د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بې نصابه پښتانه

سيدالهام 25.08.2014 19:49

بې نصابه پښتانه

باغ چي ديوال نلري تاك چي خوازه نلري
لكه پښتون چي كور كي توره او برچه نلري

دجنوبي پښتونخوا دا پښتانه داسي بويه
لكه چمن چي يوه درخته زرغونه نلري

نه خپل نصاب لري نه سكول كي كوم پښتو مضمون
دپښتو زدكړې ته خواران هيڅ تلوسه نلري

كلونه وړاندي يې له كاڼو وې هندارې جوړي
كلونه روسته په پښتو كي قاعده نلري

دژړك نوم كي يې د [ ړ ] پر سر وي [ط] ليكلې
دا خلګ [ ڼ ] نلري دا خلګ مڼه نه لري

لا به تر څو دا پنجابى نصاب پښتون ته وايي
لا به ترڅو دوى په سچه پښتو قبضه نلري

دسحرا خلګ ملامت ګڼي چي درس نه وايي
پخپله ښاركي ښوونځۍ او مدرسه نلري

دايې عادت ندى چي غركاڼي ويشتل نه كوي
بخت يې كوټه دى داچي غرلاس او پښه نه لري

پيغور يې نه ګڼم الهامه ! زړه دي درد كوي چي !
دپښتنو غفلت مو ولي اندازه نلري

2014/08/22