د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کندهار کې نادرکه شوي خلک مړه موندل کیږي

سیداحمد 28.08.2014 20:14

د چهار شنبې په ورځ د کندهار ولایت د بولدک ولسوالۍ مربوط د کسي سرک ته نږدې ددریو تنو هغو افغانانو بې روحه جسدونه وموندل شول،چې لس ورځې وړاندې نادرکه شوي وو.
عیني شاهدان وایي لس ورځې وړاندې شپږ تنه د کندهار عام اوسیدونکي دبولدک ولسوالۍ له بازار څخه د ونکي سیمې ته په فیلډر سراچه موټر کې روان وو، چې په لاره د سرحدي عسکرو لخوا ونیول شول او بیا داسې نادرکه شول چې هیچا ته یي د مړه او ژوندي درک نه وو،دغه کسان چې دبولدک عام اوسیدونکي وو، خپلوانو یي هڅه وکړه چې د دوی د بند او توقیف ځای معلوم کړي خو ونه توانیدل، تردې چې د چهار شنبې په ورځ د نادرکه کسانو له جملې ددریو تنو ځوانانو هر یو جمال ولد محمد جان، نعمت ولد دل محمد او صدیق ولد حاجي شیخ مړي د کسي په سرک وموندل شول.
د وژل شویو کسانو خپلوان وایي چې مړي یي په داسې حال کې موندلي چې لاسونه یي تړل شوي، تورې کڅوړې یي سرونو ته وراغوستل شوې او بیا په سخت تشدد وژل شوي دي ، د مړو په بدن د شکنجو، وهلوټکولو او تعذیب علامې له ورایه څرګندې دي،د شهید شویو کسانو دکورنیو غړي وایي، کله چې دوی خبر شول، چې د نادرکه خپلوانو مړي یي په پلاني ځای کې پراته دي، نو دوی هلته ور روان شول، خو په سیمه کې سرحدي عسکرو پرې نښودل چې مړي انتقال کړي، سرحدي عسکرو په دوی تور پورې کړ چې تاسو دطالبانو پلویان یاست او دغه وژل شوي کسان هم دطالبانو ملګري دي، دوی په مړو پسې ورغلي سپین ږیري نه یوازې سخت وښکنځل بلکې ویي هم وهل ، تردې چې ماښام ناوخته د مړو خپلوان وتوانیدل چې د خپلو قریبانو جسدونه ترلاسه کړي او خپلو کورونو ته یي انتقال کړي .
د وژل شویو کسانو خپلوان وایي چې دوی یوازې دری جسدونه موندلي دي، په داسې حال کې چې ددوی شپږ تنه چې په یوه موټر کې سپاره و نادرکه شوي ، معلومه نه ده چې دری تنه نور به په څه حالت کي وي وژل شوي به وي او که به تراوسه ژوندي وي؟؟
په کندهار کې په سلګونو عام خلک چې زیاتره یي داطرافو اوسیدونکي دي، د کندهار د امنیه قومندان د ځانګړو کسانو لخوا نیول شوي ، چې د زیاترو یي تراوسه درک نه دی معلوم، په دې وروستیو کې په کندهار کې دهمدې نادرکه کسانو د مړو دپیدا کیدو لړۍ پیل شوې ده، جنرال رازق څه موده وړاندې په ژړۍ ولسوالۍ کې د خبریالانو تر مخ اقرار وکړ چې خپلو کسانو ته یي د طالبانو په شک د نیول شویو کسانو دبې محاکمې وژلو امر کړی دی، تردې وړاندې د رازق کسانو د معروف ، ارغسان، ښوروک او سپین بولدک په اطرافي سیمو کې په سلګونو بې ګناه افغانان وژلي او په صحرایي سیمو کې یي تر خاورو لاندې کړي چې دزیاترو تراوسه مړي ورک دي.
د کندهار امنیه قومندان چې په وروستیو کې د جنګي جرائمو له امله ډیر شهرت موندلی، تراوسه یي په جنګي جنایاتو او صحرایي قتل عامونو باندې یوازې په رسنیو کې اعتراضونه شوي، نور یي په وړاندې هیڅ کورنی یا بهرنی عملي غبرګون نه دی څرګند شوی.
د کندهار ښاریان وایي چې جنرال رازق په دې وروستیو کې د خپلو جنګي جرمونو په لړ کې د kill and dump – ویي وژنه او ویې غورځوه – تګلاره پیل کړې ده، زیاتره هغه افغانان چې د وسلوالو مخالفینو سره د همکارۍ شک ورباندې وي، یا ورسره جنرال رازق شخصي دښمني لري، دنوموړي لخوا په پټه نیول کیږي او بیا یي کورنۍ ته یوازې غورځول شوی مړی په لاس ورځي.
په تیرو څلویښتو کلونو کې په افغانستان کې یوازې د حفیظ الله امین دواکمنۍ په مهال افغانانو دغه ډول وحشت لیدلی و، چې نوموړي په توره شپه دمرګونو او صحرایي محاکمو منظم تشکیلات لرل.
په کندهار کې بې محاکمې مرګونو، نادرکه کیدلو او شکنجه کولو د عامو خلکو سختې اندیښنې راپارولې دي، په دې ښار کې حالت دومره وحشي دی، چې حتی خبریالان، د رسنیو کارکوونکي، مدني فعالان او دبشر حقوقو مدعیان یي هم په وړاندې غږ نه شي پورته کولای، دکندهار خبریالان چې شمیر یي ترضرورت زیات دی تراوسه یي ددې روان وحشت په اړه ګونګه روژه نیولې ده، همدې تورې شپې او ګونګ حالت د رازق قاتلانو ته لا ښه فرصت په لاس ورکړی، چې خپله د وژلو لوبه ګرمه وساتي، که حالت همداسې پاته شي شاید په راتلونکو ورځو کې دکندهار په دښتو، زابورانو او څاګانو کې د نورو کندهاري ځوانانو دجسدونو موندلو شاهدان هم وواسو، ځکه په سلګونو کسان داسې شته چې د رازق کسانو نیولي او صحرایي مرګ ته انتظار باسي .