د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که چا ښه کولی

محمدالله ساپی 04.09.2014 12:14

دا ګران وطن به یې زموږ نه ورانولی
که چا ښه کولې
د نفاق تخم به یی دلته نه کرلی
و طن ته ګوری چی ورانیږی ،زموږ دلاسه
ځوانان مو بی وجهی قتلیږی ، زموږ دلاسه
که چا ښه کولی
لږ به یی زړه په خپل وطن باندی سیزلې
دا څه حالات دلته روان دي ، حیران یمه زه
هر څوک په غم کی د خپل ځان دي ، حیران یمه زه
که چا ښه کولی
نه قصابی به یی په ورور باندی کولی
رنګ رنګ ظلمونه دلته و شول ، زموږ په مخ کې
هر رنګ قتلونه دلته و شول ، زموږ په مخ کې
که چا ښه کولی
د جنګ لمبو ته به لمن یی نه وهلی
زما ستا ویني دي بهیږي ، پروا یې نشته
دوی په حکومت دی نه جوړیږی ، پروا یې نشته
که چا ښه کولی
ظالم جابر ته به یی خوله ورماتولی
ملت یې لاس کی یرغمال دی ، د څو کسانو
د قدرت ویش باندی جنجال دی ، د څو کسانو
که چا ښه کولی
د خپل څادر سره به پښی یی غزولی
نه سر او ما ل مو په امان دی ، په دی وطن کی
د وحشت ظلم لوی دوران دی ، په دی وطن کی
که چا ښه کولی
مظلوم ولس به یی نور نه ازارولی
لاس کی طا لب او امریکا یو، خلاصون مو نشته
هر وخت په ویر په واویلا یو ، خلاصون مو نشته
که چا ښه کولی
خپلی صلاح به یی په موږ نه ازمایلی
افغانه ولی نه ویښیږی ،سر پورته کړه ته
په سر نوشت دی لوبی کیږی ، سرپورته کړه ته
که چا ښه کولی
دغه نا ورین به یې په موږ نه راوستلی
نه خو انصاف او نه قانون شته ،په دی خاوره کی
نه قام ولی ته یو تړون شته په دی خاوره کی
که چا ښه کولی
زموږ بچی به یی په یو بل نه وژلی
هر چا په موږ قصابی وکړه ، پوښتنه نشته
چی چا څومره خرابی وکړه، پوښتنه نشته
که چا ښه کولی
زموږ په خاوره به یی اور نه بلولی




تقسیم په څوبرخو هیواد دی ، کړیږمه زه
هر څوک په فکر د فساد دی ، کړیږمه زه
که چا ښه کولی
نه به دژبی نه یې سمت لاری نیولی
لاس کی ورغلی د لیوانو ، پاک ربه زموږ
لار خطا وتی د مشرانو ، پاک ربه زموږ
که چا ښه کولی
لاس د وروری به یی یو بل ته ورکولی
په مونږه ډیر ظلمونه کیږی ،دهری خوانه
ددښمن لاس تل رااوږدیږی ، دهری خوانه
که چا ښه کولی
دا ساده خلک به یی نور نه لوبولی
د وطن غم کی نا قرار دی ، ساپی مزاروال
زار د وطن نه په زر وار دی ، ساپی مزار وال
که چا ښه کولی
نوری به وینی یې زموږ نه تویولی