د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګام په ګام د مثبت فکر په لور

حسیب الله نوري 28.08.2014 21:13

ګام په ګام د مثبت فکر په لور
لومړی ګام : تاسو کولای شی
تاسو به کټ مټ همغه شی چې فکر یې کوی. بریالیتوب او یا پاتیالیتوب ستاسو له فکر سره تړاو لري. که له ځانه سره ووایي چې هیله مو غیر ممکنه ده ریښتیا هم چې هغه به هیڅکله لاسته رانه وړی.
که وکولای شی چې خپل فکر او وړتیا د خپل ځان په هکله تغیر کړی ، ستاسو ژوند به تغیر وکړي . واقعیت دادی چې ((تاسو کولای شی چې هر کار تر سره کړی)) کافي ده چې تاسو په دغه څه باور وکړی. هر کله چې د یو کار په تر سره کولو ایمان ولری هیڅ غیر ممکن شی وجود نلري. ښه فکرونه په مثبتو بدلونونو تبدلیږي او بلعکس.

دوهم ګام : له خپلې ننی قوې سره خبرې وکړه
راځی فرض کړو چې غواړو خپل وزن کم کړو ، له همدې کبله د سپورت په یو ټولګي کې نوم لیکنه کوو. ټولګي ته د تګ وخت را رسیدلی دی او تاسو خسته یاست . شروع کوی له ځانه سره وایي (( زه ډیر خسته یم او نشم کولای ټولګي ته ولاړ شم )) دا هماغه منفي فکرونه دي ، ځکه د یو څه خسته والي سره سره تاسو کولای شي ټولګي ته حاضر شی.
د سپورت ټولګي ته د تګ لپاره باید تاسو په خپل ذهن کې د مثبت فکر انګیزه ولری تر څو ځان د تګ لپاره تیار کړی. د بیلګې په توګه : کولای شی له ځان سره ووایي زه باید که د ۲۰ دقیقو لپاره هم وي ټولګي ته حاضر شم . وروسته به ووینی چې ستاسو جسمي او روحي وضعیت به د ښه والي په لور حرکت وکړي.
دریم ګام : نړۍ مو بدله کړی
په جوش را وستونکي فکرونه ولری، او دغه فکرونه خپلو ګاونډیانو ته هم القا کړی.
هغه کسان په نظر کې ونیسی چې ډير د مثبت فکر خاوندان دي . دغه کسان تل نور هڅوي تر ‎څو غوره و اوسي. له دغه کسانو سره اړیکې ددې سبب کیږي چې نورو ته ددوی دغه مثبت فکرونه، ښکلې روحیه او کړه وړه انتقال شي. په همدې ترتیب هغه کسان چې د منفي فکرونو خاوندان دي، د نورو په وجود کې د انرژی سطحه ټيټوي او هیڅوک د هغه سره د اړیکو لرلو او یا ملګرتیا لپاره زړه نه ښه کوي.
د مثبت فکر په لرلو سره تاسو کولای شی مثبته انرژي په خپل ګاونډ کې عامه کړی او نړۍ ته به په مثبت لوري تغیر ورکړی.
څلورم ګام : منفي رد کړی یا منفی ته نه ووایي
تل داسې کسان شتون لري چې نا امیده کوونکې خبرې کوي او انسانان د خپلو اهدافو په تر سره کولو کې دلسرده کوي. د بیلګې په توګه : داسې فکر وکړی چې یو کس ته وایي هیله مند یم چې په یوه نړیوال پوهنتون کې شامل شم او هغه ستاسو په ځواب کې وايي : له تا سره داسې پوهنتون کې د شامیلیدو سویه نشته . اوس که تاسو دغه منفي آواز ته غوږ شی ، له مثبتو نکاتو څخه به پاتې شی. نو کله که تاسو ته چا وویل چې تاسو نشی کولای د هغه خبرې کاملا له یاده و باسی او پرمخ روان شی.
د منفي فکرونو خاوندان په خپل ځان هم باور نه لري نو هغه به څنګه پر نورو باور وکړای شي . د منفیګرانو لپاره یوازینی د حل لاره دا ده چې هغه ته ثابت کړی چې دوی اشتباه کوي . یوازې تاسو یاست چې کولای شی تصمیم ونیسی، چې غواړی څرنګه شخص جوړ شی او په ژوند کې کوم کارونه اجرا کړی . که د کوم کار کولو هوډ لری مطمئن اوسی حتما د هغه د تر سره کولو لپاره لار شته.
ژباړه
حسیب الله نوري