري د شریعت سره برابر کار دی ځکه نو په پای کي وايي:
ارزاني وینا یک رنګه                    کل بیان له دوست له څنګه
په ریښتیا وینا ویریږي                  د مُلا د مشت له سنګه
اخلاق الله:
دا یوه بله جنجالي موضوع ده چي د شریعت علماء یې په هیڅ توګه له صوفیانو سره نه سي منلای. په حقیقت کي اخلاق اصلاً د بنده صفت دی. اخلاق په بیلو بیلو ټولنو او په عمومي صورت د انسانانو ترمنځ د خاصو اجتماعي قراردادونو په اساس منځته راغلي او ریښې یې ټینګي کړي دي؛ د اخلاق او دغو قراردادونو په اساس د هري ټولني اوسیدونکي او په عمومي صورت انسانان د یوه بل او د ټولني او بالاخره د انسانیت په مقابل کي یوه سلسله مسولیتونه لري چي په اجراکولو یې مکلف دي. حق متعال د هیچا په مقابل کي مسولیت نه لري، ځکه نو د هغه سره د اخلاق کلمه راتللای نه سي. د حق ذات له انساني ټولنو، انسانیت او بالاخره د کایناتو څخه ، چي دی یې خالق دی، دونه لوړ دی چي د هغه له ذات او صفات سره د مقایسې خبره د ممکناتو په چوکاټ کي نه ځاییږي. خو د تصوف په معتبرو کتابونو او روښاني ادبیاتو کي، چي دا مفکوره به یې حتما له هغو کتابونو څخه اخیستې وي، دا طرح یو څه عامه ده. شیخ شهاب الدین سُهروردي د خپل کتاب په یوه ځای کي په دې باب لیکي:
« او عارف د خپلو اخلاقو د بدلولو لپاره کوښښ کوي، تر څو چي خپل ذات د ربوبیت په اخلاقو او د الوهیت په اوصافو مجهز کړي. ابوعلي فارمدي د خپل شیخ ابولقاسم کرکاني له قوله ویل چي تر څو پوري سالک د حق تعالی په نهه نیوي نومونو متصف نه سي، د حضرت عزت سره نه سي وصل کیدلای. شیخ رحمهه وویل چي یعني سالک باید د حق تعالی له هر نوم څخه د ممکن تر حده پوري په خپل ځان کي پیدا کړي. مثلاً رحیم: دی باید رحمت کونکی وي. نو سالک باید د بشریت د ډیر وس او طاقت څخه دونه کار واخلي چي پر خلکو باندي رحم او مهرباني ولري او مشایخ چي د حق تعالی نومونو او صفاتو ته په دغه مورد کي اشاره کوي نو مطلب یې دغه وي او هر څوک چي له دغه څخه غیر فکر کوي او د حلول او اتصال مفهوم ورڅځه اخلي نو هغه زندیق او ملحد دی» عوارف المعارف ص ۱۰۷
کله چي شیخ کمال الدین عبدالرزاق کاشي، مولنا اعظم شیخ الاسلام حافظ ته د هغه د یوه کتاب په باب، چي شیخ کاشاني انتقاد ورباندي لري، یو لیک استوي نو په هغه کي د غوث الاسلام والمسلمین د القابو ترڅنګ د تخلقوا باخلاق الله متعال لقب هم ورکوي.( نفحات الانس ص ۴۸۳)
په حالنامه کي خو هغه مسکین، چي د سکونت مقام ته رسیدلی وی، چي د تخلق بخُلق حق ته ورسیږي پخپله د حق مقام ته رسیږي.
هر که او در دل ببیند نور یار
عارف واحد شود آن مرد کار
شاه آن باشد که در باطن بود
عارف مسکین شده ساکن بود
هر که او تخلق بخُلق حق شود
ساکن و مسکین بدان الحق شود ( حالنامه ص ۵۰۵)
دغه راز کله چي د حق تعالی له لوري بایزید( پیرروښان) ته الهام کیږي نو ورته ویل کیږي چي اې بایزیده پاچا او د نړۍ پاچاهان د موّحد په نظر مخلوق دي، نو موّحد ته نه ښایی چي د دنیا لپاره د مخلوق خدمت وکړي. موږ پر ټولو موّحدینو باندي دا فرض کړې ده چي زما صفت واخلي او د بشریت له صفت څخه پرهیز وکړي. ( هغه کتاب ص ۹۲)
 د روښاني ادب مشهور شاعر او د روښان د مسلک پیرو میرزا خان انصاري هم تخلقوباخلاقي ته اشاره کوي:
په ظاهر باطن په واړو رسیده دی  
چه مخلص د مسکینانو په قطار شي
یو مسکین تخلقوباخلاقي دی
چه یې روح بر قراري باندي قرار شي
مسکینان له دواړو کونو فرار شوي
د ښېګڼي خوی به کاندي څو یې پار شي
بل ځای وايي:
مومنان له مومنانو یګانه دي
عارفان په خلق الله باندي روءف
اې میرزا د مومنانو ثناګوی شه
مومنان دي په خدایي صفت موصوف
ارزاني هم د روښاني مکتب په پیروی د تخلقو باخلاق الله ذکر، په ډیر تاکید، کوي.
س سوګند وایم په والله                      دا سوګند دی لی لله فی الله
که کمال غواړې ته ونسه                   تخلقو باخلاق الله
 له ملا سره مخالفت:
صوفیان په عمومي صورت له ملایانو سره مخالف وي. د صوفیانو او عارفانو ډیر مشهور مشران د ملایانو په حکم سنګسار سوي او اعدام سوي دي. علت یې دا دی چی ملایان د شرعي متونو په اساس د شرعي احکامو پر عملي کیدلو باندي ټینګار کوي، په اصطلاح شرع ظاهرمني. او صوفیان ز یاتره باطن ته اهمیت ورکوي او د باطن تر پوښ لاندي ډیر داسي څه وايي او کوي چي هغه له شریعت سره کله کله هیڅ اړخ نه لګوي. د منصور د انالحق ناره، د بایزید د لیس فی جبتي سواء الله (زما په خرقه کي پرته له خدایه بل څوک نسته) او سبحاني سبحاني ما اعظم شاني!( ستاینه دي وي ماته زما څومره عظیم شان دی) نارو ملایان دونه په قار کړل چي حسین بن منصور یې اعدام کړ او بایزید هم د خپلو پیروانو په همت د هغوی له آزاره ځان وژغوره. ارزاني هم له ملایانو څخه ځکه په تنګ دی چي کلام یې، په ډیرو ځایونو کي له شریعت سره سر نه خوري.
ارزاني ریښتیا خبره                      دا تیره ده له الماسه
و ملا ته که یې وکړې                     دی به ټک وهي دوه لاسه
ارزاني وینا یک رنګه                 کل بیان له دوست له څنګه
په ریښتیا وینا ویریږي                د ملا د مشت له سنګه
دا ریښتیا وینا ده ګرانه                 و ملا ته یې مه رانه
دا ملا دی شوده پییه                  بل یې تومنه نه شي ورانه
دا ملا دی شوده پييه                  شیر خورک دی له طفلیه
دا خبره ده د هغو ده                    چي خبر دي له نفییه
دا ملا دي ادې روي                       د ده خوښ د شیر پیروي
چي د نوس چاره یې پیښه                ملا ځان خوري لکه روي
پر ملا تل ژمی منی                        شریعت یې شي پلمنی
دا طالب د پسرلي ګل دی                  لکه د شه د غاړي منی
پر ملا ستغ د نمر جوت دی                  د شریعت په ګل( خټي) کي پروت دی
د ملا توري مشکڼي                          پرې پييلی یې تور پوت دی
زما دا وینا کړه پټه                           له دې ملاګییه رټه
ده لا نه ده څکه کړې                         د وحدت د می له ګټه
د فقیر وینا مشکله                           طالبانو وڅکله
و ملا ته یې مه وایه                        دی به وکا لویه کله
که دا دُر ملا په غوږ کا                    دی به شاه په خپل دروږ کا
د توحید په می به مست شي               په خپل کور کښي به لوی زوږ کا
رعیت او پادشاه:
ارزاني ښایی لومړنی پښتو شاعر وي چي د رعیت او پادشاه تر منځ د اړیکو په باب یې یو شمیررباعیات لیکلي دي. پادشاه، د وخت د معمول ادب سره سم، راعي( شپانه) او رعیت رمه بولی. پادشاه ته وايي چي که پر رعیت ظلم وکړې په آخرت کي به حتما پوښتنه درڅخه کیږي. رعیت ریښه او پاچا ونه بولي او وايي چي ونه له ریښې پرته ژوند نه سي کولای، نو پادشاهانو ته بایده دي چي د خپل رعیت خیال وساتي.
د رعیت بادشاه راعي دی                      رعیت د شه راعي دی
چي رعیت ازاروینه                       دی خپل زړه خوري افاعي دی
افاعي نوم د لوی مار دی                     دا تور مار نوس امار دی
رعیت د باشاه بیخ دی                        چي خپل بیخ کني حمار دی
بادشاه درخت رعیت بیخ دی                شاه خیمه رعیت میخ دی
چي رعیت آزاروینه                       دین یې نیشت شیطان یې سیخ دی
رعیت د شاه رمه دی                     دی نیولی په همه دی
د حشر په ورځ نیولی                     د رعیت په مظلمه دی
هم هغه بادشاه سرور دی                  چي د رعیت پرور دی
چي رعیت آزاروینه                       باندي واز د دوزخ ور دی
هر ظالم چي ظلم کاندي                   په غریبو مظلوم باندي
په قیامت به مولی ورکا                  د ده ځای تر اسفل لاندي
هر بادشاه به حق وپوښتي              څو دي وو په دروهه نغښتي
چي ستا مال و ملک په زور وو           یا په حق دي ورنه غوښتي
هغ  امیر به مولا غوڅ کا               چي له امره خپسر پڅ کا
په قیامت به یې وپښتي                 چي ناحق خوري یوه وڅکا
دا کلام دی بې نظیره                  له بشیره له نذیزه
له رعیت پښتنه حق ده                      هم له شاه هم له وزیره
دیر او حرم:
په فارسي ادبیاتو کي د دیر او حرم، خلوت او خرابات او کعبې او صومعې په باب په زرهاوو بیتونه ویل سوي او صوفي شاعرانو، خصوصا، خپله طبع پکښي آزمییلې ده. صوفیانو په دیر اوحرم او کلیسا او مسجد کي خپل جانان او مطلوب پیدا کړی دی، او دا پخپله یوه له هغو موضوعاتو څخه ده چي د مذهبي مشرانو او صوفیانو ترمنځ یې ډیر سخت اختلاف منځته راوړی دی.
رفتم بکلیسای ترسا و یهود
ترسا و یهود جملګي روبتو بود
بر یاد وصال تو به بُتخانه شدم
تسبیح بُتان زمزمه عشق تو بود      ابوسیعد ابوالخیر
د پیر روښان( بایزید انصاري) په آثارو، خیرالبیان، مقصودالمؤمنین او صراط التوحید کي په دې باب کومه یادونه  او اشاره نه ده سوې. دغه راز د پیر روښان د نورو پیرو شاعرانو میرزا خان انصاري او دولت لواڼي په دیوانونو کي هم په دغه اړه اشعار او مفاهیم چنداني  نه تر سترګو کیږی. داسي ښکاري چي ارزاني خویشکی به د هند په خاوره کي، چي د خپلي شاعری، تقریبا ټول عمر یې هلته تیر کړی دی، د بهګت کبیر، د هغه د مرشد راما نندا، ګورونانک، راما کریشنا او نورو هغو شاعرانو، مفکرینو او مذهبي مشرانو تر اغيزې لاندي راغلی وي چي د ټولو مذهبونو د پیروانو د یووالي لپاره یې، چي د هند په خاوره کي هغه ته خاصه اړتیا وه، مبارزه او تبلیغ کاوه. البته دغو مشرانو او مفکرینو مذهبي، اجتماعي او سیاسي ماموریتونه درلودل او خپلو اهدافو ته د رسیدلو لپاره یې په زرهاوو کیلومیتره سفرونه کړي او په کلیو او بانډو ګرځیدلي او خپل افکار یې د خلکو تر غوږونو رسولي دي. موږ به د مثال په توګه د بهګت کبیر یو شعر راواخلو.
                       که خدای په مسجد کي دی
که دننه په مسجد کي خدای اوسیږي
د نړۍ واکداري چاته ور رسیږي؟
او که رام د درمسال په بُت کي ناست دی
د چا کار دی چي دباندي څه پیښیږي؟
په ختیځ کي دی  هري  غرب کي الله دی
ستا په زړه کي رام  کریم دواړه هستیږي
په نړۍ کي نارینه دي او که ښځي
د ده شکل یې اخیستی دی پاییږي
چي کبیر  مخلوق د رام او د الله دی
یو مي پیر بل مي ګورو راته ښکاریږي.   بهګت کبیر ص ۸۱
ارزاني خویشکی همدغه مطالب تقریبا په همدغه شکل داسي بیانوي چي په پښتو ژبه کي نه له ده څخه مخکي او نه وروسته چا په دغه صراحت او تفصیل بیان کړي دي. ځکه نو سړی ویلای سي چي دا به د هندي مفکرینو او شاعرانو مستقیمه اغیزه وي.
یو الف دی چي لیده شي                       په څو رنګه په څو نامه
دا هژده هزار قامونه                         کل پیدا له یوه ګرامه
د مسلم په خوله الله دی                       د کافر ګوبند له رامه
که زر کاله طلب وکړې                      بې کامل مونده حرامه
نن کامل لره  ور درومه                           خپله چار کړه سر انجامه
دی به درکړې خفي ذکر                      پرې مشغول وسه مدامه    کلیات ص ۳۱۱
ګنګا د هندانو مقدس سیند دی؛ د هغوی له کلاسیکو مذهبي آثارو څخه ښکاري چي دا سیند ګواکي له جنت څخه سرچینه اخلي. هر کال په میلیونو هندوان په دغه سیند کي لمبیږي او د خپلو سوځول سویو مړو ایرې په دغه سیند کي خوشي کوي. ارزاني په ګنګا کي د هندوانو لمبیدل او پر کعبه باندي د مسلمانانو طواف د یوه هدف لپاره بولي.
یو آواز دی چي یې اروې                 هم له عوده هم چنګه
د هر چا مقصود الله دی                    له کعبې دی که له ګنګه
که دا هسي خرید دي وکړ                   ته به خلاص شې له قلنګه
ارزاني خبره دُر ده                        دا دُر مه وهه له سنګه       کلیات  ص ۲۹۵
د پښتو ژبي په کلاسیکو شاعرانو کي خوشحال خټک، که څه هم چي صوفي شاعر نه دی، او سړی ویلای سي چي د صوفي افکارو تر اغیزې لاندي به یې ځیني بیتونه لیکلي وي، کله نا کله په دغه باب یو څه صراحتونه کړي دي.
که مسجد ګورې که دیر                               واړه یو دي نشته غیر
یو مي بیا موند په هر څه کښي                        چي مي وکړ د زړه سیر
هغه ځای په سیر ګرځم                             چي ترې نه رسیږي غیر
په احول باندي یو دوه شي                        ځکه نشته باندي خیر
خوشحال یو ویني خوشحال دی                    ورته ورک دی غیر و زیر
البته خوشحال خان خټک نه په عمل او نه په فکر کي هغه یګانګی او یووالي ته چي صوفیان ورته معتقد دي عقیده لري.او که یې عقیده ورته لرلای نو ښايي چي په دې باب یې زیات شمیر شعرونه او بیتونه راپاته سوي وای. هغه یو خان وو، هغه یو جنګیالی وو او د تصوف له نړی څخه یې ډیره زیاته فاصله درلوده. دا یوازي د هغو فارسي او پښتو ادبیاتو اغیزه ده چي هغه لوستي دي او کله کله یې په خپل شعر کي انعکاس ورکړی دی.
څوک کعبې لره روان دي په هی هی
څوک دیورې لره روان دي په جی جی
عاشقان یې صد هزار یوه محبوبه
په هر لوري ورپسې دي په پی پی
زه خوشحال چي د وحدت په میو مست شوم
وایم دا چي کاووس کله وو  کی کی؟
ارزاني خویشکی، د خوشحال خان خټک او نورو پښتنو شاعرانو په خلاف، چي دغه راز شعرونه به یې کله کله لیکلي وي، وحدت الوجود ته معتقد شاعر وو. موږ د هغه د دغه راز عقایدو ګڼ شمیر مثالونه لرو او مخکي مو څو مثالونه هم راوړل. هغه که د منصور نوم یادوي نو د سمبول په حیث نه بلکه د هغه عقیدې او لاري ته د درناوي او عقیدت په خاطر یې یادوي او پخپله هم لا اله الّا انا  وايي. په هر صورت زما په عقیده، که چیري د ارزاني خویشکي اشعار ګورو نو د هغه د شعري ښایست خواته باید توجه کمه کړو او د مضامینو د کثرت خواته یې توجه وکړو. موږ په پښتو ژبه کي ډیر لږ داسي شاعران لرو چي په خپلو اشعارو کي یې دومره زیاتو موضوعاتو ته ځای ورکړی دی.
                            
                          مأخذونه
۱: تذکرت الاولیاء. شیخ فریدالدین عطار نیشاپوري، چاپ تهران ۱۳۷۰
۲: تذکرت الابرار والاشرار. اخوند درویزه ننګرهاري، د پیښور چاپ ۱۳۰۹
۳: کشف المحجوب. ابولحسن علي ین عثمان الهجویري، تهران ۱۳۸۰
۴: نفحات الانس. مولنا عبدالرحمن بن احمد جامي، ایران ۱۳۷۵
۵: عوارف المعارف. شیخ شهاب الدین سُروردي، تهران ۱۳۷۴
۶: بهګت کبیر د پښتو په بڼ کي. د عبدالباري جهاني منظومه ترجمه، کندهار ۱۳۸۴
۷: د ارزاني خویشکي کلیات. پیښور۲۰۰۵
۸: د میرزا خان انصاري دیوان. کابل پښتو ټولنه ۱۳۵۳
۹: د دولت لواڼي دیوان. کابل پښتو ټولنه ۱۳۵۳
۱۰: د خوشحال خان خټک کلیات. کابل، د افغانستان د علومو اکاډیمي ۱۳۵۸
۱۱: د رحمان بابا دیوان. کابل پښتو ټولنه ۱۳۵۶
۱۲: رباعیات ابوسعید ابوالخیر. لاهور ۱۹۲۶
۱۳: حالنامه. علي محمد مخلص، د پښتو ټولني ټایپي نسخه