د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ وزرو (دﻧﻮزادي د ﺷﻌﺮ ﭘﻪ ﺑڼ کې) ۲

پوهندوی آصف بهاند 27.08.2014 17:09

دویمه برخه
 

ﺷﺎﻋﺮ د ژوﻧﺪ رﻧګارﻧګ ﺑﺎدوﻧﻮ او ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻮ ﭘﺴﯥ اﺧﻴﺴﺘﻰ دى او دﻏﻮ څپو د د ﻧﻴﺎ ﺗﺮ ﭘﺎﻳﻪ ﭘﻮرې رارﺳﻮﻟﻰ دى او څنګه ﭼﯥ ﻛﺸﻤﻜﺶ ﺳﺮه ﻋﺎدت دى، ځکه ﭘﻪ ﺗﻮﭘﺎﻧﻲ څپو او ﺷﻮر ﻛﯥ ځانته ﻛﻮر ﻟټوي . ﺷﺎﻋﺮﻟﻪ زﻟﻤﻴﺘﻮب او زړﺑﻮدۍ ﻧﻪ ﺷﻜﺎﻳﺖ ﻛﻮي اود ﺗﻮتکۍ د وزرو وﺧﺘﻮﻧﻮﺗﻪ ﻃﻼﻳﻲ وﺧﺘﻮﻧﻪ واﻳﻲ :
... زﻟﻤﻴﺘﻮب ﻣﯥ ﻛﺎﺷﻜﯥ ﻧﻪ واى
ﻣﺎﺷﻮﻣــــﺘﻮب ﻣﯥ ﻫــﻤﻴﺸﻪ واى
ﻧــﻪ ﻧــﻔــﺮت ﻧﻪ ﺑﻪ ﻛﻴﻨﻪ واى ...
د ﻧﻮزادي  ﭘﻪ ځینو ﺷﻌﺮوﻧﻮ ﻛﯥ ﻟﻪ وراﻳﻪ ﻟﻴﺪل ﻛﻴږي ﭼﯥ ﻛﻨﺪﻫﺎرۍ ﻟﻬﺠﻪ ﻳﯥ داﺳﯥ ﻛﺎروﻟﯥ ده ﭼﯥ ﻛﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ﻟﻬﺠﻪ ﺑﺎﻧﺪې واړوې ،ﺷﻌﺮﻛﯥ ﻳﻮه ﻫﺠﺎ ﻛﻤﻪ زﻳﺎﺗﻪ راځي او د ﺷﻌﺮ وزن وراﻧﻴږي :
ﻟـﻜﻪ و ﺗﻮر اورﺑﻞ ﺗﻪ ﺳﺮه ګلوﻧﻪ
وﻳﻨــﻪ رګــو ﻛﯥ ﭘـﻪ نــڅا راځي
دﻟﺘﻪ ﻛﻪ ﻟﻪ ﻟﻮﻣړي ﻧﻴﻢ ﺑﻴﺘﻲ ﻧﻪ د «و» ﺗﻮرى و اﻳﺴﺘﻞ ﺷﻲ، وزن ﺧﺮاﺑﻴږي او ﻫﺴﯥ ﺟﻤﻠﻪ ورﻧﻪ ﺟﻮړﻳږي. دﻏﻪ راز د «ﺳﺎﻧﺪې» ﺗﺮ ﺳﺮ ﻟﻴﻚ ﻻﻧﺪې ﺷﻌﺮﻛﯥ ﻫﻢ ﻛﻨﺪﻫﺎرۍ ﻟﻬﺠﻪ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې بڼه ﻛﺎرول ﺷﻮې ده .
نوزادي ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ د ﺗﻴﺮو ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ زاړه  ﻛﺎرول ﺷﻮي انځوروﻧﻪ ﺳﺮه ﻧﻐﺎړي، ﻣﺮوړي ﻳﯥ او ﻧﻮي ښکلي ﺗﺼﺎوﻳﺮ ورﻧﻪ ﺟﻮړوي او ﻟﻪ ځانګړې ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ رﻧﺪۍ ﺳﺮه ځان ﺗﻪ ﻓﺘﻮاوې ﺻﺎدروي ﭼﯥ ﻧﻔﻠﻲ روژې د ﺷﻮﻧډو ﭘﻪ ﭘﺘﺎﺳﻮ ﻧﻪ ﻣﺎﺗﻴږي. وګورئ:
ﻣﺎښام آذان ﭘﻪ ﺑﻬﺎﻧﻪ ﻣﯥ ګوره ﻣﻪ ځنډوه     ﻧﻔﻠﻲ روژې ﭘﻪ ﭘﺘﺎﺳﻮ د ﺷﻮﻧډو ﻧﻪ ﻣﺎﺗﻴږي

دﻏﻪ راز ﭘﻪ « زوړ ﻳﺎر» ﻧﻮﻣﻲ ﺷﻌﺮﻛﯥ ﻟﻴﺪل ﻛﻴږي ﭼﯥ زاړه ﺗﻜﺮاري ﻣﻔﺎﻫﻴﻢ ﭘﻪ ﻧﻮﻳﻮ ﺗﺮﻛﻴﺒﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺳﺮه راﻧﻐﺎړي، ﭘﻪ ﻧﻮې ﺑڼه ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ ﻣﺦ ﻛﯥ ږدي او داﺳﯥ ښیي ﭼﯥ ﻫﻢ ﻳﯥ د ځوانۍ ﺧﺰاﻧﻪ ﺑﺎﻳﻠﻮدې ده او ﻫﻢ ﻣﻼﺗړﻟﻰ ﺑﻮډاﺗﻮب ﺗﻪ ښه راﻏﻼﺳﺖ واﻳﻲ، ﺧﻮ ﺗﺮ څنګه ﻳﯥ ځان زﻳﻦ ﻛړى آس ګڼي او ﺧﺪﻣﺖ ﺗﻪ آﻣﺎده ﻫﻢ دى :
زوړﯾﺎر
زه ﻳــﻮ ﺷــﻌــﺮ رژﻳـــــــﺪﻟﻰ
پـــاڼـې پــاڼــــې ﺑــﺎدو وړى
ﺳﺘﺎ اورﺑﻞ ﻛﯥ ﺑﻪ راټول ﺷﻢ
ﻟـــﻪ ﺷــﺎﻋــﺮه تـښتیـدﻟﻰ
د ﺷﭙﯥ ﭘړي ﻧﻪ ډارﻳــږم
ﻳﻢ د ورځې ﻣﺎر ﭼﻴﭽﻠﻰ
د ځــوانۍ ﭘﻪ ﺑﻴﻪ راﻏﻠﻢ
ﺑﻮډاﺗﻮب ﺗﻪ ﻣـــﻼ ﺗړﻟﻰ
ﻟﻪ دې څیرې ګرﻳﻮاﻧﻪ ﻧﻪ
د زړه ﭼﺎك ﺳﺮرا اﻳﺴﺘﻠﻰ
اوس ﻣﻰ ﺑﻨﺪ د زړه رګوﻧﻪ
وﻳـﻨﻪ ﻧـﻪ ﺷﻰ ﺗﻴــﺮﻳـــﺪﻻى
ﭘــﻪ ﺗﺎوﻳــﺰ ﻳﯥ ﺗﺴﻞ ﻧﻪ ﺳﺘﻪ
ﻣُـــﻼ څــه ﺑــﻼ وﻫــﻠــــﻰ
د ﻳــﻮ ﭼــﺎ ﭘــﻪ دُﻋــﺎ ﭘﺎﻳــﻢ
ﻧﻮم ﻳﯥ ﻧﻪ ﺷﻢ اﺧـﻴﺴﺘـــﻼى
ﻳﺎران ﻫﻢ ﺳﺘﻪ ﻳﺎدوي ﻣــﯥ
ځکـه ګــرځمه ﺳﺮﻟـﻮړى
ﻧﻮزادي ﻫﻢ ﻳﻮ زوړ ﻳﺎردى
ﻟﻜﻪ آس ﭼﯥ وي زﻳﻦ ﻛـړى
ﻧﻮزادي ﻟﻪ آزاد ﺷﻌﺮ ﻧﻪ ﻗﺎﻓﻴﻪ وال ﺗﻪ ډﻳﺮه ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﻛړې ده. ﭘﻪ ﻗﺎﻓﻴﻪ ﻳﯥ زور اﭼﻮﻟﻰ دى او ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ  ﻣﻬﺎرت ﺳﺮه د ﻗﺎﻓﻴﯥ ﻛﭽﻜﻮل ﭘﻪ ﻏﺎړه د ﺷﻌﺮ ﻟﻪ ﻣﻠﻜﯥ ﻧﻪ د انځوروﻧﻮ ﺧﻴﺮﻏﻮاړي، ﺗﺮ څو د ﺧﭙﻠﯥ ﺗﻠﻠﯥ، ﺑﺎﻳﻠﻠﯥ ځوانۍ ﻳﺎدوﻧﻪ ﺗﺎزه ﻛړي او ﭘﺮ ﺧﭙﻠﻮ ټپوﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې د ﺷﻌﺮ ﻧﺮم ﻣﺮﻫﻢ ﻛﻴږدي او ﺧﭙﻞ ﺑﻮډاﺗﻮب ﺳﺮه ﻫﻢ د ﻫﻤﺪې ﺷﻌﺮي انځوروﻧﻮ ﭘﻪ زور او ﻣﺮﺳﺘﻪ ګوتې وﻣﺮوړي .
ﭘﻪ دې ټولګه ﻛﯥ د ﻗﺎﻓﻴﻪ وال ﺷﻌﺮ ښې ﻧﻤﻮﻧﯥ ﻣﻴﻨﺪﻻى کیږي، ﺧﻮ د« ﻣﺎﻫﻲ ګیراو ﭘﺎﭼا» کیسه  ﻳﯥ اوج ګڼلاى ﺷﻮ .اوﺳﻨﻲ پښتو ﺷﻌﺮ ﺗﻪ ادﺑﭙﻮﻫﺎن رزﻣﻲ ـ ﺗﻐﺰﻟﻲ ﺷﻌﺮ وﻳﻼى دى، او د ﻧﻮزادي  ﭘﻪ دې ټولګه(بریتور آشنا) ﻛﯥ دواړو ﺑﺮﺧﻮ ﺗﻪ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﺷﻮې. د رزﻣﻲ ﺷﻌﺮ ښه ﺑﻴﻠګه ﻳﯥ « ﻧﻤﻚ ﺣﺮام دوران» دى ﭼﯥ د اﻓﻐﺎن ﻣﻠﺖ د رزﻣﻮﻧﻮ، ﻣﻴړاﻧﻮ او ﻧﺎﺧﻮاﻟﻮ ﻏﻮره نمونه ﻳﯥ ﭘﻪ دوو ګوﺗﻮ ﻛﺎﻏﺬ ﻛﯥ راﻏﻮټه ﻛړې ده:
نمک ﺣﺮام دوران :
ﻛـــﻮم روﻳﺒـــﺎر ﺑـــﻪ ﺑﻴـــﺎ د ﻳـــﺎر د کوڅې راﺷـــﻲ
ﭼﯥ ﭘﻴــﻐـﺎم ﻳـﯥ وﭼـﻮ ﺷـﻮﻧــډ و ﺗـــﻪ ﻣﻮﺳـﻜــﺎ ﺷـﻲ
ﻛـــﻮم ﻣــﻴﺮوﻳــﺲ ﺑـﻪ ﺑﻴﺎ ګرګین ﭘﻪ وﻳﻨﻮﺳـﻮر ﻛـړي
ﻛﻮﻣــــﻪ ﻣــــﻮر ﺑــــﻪ ﻳـــــﻮ وار ﺑﻴﺎ ﻧــﺎزو اﻧـﺎ ﺷـﻲ
څـــﻮك ﺑـــﻪ ﺑﻴـــﺎ د ﭘـــﺎﻧﻲ ﭘـــﺖ ﻧـــﺎره ﺗـــﺎزه ﻛـــړي
څــﻮك ﺑــﻪ ﺑﻴــﺎ ﭘــﺮ ﭘﻠــﻪ روان د اﺣـــﻤــﺪ ﺷــﺎه ﺷــﻲ
د اﻛﺒـــــﺮ ﺧﻨﺠـــــﺮ ﺑـــــﻪ ﻛﻠـــــﻪ ﺑﻴــــﺎ ﺳــﻮر ﻛﻴـږي
ﺑﻴـــــﺎ ﺑـــــﻪ ﻛﻠـــــﻪ د اﻳـــــﻮب ﺗـــــﻮره ﺗـــﺮﻣﻼ ﺷـﻲ
د ﻏـــﺎزى ادې ټکرى ﺑـــﻪ څـــﻮك ﭘـــﺮ ﺳـــﺮﻛـــړي
ﻣﻼﻟـــــۍ ﭼﻴﻐـــــﻪ ﺧـــــﻮره ﺑـــــﻪ ﻛﻠـــــﻪ ﺑﻴـــﺎ ﺷـﻲ
د پــښتون ﺷـــﻤﻠﻪ ﺑـــﻪ ﺟګـــﻪ ګـــﻮره څـــﻮك ﻛـړي
ﻣﻴﺮاث ﺧـــﻮرﺑــﻪ ﺧﺪاﻳﻪ څوك ﻧــﻦ د ﺷﻴــﺮﺷـﺎه ﺷـﻲ
ﻛــــــﻪ ﺧﺒـــــــﺮ ورﺗـــــــﻪ د وراﻧــــﻮ ﻛﻠﻴــﻮ ﻳﻮﺳـﻢ
ﻫــــــــﺮه ﺗﻴــــــــږه د ﺧﻴﺒــــــــﺮ ﺑــﻪ ﭘــﻪ ژړا ﺷـﻲ
ﺳـﺮه ﻟښکر ﺗـﻪ ﺑـﻪ څـﻮك ﺳـﺮه ﺳﺘرګه ښـﻜﺎره ﻛړي
ﭼــﻰ ﺗـﻮر ﺧـﺮس ﻏﻮﻧـﺪې ﻳـﯥ ځـﺎى، ﺳـﺎﺋﻴﺒﺮﻳﺎ ﺷﻲ
ﻛﻠـــــﻪ اوښـــــﻜﯥ ﺑـــــﻪ ﺷـــــﻲ وﭼـــــﯥ د ﺑﻴﺒﻴــﺎﻧﻮ
ﻛﻠــــــــﻪ ټــــــــﻮل ﺑــــــﻪ د ا ټــغـر د ﻛـﺮﺑﻼ ﺷــﻲ
څــــﻪ دوران ﻧﻤــــﻚ ﺣــــﺮام ﻣــــﻮ ﺷـﻮ ﭘـﻪ ﺑﺮﺧـﻪ
ﭼـــــﻰ ﺑﭽـــــﻰ د ﻣـــــﻮر ﭘـــــﻮړﻧﻲ ﺗـــﻪ ﺑـﻼ ﺷـﻲ
ﻧــــــﻮزادى ! ﻛــــــﻪ ورور ﺗــــﺮ وروره ورﺳﻴږي
ﻣـــــــــﺎﻣﻠﯥ ﭘټـــــــــﯥ ﺑـــــــــﻪ واړه ﺑــــﺮﻣﻼ ﺷـﻲ
د ﻋﻴﻨﻲ ژوﻧﺪاﻧﻪ د ﺳﺘﻮﻧﺰو ژوﻧﺪۍ ﻧﻤﻮﻧﯥ او ﭘﻪ ﺷﻌﺮﻛﯥ د دې ﺳﺘﻮﻧﺰو اﻧځورول د ﻧﻮزادي د ﺷﻌﺮ ﺑﻠﻪ ﻋﻴﻨﻲ او ﺣﺲ ﻛﻴﺪوﻧﻜﯥ ځاﻧګړﻧﻪ ده. ﭘﻪ دې ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ ﻛﯥ ﺗﺮ ټوﻟﻮ ښه ﺑﻴﻠګه د «دﻟﺘﻪ» ﺗﺮ ﺳﺮ ﻟﻴﻚ ﻻﻧﺪې ﺷﻌﺮ دى. ﭘﻪ دې ﺷﻌﺮﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮ د ټوﻟﻮ ﻫﻐﻮ ﻣﻬﺎﺟﺮو ﺣﺎل اﻧځوروي ﭼﯥ د زدﻛړو او ﺗﺠﺎرﺑﻮ ﻟﻪ ﻏﻨﻲ ﺧﺰاﻧﻮ ﺳﺮه، ﺳﺮه دﻟﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﺮ ﭘﺮدي ﭼﺎﭘﻴﺮﻳﺎل( ﻟﻪ ﻫﻴﻮاده د ﺑﺎﻧﺪې) ﻛﯥ ﻳﺎ ﻫیڅ ﺑﻴﻪ ﻧﻪ ﻟﺮي او ﻳﺎ ﭘﻪ ﻛﻢ ارزۍ ورﺗﻪ ﻟﻴﺪل ﻛﻴږي، د ﭼﺮﺗﻮﻧﻮ او ﺗﺸﻮﻳﺸﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﻤﻨﺪر ﻛﯥ ﻻﻫﻮ او د ﻧﻴستۍ ﭘﻪ ﻟﻮر روان دي:

زه ﭘﻪ ﺑﺎڼه ﻛﯥ ﺑﻨﺪه ﺷـﻮې اوښــکه
ﻧﻪ د ﻟﻴﻤﻪ ، ﻧﻪ د ګرﻳﻮان ﺷﻮم دﻟﺘﻪ
ﻟﻜﻪ ﺑﯥ وﺧﺘﻪ رژﻳـــﺪﻟﯥ ﻏــﻮټــۍ
ﻧﻪ د ﻛﺎﻛﻞ، ﻧﻪ د ﺑﺎﻏﻮان ﺷﻮم دﻟﺘﻪ
ﻧﻪ ﭘﺮﺳﺎﺣﻞ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﯥ وﻣﻮﻧﺪ آرام
ﻧﻪ د څپو ﻧﻪ د ﺗــﻮﭘﺎن ﺷﻮم دﻟـــﺘﻪ
ﻧﻪ ﭘﺮ ﺗﻨﺪي د ﭘﻴـــﻐﻠﻮ ﺧـــﺎل ﭘﺮﻳــﻮﺗــــﻢ
ﻧﻪ ﭘﺎس ﭘﺮﺳﺮو ﺷﻮﻧډو ﭘﻴﺰوان ﺷﻮم دﻟﺘﻪ
زﻣﺎ د ﺧﻴﺎل ﻟﻴﻼ، درﺧـــﻮ ﭘـــﺎﺗﯥ ﺷـــﻮه
ﻧﻪ ﺧﻮ ﻣﺠﻨﻮن ﻧﻪ آدم ﺧــــﺎن ﺷﻮم دﻟﺘــﻪ
ﻣﺎ د ﭘﺮدۍ ﻏﻴږې ﺧــﻮﺑـــﻮﻧــــــﻪ ﻟــﻴﺪل
ﻧــﻪ د ﻳــﻮرپ ﻧــﻪ د اﻓــﻐﺎن ﺷﻮم دﻟﺘــﻪ
د ﻏﻴﺮت ﭼﻴﻐﻮ ﻣﯥ ﺑﺎزار و ﻧﻪ ﻣــﻮﻧـــﺪ
د ﻧﻮزادى ﭘﻪ ﺷﺎن ارزان ﺷـﻮم دﻟــﺘــﻪ
                                                د دویمې برخې پای