د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لوړې مراسمو ته دې لاره لنډه شي !

عبدالغني (هاشمي) 26.08.2014 21:48

په بېلابېلو لاملونو د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د تفتیش او شمېرنې او ورستۍ پایلې د اعلان ځنډېدل او له دې امله د راتلونکي ولسمشر نه ټاکل کېدل،د راتلونکي ولسمشر له خوا د لوړې مراسم، چې باید د اګسټ میاشتې پر دویمه نېټه ترسره شوي وای له ځنډ سره مخ شول.له ولسمشر کرزي څخه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي یان کوبیش د غوښتنې پر بنسټ دغه مسئله د یوې میاشتې لپاره وځنډېده. له شوې پرېکړې سره باید دا مراسم د سپټمبر پر دویمه نېټه چې د روان لمریز کال د وږي د میاشتې له یوولسمې نېټې سره سمون خوري، ترسره شي.ا
د ټاکنو خپلواک کیمسیون له خوا د نړیوالو او کورنیو مشاهدینو او ناظرینو په ګډون د رایو د تفتیش له بهیر څخه داسې څرګندېږي، چې د خلکو له اندېښنو سره سره به هم دا بهیر په ټاکلې نېټه (سپټمبر دویمه) بشپړ نه شي، نو دا چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم هم همدغو پایلو ته ځنډول شوي،نو ډېر احتمال شته چې دا مراسم با هم وځنډېږي او ټاکلې نېټه ترسره نه شي، ځکه د رایو د شمېرنې او تفتیش پایلې ته یوازې یوه اوونۍ پاتې ده، په داسې حال کې چې ښايي له ډېرو ګړندیو هڅو سره هم دا بهیر لږ ترلږه یوه نیمه اوونۍ ونیسي، چې له ټاکل شوي نېـټي څخه اوړي. د نورو لاملونو ترڅنګ، له یو لوري په بېلابېلو لاملونو او پلمو د د دواړو ولسمشریزو کاندیدانو، د هغوی د اړوندو ټیمونو مطرحو اشخاصو او نورو پلویانو تر منځ دوامداره اختلاف او له بل لوري د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارونو ځنډ په روښانه توګه تردې دمه ددې پروسې د ځنډېدو لامل شوی دی.
اوس په ډېره جدي توګه دا پوښتنه راولاړېږي او مطرح ده، چې ايا شونې ده، په دومره لنډ تنګ وخت کې د رایو د تفتیش بهیر بشپړ او د لوړې مراسم پرځای شي؟ دې پوښتنې نه یوازې ملي او نړیوالو رسمي مراجعو ته اندېښنې راولاړې کړې دي، بلکې له امله یې زموږ عام وګړي هم اندېښمن دي، چې که پر ټاکلي وخت دې هدف ته ونه رسېږو، د ډېرو هغو مهمو ملي او نړیوالو مسایلو برخلیلک به څنګه شي، چې د افغانستان راتلونکی برخلیک نېغ په نېغه ورپورې تړلي دي؟
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ټاکنو د دویم دور د صندوقونو د تفتیش او بهیر د چارو د پای ته رسولو او تقلبی رایو د باطلولو هڅې او د چارو بهیر په ډېرې چټکۍ سره روان دی.
ددغه کمیسیون ویاند نور محمد نور د یکشنبې په ورځ په یوې خبري ناستې کې وویل، چې هیله من دی د رایو د بیا تفتیش بهیر تر راتلونکو لسو ورځو پورې پای ته ورسېږي.
 له بل لوري، د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ویاند سید آقا فاضل سانچارکي ویلي، چې ولسمشر کرزي په همدې موخه له دواړو کاندیدانو سره کتلي، خو د لوړې مراسمو د ورځې د ټاکلو لپاره کومې پرېکړې ته سره نه دي رسېدلي.
نوموړي ويلي: «جمهور رییس د یکشنبې په ورځ هم له دواړو کاندیدانو سره ولیدل او ډاکټر عبدالله د لوړې مراسمو د ورځې د ټاکلو لپاره ټول شرایط د رایو په تفتیش او تخنیکي پرمختګ پورې تړلي وبلل. دا پرمختګ چې که لس یا له هغې څخه کمې یا زیاتې ورځې نیسي، د تفتیش په وضعیت پورې اړه لري، خو په دې اړه د نن ورځې خبرې کومې خاصې نتیجې ته ندي رسېدلي.»
له بل لوري د اشرف غني احمد زی په مشرۍ د تحول او تداوم انتخاباتي ټيم د څارونکو مشر داود سلطانزوی د هېواد وضعیت او د ناټو راتلونکي غونډې اهمیت ته په کتو د لوړې مراسمو په ژر اجرا کولو ټینګار کړی او د دې کار لپاره د انتخاباتو کمیسیون ښه مدیریت او د دواړو انتخاباتي ټيمونو همکاري مهمه بللې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر حامد کرزي د تېرې شنبې په ورځ د افغاسنتان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې په دې ټينګار کړی و، چې د نوي جمهور رییس د لوړې مراسم باید د سنبلې د میاشتې له یوولسمې نیټې وروسته نور ونه ځنډول شي.
همدا رازحامد کرزي د تېرې یکشنبې په ورځ له دواړو کاندیدانو سره هم کتلي او غوښتنه یې ترې کړې، چې د تفتیش د بهیر د بشپړېدو لپاره همکاري وکړي.
په داسې حال کې چې د ناټو سازمان مشرانو عمومي غونډه، چې د افغانستان لپاره ډېره مهمه، ان برخلیک ټاکونکې ده د روان زېږدیز کال د سپټمبر پر پنځمه نېټه د انګلستان په وېلز کې جوړېږي، که تر هغې مخکې د افغانستان منختب ولسمشر ونه ټاکل شي او د هېواد په مشرۍ په دې غونډه کې ګډون ونه کړي، دا به ډېر زموږ د هېواد په زیان وي، په داسې حال کې چې د رایو د تفتیش او شمېرنې له بهیر څخه په زغره معلومېږي، چې تر هغې نېټې به دا بهیر بشپړ نه شي.
پر نورو ګڼو مسائلو سربېره، د هېواد سیاسي، امنیتي او اقتصادي بحراني وضعیت له یو لوري او د افغانستان لپاره د وېلز غونډې ارزښت او اهمیت له بل لوري په زغرده دا حکم کوي، چې تر یادې غونډې مخکې باید دې مسئلې ته د حل یوه لار پیدا شي، راتلونکی ولسمشر وټاکل شي او په ټاکلې نېټې د لوړې مراسمو تر پرځای کولو وروسته له ټاکلې اجنډا سره د وېلز په غونډه کې ګډون وکړي.
زما په اند دې هدف ته د رسېدو یوه لار داده، چې په لومړي ګام کې د رایو د تفتیش او شمېرنې د چارو لا چټکتیا لپاره په دې موخه دې لا ډېر کارکوونکي، څارونکي او کتونکي وګمارل شي، څو د ټولو لوریو په توافق په ټاکلې نېټه (سپټمبر دویمه) د وېلز تر غونډې وړاندې د رایو د پایلو معلومولو له لارې راتلونکی قانوني ولسمشر وټاکل شي.
یوه بله مسئله چې کولای شي دې هدف ته د رسېدلو لاره لنډه کړي، هغه د دواړو ولسمشریزو نوماندانو او د ټاکنو په کمیسیون کې د هغوی د ګمارل شوو څارونکو له خوا د رایو د تفتیش او شمېرنې په بهېر کې د هغو مسایلو ډېر جدي نه نیول دی، چې په پراخه او جدي توګه د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو په برخه کې بنسټیزه ونډه نه لري، په دې توګه به دا بهیر چټک او په ټاکلې نېټه به د ټاکنو قانوني پایلې معلومې او راتلونکی ولسمشر به وټاکل شي. له دې لارې شونې ده، چې پر نا اړینو او غیر ضروري مسایلو باندې د د وخت د ضایع کېدو مخه ونیول شي.
که څه هم دا مسئله به ډېر عملي نه وي، ځکه د وېلز غونډه ډېره پخوا پلان شوې او ټول تدابیر ورته نیول شوي، خو بیا هم که امکان ولري نو ډېره مهمه او تر ټولو ښه لاره داده، چې د ټاکنو د تفتیش او شمېرنې بهیر دې یوه نیمه نه، بلکې دوې اوونۍ نور هم وغزول شي، څو پایلې یې په ډېر ډاډ سره د ټولو لوریو لپاره شفاف او د منلو وړ وي، خو په دې شرط چې په دې صورت کې دې د افغانستان ولسمشر او دواړه ولسمشریز نوماندان د ناټو له مشرانو سره د رسمي اړیکو او خبرو اترو له لارې هڅه وکړي، څو د وېلز سرمشریزې غونډې د جوړېدو نېټه لږ ترلږه یوه اوونۍ وروسته کړي، چې د افغانستان راتلونکی ولسمشر دې په ډېر ډاډ او له ټاکلې اجنډا سره پکې ګډون وکړي، دا کار به هم د ناټو غړو هېوادونو او هم د افغانستان لپاره ډېر ارزښتمن او ګټور وي، خو که په یاده غونډه کې د افغانستان نوی منتخب ولسمشر ګډون ونه کړي، نو د افغانستان په اړه به د ناټو ټولې پرېکړې او راتلونکي پلانونه په راتلونکي کې له ډېرو ننګونو او خنډونو سره مخ شي، چې دا به نه یوازې د ناټو د غړو هېوادونو او افغانستان لپاره، بلکې د ټولې نړۍ لپاره د اندېښنې وړ وي او د سیمې وضعیت ته په کتو به ډېرې ناوړې پایلې ولري.