د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محترم ډاکتر فاروق وردګ دسیاست په نوی پله

محمدشفیق صادق 05.09.2014 20:58

شاعر وایی : چې دستار تړي بسیار دي ، د دستار خلک په شمار دې . په دې کې شک نشته چې په اوسنیو ترینګلو سیاسي شرائطو کې چې نن .. او دا دیرش کاله یې زموږ په هیواد خپلې تورې ورځې خپرې کړې ، او د هرې خوا پرې د سیلیو او توفانونو څپې یوه په بله پسې را روانې دي ، داسې خلک چې د هیواد په درد دردمن، زخمونو ته یې پټۍ جوړې کړي او ددې توفانونو په مخ کې سپر شي د ګوتو په شمار دي، په تیره بیا هغه چې ملي هیواد شموله فکر او نظر ولري او د هیواد د خلکو فرهنګ ، کلتور او عقایدو ته په درناوي قائل وي ..
البته په دې کې شک نشته چې په همدې ګوتو په شمار کسانو کې چې هیواد وال حساب پرې کوي ، په اړوند یې مثبت نظر لري او په راتلونکي کې تمه ورته لري یو هم ډاکتر فاروق وردګ د پوهنې وزیر دی . چې په دې وروستیو ورځو کې پرې ډيرې تبصرې او څرګندونې روانې دي . سره ددې چې زه له نوموړي سره له نیژدې معرفت نه لرم ، او نه مې د نوموړي تر مستقیمې لارښوونې لاندې کومه دنده تر سره کړې ، خو دخپلې مشاهدې ، مطالعې او د هغو کسانو څخه له پوښتنو ګرویینو چې له نوموړي سره نیژدې پاته شوي ، دا راته معلومه شوې چې نوموړی د هیواد په سطحه د هیواد د هغو بچیانو په ډله کې شمیرل کیږي چې موږ ورته په پاسني شعر کې ( د دستار خلک) وایو . او انشاء الله چې په دې به ډیر خلک ګواه وي .
کومې دندې او مسؤلیتونه چې دنوموړې د مدیریت په اساس تر سره شوي پوره اخلاص او ریښتینولی یې له ورایه پکښې څرګندیږي ،د مؤسساتي دندو تر څنګ ، د لویی جرګې د تدویر مدیریت ، د لومړینو انتخاباتو د کمیسون مشرتوب ، د پارلماني چارو وزارت، د پوهني وزارت ... او داسې نور مسؤلیتونه چې نوموړي ته سپارل شوي پرته له کومې خاصې نیوکې یې په شه شان سرته رسولي . او همدا د نوموړي په هکله یو مثبت نظر دی . خو داچې په دې وروستیو ورځو کې د نوموړي د مدیریت (کار) په اړوند ځینو لیکوالانو او د نظر خاوندانو ځینې نقدي لیکنې وکړې او لا روانې دي ،دا د هغوی خپل نظریات دي ، څوک دا حق نه لري چې یو څوک دې د نظر په څرګندولو محاکمه او یا ورټې ، کیدای شي دوی به کومه نیمګړتیا محسوسه کړې وي ، کیدای شي نیمګړتیاوي به هم موجوده وي ، ځکه په دې اوسني نظام کې ممکنه هم نده چې د یو چا مدیریت دې سل په سلو کې لکه څنګه چې لازمه ده هسې بریالی وي ،ځکه دهر وزارت کړنې تر نورو وزارتونو پورې تړلې دي ، نو د نور وزارتونه او مدیریتونه نیمګړی او ناروا تعامل یو ښه مدیر له ستونزو سره مخ کوي .د بیلګې په توګه : که د هیواد په ناامنو سیمو کې ښوونځې تړل کیږي ددې مسؤلیت یواځې د پوهنې وزارت ته نه راجع کیږي ، بلکه نور وزارتونه دې چې باید لومړی په سیمه کې امن تینګ کړي.. له بل پلوه ، نوموړی هم یو انسان دی، انساني کړنې تل له نیمګړتیاوو سره مخ وي ، یواځې الله تعالی دی چې کامل او بشپړ نظام لری اوله هرعیب څخه خوندي دی ..
خو له انتقاد کوونکو ګیله داده او هر چاته دا پوښتنه پیدا کیږې چې دوی له نوموړي سره نیژدې اړیکې درلودې ، تل یې د هغه کارونه له نیژدې څارل ، دا چې دومره عیبونه یې ورته معلوم ؤ نو ولي دوی پخوا تر دې چې وردګ صاحب د آزادۍ د جشن په مناسبت وینا وکړي څه نه ویل؟ او دوی د نوموړي د سیاسي موقف په لیدلو د انتقادونو بوجۍ را خلاصې کړې ، له دې په ډاګه ښکاري چې ددوی انتقاد د اصلاح په موخه نه ، بلکه د سیاسي مصالحو په اساس ؤ ، نو ددوی دا ډول انتقاد د منلو ندی ، او له دې په ډاګه ښکاري چې نوموړي کسان د یوه شخصیت جرحه کول غواړي ، هغه هم د خپل سیاسي موقف د اظهار له امله .دا چې کیدای شي د نوموړي شخصیت او مدیریت په راتلونکي کې هم د ځینو تر نقد او څار لاندې ونیول شي ، کومه نادوده به نه وي ،ځکه تل خلک لویی میوه لرونکې ونې په ډبرو ولي ، بې میوې او بې ثمره وني څوک هم په تیږو نه ولي . خو موږ افغانان باید د هر چا ښه ته ښه او بد ته بد ووایو ، که مو خپل وي او که بیګانه.
د خلکو ګیله :خو د ډیرو وطنوالو ګیله داده چې څنګه او ولي وردګ صاحب د هیواد دسیاست په دې مهم پړاو کې خپل سیاسي لوري داسې په زغرده وټاکه چې بیرته راګرځیدل به ډیر وخت وغواړي او تر دې وړاندې یې نه ټاکه ؟ سره ددې چې نوموړي په اوسني حکومت کې مدیریت وکړ، یو ښه مدیریت ، نه یې په سیاسي لانجو کې ځان دخیل کړ او نه یې د سیاستوالو په ګروپونو کې ځان یوه خوا باله ( البته دا زما خپل تحلیل دی کیدای شي داسي نه وي) داسې نه چې نوموړی په سیاست نه پوهیده ، او یا یې علاقه نه درلوده ، نو اوس څه وشول چې ددې سیاسي ډلو په انډوخر کې چې د هیواد زیاتره بې پرې خلک هیڅ علاقه هم نه ورسره لری ، له اوریدو یې هم ستړي دي ، له ډل بازیو هم پوزې ته راغلي ، د یوې ډلې په خلاف د بلې په طرفدارۍ ودرید ؟ آیا دا وخت چې د حکومت د انتقال وخت دی ( هغه هم د لانجو څخه ډک ) ،د یوې ډلې په طرفدارئ د بلي په خلاف موقف نیول به د نومړي شهرت ، خدمت ، او شخصیت ته تاوان ونه رسوي ؟ ټول پوهیږي چې (تر دې موقف) نیولو وړاندې نوموړی ته په هیواد کې د یوه مخلص او ریښتینې افغان په سترګه کتل کیدل چې په دې نظر کې د هیواد ټول قومونه او پرګنې شاملې وې ،خو اوس نوموړي ته د یوې خاصې ډلې د یوه غړي په سترګه کتل کیږي نه د یوه ملي شخصیت په سترګه ... موږ او د هیواد ډیرو خلکو دا تمه درلوده چې نوموړی به په راتلونکي کې وتوانیږي چې د یوه ملي شخصیت په توګه په ټولنه کې راڅرګند شي ، هغه ته شمال جنوب ، ختیځ لویدیځ ، شمالیان او جنوبیان .... هیڅ توپیر ونه لري ، او دا هغه مهال ممکنه وه چې خپل پخوانی موقف یې ساتلی وای ، د سیاسي لوبو په دې خیرنو اوبو کې یې له لاس وهلو ( په دې مرحله کې) ډډه کړې وای ....
زه منم چې کیدای شي څه مجبوریتونو به نوموړی دې ته اړ کړی وي چې خپل موقف په ډاګه کړي ، او یا خو به نوموړي غوره ګڼله چې اوس د موقف نیولو وخت دی ، خو نوموړي ته د راتلونکي امید په اساس او د هیوادوالو د راټولولو په موخه دا غوره وه چې په موقف ښکاره کولو کې له زغم ، منځلارۍ له حقانیت سره مل بې پرې توب، خیر غوښتنې کار واخلي نه له ....کیدای شي د نوموړي له موقف څخه یوه ډله خلک چې نن خپل موقف پیاوړی کول غواړي او په ټولنه کې په ( ټاکلي نوم مشهور دي) خوښ او خوشهاله وي خو د هیواد زیاتره منځلاري او د هیواد راتلونکي ته اندیښمن کسان د نوموړي موقف سخت اندیښمن کړي، د نوموړي د راتلونکي ملي زعامت او شخصیت په اړوند یې چې کومه تمه درلوده هغه تته او پیکه شوې ، ځینې خو یې په دې تورن کوي چې هغه د نورو د لارې لاروی دی اوخپله مستقله لاره او اجندا نه لری.