د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لومړی ځل یو افغان په سویډن هیواد کی ځان نوماند کړو،

سيف الرحمن شيرزاد 14.09.2014 22:16

د اروپا په سویډن هیواد کی دا لومړی ځل دی چی یو افغان ولایتی شورا ته ځان کاندید کړی دی.
نورالرحمن شیرزاد له تیرو شپږ کلونو راپدیخوا په سویډن هیواد کی میشت دی، چې په سویډن کی د سوسیال ګوند غړی توب هم لری او د همدی ګوند له خوا د ۲۰۱۴ کال انتخاباتو ته کاندید کړی شو،

د یادونی وړ ده چی سوسیال په سویډن کی یو ډیر قوی او لوی ګوند دی چې ډیر شمیر غړی هم لری،
په سویډن کی داسی نور هم ډیر ګونډونه شته دی خو لکه څنګه چی په سویډن کی سوسیال ګونډ ټولو خلکو ته به یوه سترګه ګوری داسی بیا دا نور ورته نه ګوری، ډیر شمیر ګونډونه شته چی هغوی نه غواړی چی په سویدن کې مهاجر ژوند وکړی او نه هم باید چی دومره وخت ورکړل شی چی زموږ کار دی واخلی او یا هم زموږ حق ولی چی دوی د مهاجرو سره ډیر تعصب لری.
بل خوا بیا په سویډن کی همدا یو قوی ګونډ دی چی د دنیا هر وګړی ته یی حق ورکړی دی تر څو وکړی شی خپل کار وکړی،
د یادونی وړ ده چی د سوسیال ګونډ ډیر شمیر غړی مهاجر دی کوم چی له کلنو راپدیخوا په سویډن کی میشت دی
او له همدی کبله ټول مهاجر غواړی چی د سوسیال ګونډ دی تل کامیاب او واک دی له دوی سره وی،
د شیزراد پیژندنه

نورالرحمن شیرزاد په کال ۱۹۸۱ کی د ننګرهار ولایت د شیرزادو په ولسوالی کی دی دنیا ته سترګی پرانستی،
نوموړی خپلی لومړنی زده کړی د ننګرهار ولایت په چکنوری لیسه کی ترسره کړی ،
او بیا د ۲۰۰۱ م کال د جګړی سره سم نومړی د یو ازاد ژورنالیست په ټوګه د بهرنیو اژانسونو او د پښتو ژبی وتلی وحدت اخبار سره دنده ترسره کوله ، او په همدی کال ۲۰۰۱ م کی نوموړی له رویټر اژنس سره کار کوو، او په ۲۰۰۶ م کال کی یی په افغانستان کی د خیبر تلویزون دمشر په ټوګه کار پیل کړو، په کال ۲۰۰۸ م کی دی ته مجبور کړی شو چی وطن پریږدی او مهاجر شی او له ۲۰۰۸ م کال راپدیخوا نوموړی د اروپا د سویډن هیواد کی له خپلی کورنی سره ژوند کوی، او اوس مهال په سویډن کی د افغانستان د سیاسی چارو کارپوه او د سوسیال ګونډ غړی توب لری، د یادونی وړ ده چی شیرزاد خپلی نیمګړی زده کړی چی په افغانستان کی د طالبانو د راتلو سره پاتی وی اوس په سویډن کی تر سره کوی تر څو خپل تعلیم پوره تر سره کړی