د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هلمند د پوهنې ریاست په فساد کې تر ستونې غرق دی

محمد سلیم هلمندی 21.08.2014 11:37

د افغانستان د اوسني نظام هر اړخ چې ګورې نو پکې د فساد رېښې خورا ژورې تللې وي. له ارګه نیولې تر وزاتونو، تر ولایاتو او بیا ولسوالیو او قومندانیو ټول د یوه مافیایې او فساد ککړ نظام په توګه ساه اخلي. داخلې وزارت کې څوکۍ خرڅېږي، د ولایاتو په قومندانیو کې وسلې او د ولسوالیو په قومندانیو کې مرمۍ پیرل کېږي، طالبان د قاچاقبرو پر لاس خپلې وسلې له دولته په پیسو اخلي. د فاع وزارت هم ورته جوړښت لري، سفارتونه خو پرېږده ځینې وختونه خو سفیرانو د بهرنیو چارو د وزیر له لاسلیک پرته له ارګه مستقیم وزي او سفیر ګمارل کېږي، د بهرنیو چارو وزیر لاسلیک بیا ورسته پیسې ورځي.
راځم هغه وزارت ته چې د افغانستان هره کورنۍ او هر ماشوم ورته د امید سترګې په لار دی، د پوهنې په فساد کې غرق او ککړ وزارت درښیم، هغه وزارت چې وزیر یې له وردګو، فساد، پیسو او مافیا پرته نور هیڅ نه پېژني، جامې په اونۍ کې اوه رنګه اغوستې وي، یو ځل پرېولل سوي جامې ورته نادونه ښکاري، د ولایاتو څوکۍ یې پولې خرڅې کړي، په یوه ورځ کې دوو کسانو ته د پارلماني مافیا په خوښه د یوې څوکۍ لپاره دوه مکتوبونه ورکوي، دا نو بیا هغه خبره ده چې یو بام او دوې هواوې او وزیر صاحب او پکې تورې شنې څکي.
د هلمند د معارف خبره درته کوم، د هلمند د پوهنې ریاست څخه د هلمند خلک سخت خفه دي، هغوی ترې تر پوزې راغلي، د هلمند د پوهنې ریاست اوسني رئیس له وزیره څوکۍ په پنځوس زره ډالر اخیستې، ویل کېږي چې په هره ربعه کې له وزیر سره حساب کېږي، د جي پي اي پروګرام پیسې د وزیر اکاونټ ته ځي، د ایکویپ پروګرام کې د پوهنې وزیر، د پوهنې ریاست رئیس، د ایکویپ پروګرام ولایتي مشر او د ولسي جرګې وکیل معلم میرولی مساوي ونډه لري.
د پوهنې ریاست اوسنې رئیس خپل یو زوی په انجنرۍ شعبه کې په دنده ګمارلی، بل زوی یې په استخدام شعبه کې او بل زوی یې په ایکویپ پروګرام کې، او بل پاتي زوی یې په هلمند ولایت کې د یونیسف ادارې تخنیکي مشاوري مقرر کړی، یوه زوی یې اونۍ وړاندي د پوهنې ریاست یو موټر غلا کړ، چې تر دې دمه یې درک نشته، ویل کېږي چې د پوهنې ریاست رئیس ان ددې ریاست د جنرېټر تیل هم غلا کوي.
راځم ددې ریاست په فساد ککړ مرتیالان درپېژنم، محمد ولي په نوم اداري مرستیال هم ورته په فساد ککړ دی، ان له معلمینو د معاش پیسې هم په رشوت کې اخلي، یو عادي لاسلیک هم په زري (۱۰۰۰) کوي، کله چې څوک ورته ووایې چې ولي داسي کوي، هغه ورته وایې چې ورنه په وزارت کې له دې ډېرې لګول شوي، د هلمند د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال دومره فاسد انسان دی چې په هلمند کې یې بله نمونه نشته، دا څوکۍ د پلار مراث بولي، هیڅ ترې نه لیرې کېږي، دا سړی له اخلاقي اړخه هم ډېرې ضعیف سړی دی، د هلمند د پوهنې ریاست په اخلاقي لحاظ هم د فساد یواځنی مرګز دی.
دلته مې د هلمند د پوهنې ریاست په اړه د فساد په اړه څو کرښې ولیکلې، که په رښتنې توګه غواړئ له دې خبرو خبر سئ، د هلمند د پوهنې ریاست له هر ټيټ رطبه مامور نه چې پوښتنه کوئ، پوه معلومات به درکړي، وزیر صاحب دي په سترګو ړوند شي چې د هلمند معارف نه ویني چې په څومره بد حالت کې دی، الله دې دی په جهنم کې واچوي، مرګ پر دې ظالم او فاسد وزیر- د پښتون قام پوزه یې پرې کړه.