د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ظرفیت جوړونه یانې څه؟

ډاکټر حبیب الله وجدي 20.08.2014 12:35

لوی الله ج یو عادل ذات دی او  الهی عدالت له کوم توپیر پرته په ټولو انسانانو کې یو ‌ډول ظرفیت جوړ کړی دی. ظرفیت هغه الهي جوړښت دی، چې یو انسان یې په بل انسان کې نه شي جوړولی. خو انسان کولی شي دې ظرفیت ته پراختیا او وده ورکړي. له همدې ځایه ده، چې زه د (Capacity Building) پر ځای، د ظرفیت د ودې او پراختیا (Capacity Development) اصطلاح کارول غوره بولم!
د ظرفیت د پراختیا پروسه اوږده او په ډېرو عواملو او ارزښتونو پورې تړلې ده. د یو وګړي د ښه ظرفیت تر شا د هغه د مور او پلار هڅې، مناسب کورنی او ټولنیز چاپیریال، د پوهنې غوره نظام (ښوونځی او پوهنتون) او مثبت کلتوري ارزښتونه ونډه لري. د یو ماشوم ښه ظرفیت ان د هغه د مور له رحم څخه پیلیږي او د نوموړي د زیږون، کوچینوالي او لویوالي تر مودې لپاره دوام کوي. که مور د خپل حمل پر مهال ښه خواړه وخوري، خوشاله وخت ولري او تر کوم رواني او جسمي فشار لاندې نه وي، د ماشوم د ښه ظرفیت په پراختیا کې مستقیم اغېز لري. یو میزوب (معذوب) ماشوم چې د مور او پلار د غفلت له کبله له روحي او جسمي ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږي، ډېرې میندې او پلرونه ددې پرځای چې د اړونده ماشوم روزنې او پالنې ته لازمه پاملرنه وکړي او د هغو د میزوب حالت عوامل را پیدا او حل ورته را پیدا کړي، وایي، چې دا نا جوړي یو الهي تقدیر دی، لاس تر زنې کېښيني او د ماشوم د ستونزو د حل لپاره دومره هڅه هم نه کوي، څومره چې یو انسان پرې الله ج مکلف کړی دی.
پر مختللو ټولنو د خپلو وګړو د ظرفیتونو د پراختیا لپاره ښه سیستمونه جوړ کړي دي او تل زیار باسي، چې دغه سیستمونه لا پسې غني او پراخ کړي. دغو هڅو دوی د هر ډګر ګټونکي ګرځولي او شا ته پاتې ټولنې تل ورته اړې دي. په خواشینۍ سره باید ووایو، چې افغانستان هم یو له هغو بېوزله هېوادونو څخه دی، چې ډېر وګړي یې نالوستي دي، د فقر او بېوزلۍ کچه یې ډېره لوړه ده او د ظرفیتونو د پراختیا لپاره ډېر بنسټیز کارونه نه دي ترسره شوي. په افغانستان کې په تېرو دیارلسو کلونو کې د ظرفیت جوړونې (Capacity Building) له هڅو سره سره نن بیا هم د ظرفیت نشتوالی (Lack of capacity) شرمناکه [اصطلاح] په ټولو ادارو کې اورېدل کېږي او د هرې تېروتنې ملامتي په [نه ظرفیت] اچول کېږي!
د افغانستان حکومت باید د ښوونیزو، ټولنیزو او کاري سکتور وزارتونو لکه ( د پوهنې، لوړو زده کړو، کار او ټولنیزو چارو، ښځو چارو او د ځوانانو د معینیت) اړونده ټولې چارې د یوې واحدې ادارې له لارې چې یو واحد لرلید (Mission Statement) ولري رهبري کړي، چې بنسټیزه موخه یې د افغانانو د ظرفیتونو پراختیا وي. د بېلګې په توګه، په هندوستان کې د بېلابېلو ښوونیز او روزنیزو وزارتونو پرځای یوازې یو وزارت د بشري ځواک د پراختیا وزارت (Ministry of Human Resource Development) په نامه جوړ شوی، چې په هندوستان کې یې د ظرفیتونو د پراختیا او هم یې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خورا ډېره مرسته کړې ده.
دېته ورته هڅې به زموږ د ښوونیز نظام واحدونه (ښوونځي، مدرسې، پوهنتونونه او داسې نور...) د ظرفیتونو د ودې په فعالو مرکزونو بدل کړي. ددې واحدونو فارغین به د اصلاحي انتقاد تفکر (Critical Thinking) له لارې د ټولنې د ستونزو د حل لپاره عملي لارې چارې ولټوي او د خپلو نوښتونو (Creativity) له برکته به زموږ ګران هېواد د پرمختګ او سوکالۍ سبب وګرځي. د افغانانو ظرفیت له نورو انسانانو څخه هېڅ کم نه دی بلکې تر ډېرو زموږ د افغانانو استعداد لوړ دی.
د ویښو ولسونو په څېر د ظرفیت د ودې کلۍ زموږ په خپلو لاسونو کې ده. په دې اړه الهي لارښوونه له هېچا پټه نه ده، چې فرمايي: "إِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِأَنفُسِهِمْ (الرعد11) " ژباړه:"بې شکه الله د يو قوم حال نه بدلوي ترڅو چې هغوی په خپله بدلون ونکړي. " که دغه الهي لارښوونه په پوره ډول په پام کې ونیول شي نو روښانه ده، چې زموږ بریالیتوب به هرومرو تضمین وي.  په همدې هیله