د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل د وسلوالو غلو په ولکه کې

اباسین ملتمل 30.08.2014 09:30

کابل د وسلوالو غلو په ولکه کې

له هغې ورځې چې عمر داوودزی د کورنیو چارو وزارت ته راغلی د هېواد عامه او د خلکو شخصي امنیت فوق العاده خراب شوي دي.

د وسلوالو مخالفینو حملې او بریدونه خو بیخي د کابل تر دروازو رارسېدلي دي او د کورنیو چارو وزارت کې د ناسم مدیریت او د رهبرۍ د تشې له امله د ملي پولیسو د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.

پر سیاسي امنیتي وضعیت به بحث نه کوو، ځکه چې په دې اړه هره ورځ په رسنیو کې خبرونه او ګردي میزونه روان وي، اصلي ستونزه په کابل ښار او شاوخوا سیمو کې د جنايي پېښو، غلاوو او تښتونو مسله ده چې ښاریان یې په رواني لحاظ سخت ځپلي دي.

په وروستیو څو میاشتو کې چې ټاکنیزو اړدوړ پیل شوی، د ټول هېواد په کچه په ځانګړې توګه په کابل کې د قدرت خلا لیدل کېږي او داسې انګېرل کېږي چې د نظام پر ځای انارشېزم حاکم وي.

د کابل ښار امنیت په وروستیو څو اونیو کې بیخي حساس شوی، داسې شپه او ورځ نه وي چې د خلکو کورونه ونه وهل شي.

غله د پولیسو په جامه کې په رڼا ورځ غلا، تښتونې او شکونه کوي، خو د کابل پولیس یا دا چې لار ورسره لري او یا هم د عمر داوودزي په څېر بې کفایته چارواکي اصلا د مسوولیت احساس نه کوي.

زه د خپل سترګو لیدل حال درته وایم، یوه اونۍ کېږي چې هره شپه د پغمان او کمپنۍ په ا ړونده سیمو کې وسلوال بانډونه د پولیسو په یونیفورم کې کورونو ته ننوځي او غلاوې کوي.

تېره شپه د پغمان دوده مست سیمه کې سرماښام د عمومي سړک پر سر اویا موټره درول شوي او توله سپرلۍ یې لوټل شوې ده. په همدې شپه لس کورونه وهل شوي خو پولیس نه خبر دي او نه هم د امنیت په تامین کې مرسته کوي، بلکې داسې ویل کېږي چې پولیس په خپله له غلو سره لاس لري او زمینه سازي ورته کوي.

تېره اونۍ په رڼا ورځ د کمپنۍ په بازار کې د دارلسلام روغتون ته یوه ډله غله ننوځي او په روغتون کې ناروغان او د روغتون کارکوونکي لوټي، چې ټولې ۴ لکه افغانۍ یې له روغتون څخه وړې دي.

همدارنګه تېره شپه د کمپنۍ بازار ته نږدې اته کسان چې د پولیسو یونیفوم یې پر غاړه دی، دوه کسه زوی او پلار دروي او ورته وايي چې موږ جنايي پولیس یو او تاسو د شرابو کاروباری کوئ، د دواړو لاسونه تړي او وايي چې موږ ستاسو کور تلاشي کوو. غله کور ته ننوځي او خپل یو ملګری له پلار او زوی سره پیرې ته پرېږدي، خو زوی او پلار پوهېږي چې دوی غله دي، خپل لاسونه خلاصوي او دا یو کس رانیسي وهي یې او پولیسو ته یې په لاس ورکوي.

همدارنګه د کابل په تایمني، خوشال خان، کارته نو، احمد شاه بابا مېنه او نورو سیمو کې هره شپه په سلګونو کورونه وهل کېږي. وسلوال غله په ښار کې ازاد تګ راتګ کوي، خو د نیولو اقدام یې نه کېږي.

د کابل په لویدیځه سیمه کې اوس خلکو د شپې له خوا د پیرې نوبت لګولی او هره شپه د خپلو بامونو پرسر د خپل ځان او مال ساتنه کوي، خو د داوودزي ډوډۍ خواره پولیس د غفلت په خوب ویده دي او یا هم په فساد کې دومره غرق دي چې خپل اساسي مسولیتونه ترې هېر شوي دي.

دا بې کفایته او غله چارواکي د دولت معاش خوري او همدا یې مسولیت دی، خو خپل مسوولیت سم نه ترسره کوي. د کورنیو چارو وزیر دې یا استعفی ورکړي او یا دې هم خلکو ته وسلې ورکړي چې خپل امنیت په خپله وساتي، کنه د ولس له سخت غبرګون سره به مخ شي.

له رسنیو او مدني ټولنو هم غوښتنه کوم چې د خپل امنیت د ټینګښت لپاره غږ پورته کړي او د دې غلو چارواکو پرضد چې ټول په راتلونکي حکومت کې ځان ته د ځای پیداکولو او موقف ساتلو لپاره په لابینګ بوخت دي، یو مدني حرکت پیل کړي.