د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په چاباوروکړو؟

عبدالواحدتابع 27.08.2014 20:08

زمونږهیواد افغانستان کی ډیری ستری تشی باټی وهل کیږی.د ښی مسلمانی،ټینګ غیرت،لوړمرام،ملی یو والی،استقلالیت،باتوران،پاکوالی او ایمانداری خوله بده مرغه داسی نه ده داټول هغه لغت دی چی په خوله ویل کیږی او په کتابونوکی لیکل کیږی چی له مشرد هیواد څخه نیولی ترعادی وګړی د هیواد یی کاروی هغه ځکه چی دا ټول اوس پری عادت دی ترڅوتشی باټی ووهی اوځان بل ته پری سپین مخی وښی حال داچی هم یی ځان پری تورکړ اوهم اوریدونکی .دلته ټول ژوند په چل ده او په چل کی د وطن بربادی.له علماوو چی د دی هیواد د منلواو باورڅیری وی نیولی ترقومی مشرانو،سیاسی مشرانوپوری ټول تش په نوم دی.زمونږ د هیوادعلماوو ته چی ډیر په درنه سترګه ورته خلکولیدل اوخلکویی ډیر په مینی سره درناوی کاوه چی اوس عام وګړی تر اندازی څځه زیاد ترینه بی باوری شوی دی اوهیڅ نشی کولای پری باور وکړی .علماوو په تیرو څولسیزو جګړوکی ځانونه په هرتنظیم او ډله کی ښکیل کړل اوپه هغه ډله کی چی دوی ته پیسی ورکول کیدلی د بلی ډلی پر ضد یی د خیټی څخه پریکړه کوله اود بلی ډلی د ځپلولپاره یی خلک هڅول چی خپله ډله بریالیتوب ته پری ورسوی.قومی مشرانو د هیواد چی د ښه باورځای یی په ټولنه کی درلود له فرصت نه په ګټی اخیستنی یی خلک تیر ویستل اوپه جګړو یی بوخت کړل.دوی د خیرپه غونډی ورته ناست اوخلک یی د تباهی کندی ته برابرکړل چی په همدی سره په لکاوو خلک ووژل شول،زرګونه کورنی بی کوره شوی چی بدی یی لاتر اوسه پوری دوام لری.سیاسی مشران یا په بل نوم سره سیاسی مکاران چی د لوبی اصلی چلوونکی دی د خپلوګټوپه خاطریی ځانونه پردی نوکران ګرځولی اود خیرپه غونډی ناست اود لوبی څارکوی اولوبه ګرمه ساتی ترڅوله دی بی پایلی لوبی څخه خوند واخلی.د دینی علماوو،قومی مشرانو اوسیاسی مکارانو تراوسه پوری د کورغړی نه ټپی شوی،نه وژل شوی اونه هم خوګ شوی اونه هم ځوریدلی هغه ځکه چی کدوملت یی ترلاس لاندی دی اوهرڅه چی وغواړی پری کوی یی اوخپله لوبه په همدی کدوملت باندی ګرمه ساتی.لوبه یی د کمونست اومجاهد په نوم پیل کړه چی له څوارلس کاله وروسته لوبه ملل متحدمساوی اعلان کړه اودوی یی په خپل هیواد کی دننه په کابل کی سره په جګړه بوخت کړل اودهیواد ټوله فرهنګی اواقتصادی شتمنی یی لوټ کړه اوهیوادیی زولنه کړچی اوس هربهرنی هیواد وغواړی افغانستان باندی یرغل کولای شی اوداهم شونی نه ده چی په خپل واک کی یی هم راولی .دوی د خپلو ګټوپه خاطر ځانمرګی بریدونه،چاودنی،ترور،حلالول،وژل ،تهدیدول،رشوت اخیستنه،د ځمکوغصب او نوری داسی ناروا کړنی ټولی روا بولی.په د وروستیودیارلس کلونوکی د لوبی نوم بدل شواو د لوبی ته یی دیموکراسی نوم ورکړ او ټولی هغه ډلی چی د یوبل مرګ یی روا باله سره یوځای شول اوپه ګډه یی یوټیم جوړکړ.د دی ټیم د پیاوړیتوب لپاره له پرمختللی بهرنیوهیوادونوڅخه پریمانه مرستی وشوی.د ټیم غړوخلکوته ژمنی ورکړی چی دا مرستی ستاسود چک چکوبرکت وو چی مونږ بریالی شوو اوډیر ژر به ستاسود چک چکوبدیل درکړوچی ولس لاتراوسه ورته په تمه دی.د ټیم غړوپه دیارلس کلونوکی یواځی ځانونه ماړه کړل او لیدونکی لا اوس هم چک چکی کوی او د دوی د لوبی ننداره عجیبه خبره دا ده چی ملګری،ورونه او رفیقان ټول سره په یوه ټیم کی دی.حال داچی مخ کی له د به د دی کلمو په ویلو سره چی چا به وکاروله یود بل ترګواښ لاندی به راغی.خو اوس د ګټومسله ده دوی د خپلوګټوپه خاطر ځانونه داسی سمبال کړی چی پخوابه یی پری خلک وژل .د دوی به چی خوښه نه وه ګیرخریلی،نکتایی والا او دریشی اغوستونکی کمونستان ول خو اوس چی د خپلوګټومسله یی ده تر ټولودوی کمونستان دی.
خوله بده مرغه دوه ټیمه د طالبانو اواسلامی حزب له دوی څخه د باندی پاتی ول اوهغوی هم د دوی په ضد بیا ځلی لوبه پیل کړه او دوی هم د خپلی بریا ساتلوپه موخه خپل ټیم قوی کړاو دا لوبه تردیدمه دوام لری او د دی لوبی قربانی هم همدا د چک چکوخلک دی.خودا چی خلک وژل کیږی ،ټپی کیږی اویاهم مهاجریږی دا نواوس نوی مسله نه ده دوی ورسره عادت دی.د خلکوهم چی هره ډله خوښه شی اوښي پیسی ورکړی همهغی ډلی ته ورځی اوپه ګټه یی چک چکی کوی.د دیموکراسی یوبل ښه چل داده چی پکی پنځه کاله وروسته ټولټاکنی کیږی.خو زمونږ دیموکراسی هم له نورو دیموکراسیو نه توپیرلری.لومړی خود ټیم غړو داسی ټیمونه جوړکړل چی لاتراوسه پری نندارچیان نه پوهیږی.احمدضیامسعود په یوه ټیم کی وروریی په بل ټیم کی،خلیلی په یوه ټیم کی ،محقق په بل ټیم کی،عبالقیوم کرزی په یوه ټیم کی ،وروریی په بل ټیم کی،شهرانی په یوه ټیم کی،زوی یی په بل ټیم کی پیرګیلانی په یوه ټیم کی ،وراره یی په بل ټیم کی اوهمداسی نورداپه دی مانا که هرکس ګټونکی شی ګټی به یو وی اوخلک دی دواړوته چک چکی کوی اویو بل د وژنی.مدنی ټولنی هم تش په نوم دی هره ډله چی ښی پیسی ورکړی د هغه په ګټه د قانون په رڼاکی غږیږی.رسنی خو اوس ټولوته مالومه دی چی خپلواکه نه دی.پښتنو،تاجکانو،هزاره وو او ازبکوهر یوه یی د ځانونولپاره جوړی کړی.چی داهم یو کار دی اوپه همدی توګه دوی کولای شی خلک سره ښکیل کړی ترڅومیدان تش پاتی نشی.((که چیری علما له الله(ج)څخه ویره درلودلی او داسلام مبارک دین ته درناوی یی په نظرکی وی دوی کولای شوی ریښتینی فیصلی وکړی او دا هیواد نور له بلاڅخه وژغوری ،هغه قومی مشران که ریښتیاغوښتلی وی ځانونه تاریخ ته ملامت نکړی اوځان په هیواد او خلکومین بللی دوی به قربانی ورکړی وی او کورپه کورکلی په کلی به ګرځیدلی ول اوخلک به یی سولی ته رابللی ول ،هغه سیاسیون چی د لورینی له مخی یی غوښتی وی کولای شوی د ملی ګټواو د خپلوخلکو لپاره یی ریښتینی ګام اوچت کړی وی.او هغه ولس چی ښه روزل شوی وی هیڅ کله به یی بی ځایه چک چکی نکولای.))که د هیواد واکداران په ریښتیاوغواړی کولای شی تل پاتی سوله راولی او له د خلکوڅخه یوملت جوړکړی.
(تابع)