لږ انتظار شته
05.09.2014 12:16د ترږميو به سحر مالوم شي
لږ انتظار شته چې ګدر مالوم شي
دا د کلونو د ماتم څپو ته
رڼايې راشي زرين لمرمالوم شي
کاذب امام په زړه کافرو په ځاي
چې د صادق ملا منبر مالوم شي
د سيند په هسکو توپاني څپو کې
ښکلی انجام ددې منظر مالوم شي
له څه غصې لږه دمه تيروم
چې لوړ پرواز ته مې وزر مالوم شي
شيخه اميد په تار مې مه تړه نور
پرې چې د هڅو مې هنر مالوم شي
هلته به ستا د مينې خوند واخلمه
چې د غني هيلو اختر مالوم شي
چې د رندانو سره مل وي بزم
داسې نشو ته به ساغر مالوم شي
---------------------------
سميع الدين افغاني
٤ - ٩ - ٢٠١٤
م ٠ کال