د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جعفر بوټان

محمدالله ساپی 15.09.2014 12:09

په بغداد کې د جعفر په نوم تجار وو
د سرو زرو به یې هروخت اوښان بار وو
تجارت سودا ګرې دده پیشه وه
په هر ښار کې دده لوی یو کاروبار وو
خزانې یې واړه ډکې په دولت وې
ددولت یې نه حساب او نه څه شمار وو
دولتمند ده په شان نه وو بل بغداد کې
ټول بغداد کې دا د هر چانه مالدار وو
که کمبود یې ددولت او دنیا نه وو
خو لباس یې بیا د هر چا ځنې خوار وو
ډیر حریص وو د قارونه پسې تیر وو
تل په غم کې ددرهم او ددینار وو
نه په ځان یې څه پیرزو نه په غریب وه
که په کور کې یې دولت انبار انبار وو
د جعفر په نوم بوټان یی مشهور وو
مشهور په هر یو کلې په هر ښار وو
د بوټانو جوړې شوې یې کیسې وې
لوی واړه یې د بوټانو خبردار وو
همدا یو جوړه بوټان یې په ټول ژوند کې
خدای زده څه وخت یې پلورلې د بازار وو
د پیوند خوا کې پیوند یې وو خوړلې
په تکلیف به ډیر روان پکې په لار وو
یوه ورځی جعفر ووتو حمام ته
په حمام کې خپل نوبت ته انتظار وو
یو ځوان هلته دجعفر په خوا کې ناست وو
د جعفر سره په دارنګه ګفتار وو
////////////////
ځوان ویلی چې جعفره خدای لپاره
دا بوټان خو دا ستا شوی ډیر بیکاره
که دی زړه په پیسو نه کیږی جعفره
زه بوټان به تاته راوړم د بازاره
که دې خوښه وې راوړمه یې اوس تاته
رښتیا وایم ته پری ښه شه خبرداره
ددی ځوان مطلب جعفر باندی ریشخند وو
د خندا نه یې ریشخند وو معلومداره
ددوی مینځ کې لاجاري وی دا خبری
په حمام کې یوه کوټه شوله وزګاره
جعفز زر شولو اوچت د خپله ځایه
د کوټی په طرف لاړو په قراره
په حمام کی چی جعفر پاک کړلو ځان
بیا حمام نه رابهر شو سمدواره
په نظر کی یی رانغله خپل بوټان
شا او خوا ته یې ډیر وکتل څو واره
په ښایسته نوو بوټانو یې نظر شو
ویلی ځوان به یې راوړی ما لپا ره
جعفر پښو ته کړل بوټان شولو روان
د خپل کور په لور یې ونیوله لاره
په خوښی په خوشحالی کورته روان وو
ډیر خوشحاله ددی ځوان وو په زر واره
زړه کی ویلی چې دا څومره سخي ځوان وو
دا به وی د کوم یو کلی د کوم ښاره
جعفر ډیر په خوشحالﺉ کورته درون شو
موږ راځو بیرته حمام ته پس دوباره
هم حمام ته لوی قاضی دټول بغداد
وو راغلی دې حمام ته زما یاره
چی قاضي څه وخت حمام نه رابیرون شو
بوټان نه وو دقاضي شولو نا چاره
د حمام والا یې وکړله پوښتنه
چې بوټان دي زما چیرته برخورداره
///////////////
قاضي جوړ کړو په حمام کې غالمغال
د حمام والا سره شو په جنجال
قاضي ویلی چی بوټان می راپیدا کړه
او که نه تیار ځان سخت دیوی سزاکړه
د جعفر بوټان چی هر چا پیژندل
د حمام والا حمام کی ولیدل
بیا قاضی ته یی ویلی چی صاحبه
ستا بوټان چی د حمام نه دی غایبه
بل چا نه دي دا جعفر خپله غلا کړی
د حمامه نه هغه په پټه وړی
بیا د غلا په تور یې ونیو جعفر
لاس تړلې یې کړو کور نه رابهر
یو څه وخت یې په زندان کې کړلو تیر
حماقت ته یې خپل قهر راته ډیر
ویلی څه وخت چې زه خلاص شوم د زندان
د بوټانو به اول خلاصوم ځان
د زندان نه چې جعفر څه وخت بیرون شو
د بوټانو ورکیدلو په لټون شو
بیا بوټان یې دبام سرته کړه ګوزار
جعفر ځان کړو دبوټانو نه وزګار
څه موده چې شوه په مینځ کی پکی تیره
یا د لسو یا به شلو نه وه ډیره
د کور سپی یې دبام سر ته وختلو
د جعفر بوټ یې په خوله کی ونیولو
د جعفر بوټ سپي کوڅی ته کړو ګوزار
یو ما شوم روان کوڅه کی وو په لار
د ماشوم په سر دا بوټ ولګیدلو
سر یی مات شو ماشوم هلته پریوتلو
د ماشوم چی مور او پلارشولو خبر
په کوڅه کې یی بوټ ولید د جعفر
په جعفر یې بیا دعوه وکړله وروره
بیا جعفر یې لاس تړلی بوت له کوره
بیا جعفر شولو بندی د بوټ له لاسه
پس له څه وخت چې دعوه یې شوله خلاصه
د زندان نه چی جعفر راغللو کورته
بیا بوټانو سره لاړو د سیند لور ته
د سیند مینځ ته یې ګوزار کړل خپل بوټان
د بوټانو نه جعفر خلاص کړلو ځان
یو ښکاري وو چې کبا ن به یې نیول
بیا کبا ن به په بازار کې یی پلورل
یوه ورځې په نیت ووتو د ښکار
بیا یی جال کړو د سیند مینځ ورګوزار
بیرته جال چې څه وخت کش کړو ما هی ګیر
فکر یې وکړ چې مې لوې ما هي کړو ګیر
ما هي ګیر چې جال د سیند نه کړو بهر
په نظر یې بوټان راغله د جعفر
ماهي ګیر چې دا بوټان ښه پیژندل
د جعفر بوټآن یې جال کې ولیدل
ویلی چا به دا جعفر نه یی پټ کړې
بیا ظالم به وي دې سیند ته غوځولې
دا بوټان خو په جعفر د ځانه ګران دی
ډیر په مینه یی ساتلی په ښه شان دی
زه په منډه وړم جعفر ته دا بوټان
ما هیګیر شو د جعفر کور ته روان
ماهی ورسید کور ته د جعفر
چیرته رانغی جعفر یې په نظر
بیا بوټان یې ورته کورته کړه ګوزار
ماهی بیرته روان شو پخپل لار
په دی وخت کې د قدرت کارونه ګوره
یو پسه د ګاونډیانو زما وروره
د جعفر دی په کاله کی ګرځیدلو
دا یو بوټ بیا په پسه ولګیدلو
چی څه وخت بوټ په پسه ولګیدنه
د ډیر ترسه په حوجره شو وردننه
په حوجره کې د جعفر د کور سامان
پسه مات کړه زما وروره هغه آن
چی جعفر ولید حوجره کې دا بد حال
ویلی خلاص کړم دی پسه د تمام مال
د قهر ه یی په سترګو باندی شپه شوه
تا به ویلی ګوندی چی خونه یې چپه شوه
خدای خبر دی چې په څه یې وکړو وار
دا پسه یې کړلو ځای په ځای مردار
ګاونډی چې د کیسې شولو خبر
ده هم کیس او دعوه وکړه په جعفر
لاس تړلی بیا جعفر لاړو زندان ته
هم بوټانو هم یی قهر راته ځان ته
ځان سره یی ویل چی خلاص شوم د زندان
بیا په زمکه به خښومه دا بوټان
په زندان کی د زندان موده یی پوره شوه
د جعفر او ګاونډي خلاصه دعوه شوه
پخپل کور کی د جعفر چی څه وخت شپه شوه
بیدار ناست وو چی د شپی یوه بجه شوه
هم کلنګ او بوټان واخستل جعفر
توره شپه کی شولو کورنه رابهر
د کور شاته ګاونډي کورته تر څنګ
په کیندلو یې شروع کړه په کلنګ
جعفر بوخت وو لا د ځمکې په کیندلو
او په نیت وو د بوټانو خښولو
قسمت ګوره ګاونډی یی وو بیدار
د کور شاته یی په غوږ راغله ډبهار
فکر یی وکړ ګوندی غله می د کور شاته
دي راغلی زموږ چور زموږ ه غلا ته
د کاله خاوند ټوپک راواخستلو
ډیر په منډه د کاله نه ووتلو
د کور شاته یی جعفر بیا ولیدلو
چی وو بوخت وو لا د ځمکی په کیندلو
لاس په لاس یې بیا جعفر کړو ګرفتار
هم یې کړل ټول ګاونډیان پری خبر دار
که جعفر هلته ډیر وکړه قسمونه
ګاونډي یې ورته نه منل عذرونه
جعفر ویلی ما بوټان می خښول
ګاونډی یی ورسره هیڅ نه منل
بیا حوزی ته یی جعفر په توره شپه
د حوزی آمر ته کړلو حواله
په سبا یی بیا قاضي ته کړلو وړاندې
قاضي وکتل جعفر ته لاندې باندې
قاضي وویل جعفر ته ته انسا ن یی ؟
په دی خپلو بد کارو هم پښیمان یی ؟
ولی نه اوړی ته د خپلو بد کارونو
توبه نه وباسی د خپلو ګنا هونو
مال دولت لری په کور کی بی حسابه
نه ویریږی د خدای قهر د عذابه
بیا هم سترګی دی نیولې د بل مال ته
زه حیران یمه ستا فکر ستا اعمال ته
قاضي ویلی چی ته ولی نه شرمیږې
دا څوم ځل دی چی می مخی ته ودریږې
دغه ځل به درته داسی سزا درکړم
چی به یخ درباندی زه دا خپل ټټر کړم
جعفر وویل چی قاضي صیب مهر بانه
یوه خبره ته هم لږه واوره مانه
نه زه غل یم او نه زه چیرته رهزن یم
نه فاسق نه منا فق او نه دروغژن یم
د قاضي مخکی جعفر په ژړا سر وو
د بوټانو لاسه ده باندی محشر وو
جعفر ویلی چی دا ما باندی ماتم دی
دا دلاسه دبوټانو په ما غم دی
سزاوار ددی سزاوو دا بوټان دي
دا زما لپاره ډیر زیات په نقصان دي
جعفر وویل چی بیرون دغه بوټان وې
خلاصه ماته دروازه به د زندان وې
که بندی درسره چیرته دا بو ټان کړې
نو صاحبه ما به خلاص نور د زندان کړې
دا بوټان په بند بندي درسره ته کړه
خدای لپاره دغه ښه راسره وکړه
///////////////////

زه چې وینمه زموږه خپل مشران
ګرځیدلی د جعفر موږ ته بوټان
هر یو ظلم یی دلاسه په موږ کیږی
هره ورځ چی مو ګلان ځوانان رژیږی
ټول ملت ددوی په لاس کی یرغمال دی
سر او مال زموږ ددوی لاس کی پایمال دی
کوم یو کار دی چی یی دوی نشی کولای
په رڼا ورځ لس او شل شی قتلولای
نه یی زړه په دی وطن باندی خوږیږي
هسی خلک به نور دوی باندی غولیږي
خارجی پاسپورت جیبونو کی لری دوی
د خپل عیش لپاره شپی سبا کوی دوی
ټول عذاب په دی ولس باندی تیریږي
نه ددوی زامن په جنګ کی وژل کیږي
چی تر څو دوی مسلط په دی ملت وی
تر هغی پوری به موږ باندی قیامت وی
هر وخت خلاص چی شولو موږ ددوی له شر
هغه ورځ به وی په موږ باندی اختر
یو ګاندی غوندی رهبر په موږ پیرزو کړه
ته پوره په امن شپی زموږ ارزو کړه
یا په مثل یو رهبر د منډیلا
په دی خاوره کی کړه خدایه راپیدا
د ساپی زړه خپل وطن باندی زوریږي
شپه او ورځ یی په درد باندی دردیږي