د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کامیاب اشرف غنی او ناکام پښتانه !!

موسی فرهاد 01.09.2014 19:28

د لوی منصبدار جانکیري په فرمان د ټاکل سوي اکاډمیک شخصیت جنابِ اشرف غنی هغي آدا او خندا ته چې زه ګورم چې د میډیایي وګړو د میګروفونو او کمرو په وړاندي یې ترسره کوي ، سمدستي د کونډي زوی شادګل را یادوي .
شادګل چې پس له ډېرو منډو ترړو د کابل په یوه کور کې مزدور شو نو په منډه منډه راغی او خپل یوه ملګري (اسلمي) ته یې په ډېره بیړه وویل : اسلمیه ! ، اسلمیه ! نه به یي خبر ؟! هغه ورته وویل : نه . څه خبره ده ؟ شادګله ! ده په ډېره خوښۍ ورغبرګه کړه : ( له دې نه پس دې ورور تنخاخور شو تنخوا خور!) ځان یی ورته یاداوه چې ګویا زه مقرر شوم پخه نوکري مې وموندله.
شادګل تل دا ارمان درلود چې څنګه ځان ته یوځای وظیفه پیدا کړي پرته له دې چې د وظیفې په څرنګوالي کې یې فکر بند شی ، که څه هم د یو سرمایه دار یا یو منصبدار په کورکې د ناظرتوب عالیشانه نوکري وي . خو شادګل یې په ترلاسه کولو پسی خورا سرګردانه سوی و ، نو ځکه یې په موندلو هومره خوښي څرګندوله او په خندا خندا یې اسلمي ته ویل : له دې نه پس دي ورور تنخاخور شو .
ښاغلی ډاکټرغني هم فکر کوي چې نور یې نو ارمان پوره شوی او یوه ښه چوکۍ لاس ته ورغلي ده . د شادګل په څیر دی هم په دې غم کې نه دی چې څنګه چوکۍ ده ، چا ورکړي او څنګه یې موندلي ؟! دا ځکه چې په لومړي سر کې خو یې پر افغانانو خصوصا پښتنو ناري وهلي چې ستاسو رایه مي پکار ده ، که تاسو رایه راکړئ زه به بریالی شم او زما بریا ستاسو خپله بریا ده. ځکه چې زه د پښتنو استاځي او د پښتنو غمخوار یم . زما په بریا به مو غاړه هسکه او شمله جګه وی . ښیرازي به مو په برخه ، او ګردي ناخوالي به مو له کوره په وتو شي .
یوازنی پښتون به یم چې ستاسو له امانت (رایې) سره به خیانت او جفا نه ، بلکي وفا کوم ، د دې سپیڅلي امانت پرسر به هیڅ ډول ناروا کمپرومایز او جوړجاړي ته غاړه کښینږدم . افغانانو خصوصا پښتنو لا له وړاندي چونکه د ټاکنو یا ټکونو په نوم پروسه یوه تیاتري ډرامه انګیرلي وه له همدې امله یې پریکون هم جوت وو چې په سلو کې اټکل 10 رایه ورکوونکي او پاتي 90 یې له رایه اچوني پاتي وو . لامل یې لکه څنګه چې یې مخکي اټکل کیده همداسي وشول . د افغانانو سرنوشت د لوی منصبدار جانکیري له پریکړي سره وتړل شو.
په هر حال ، دا لس فیصده رایه هغو خوشباوره پښتنو وکاروله چې د ډاکټرغني اکاډمیکي خندا ته يې نڅاګاني او چکچکي کولي . دوی مټي را بډوهلي وي چې په هرقیمت به نن خپل پښتون غني باچا کوي او په دې سره به د پښتون ملت ویده قسمت راويښوي ، موږ ته نن د امریکا ډیموکراسۍ آزاد دموکراتیک حق راکړی چې خپلي پریکړي پخپله وکړو ، موږ اکثریت یو ، د لږکیو حق لږ وي . د حکمرانۍ وړتیا نلري ، نن به په خپلو آزادو رایو د لږکیو مخه ډب کوو .
دغه ناخبره خوشباوره پښتانه ، نه خپله پوهیدل او نه یې د نورو هغو ډېرو چې د حالاتو په نبض پوهیدل ؛ نصیحت مانه چې تل به یې ورته ویل : تاسو آزاد نه یاست او سیالان لږکي مو ناوسه نه دي . خو بیا هم دغو پښتنو د اشرفغني غوښتنه ردنکړه ، خپله رایه یې وکاروله او پخپل کلک ملاتړ سره یې اشرف غني له خپل سیال غبرګ عبدالله نه دوه برابره اوچت کړ. خو څرنګه چې خبره د دیموکراسي نه بلکي د زورواکي وه ؛ نو سیال عبدالله او همپالانو یې هم فورا له زورواکۍ نه کار واخیست ، د پایلو له منلو یی انکار وکړ. امریکایانو یې ملاتړ وکړ د جانکیري په رالیږلو یې بریالی اشرف غني او ناکام عبدالله دواړه پر یوه چوکۍ کښینولو او فقط نوم بدلولو غیرقانوني فارمولي باندي سره اړ ایستل .
د ماتي خوړلي اقلیت لپاره رښتیا هم دا یو زرین چانس سو . ولي اشرف غني د خپلي یوي مبهمي چوکۍ په موندلو سره تر سیال عبدالله وړاندي د خوښۍ له خندا شین شین کیده. ده خپله هغه ژمنه له یاده وایستله چې تر مخکي یې له خپلو کمپاینرانو پښتنو سره کړي وه. چې د دوی په رایو به هیڅکله لوبي ونکړي . د هغوی لپاره به داسی یو حکومت جوړوي چې شمله به یی ورباندي هسکه وي . مګر اوس یې خپل کمپاینران پښتانه شاته وغورځول ، د هغوی هیلي یې په اوبو لاهو کړي او له خپل شکست خورده سیال سره پر یوه سترخان د جانکیري په حکم کښینستی .
تېر وتلي او غولیدلي کمپاینران پښتانه چې ډېرو يې خولي او قلمونه د اشرف غني په خدمت کې له قراره ایستلي وو ؛ اوس حیران او مایوسه پاتي شول . نه پوهیږي چې څه وکړي ، اشرف غني ته ورګټلي څوکۍ د ځان وګڼي که د جانکیري ؟ د دوی د مایوسۍ څرک د پوهنوال اسماعیل یون په پرانیستي لیک کې ښه ترسترګو کیږي چې کامیاب اشرف غني ته يې د ناکامه پښتنو له لوري پکې فریاد کړی دی . نوموړی وایی : ( اشرف غني ! ستا د کمپاین په لاره کې خو تراوسه لا ولس د تندي خوله نه ده وچه کړي چې تا له ماتي او شکست سره مخ کړ . موږ خبر نه وو چې مشران مو کوم لوري ته بيايي، هسې په اتڼونو او نارو سر وو او نه مو د شاعر دې بيت ته پام و:
څه خبر يې چې په کوم لوري دې بيايي؟ == چـــې روان يـــې پـــه ګــډا او پـــه سـنــدرو!
دا منم چې تاسو به ولسمشر شئ، په نړۍ کې اوس هم ياد ياست، نور به هم ياد او ښاد شئ، خو ولس به لا پسې برباد شي، ته به مخکې لاړ شې خو قافله په شا راغله.
منم رهبر په خپله مخکې لاړو == خــو قــافـلـه خـو يې په شا راوسته
له بابا ادمه تر دې دمه چې د ولسواکۍ کومې تجربې په نړۍ کې تکرار شوي، په هغو کې له هېڅ مفکر او هېڅ نا فکره سره داسې لوبه نه ده شوې چې يو چا دې هم ټاکنې ګټلې وي او هم دې ملامت وي، هم دې غلی وي او هم دې نتلی وي، مخالف لوری چې په واقعيت کې ملامت دی، هغه دې سلامت وي. هم دې د اپوزېشن امتياز واخلي او هم دې په پوزېشن کې تر نيمايي زيات واک ولري. صلاحيت دې ولري، خو مسؤليت دې ونه لري، هم دې امتياز اخلي، هم دې انتقاد کوي. افسوس د هغه ملت پر حال چې مشران يې د مضر مصلحت په نري رنځ اخته وي. )
د کامیاب مفکر لپاره یو بل ستړی او مایوس کمپاینر پښتون د بهیربهیر په نامه خپله مایوسي داسي څرګندوي : (مشره متفکر نه یم، خو نور به هېڅ کله هم په چا باور ونه کړم ان پخپل ځان هم، ستا هغه کړې وعدې چې ویل به دې په اپوزېسیون کې به پاتې شم خو سهامی شرکت به جوړ نه کړم اوس هم راته یاد دي ، لا ډېر وخت نه دی وتلی . دجان کېري په خبره دې د ټول ملت په رایو باندې معامله وکړه، تا خپلې ټولې وعدې هېرې کړې، سهامي شرکت ته دې یو بل نوم ورکړ، ملي ایتلافي حکومت سم لکه لېوني ته چې اعصاب خرابی ووايې، هغه چا چې ستا رایه ورکونکو ته د پسونو خطاب کاوه تا په خپله کاسه درسره شریک کړ، ستا ملت ریښتیا هم پسونه وه…
غواړم هغه کارت چې تاته مې رایه ورباندې اچولې ؛ وسوځوم ځکه د همیش لپاره مې چې سترګې ورباندې لګېږي نو خپله لویه غلطي به را یادېږي، غواړم نور دا فکر له مغزو وباسم چې موږ د نړۍ په سطحه متفکر لرو، نه غواړم نور ستا نوم ووارم .
مشره ! زموږ بې فکره ماغزه چې ته یې ټاکلی وې نور کار نه کوي خو یوشی یاد ساته . تاریخ به دا ولیکي چې اشرف غني چې د خلکو رایې یې ګټلې وې او ولسمشر ټاکل شوی وه د امریکایانو په اشاره او په قدرت کې د پاتې کېدو لپاره د خلکو په رایه معامله وکړه. )
مګر زه وایم چې دا هیڅ د حیرانتیا ځای نه دی . پکار هم همدا و چې ومو لیدل او تر دي به لا هیښوونکي حالات و وینئ . د خپلواکۍ او غلامۍ ترمنځ خو همدا توپیر وي چې کور دې خپل ، واک يې د بل . د بشریت په ټول تاریخ کې که وکتل سي د همدې خپلواکۍ او آزادۍ لپاره خو ککرۍ خاوري سوي دي . د ډېر افسوس او تعجب ځای خو به دا وي چې دا خوشباوره پښتانه له دې څرګندي تجربي وروسته بیا هم په دې پوه نه شی چې د اشغال او اشغالګرو په شتون کې یو ملت هم خپله پریکړه پخپله نشي کولای . یوه بېلګه یې همدا د کامیاب اشرف غني او ناکامه پښتنو ده . ............................................................................................................. پای !!!
لیکوال : موسی فرهاد
2014-09-01