د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ولس د سیاسي لوبغاړو له لوبې نور تر پوزې رارسېدلی

عبدالرحیم ((موسی زی)) 27.08.2014 19:11

ولس تېو ټاکنو کې په ډیره مینه او خوښۍ سره ګډون وکړ تر څو د هېواد شته ستونزو ته د ولسواکۍ له لارې د پای ټکی کېږدي خو د دې هېواد یو شمېر ناځوانو او بې شرمو کورنیو او بهرنیو دښمنانو د افغان ولس خوښي په خپګان واړوله، یوې ځانګړې کړۍ ډیره هڅه وکړه چې له ټاکنو څخه  د مخه او وروسته دغه ډیموکراټیک بهیر له ننګونو سره مخ کړي خو د ډیرو کوښښو سره سره ونه توانیدل چې خپلو شومو موخو ته ورسیږي.
زمونږ خلک له بې کارئ، بې وزلۍ او نا امنۍ څخه نور ډیر په تنګ شوي دي دوی له ټولو ښکېلو سیاستوالو څخه غوښتنه کوي تر څو د هېواد روان ناورین ته د پای ټکی کیږدي، د دوی په رایو دې نوره لوبه بس کړي، د ولس سر ښېندنو، میړانې او اتلولې دا ثابته کړه چې څرنګه د خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي خو ځینې جاسوسان، پردي پاله او مزدوران دا نشي زغملای چې په دې ټولنې کې یو مشروع زعیم واک ته ورسیږي ځکه د مشروع ولسمشر په راتګ سره به خاما خا هغوی محاکمه کیږي او له هغوی څخه به د دغه مظلوم ولس حق وغوښتل شي.
په سیاست کې تل هغه کسان او یا ډله بایلودونکې دي چې ونشي کولای د خپلو پلویانو او د هېواد د وګړو باور ترلاسه کړي، هغه ډله چې نن او سبا هم د بحران، د جګړې او د ستونزو د زیږولو نغارې ټنګوي اصلاً هغوی د ولس حق نه غواړي بلکې د ولس حق تر پښو لاندې کوي ځکه هغوی د ولس پر پریکړو ملنډې وهي ترڅو خپلو شخصي مغرضو سیاسي موخو ته ورسیږي.
دا چې په دې وروستیو کې د یوه لانجمن سفر نه وروسته، د نړیوالو څارونکو او د دواړو نوماندانو د څارنکیو په حضور کې رایې تفتیش شوې او بلاخره د رایو د باطلیدو بهیر پیل شو ترڅو په هېواد کې شته جنجالونو ته د پای ټکی کیښودل شي او د ولس اعتبار په سیاستوالو بیرته را ژوندی شي.
ولس او دواړو محترمو نوماندانو ته د ټاکنو په لومړۍ ورځ څرګنده شوه چې د ټاکنو اصلي وړونکی څوک دی او کومې ډلې ټاکنې وړي دي خوا د چې ولې د بایلودونکې ډلې سلاکاران دغه بېچاره نوماند سر چپه مشورې ورکوي او تور نخود پسې یې لیږي دا د هغوی ستونزه ده خو ولس نور له دې حالت څخه په تنګ شوی دی او له دغو ښاغلو هیله کوي که غواړئ چې نور مو نومونه د تاریځ په زرینو پاڼو کې په شرموونکو ټکو ونه لیکل شي نور بس کړئ او لږ د دغه ملت او ټوټې ټوټې هېواد په فکر کې هم شئ.
ښايي ځینې کسان لا تر اوسه هم هغه کسان وبخښي چې ولس یې د غم په ټغر کښېنولی او د هېواد اقتصاد، ناامني او بې ثباتي ورځ تر بلې د هغوی د کړو وړو له امله ضعیفه کیږي او دا چې تر اوسه پورې په دې خاورې کې څه وشول، تېریږي او تیر شول مګر نور د هېواد، د ولس او ښکېلو کامیابه او ناکامه سیاستوالو خیر په دې کې دی چې د خپلو ناروغو سلاکارانو د خبرو پر ځای دې د ولس رښتېنې پریکړې ته درناوی وکړي ځکه که چیرته هر هغه کس سر له ننه د بحران او بدبختۍ نوم واخلي نو ولس به بیا هم د افغانستان له ګوټ ګوټ څخه د اصلي بلواګرو، مغرضو او ذلیله سیاستوالو په وړاندې را پاڅیږي او د دوی د کړنو ځواب به ووایي.
ناکام سیاستوال دې په دې ښه پوه شي چې له دې نه نور ډیر بحران نه د دوی په ګټه دی او نه د ولس، دا بحران به یواځې زمونږ د ګاوڼډیو دښمنانو په ګټه تمام شي نو راځې یو بل ته لاس ورکړئ په سیاست کې وړل او بایلل شته دي هغه ډله چې د سږ کال ولسمشریزو سیالیو کې ناکامه شوه ورته په کار ده چې د زغم او حوصلې څخه دې کار واخلي، په لږ شي دي قناعت وکړي خدای مهربانه دی کېداي شي چې ستاسو اوسنیو کړو وړو ته په کتو سره ولس په راتلونکي کې پر تاسو اعتماد وکړي، ژوندی دې وي اسلام، ودان دې وي افغانستان ګړندی دې وي د افغانستان اتل ولس.