د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هغه کلی او دا کلی

پوهندوی آصف بهاند 09.09.2014 19:20

(په جګړې پسې منډې که په ژوند پسې منډې)

له کوم کلي نه چې راغلی یم او په کوم کلي کې چې ژوند کوم، تقریباً یو ډول هوا لري، خو د خلکو په ژوند او مزاج کې یې د مځکې او آسمان په شان واټن دی. د پلرني کلي هوا او د اوسني کلي هوا سره ورته ده. نرمه او ژوند بښونکې، خو خلک یې توپیر سره لري. زما د پلرني کلي اوسیدونکي داسې تند مزاجه دي چې لکه د چا خبره نر مچ هم په پزه نه پریږدي، اما په ډنمارک کې د هیدرسلیف اوسیدونکي لکه چې ټول د مهاتماګاندي بچیان وي. ټول نرم خویه، خولې له خندا ډکې او ټول د عدم تشدد فلسفې داسې پیروان دي چې ته وا هره ورځ به د عدم تشدد درس ګاندي ورته په غوږونو کې پو کړی وي. زما د پلرني کلي خلک هره ورځ جګړې ته تیار ولاړ وي او د دې کلي خلک نه جګړه پیژني او نه هم تاو تریخوالی.
دا پوښتنه باید رامنځ ته کړو چې زموږ خلکو ولې تشدد او تاو تریخوالي ته مخه کړه؟ دوه ځوابونه ورته ورکولای شو:
ــ په ټولنه کې  بیسواده او نا پوه اکثریت،
ــ او زموږ د وطن د سیاسیونو پرله پسې تیروتنو او د نورو په افکارو تکیه کول.
زموږ په هیواد او هیواد والو باندې دغو دلایلو داسې حالت راوستی دی چې زموږ وطن یې د پردیو افکارو او د هغوی د وسلو په یوه لابراتوار او پولیګون باندې بدل کړی دی، پردي خپل منفي افکار او وژونکې وسلې په کې آزمیي. دا چې زموږ په وطن او خلکو څه روان دي او څه تیریږي ټوله نړۍ ورباندې پوهیږي، پرته زموږ له اکثریت هیواد والو، اودا چې دغه حالت زموږ وطن له څه ډول برخلیک سره مخ کړی او راتلونکو نسلونه ته مو څه ورکوي، په دې باندې د ټولنې یو اقلیت پوهیږي چې غږ یې څوک نه اوري او که یې واوري هم غوږ نه ورته نیسي.   
زما او ما غوندې خلکو ستونزه همدلته، په همدې شرایطو کې سر را پورته کوي چې له آغسې خلکو زیږیدلی او په هغې ټولنې او هغو قوانینو کې لوی شوي، او دغومره ستونزو او جنجالونو یې شاوخوا محاصره کړې ده، څنګه کولای شي له دې شرایطو سره ځان جوړ او برابر کړي. د نورو ټولنو له قوانینو اوشرایطو سره ځان برابرول ځانګړی هنر غواړي. دغه نا متوازن ټکي دي چې په بهر کې یې کوربه ټولنو او زموږ ډیری هیواد والو ته سر خوږی پیدا کړی دی.
زه د ډنمارک په جنوب کې په یوه واړه کلي کې دیره یم. دلته شا و خوا ۵۵ زره خلک ژوند کوي. په دې کلي کې د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر په شپږمه او اومه نیټه د ۲۴ ساعتونو له پاره (د ژوند له پاره منډې) ترشعارلاندې د منډو سیالي تر سره شوه. خلکو له سِني او جِنسي توپیرنه پرته په لوبو کې د ګډون له پاره په ګڼو ټیمونو کې نومونه لیکلي وو.
توپیر یې له نورو سپورتي سیالیو سره دا و چې په نورو سیالیو کې ګټونکي يو څه تر لاسه کوي، خو په دې سیالیو کې هیڅ چا مادي څه تر لاسه نه کړل، بلکې له خپلو جیبونو نه یې په سیالیو کې د ګډون ونډه ورکوله.
 په دې میله ډوله سیالیو کې چې څومره شیان خرڅ کړای شول، له ګټې نه تر لاسه شوې پیسې له سرطاني ناروغیو سره د مبارزې فونډ ته ولیږدول شوې.
د سیالیو د تر سره کیدو په سیمه کې د سرطاني ناروغیو په باب مالوماتي پاڼې اوشعارونه، دنا روغیو د مخنیوي لارې چارې، په رنګه او ښکلې بڼه لګول شوی وو.
د منډو دغو سیالیو د یوې لویې میلې بڼه درلوده. د دې سیالیو په باب عمومي مالومات چې په ټول ډنمارک کې د خپریدونکي(J V) ورځپاڼې د هیدرسلیف د برخې د ۲۰۱۴ کال د سپتمبر د اتمې نیټې ګڼې په لومړي مخ کې راغلي دي. په لاندې ډول دی:
ــ دغه سیالۍ د ډنمارک د هیدرسلیف په دمپارکن نومي پارک کې تر سره شوې.
ــ د منډو دغه سیالي دسپتمبرد شپږمې نیټې د ورځې په دولس بجو پیل اوڅلیریشت ساعته روانه وه.
ــ یو سلو شل ټیمونو ګډون په کې کړی وو.
ــ د منډو وهونکو ټولیز شمیر۵۴۵۵ تنه وو.
ــ په سیالیو کې ګډون کوونکود اویا زرو کیلو مترو واټن په اندازه منډې وکړې.
ــ د سیالیو د تر سره کیدو په سیمه کې د بیلابیلو ټیمونو د منډو وهونکو د دمه  کولو، خوراک څښاک او خوب له پاره په لسګونو رنګارنګ خیمې درول شوې وې.
ــ په سیالیو کې ټول لاسته راغلی عاید د سرطان پرضد د مبارزې ځانګړي فونډ ته ولیږدول شوې چې اته سوه زره کرونه کیږي.( شاوخوا یو لک او څلویښت زره ډالره)  
ــ بله ورته سیالي به د ۲۰۱۵ کال د سپتمبر په پنځمه او شپږمه نیټه په همدې ځای کې د ورته مقصد له پاره تر سره کیږي.
زه هم له خپلې کورنۍ سره دې سیالۍ ته ورغلی ومه. د کومې خیمې په یو اړخ کې لکه د کابل د شاهي دوران د جشنونو د ګڼې ګوڼې په منځ کې چُرتي روان وم، چې زموږ د کورنۍ کوم غړي پرته له دې چې زما پام وي، زما عکس واخیست. پوښتنه رانه وشوه چې پلاره بیا د څه شي په باب فکر کوې؟
 ما څه ونه ویل، خو د ککرې د کومبزې په دهلیزونو کې مې د جګړې له خړو ګردو او تورو لوګو سره په سرګردانه ډول لکه ویر ژلي ماشومان دغه څو جملې او توري ښکته پورته کیدل:
ــ د دوی منډې، زموږ منډې ؟
ــ دوی په ژوند پسې روان دي او موږ په جګړې پسې منډې وهو.
ــ دوی د هغه چا د ژوند د ژغورلو له پاره منډې وهي چې هیڅ یې لیدلي نه دي، خو زموږ خلک یا د مرګ له پاره منډې وهي، یا د هیڅ له پاره؟
ــ دوی د اټکلي پیښیدونکي ویر د مخنوي له پاره منډې وهي، خو زموږ په کلي کور کې د دایمي ویر ټغر داسې غوړلیدلی دی چې ټولولو ته یې هیڅ امید نه شته. د چاودنې او بمباریو د قربانیانو دعا لا نه وي خلاصه چې د جنسي تیري وژونکې او داړونکې بلا داسې خوله پرانیزي چې د یو نه، دوو نه، سلو نه، زرو نه؛ بلکې د ټولنې د اکثریت جسم او روان داسې زخمي کړي چې رغیدل یې ګران نه، بلکې نا شونی وي او د ویر د ټغر د ټولیدو امید نور هم له منځه وړي.
هر څه مې چې کول، ځان مې نه شو قانع کولای. د دغو جملو بیا بیا  تکرار لکه د لړم نیش زما د ذهن آرام رانه اخیست.
زه د دغو دوو کلیو د متفاتو کلتورونو د برید په کرښه باندې هغه ولاړ حیران انسان وم چې د سترګو او ذهن په پرده باندې مې بیا بیا لیکل کیدل:
دا کلی او هغه کلی .
د دوی منډې، زموږ منډې.
کومې منډې ښې دي، په جګړې پسې منډې که په ژوند پسې منډې؟
زموږ خلک په څه شي پسې منډې وهي او دا خلک د څه له پاره زغلي؟
هغوی په خپله ځان ته د ویر ټغر غوړولي، خو دوی د راتلونکي ویر د مخنوي له پاره په تلاش کې دي.
زما د پلرني کلي کلیوال څه کوي او دا اوسني کلیوال په څه لګیا دي؟
هغوی په جګړو او ویر پسې په منډو وهلو ځانونه ستړي کړل او دا خلک د ښه ژوند  د تر لاسه کولو له پاره خولې تویوي.
بیا مې ځان سره وویل:
انسانان له تفاوت سره پیدا شوي دي،
چیرې هغه کلیوال او چیرې دا کلیوال،
خدای دې د هر چا مل شي.
                                        پای