د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پروپوزلي وزارت د پوهني وزارت

ا-ودان 21.08.2014 12:35

د افغانستان د معادن په اړه ویل کیږي، چې (148) ټریلیون ډالر قیمت جوړوي، چې دا اټکل د امریکي د استخباراتو لخوا په سي ايي اي فیکټ شیټ کې په څرګند ډول لیکل شوې دي. خو دا اټکل په داسی حال کی تیروتنه ګڼل کیږي چې د  داود خان او خلقیانو په وخت کې څه دپاسه (40) میلیارډه ډالره په دې خاطر لګول شوې وو، تر څو دا مالوم کړای شي، چې افغانستان څومره معادن، چیرته او کوم ډول معادن لري. دي ټولو مالوماتو له (30) کالو څخه تر (35) کالو پورې وخت واخیست، تر څو د راویستلو لپاره زمینه برابره شي. کله چې د دې کارونو په موخه د روسیي سره د داود خان او خلقیانو اړیکي پیل شوې، نو پاکستان ته شک پیدا شو، او د رباني په مشرۍ په لاهور کې “دارلفکر “په نوم مرکز جوړ شو، تر څو له دې ځای څخه د افغانستان د بربادولو لپاره کار واخیستل شي. همدا علت دي، چې د دې کړنو او نظریاتو په ترڅ کې دا نقشي وسوزیدلي.
د ټولې اروپا کلنۍ مالي بودیجه (1.1)ټریلیون جوړیږي او بیا د ټولي نړۍ مالي بودیجه (47.3)ټریلیونه جوړیږي. ډېر شمېر اقتصادی کارپوهان وايي چې د افغانستان معادن له دې څخه څو چنده زیات دی، بلکې ډېر پخواني غربي اقتصاد پوهان دا اټکل کوی، چې دا معادن تر (3500)ټریلیون ډالرو پورې رسیږي. چې په پکتیکا کې د لیپ ټاپ د بیټریو معادن د لتهیم په نوم یادیږي همداسې هغه ډبرې چې د لمر د تودوښي او سړیوالي لپاره کاریږي، ښې بیلګي کیداي شي. د یادوني ده، چې یاد معادن سعودی ته قاچاق کیږي، بیا وروسته عربو او غربیانو ته استول کیږی او په لوړه بیه خرڅیږي.
همداسې دا ډول لوی خیانتونه د معادن وزیر عادل څخه ونیسه تر فاروق وردګ صیب پورې رسیږي. کله چې د لوګر د میسو اینکو پر کان جوارګري کیده (bet) نو پخواني د معادن وزیر عادل لومړۍ سړی و، چې د غربي رسنیو د مالوماتو پر اساس (30) میلیونه امریکايي ډالر له چاینه څخه اخلی او پروپوزل د امریکي په مقابل کې د چین په ګټه اعلانیږي. دا کان د (30)کالو لپاره د (3.4) میلیارډه ډالرو په قیمت دوی ته سپارل کیږي، چې اوس یې رسنۍ اټکل تر (40) میلیارډو ډالرو پورې حسابوي. د یادوني ده چی، په (3.4) میلیارډه ډالرو کې چین افغانستان ته  (200)میلیونه ډالر څو میاشت مخکې سپارلي دي.
دي پروپوزلو د پوهني وزارت هم راګیر کړی دي. کله چې د پوهني وزارت یوه پروژه اعلانیږي او دا یا له نړیوال بانک یا یو ایس اي ډي سره وی، نو په ځانګړی توګه د نړیوال بانک معاونه چې رئیسي کار هم ورکوي،نوموړی له سریلانکا څخه ده، نوم یې ډي سیلوه سمانته ده، د فاروق وردګ یا وروڼو سره یې په اړیکه کې کیږي او هغه کمپنی چې پر ګټه یې د زده کړو او ښووني په موخه پروپوزل وړاندې کړی وی مخکې له مخکې په دوبۍ کې د خپلي برخی د اخیستلو په موخه له دې غربي بازاري کمپني سره معامله کوی او له دې کمپني څخه فیصدي اخلي او دا فیصدي د بانک معاونه د فاروق وردګ سره شریکوي. یاني دا دواړه په خپل منځ کې سره شریک دي. سمانته او فاروق وردګ!
ټول بانک ته مالومه ده، چې سمانته چې تر پنځوسو پورته ده، واده یې هم نده کړی،  په دوبۍ، سریلانکا، امریکا او کاناډا کې دوه دوه کورونه لري، خو څوک ترې پوښتنه نه کوی، چې دا بانک چې افغانستان ته پیسي ورکوی آیا وړیا یې ورکوی؟ آیا دا فیصدي چې سمانته او فاروق وردګ یې سره ویشي د افغانانو پیسي ندی؟
دا لوړ خیانتونه خو پریږدي بلکې دوی کوچني خیانتونه هم  کوي، ښه بیلګه په وزارت کې په دا وروستیو کې غریبو کارګرانو لخوا د اعتصاب پیښه وه. دا ډریوران غریب خلک وو، دې ډریورانو به د یوې انکشافي پروژی (45)مامورین له خپل کور څخه دفتر ته بیا له دفتر څخه تر کور پورې وړل، څه د پاسه (5)میاشتي تیرې شوې چې د دوی معاشونه ندی ورکړل شوې، د دې شخصي پروژي مشر څو څو ځله قرار دادی وغوښتل چې آیا دا څه روان دی، د دې شخصي پروژې مشر یو شریف سړی دی، چې د ډاکټر ویرا په نوم یادیږي، کله چې ویرا صیب له دې قرادادی څخه پوښتي چې تاسو ولې د دې غریبو ډریوارانو پیسي نه ورکوی، نو خبره دې ته راسیږي چې صیب زه پکې څه نه وايم خو دا چې تاسو زه ډېر تنګ کړم نور له ما څخه دا کار نه کیږي، بلکې زه به خپل اصل قرادادی درته راولم، ډاکټر صیب ورسره ومنله، بله ورځ ګوری، چې دفتر ته وسلوال ځوانان او کروزون را داخل شول، دوی په چټکي سره بره ویرا صیب ته ورغله. وروسته مالومه شوه، چې دا هغه اصل قراردادی دی، چې د ډریورانو پیسي نه ورکوی او خبر یاستي دا قراردادی څوک و، دا د فاروق وردګ ورور شیرولي وردګ و. خبره تر ننه پورې پاتې ده، ډریوران ډریواری کوی خو نن هم د هغو پنځه میاشتي معاش پاتې دی البته د میاشتي ورته لس لس زره افغاني ورکوی تر څو دوی له لوږې مړه نشی او د دوی کار روان وی.
همداسې په دا وروستیو کې د رئیسانو د لرې کولو لړۍ روانه ده، چې په دا کې د (14)رئیسانو د لرې کولو امر شوې دی. په دا کې (4)لرې شوې دی او د نورو په لرې کیدو کار روان دی، فاروق وردګ غواړی که چېرې له دې وزارت خڅه لرې هم شي نو خاین رئیسان یې وکولای شي، چې په دا وزارت کې د دې ګټي خوندې وساتي.
اوس خبره د دغو پیسو ده، چې نړیواله ټولنه یې اعاده کوی، نړیواله ټولنه په جار وایی چې پوهني وزارت سره یې د فاروق وردګ په وخت کې (4)میلیارډه ډالره مرسته کړی ده، خو ولې د دې پیسو درک نه لګیږي. البته دا کار ښه په درځ سره روان دی، چې په ولایتونو کې د سرمعلمي لپاره زر زر امریکايي ډالر د رشوت په ډول ورکول کیږي، بیا له دې وروسته سرمعلم ګمارل کیږي. آیا دا کوم انصاف دی، چې اوس د فاروق وردګ په دوری کې په زر زر ډالرو رشوت سره سرمعلمان ګمارل کیږي.
له ټولو زیاته مرسته د پوهني وزارت سره شوې ده، خو مالومه نده چې دا مرسته چېرې ولاړه، یو ماډل ښوونځي مونږ ونه لیده، د ایکویپ څخه په زرګونو لومړنیو، منځنیو او لیسو ته پیسي اخیستل شوې دي. خو مالومه نده، چې دا پیسي چیرې لاړي، البته ښوونځي لپاره پیسي ورکړال شوې دی، خو ولې په هغه ولایت کې ودانۍ نشته ده. زمونږ وردګ، پکتیا، پکتیکا، خوست، کندوز، سرپل، زابل او اورزګان د پوهني وزارت د خیانت ښې بیلګي دي.
دلته ښوونځی تړل شوې دی، خو وردګ صیب بیا هم خپله کعبه پاکستان ګڼي، طالبان ورځ تر بله پیاوړی کیږي، وزیر صیب د پوهني وزارت په چوکاټ کې طالبان قراردادیان هم لري،  د وزیر صیب زیاتره مشاورین جزبیان دی، هغه حزبیان چې د چا پښه نشته، د چا مغزه نشته او دا چې دوی به په (Cognitive)، (Child Psychology)، (Psychomotor)، (Eriksson Education Theory) پوه شي، یوه لویه تیروتنه ده، نو بیا ولې دوی؟ ولې تکړه ځوانان؟ چې بیکاره ګرځي!
له دوی څخه دا هیله کول، چې پر دا تیوري به پوه شی یا کوم ډول نوی  فکري مکتب به را اختراع کړی، لویه تیروتنه او مبالغه ده.
نور بیا------