د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ وزرو

پوهندوی آصف بهاند 25.08.2014 19:51

د ﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ وزرو
(د ﻧﻮزادي د ﺷﻌﺮ ﭘﻪ ﺑڼ کې)
لومړۍ برخه

څه ﻛﻢ څلورﻟﺴﻴﺰې ﺷﻮې ﭼﯥ زﻣﻮږ ټوﻟﻨﻪ اوﺧﻠﻚ د ﺟګړې ښاﻣﺎر، د ﻧﺎﭘﻮهۍ ښاﻣﺎر، د ﺑﯥ اﻋﺘﺒﺎرۍ ښاﻣﺎر، د ځانځانۍ ښاﻣﺎر او څه ﻧﻮرو ﺧﻄﺮ ﻧﺎﻛﻮ ښاﻣﺎراﻧﻮ ﭼﻴﭽﻠﻲ دي او ﻟﻪ «دﻛﻦ» نه څه ﭼﯥ، ﻟﻪ ټوﻟﯥ دﻧﻴﺎ ﻧﻪ ﭘﺎړوګان ورﺗﻪ راﻏﻠﻲ دي، ﺧﻮﭘﺮ دې ښاﻣﺎر ﭼﻴﭽﻠﯥ ټوﻟﻨﻪ او ﺧﻠﻜﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﻳﯥ دم او ﻣﻨﺘﺮ ﺗﺎﺛﻴﺮ ﻧﻪ دى ﻛړى. ﻫﺮ څوك  ﭼﯥ ﻫﺮ ﭼﻴﺮې دي زﻳړ زبیښلي، ﻏﻤﺠﻦ دي او ﻟﻮرى ورﻧﻪ ورك دى .ﻟﻪ ﻫﺴﺘﻮﻧﻜﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ  ﻧﻪ ﺧﭙﻞ ﻳﺎر، دﻟﺪار او ﺣﺘﻰ  دار ﻫﻢ ورك دى. ﺧﭙﻞ ﻟښکرﻳﯥ، د ﻟﻐﺎﺗﻮ لښکرﻳﯥ ﻫﻢ ورﻧﻪ ﻣﺮور دى او ﻟﻜﻪ د اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﺧﻠﻚ د ﺧﺰاﻧﻮ د ﭘﺎﺳﻪ وږي، ﺗږي ﭘﺮاﺗﻪ دي، ﺧﭙﻞ لښکر ﻳﯥ، د ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻐﺎﺗﻮ د ﺧﺰاﻧﯥ  ﻳﻮ ﺗﻮرى ﻳﯥ ﻣﺮﺳﺘﯥ ﺗﻪ ﻧﻪ راځي ﭼﯥ د ﺧﭙﻞ ﺣﺰﻳﻦ اوﻏﻤﺠﻦ زړه ﭘﻴﻐﺎم ﭘﻪ ﻛﯥ وﻧﻐﺎړي اوﭼﻴﺮﺗﻪ ﻳﯥ د ﻛﻮم اورﻳﺪوﻧﻜﻲ د ﻏﻮږ او ﻳﺎ د ﻛﻮم ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻲ د ﺳﺘﺮګو ﻧﺬراﻧﻪ ﻛړي  .ﻧﻮزادى ﻫﻢ د ﻓﺮﻫﻨګ ﭘﻪ ﻫﻤﺪې زﻳړزﺑیښلي ﺑڼ ﻛﯥ ﺧﺰان ځپلی وﻻړ و، د ﭘﻴﺮﻣﺤﻤﺪ ﻛﺎروان دﻋﺎ ﺧﺪاى ﻗﺒﻮﻟﻪ ﻛړه ﭼﯥ وﻳﻠﻲ ﻳﯥ و:
                                                   «راﺷﻪ درﺣﻤﺖ ﺑﺎراﻧﻪ ښار اﺧﻴﺴﺘﻰ اور دی  ... »
ﻧﺎ څاﭘﻪ د رﺣﻤﺖ ﺑﺎران و ورﻳﺪ او ﭘﻪ ﻫﻤﺪې اړ و دوړ ﻛﯥ ﭼﻴﺮې د ﻛﻮﻣﯥ ﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ  وزرو  ﻧﻪ د رﺣﻤﺖ اوﺑﻪ د ﻧﻮزادي ﺳﺘﻮﻧﻲ ﺗﻪ ور وڅڅیدې، ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﻋﺎﻃﻔﻲ ﺳﺘﻮﻧﻰ  ﻳﯥ ﻟﻮﻧﺪ ﺷﻮ، ﺗﺎﻧﺪ ﺷﻮ، د ﺷﻌﺮﻏﻮټۍ  ﭘﻪ ﻛﯥ ﻏﻮټه ﺷﻮې او دا دى اوس دﻏﻪ ﻏﻮټۍ ﻏﻮړﻳﺪﻟﯥ دي  اوﺳﺘﺎﺳﻮ ﭘﻪ ﻣﺦ ﻛﯥ ﭘﺮﺗﯥ دي.
ﻛﻠﻪ ﻣﯥ ﭼﯥ دﻧﻮزادي دﺷﻌﺮوﻧﻮدا ټولګه(بریتور آشنا)، (نوزادي یې بریتور آشنا بولي اوزه یې د توتکۍ له وزرو بولم) وﻟﻮﺳﺘﻠﻪ، ﺗﺮ ټوﻟﻮ ډیر ﻣﯥ«د ﺗﻮﺗکۍ له وزرو» نومی ﺷﻌﺮﺧﻮښ ﺷﻮ، ﻧﻮ ځکه ﻣﯥ د ﺧﭙﻠﯥ مقالې ﺳﺮﻟﻴﻚ ﻫﻢ ﻟﻪ ﻫﻤﺪې ﻧﺎﻣﻪ ﻧﻪ ﭘﻪ اﺳﺘﻔﺎدې ﺳﺮه وټاکه .
ﻧﻮزادي ﺻﺎﺣﺐ د ﺗﻮﺗکۍ ﻟﻪ وزروﻧﻪ د اوﺑﻮ د څکلو ﻛﻴﺴﻪ د «بریتور آشنا» ﭘﻪ ﻣﻘﺪﻣﻪ ﻛﯥ راوړې ده، زه ﻳﯥ د ﺑﻴﺎ وﻳﻠﻮ اړﺗﻴﺎ ﻧﻪ وﻳﻨﻢ، دا ﭼﯥ ﻟﻪ ﻋﻠﻤﻲ ﭘﻠﻮه به د ﺗﻮتکۍ ﻟﻪ وزروﻧﻪ  د اوﺑﻮ څکل ﭘﻪ زدﻛړه او ﭘﻮﻫﻪ ﻛﯥ ﻣﻮﺛﺮه وي او ﻛﻪ ﻧﻪ، زه ﻓﻜﺮﻛﻮم ﭼﯥ دا ﻣﻬﻤﻪ ﻧﻪ ده، ﻣﻬﻤﻪ دا ده ﭼﯥ د داﺳﯥ دود ﻳﺎ ﻋﻘﻴﺪې ﭘﻴﺮوي، د زده ﻛړې او ﭘﻮﻫﯥ ﭘﻪ ﻟﻮر ﻳﻮﻣﺜﺒﺖ ﺣﺮﻛﺖ او ﻧﻴﻚ ﻓﺎل دى .
د دې ﺷﻌﺮي ټولګې ﻟﻪ ﻟﻮﺳﺘﻠﻮ وروﺳﺘﻪ زه دې ﭘﺎﻳﻠﯥ ﺗﻪ ورﺳﻴﺪم ﭼﯥ د ﺗﻮتکۍ ﻟﻪ وزرو ﻧﻪ د ﺷﺎﻋﺮ ﭘﻪ ﺳﺘﻮﻧﻲ ﻛﯥ ﻟﻪ څڅول ﺷﻮو اوﺑﻮ ﻧﻪ د رﺣﻤﺖ  ﺑﺎران ﺟﻮړ ﺷﻮى دى، د ﻧﻮزادي  ﭘﻪ ذﻫﻦ ﻛﯥ  ﻳﯥ د ﺷﻌﺮ آﻟﻬﻪ ﺑﻴﺎ ﭘﻪ ګډا سر ﻛړې  ده او د ﻫﻐﯥ د ګډا او ﺳﻨﺪرو ﭘﺎﻳﻠﻪ د ﺷﻌﺮوﻧﻮ دﻏﻪ ټولګه(بریتور آشنا) ده ﭼﯥ ﺳﺘﺎﺳﻮﭘﻪ ﻻس ﻛﯥ ده.
د ﺷﻌﺮوﻧﻮ ﭘﻪ دې ټولګه ﻛﯥ داﺳﯥ ﺷﻌﺮوﻧﻪ راوړل ﺷﻮي دي ﭼﯥ زﻣﺎ ﺷﻌﺮي ذوق ﻳﯥ ﻳﻮ څه را ﺧړوب ﻛړ، ﻧﻮ ﻟﻮﻣړى ﺑﻪ ﻳﯥ د ﺷﻌﺮ د انځوروﻧﻮ د ګډا ﭘﻪ داﻳﺮه ﻛﯥ، د ﺷﻌﺮ د ﻳﻮ څو انځوروﻧﻮ ﭘﻪ ښکلا ﺑﺎﻧﺪې ﺳﺘﺮګې ﺧﻮږې ﻛړو، ﺑﻴﺎ ﺑﻪ ﺧﭙﻞ ﺑﺤﺚ ﭘﺴﯥ وغځوم :
د ﺗﺨﻴﻞ ﻣﻼ، د ژﺑﯥ ﻣﺎﺗﻴﺪل، د ﭘﻴﻐﻮرﻣﺎر، د ﻟﻴﻮﻧﺘﻮب ﺑﺎران، ﻣﺎﺗﻪ ژﺑﻪ، ﭘﻪ دار ﭘﺴﯥ د ﻣﻨﺼﻮر ژړل، د ﺷﻮﻧډو ﭘﺘﺎﺳﻪ، ﭘﻪ ﺑڼو ﺑﻨﺪه اوښکه، د ﺗﻮﺑﯥ ﻛﺮل، د ګرﻳﻮان ﻛﻮر ﺗﻪ د ﺗڼۍ ور وړل او ...
ﭘﻪ ﺧﭙﻠﻪ «د ﺗﻮتکۍ وزر» ﻧﻮﻣﻰ ﺷﻌﺮﭼﯥ ﺗﺎﺳﻮ وﻟﻮﻟﺊ، ﻫﻠﺘﻪ ﻟﻴﺪل ﻛﻴږي ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ د ﻣﺎﺷﻮﻣﺘﻮب ﺧﻮږې او ﭘﺎﻛﯥ دﻧﻴﺎ ګۍ ﺗﻪ ځي او د ﻫﻐﻪ وﺧﺖ او ﻫﻐﻪ ځای د ﺧﺎﻃﺮاﺗﻮ ﭘﻪ ﻳﺎدوﻟﻮ ﺳﺮه د ﺧﭙﻞ اوﺳﻨﻲ ژوﻧﺪ ﺗﭙﻞ ﺷﻮي دردوﻧﻪ اوﻏﻤﻮﻧﻪ ټکوروي. وګورئ  :
«ﻣـــــﺎﺷـــﻮﻣــﺘـــﻮب څـــه ﺑــﺎﭼﺎﻫﻲ وه
ﻣــــﻮږ ﺑــﻪ ﺗـــــﻞ ﻟــــﻮﺑــــﯥ ﻛــﻮﻟـــــﯥ
ﻛــﺎﺷــــــــﻜﯥ آ د خــــټـو ﻛــــــﻮر واى
ﭼــﻰ ﺗــــﻴــﺮاﻧـــــﻮ ﻛــــﯥ ﻳــــﯥ ځـاﻟــﯥ
ﺗـــــــــﻮﺗـــــﻜــــﻴـــﻮ ﺟـــــــﻮړوﻟـــــــﯥ
ﻛـــﺎﺷـــﻜــﻰ ﺧـــﻮرﻣـــﯥ راﺳــــﺮه واى
ﺗــــﻮتــکــۍ ﺑـــــــﻪ ﻣــــــﻮ ﻧـــــﻴـــﻮﻟـﯥ
ﻟـــــﻪ وزرﻧـــــــﻪ ﻳــــﯥ ﭘـــــﺮ ﻟــــﭙــــﻪ
اوﺑــــــﻪ ﻣــــــﺎ ﺗـــــــﻪ راﻛـــــﻮﻟـــــــﯥ
ﭼـﻰ ﻣﯥ ﺧــﻼص ذﻫﻦ ښاﻳﺴـــﺘــﻪ ﺷـﻲ
ﺳﺒـــــﻘـــﻮﻧـــــﻪ ﭼــﯥ ﻣــﯥ زده ﺷــــﻲ
******  
ﭼــــﯥ ﻣـــﯥ ﺑــﻴــﺎ ﺧـــﻮر ﺗﻪ وواﻳــــﻢ
ﭼــــﯥ را ګــیــره ﺗــﻮتــکــۍ ﻛـــــړي
ﭘـــــﺮ وزر ﻳـــــﯥ اوﺑــــﻪ را ﻛـــــړي
ﺑــﻴــﺎ ﻳــﯥ ﻣَـﭻ ﭘــــﺮ ﻛـــﻜـــﺮۍ ﻛـړي
ګــوﻧــﺪى دا ځــل را ﻟﻪ ﺧـﻼص ﻛړي
د زړګــــي ﺑﻨــــﺪ ﺑﻨـــــﺪ رګــــــــــوﻧﻪ
ګـــوﻧﺪې دا ﺑـــــﻪ را ټــــکور ﻛـــړي
ﭘــــﺮې ﻧــﺎﺳــﻮر ﻧــﺎﺳـﻮر زﺧــﻤﻮﻧه»
ځینې ﺷﺎﻋﺮان  ﻛﻠﻪ  ﭼﯥ  د ﺟګړې د ﻏﻤﻴﺰې  ﺑﻴﻼﺑﻴﻞ اړﺧﻮﻧﻪ اﻧځوروي، ﻧﻮ ﻫﻠﺘﻪ ﻟﻴﺪل ﻛﻴږي ﭼﯥ ګودروﻧﻪ وچ وي، د ﻛﻼ د دروازو ﭘﻪ ﻣﺦ ﻛﯥ ازﻏﻲ ﺷﻨﻪ ﺷﻮي وي، د زاڼو وزروﻧﻪ ﺳﻮي وي او...
ﺧﻮ د ﻧﻮزادي  ﭘﻪ ﺷﻌﺮﻛﯥ ﺑﻴﺎ د ﻫﻤﺪې ﻧﺎﻫﻴﻠﻴﻮ د اﻧځوروﻟﻮ ﺗﺮ څنګ، وچ ﺳﺘﻮﻧﻲ ﻟﻤﺪﻳږي، ﺳﺎ ورﻛﻮل ﻛﻴږي او د ﭘﻮﻫﯥ د زده ﻛړې اوﺷﻌﺮاﻟﻬﺎم ورﻧﻪ اﺧﺴﺘﻞ ﻛﻴږي .د ﻣﺎﺷﻮﻣﺘﻮب ﻳﺎدوﻧﻪ او ﺧﺎﻃﺮې ﺑﻴﺎ د ده ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮ ذﻫﻦ ﻛﯥ، ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ وﻟﻮﻟﯥ را ﭘﺎروي، ﺷﺎﻋﺮ ﻫﻢ ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځانګړي اﻧﺪاز ﻛﯥ د ﻣﺎﺷﻮﻣﺘﻮب ﻟﻪ ﺧﻮږو ﺧﺎﻃﺮ و او د ژوﻧﺪ ﻟﻪ ﻧﻮرو ﺗﺠﺮﺑﻮ اﺳﺘﻔﺎده ﻛﻮي او د اوﺳﻨﻴﻮ دردوﻧﻮ او رﻧځوﻧﻮﻟﻪ ﭘﺎره ﻣﺮﻫﻢ ورﻧﻪ ﺟﻮړوي .
ﭘﻪ اوﺳﻨﻲ ﭘښتو ﺷﻌﺮ ﻛﯥ ځینو ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ آزاد ﺷﻌﺮ ﺗﻪ ﻣﺨﻪ ﻛړې ده او د ﻗﺎﻓﻴﯥ ﻟﻪ داﻳﺮې او ﻛړۍ ﻧﻪ ﺑﻬﺮ د ﺧﭙﻞ ذﻫﻦ ﻟﻪ ﭘﺎره ﻧﻮي سکښتوﻧﻪ ﻏﻮاړي. ﻧﻮزادي ﻫﻢ ډﻳﺮ ځلې ﻫﻤﺪا ﻛﺎرﻛړى دى، ﺧﻮﻏﺰل ﻳﯥ ﻫﻢ ﻧﻪ دى ﭘﺮې ایښی، اﺣﺘﺮام ورﺗﻪ ﻟﺮي او ﺳﻼم ورﺗﻪ ﻛﻮي :
آ د ﺷــــﻌﺮ ﻓﺮﺷــــﺘﻪ ﻣــــﯥ ﻛــــړئ ﺧﺒــــﺮه ﭘــــﻪ ﺣــــﺎل
روﻳﺒــــﺎره وروړه ورﺗــــﻪ، زﻣــــﺎ ﺳــــﻼم ﻏــــﺰل ﺗــــﻪ
ځـــﻮلۍ ﺑـــﻪ وﻧــﻴـــﺴﻤﻪ، ﺣــﻤـــﺰه ﺑــﺎﺑـــﺎ زﻳـــﺎرت ﺗـــﻪ
ﭼـﯥ د ﻣﺎﺷـــﻮم ﻏــﻮﻧــﺪې ﺑــﻴــﺎ، واﺧــﻠﻤــﻪ ګام ﻏﺰل ﺗـﻪ

دﻏﻪ راز د «ﺷﻮر» ﺗﺮ ﺳﺮ ﻟﻴﻚ ﻻﻧﺪې ﻏﺰل د منځپانګې ﻟﻪ ﻧﻈﺮه د ﭘﺎم وړ ﻏﺰل دى. ﻣﺎښام او ﺳﺒﺎوون ﺳﺮه څنګ ﭘﻪ څنګ دروي، ﺧﻮ ﭘﻪ دواړو ﻛﯥ ﺑﻴﺎ ﺳﺒﺎوون اﻧﺘﺨﺎﺑﻮي:
                     ﺷﻮر
ﭘــــــــــﻪ اﻳــــــــــﺮو ﻧــــــــــﻪ ﺳــــــــــﻮزم زه اور ﻟټــــــــــﻮم
ځـــــــﻢ د ﺳـــــــﻜﻮن ﻟـــــــــﻪ ﻛـــــــﻮره ﺷـــــــﻮر ﻟټــــــــــﻮم
دﻣـــﺎښـــــــــــﺎﻣــﻮ اﺳـــــــــــﺘﺎزى ﻣـــــــــــﻪ راﻟﻴـــــــــــږ ئ
د ﺳــــــــــــﺒﺎوون ﭘﺮ ﻧﻴﻠــــــــــــﯥ ﺳــــــــــــﭙﻮر ﻟټـــــــــــــﻮم
د ﻣـــــــــړه ﺳـــــــــﺎﺣـــﻞ ﻟـــــــــﻪ ﻗﺒﺮﺳـــــــــﺘﺎﻧﻪ وځـــــــــﻢ
ﭘــــــــﻪ ﺗــــﻮﭘــــــــﺎﻧﯥ څــــپــو ﻛــــــــﯥ ﻛــــــــﻮر ﻟټــــــــﻮم
زﺧــﻤــــــﯥ ﻳــــــﺎدوﻧـــﻮ زړه زﺧـــﻤــــــﻰ زﺧﻤــــــﻰ ﻛــــــړ
اوس ﺑـــــــﻪ ﻛـــــــﻮم زﺧـــــــﻢ ﺗـــــــﻪ ټکـــــــﻮر ﻟټـــــــــــﻮم
د زاړه ﻳـــــــــﺎر زﻳـــــــــﻦ ﻛـــــــــړي آس ﭘـــــــــﻪ ﺗﻤـــــــــﻪ
د ﺟﺎﻧــــــــــﺎن ﭘــــــــــﻞ د ﺟﺎﻧــــــــــﺎن ﻟــــــــــﻮر ﻟټــــــــــﻮم
ﭼــــــﯥ ﻣــــــﯥ ﭘــــــﻪ درد د ﺳــــــــﻮي زړه ﭘــــــﻮﻫــﻴــــږي
ﻓـــــــــﺮاق ﺳـــــــــیــځــلی ﻟﻜـــــــــﻪ ﺳـــــــــﻜﻮر ﻟټـــــــــﻮم
زﻧــځــــیــر د ﻋـــﻘــــــﻞ دې ﺟﻨــــــﻮن ﻣــــــﺎت ﻧــــــﻪ ﻛــــــړ
ﻧـــــــﻮزادي ﺳـــــــﺘﺎ ﭘـــــښوﺗـــــﻪ ﺑـــــــﻪ ﻧـــــــﻮر ﻟــټـــــــﻮم
                                                     د لومړۍ برخې پای