د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سویډن د افغانستان هیواد له یاده ویستلی دی

سیف الرخمن شیرزاد 02.09.2014 21:06

له څو کلنو راپدیخوا په اروپا کی د سویډن هیواد افغانستان له خپل پکر څخه لری کړی دی کوم چی په دی کار سره زیات شمیر افغانان له ستونزو سره مخ کړی دی ،  

د سویډن هیواد افغانستان ته پر داسی سترګو ګوری چی په معنا یی دوی وایی افغانستان وس پر امنه هیواد دی او هیڅ کومه نامنی په کی نه ګوری،  

حال دا چی په افغانستان کی مشکلات ډیر زیات دی او حارجی لاسوهنه او ورسره جنګ هم داوم لری،

او د جگړو د ناخوالو له امله له تيرو درېو لسيزو څخه لوى شمير کې افغانانو په لويديځ يا نورې نړۍ کې د "هوسا ژوند" په خاطر د مرگ خطر منلو سره د لاقانونه لارو پۀ کارولو ټاکلي هېواد ته د رسېدو هڅه کوی

په افغانستان کی وس هم ډیر شمیر ماشومان له زدکړو لری پاتی دی او نه هم ورته کومه اسانتیوی برابری شوی چی دا ماشومان وکولی شی خپل تعلیم وکړی، ولی چی افغانستان کی تروسه امنیت نیشته او نه هم داسی یو کوی خکومت دی چی له خپل ولس نه پر کلکه دفاغ وکړی،

له افغانستانه د ناټو د واتلو خبر سره سم ډیر شمیر افغانان بیا دی ته اړ کړل چی له افغانستانه داسی یو لری پر سولی هیواد ته لاړشی چی وکولی شی په سوله او امن کی ژوند وکړی، او خپلو ماشومانو باندی تعلیم وکړی،

په افغانستان کی د ملګرو ملتونو دافتر هم په کلنی رپورټ کی لیکی چی په افغانستان کی عام وژنه تر نور کلو ډیره شوی ده.
باید یادونه وکړم چی یوځای سویډن نه بلکی ټولی اروپا افغانستان هیر کړی دی
اروپایی هیوادنونه باید د ټول افغانستان امنیت په کتو سره د افغانانو سره چلند وکړی.

د افغانستان هیواد د نږدی ۳۵ کلنو راپدیخوا د جنګونو شاهد دی چی په کی تر میلنونه افغانان شهیدان شوی او زیات شمیر یی لاسونه او پښي له لاسه ورکړی دی.
خوباید چی ووایم په کال ۲۰۱۴ کی تر ټولو ډیر شمیر عام وژنه شوی او له یی هم لړی راونه.
خو باید یادونه وکم چی د افغانستان دا نامنی اروپایی هیوادنونه هم خبر دی ولی چی دوی هم له ډیری مودی نه هلته خپل ماموریت لری. کوم چی د ناټو تر مشری لاندی کار کوی.
نو باید چی اروپایی هیوادنونه افغانستان کی د افغانانو ژوند ته په کتو سره خپله پوره مرسته له افغانانو سره وکړی.
څو ورځی وړاندی د افغانستان ولسمشر حامد کرزی په خپله وینا کی یادونه وکړه چی په دی ۱۴ کلنو کی داسی بدی پیښی نه وی شوی کومی چی کال ۲۰۱۴ کی وشوی. او دا یی هم وویل چی افغانستان ته بهرنی ترهګر راغلی دی.
بل خوا بیا د افغانستان د دفاغ وزیر بسم الله خان هم په استرلیای کی یو خبری کنفرانس ته وویل چی افغانستان له تروسه ازد ژوند کولو ته نه دی تیار. او له اروپایی هیوادنو یی غوښتی چی راغلی افغانانو سره په اروپا کی خپلی مرستی وکړی تر څو د سولی په فضا کی ژوند وکړی.
راځم دی ته چی افغانستان داسی یو هیواد دی چی نږدی۶.۳ یا میاشتی وشوی چی انتخابات شوی خو له یی شمیر نه شی کولی او د هیواد ریس جمهور نشی ټاکلی . ولی چی ډیر شمیر خلک شته وس هم په افغانستان کی نه غواړی چی افغانان په سوله کی ژوند وکړی.
خپلی خبری نه ډیره وم راځم دی ته چی د یو افغان په خيث باید دهیواد سویډن د افغانانو ستونزو ته په کتلو سره چلند وکړی
بله دا چی په سویډن کی ډیر شمیر افغان پناه غوښتونکی له خپلو ترجمانانو سر ټکوی او وایی چی دوی پر خبره ځان نه پوه وی او یا خو هم د دوی پر ژبه خبری نشی کولی او د سویډن ایمګریشن اداری ناسم معلومات ورکوی کوم چی د دوی ژوند له یو غټی خطری سره مخ کوی