د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حق الزحمې نوی تعریف

پوهندوی آصف بهاند 16.09.2014 09:39

یو وخت یو ښه طنز لیکونکي په لنډ ډول د «طنزي تعریفات» تر سرلیک لاندې، په ټولنه او عیني ژوندانه کې ځینو ترخو حقایقو ته د طنز په ډول اشاره کړې وه. ځینې شیان یې تعریف کړي وو، چې یو څو یې دا دي:
ږیره: د مخ هغو ویښتانو ته ویل کیږي چې د جهاد په وخت کې اوږده پریښودل کیږي او د دیموکراسۍ په موسم کې یا رخیل کیږي او یا لنډیږي.
مارشال: مارشال په لغت کې هغه مار ته ویل کیږي چې په شال کې تاو شوی وي او په اصطلاح کې هغه نظامي صاحب منصب ته ویل کیږي چې د اشغالګرو قواوو په مخ کې روان وي او خپل وطن ورتسلیموي.
والي: هغه دولتي مامور ته ویل کیږي چې مخکې له ولایت نه په کرايي کور پسې ګرځي او د والیتوب  وظیفې له تر لاسه کولو وروسته څو کورونه په کرایه ورکړي.
خو په په دې لړ کې د حق الزحمې نوی تعریف ورنه هیر شوی و. د اوسنۍ دیموکراسۍ او د بیان آزادۍ؟ په دایره کې د عیني شواهدو له مخې د حق الزحمې له پاره ما داسې تعریف غوره ګڼلای دی:
حق الزحمه د ښکنځلو او توهین هغې ټولګې ته ویل کیږي چې د یو فرهنګي په آدرس د هغه د فرهنګي کارونو په بدل کې د نوې تکنالوژۍ په مټ د دیموکراسۍ او بیان آزادۍ؟ په دایره کې ، د یوې ویبپاڼې په کامنټ(Comment ) برخه کې په نره او بې مسولیت ډول ایښودل کیږي.
او دا کار ډیر ځلې په هغو ویبپاڼو کې شوی او کیږي چې د بیان د آزادۍ تر نامه لاندې یې د نظریاتو له پاره ځای جلا کړی دی، چې هلته فرهنګیانو او قلموالو ته د ښو مشورو او رغنده نیوکو په ځای بیسواده، نا پوه او ... ویل کیږي. ما یې پخوا بیلګې په یوه مقاله کې ښوولې وې(۱)، بیا یې نه یادوم.همدا پرون په تاند کې د اجمل پسرلي د یو مطلب په پای کې اجمل پسرلي ته ښه حق الزحمه حواله شوې ده. آیا اجمل پسرلی په دې حق الزحمې ارزي؟
د استاد  پسرلي په شنه راپاتې بڼ کې یوه با ثمره ونه اجمل نومیږي. دا ونه په ژمي او اوړي کې له ثمره ډکه وي، خوږې او رنګارنګ میوې د فرهنګ مینه والو ته په تازه او نوې بڼه وړاندې کوي. د څو میوو نومونه یې چې په دا وروستي فصل کې یې زموږ د فرهنګ خزان وهلي بڼ او بازار ته وړاندې شوې دي، دا دي:
تاریخ(۲)، پیشو(۳)، څلیریشت ساعته(۴)، د سبک زولانه(۵)، ښکلا(۶)، ښه اوبد(۷)، سوله(۸)، سوی(۹)، مور(۱۰)، پټپټونی(۱۱)، شراب(۱۲)، عقیده(۱۳) او سره زر.(۱۴)
د اجمل پسرلي د وروستۍ لیکنې چې د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په څوارلسمه په تاند کې آنلاین شوې ده، په کامنتونو کې یې تبصرې راغلې، تور ورباندې تپل شوی او د پردیو تورو په غلته کارونه په غیر مستقیمه توګه بیسواده بلل شوی دی:
«... اې کاکا ! چې پردی لغت کاروي نو په اصلي بڼه یې وکاروه .تهرانی انګلیسي لغتونه په لندن کې مه کاروه دا خو له انګریزانو سره هم جفا ده . همدا ناپوهي او لاشعوري حالت زموږ د ژبني کمزورۍ لومړي قدم دی.»(۱۴)
  زه دلته د دې خبرو پر ځواب څه نه وایم ، خپله اجمل پسرلي د یوې جلا عالمانه مقالې په ترڅ کې په مستند ډول ځواب ورکړی دی.(۱۵)
دلته دا پوښتنې باید مطرح شي چې:
۱ــ موږ لیکوال، شاعر، محقق، هنرمند ... په یوه ټکي کې، «فرهنګي» ته د هغه د زیار په بدل کې څه ورکوو؟
۲ــ اوسنۍ میډیا ولې داسې خلکو ته زمینه برابروي چې د فرهنګي د کار او زحمت په مقابل کې د پاداش په ځای، ښکنځلې او توهین د هغه په آدرس ولیږي؟
په پښتو قاموسونو کې حق الزحمه داسې مانا شوې ده:
«حق الزحمه(haqolzahma)ښځ. م. اُجوره، باړه، مزد، د کار او زحمت مزد، اجرت.(۱۶)
 پخوا له هغه چې په افغانستان باندې د ټوپکیانو حاکمیت نازل شي، په میډیا کې به فرهنګیانو ته د هغوی د تحقیقي او تخلیقي او ژباړو په مقابل کې د«حق الزحمه» په نامه یو څه پیسې ورکول کیدې؛ چې د افغانستان په قوانینو کې یې ځانته جلا مقرره درلوده، خو له هغه وروسته چې په کابل او لا ټول افغانستان کې د ټوپک شپیلۍ په سُر سره په غږیدا شوه، د انقلاب د توري په اصلي مفهوم سره هر څه بدل شول. له دې سره سم د حق الزحمې تعریف هم بدل کړای شو
حق الزحمه د ښکنځلو او توهین هغې ټولګې ته ویل کیږي چې د یو فرهنګي په آدرس د هغه د فرهنګي کارونو په بدل کې د نوې تکنالوژۍ په مټ د دیموکراسۍ او بیان آزادۍ؟ په دایره کې د یوې ویبپاڼې په کامنټ(Comment ) برخه کې په نره او بې مسولیت ډول ایښودل کیږي.
لیکوال او فرهنګي هم ژوندی خوځنده موجود دی خوراک، څښاک او پوښاک ته اړتیا لري. اوس که کوم حکومت او دولت او سپانسور نه شته چې د حق الزحمې په نامه څه ورکړي، نو د ښکنځلو امیل خو دې غاړې ته نه ور اچول کیږي، د تقدیر نامې په ځای دې توهیننامې نه ورکول کیږي.
زموږ ټولنه تر اوسه پورې د فرهنګي مفلسۍ په دې برید کې ولاړه ده چې:
ــ سندرغاړي او سازي ته د ګنهکار، کافر او ډم توري کاروو، دا د هغو ډیره ښه حق الزحمه ده،
ــ وطن دوست او په خلکو مین شاعر ته د نورو په لمسه «انتحاري جهاني»«خرڅ شوي» او داسې نور القاب ورکوو،
ــ ښه محقق ښه منتقد ښه استاد او ښه ژباړن ته د نورو په لمسه د غله توری کارول کیږي،
ــ یا یوه شاعر، لیکوال، د لوړو زدکړو خاوند، د علمي رتبې درلودونکي او له استادۍ، شاعرۍ او لیکوالۍ سره سره د بیسواد خطاب کول،
او داسې نورې بیلګې.
دا څوک کوي؟ له کوم آدرس نه دوی غږیږي؟ که یې آدرس، نوم، د تحصیل ځای، د تحصیل درجه، اصلي نوم، ګوند یا سیاسي لاره یا بل کوم ډول نښه او ځای مالوم وی، نو بیا به مو د «ده» یا «دې» په آدرس یو څه ویلي وای.
او بیا ولې په نه شي، په بې مانا شیانو یو لیکوال خپل وخت او انرژي ضایع کاندي او درسته ورځ د داسې خلکو په آدرس بیرته ځوابونه ولیکي.
دغه ښاغلي خان؟ که دومره په خپله ژبه، فرهنګ او فرهنګي کارونو مین وي او د تیر وتنو مخنیوی کوي یا یې کولای شي، نومهرباني دې وکړي یو وار دې د فیسبوک بې مسولیته بازار ته سر ور ښکاره کړي چې څه ډول الفاظ په کې کارول کیږي؟ هلته په هغه بې څښتنه، بې مسولیته او بې سر پوښه بازار کې د انسان د بد نهاني یا پټ اندمونه هره ورځ د الفاظو په جامه کې کارول کیږي اوخرڅلاو ته وړاندې کیږي چې په هیڅ کلتور او مذهب کې یې د کارولواجازه نه شته، ولې د هغو دمخنیوي او نه کارولو له پاره دا ښاغلی خان؟ اقدام نه کوي چې په ډیرې بې احترامئ وايي:«...همدا ناپوهي او لاشعوري حالت زموږ د ژبني کمزورۍ لومړي قدم دی»، او ولې دې د کارډ پر ځای کارت لیکلی دی. د دې خلکو مخه داسې نه شي نیول کیدای. زما وړاندیز دا دی چې:
درنو قلموالو،فرهنګیانواو په ځانګړي توګه د ډله ایزو رسنیواو ویبپاڼومسولینو!
راځئ د دیموکراسۍ او د بیان د آزادۍ له دې غوړې شوروا نه تیر شئ او هغه ویبپاڼې چې د مطالبو په پای کې د کامنټونو له پاره ځای جلا کړی دی، کرار یې وتړئ هر څوک چې د چا په کوم مطلب یا شعر یا اثر یا کومه خبره څه ویل یا لیکل غواړي، نو د یوې اوږدې یا لنډې مقالې په توګه دې خپلې خبرې او دلایل ولیکي او د ټولو مخې ته کیږي. که چا څه ورته لیکل، ځان دې بیا غلی هم نه نیسي. که په بحث کې بې ځوابه شو، څوک یې له ستوني نه را نیسي، حد اقل د بښنې په غوښتلو سره دې له مقابل لوري او د هغه له حق په جانب توب او مالوماتو نه مننه وکړي.
پای
ماخذونه:

    •    http://tolafghan.com/posts/28031
2-http://www.taand.com/archives/19951     
3- http://www.taand.com/archives/21150
 4-http://www.taand.com/archives/23739
 5-http://www.taand.com/archives/21506  
6-http://www.taand.com/archives/23556    
7-http://www.taand.com/archives/21497       ه  
8- http://www.taand.com/archives/20328      
9-http://www.taand.com/archives/21980    
10-http://www.taand.com/archives/22475       
11-http://www.taand.com/archives/30250      
12- http://www.taand.com/archives/29834       
13-http://www.taand.com/archives/30485      
 14-http://www.taand.com/archives/30732
15- http://www.taand.com/archives/30832  
۱۶- مشواڼی زاهد،عبدالقیوم، پښتوـ پښتو سیند، د افغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز،دریم چاپ، ۲۰۰۹میلادي کال، ۳۹۵مخ.