د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کيسه دترګمی ډاکو..

اميد بهار 26.08.2014 15:46

دجماعت په حویلی کی دقد مونو ترپار تر غوږ شوو.
ملا صیب سلام واړاوه.
دکلی خلکو لمونځ پوره کړ.ملا صیب لنډه دعا وکړه.
په دیوال را زړیدلی لاټیین مړ شوو.
ملک صیب ورودجما ت نه راووت.
لاندی زاړه وران دوکان ته ور ښکته شوو.
ښکته پورته یی وکاته.دلاسی برق رڼایی تورو دیوالو ته وربرابره 
کړه.څه یی ونه لیدل. 
لنډ راتاوو شوو.څوکنډوالی یی 
دنظره تیری کړی .کړندی ګامونه یی 
واخیستل .ورانو دیوالو نه ور اخوا یی سترګی تیری کړی .
دغنموپه پټی کی یی دسګرټ سره 
سګروټه ولیده .په احتیاط سره یی هر قدم پورته کاوه .
په شنو را ټوکیدلو غنمو کی دوه تنه زلمی او یو دپاخه عمر سړی 
چی دزنی پرسر یی څوتاره رنګړی ږیره وه .پراته وو.
دخړ څادر نه لا ندی دری ټوپګه هم ایښی وو.ملک صیب په وچه پوله کینا ست.
د کلا ددروازی کړب شوو. ورسره
دلاټین ژیړی رڼا ته دوه تنه غبرګ راوواته .
دملک صیب په ګډون ټول جګ شوو.
مخامخ وړی ژوری ته ورسیخ شوو.
په پټه خوله روان وو.
هریو په اشارو غږیده .
دلاټین ژیړه رڼا دډاکتر دواخانی لور ته وروکرځیده .
دخوړ په يخه سینه ویرونکی باد لکیده .
ملک صیب دوچی ویالی په منځ کی د نورو ملګرو سره کیناست 
دویالی دواړو غاړو ته وچ جر او وولاړو ونو پناه ورکړی وه.
دسګرټ شین لوګی پورته شوو.
لنډی سړی خپل لاسونه وڅنډل.
اوس نو ټول دملک خولی ته بل غوږ ناست وو.
دچینارونو په راتو ی شوو پاڼو کی دڅه شی کړپا شوه.
نژدی کوڅه ډ ب سپی دملک صیب څنک ته تیر شوو .
ملک چیغه کړه.
زلمو وخندل ملک وویل سبحان الله.
بلا وه برکت یی نه وو.
ډیر مه خاندئ دمخ نو ر مو کمیږی.
لنډسړی وویل.
پلان دی وایه .
مونږه تیاریوو.ملک پلتی ووهلی.
پوری دوه کنډوالو ته یی ګوته ورسیخه کړه.
چی دیوالوونه یی نیم هم نه ووپاتی.
په دی کی یو زوړ اوکمزوری کوچی اوسی .
تیره ورځ می ولیده .
چی میلی ته یی میږي دخرڅلاولپاره راوستی وی . 
پلان زما کارده .اودرز جګول ستاسو کارده.
لنډ سړی سره زلمی یوځای جګ شول.
ملک لنډ ځنکل ته ننوت.اولاره یی څارله.
خلک په خوړ پوری وتل.
په پرخه کی نری لاره پورته ختلی وه.
په کنډوالو يوازی خاموشی خوره وه .
په حویلی کی ملاست سپی لکئ وشرنګوله.
خوله یی غپا ته جوړه کړه .خو دم پکی نه وو.
لنډ سړی کنډوالی ته ننوت .اویوزلمی دباندی ولاړوو.
بوډا شلیدلی بالښت باندی سر ایښی وو.
څنک ته یی زړه بوډی پرته وه.
دنغری څنګ ته یو رنځید لی ځوان 
پروت وو.
دخولی نه یی سپینی لاړي روانی وی.
چغی شوی .ولاړزلمی دبوډا خوله وربنده کړه
لنډ سړی په ګنډواله کی ښکته پورته وکاته.
په دیوال کی را زوړند واسکټ ته یی پام شو
ښه یی وکوت .څه یی پکی پیدا نه کړه.
خړه تارینه بوری .په څه 
شی هواره وه .لاندی تری 
دلرګی غټ صندوق ښګاریده.
زړی ښځی چغی کړی.
رنځیدلی ځوان سترګی رډی نیولی وی.
په ونه جګ زلمی دصندوق نه راوتی کڅوړه 
ورو جیب ته کړه . چغی به شوی دا مړ کیږی دامړ کیږی 
بوډا یی وتاړه. 
او نور تری 
روان شوو.ملک به کله یوی اوکله بلی خواته قدمونه اخیسته.
خلک په سیند کی لا مده شوی وو.
ملک انتظار خوړلی وو.
خپله برخه می تری راکړی.
ټول ملګری یی سره یو یو شو
ملک دکورلاره ونیوله .دخوب کوټه کی یی 
خپلی سپیڅلی جامی بدلی کړی.
او دخوشالی نه خوب نه ورته.
سهارشوو لمر راوخوت.
کوچی بوډابه کلی په کلی کرځیده.
اوهرچاته یی فریاد اوژړا کوله.
وی وهلم .پیسی یی هم رانه ویوړی.
زوی به می مړ شی .
اوښګوبه یی پر مخ لاری جوړی کړی.
دمازدیکر جمه خلا صه شوه .
کلیوال سپن ږیری اوځوانان
دجمات په ګرمه تبی سره راغونډ وو.
خبری یی کولی .ملاما شومانو ته سبق ویلی
دجمات دروازه ورو خلاصه شوه 
امسا یی په ځمکه لګوله
بوډا راننوت.په ژړا یی پیل وکړ .
هغه خو به مړ شی.
کلیوال حیران شول. .
ملک صیب ځان نګاره ونیوه.
په حیرانونکی لحظه یی وویل .
څوک به مړ شی وکاکا ؟ 
کلیوال پری راغونډ شول.
واړه ماشومان اونجونی ملا صیب په لښته 
بیرته وشړلی .سبق وایی.
کینئ غلی.
بوډا وویل.زوی می تور ماروچیچه .
په دم ګرو می وګرځاوه .ښه نه شوو.
لاړم میږی می ورته خرڅی کړی .
ما ویل پاکستان ته یی ویسمه.
بیګاه راته غله راغله ویی وهلم .
ملک ځان جدی ونیوه .
پرون شپه ماته هم راغلی وو.خوزه تری 
وتښتید م.
هریو کلیوال به ځان یو له بل نه مخکی کاوه.
چابه وبل زما یی بوس وړی .چا به ویل زمونږ
دیری نه یی لرګی وړی.لالو اکا وویل هی هی.
تیره میاشت یی ماته لاره نیولی وه .زه هم میلی ته لاړ ووم.
چوریی ګړم.
ملک صیب په ریږدیدلو لاسو څوزاړه لوټونه دکوچی 
جیب کی ورکیښوده.
کوچی لاسونه پورته ونیول.ملک صیب خدای دی دبجو 
دغمه وساته.
ملک صیب وویل .داد توری شپی اوترګمی ډاکو څوک ده؟ .

چی هیڅوک تری نه پاتی نه ده.
تاسو یی پیدا کړی اوماته یی په لاس راکړئ.

 


پای