د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایران او اسرایل د یوی سکي دوه مخونه

ډاکټر حامد 19.08.2014 11:29

ډیری خلک به زما پدی لیکنه تعجب وکړی او ښا یی ډیرو ته به د منلو وړ نه وی چی څنګه دی ایران او اسریل یو د بل ګټو ته کا ر وکړی پداسی حا ل کی چی په مطبو عا تو کی یو د بل په وړاندی د ډیری کلکی د ښمنئ تمثیل کوی خو له بده مرغه حقیقت همداسی دئ دد واړو مو خی د مسلما نا نو تر منځ د فتنی او نفا ق پرا خول دی چی په ځانګړی ډول د منځنی ختیځ ثروت سره وویشی ، مذ هبی توپیرونه را و ټوکوی او څو کوچنی کوچنی شیعه یی دولتونه جوړکړی چی د اسرایلو او ایران همدا ګډه طرحه اوس په عراق او سوریه کی د پلی کیدو په حا ل کی ده .
سوال دلته دی چی د عربی هیواد نو تجزیه هغه هم د کوچنیو شیعه یی هیواد ونو په څیره کی به د ایران او اسرایلو لپاره څومره ګټوره وی ؟ د اسرایلو په تړاو ددی سوال ځواب ډیر ساده دئ ځکه اسرا یل د عربانو په تجزیی سره د فلسطینیا نو د خپلواکئ او له یهودو څخه بیرته د فلسطینی ځمکوپه ا خیستو چی په پا یله کی به یی  اسراییلی دولت لمنځه ځی دا عیه لمنځه وړل غواړی او هڅه کوی چی د فلسطینی  ولس تر منځ په مختلفو نومونو ګوندی او نور ګڼ توپیرونه را وټوکوی چی ښه بیلګه یی د حماس او ا لفتح تر منځ ا ختلا فات دی چی د ډیرو کلونوپه تیریدو د یوه منل شوی خپلواک فلسطینی دولت نه  جوړید نه ده ، خو له بده مرغه ایران په نړئ او سیمه کی د یوه نګه اسلامی حکومت چی نظام یی یوا ځی په اسلامی شریعت ولاړوی تمثیل کوی او د غرب په ځا نګړی توګه د امریکی د متحده ا یالاتو په وړاندی له یوی مبا لغوی مطبو عا تی دښمنئ څخه کار ا خلی او د نه شرقی اونه غربی په شعار سره نړیوالو ته ښیی چی د ښکیلاک په وړاندی یو غوڅ او رښتونئ دریځ لری خو په حقیقت کی هر څه معکوس دی .
په ۱۹۴۸ م کا ل کی چی کله یهودی دولت د اسرا ییلو پنوم را منځته شو د نړئ ددریو لویو ځواکونو یعنی فرانسی ، بر تا نیه او ا مریکا لخوا یی هر اړخیز ملا تړ وشو او د نړئ په نقشه کی د یوه خپلواک هیواد پتوګه و پیژندل شو او بیا د همدی دریوو ځواکونو لخوا په میلیاردونو ډالرو مرستی ورسره وشوی او هم یی ددی لپاره چی د مسلمانا نو او په ځا نګړی ډول د عربانو لخوا لمنځه ولاړ نشی پراخ پوځی ا مکا نا ت او وسلی ورکړل شوی او هم یی په اتومی وسلو سنبا ل کړ چی با لاخره په ۱۹۶۵ م کا ل ددی جوګه شو چی پخپل مټ له عربا نو سره جګړه وکړی او وکولای شی چی د عربا نو څخه ډیری سیمی لاندی کړی او عربان له ما تی سره مخ کړی چی ښه بیلګه یی د لبنان ، سوریی او د فلسطینی ځمکو لاندی کول وو چی اوس پکی یهود میشته ښار ګوټی جوړوی .      
 د یهودو د ښمنی له مسلما نانو سره جوته ده اوهر څوک یی په اسانئ اټکل کولای شی ، خو ایران له دوه مخی اسلام ضد کړنی څخه کار اخلی تبلیغات یی د مسلما نا نوسره د خوا خوږی تمثیل کوی خو کړنه یی بیا معکوسه وی په حقیقت کی ایران غواړی هم  ژبنی او هم مذهبی ا ختلا فات را منځته کړی په عربی نړی کی مذهبی ا ختلافات د شیعه او سنی پنوم لکه مخکی مو چی یا دونه وکړه او په منځنئ اسیا کی بیا ژبنیز تو پیرونه را منځته کړی چی ښی بیلګی یی ا فغا نستان او ازبکستان دي چی په از بکستا ن کی یی دا کړنه د سخت دریځی ازبک مشر د شتون له کبله ښه پر مخ نه ځی او د پردی ترشا د بخا را ، سمرقند او قو قند د تا جکانو او از بکا نو تر منځ ژور ژبنیز کړکیچ شتون لری چی د ایران د نا وړی لاس وهنی له امله ورځ تر بلی زیا تیږی .
په ا فغا نستان کی یی دا لاس وهنه ډیر ه په پراخه کچه دوام لری او ا فغا نستان د ایران تر پرا خ فر هنګی یر غل لاندی دئ چی ددی موخی لپا ره ځینی چا پی او تصویری رسنئ هم په ډیره بیړه په کار بوختي دی چی ښی   بییلګی یی  د طلوع تلویزیون ، د خورشید تلویزیون او را ډیو، د نورین تلویزیون ، را ه فردا تلویزیون ، تمدن تلویزیون ، آرزو تلویزیون ، کا بورا پروډ کشن او د با ربد کمپنئ ده چی د سندرو کلیپونه جوړوی او سریا لونه ژبا ړی چی دا رسنئ په حقیقت کی د یهودو او ایران په ما لی او تخنیکی مرستو چلیږی چی ددی رسنیو موخه د ژبنی او قومی تعصبا تو را ټوکول دي چی ځینی له دوی څخه د ا سلامپا لو رسنیو ترنا مه لاندی مذهبی توپیرونه او ځینی یی بیا د ا زادواو بیطرفو  رسنیوتر نا مه لاندی د اسلام ضد خپرونی کوی او هم ملی نفا ق ته لمن وهی چی په حقیقت کی د ایران او اسرایلو تر ګډو پروګرامونو لاندی کا ر کوی .  
په عربی هیوادونو کی د ایران مذهبی مدا خله چی د شیعه ایزم د خپریدو لپاره یی کوی او غواړی چی شیعه یی کوچنی کوچنی هیوادونه را منځته کړی او ایران یی بیا په رهبری کی وی ا و پدی توګه د منځنئ ختیځ په سیا سی ا و ا قتصا دی چا رو کی یو ه لویه ونډه ولری .
که ښه ځیر شو د ایران او اسرایلو ګټی سره تړلی دي او ددی ګټو د خوندی کولو لپاره ددښمنئ په تمثیل سره ګډ کارکوی ، چی لدی اسلام ضد پروګرامونو څخه بل پروګرام یی په فا رسی ژبو ټولنو کی د زرد شتی د ین بیا ژوندی کول او ترویج دئ او د همدی اسلام ضد کړنو له کبله یی د زردشتیانو تعداد څو زرو کسانو ته رسیږی چی لدی څخه یو شمیریی هغه ایرانیان دي چی په اروپا او امریکا کی اوسی ، خو  د ایران د ننه  په ا صفهان ، شیراز او تهران  کی ددی دین ترویج ته ډیری هڅی روانی دی او د ایرانی دولت د ننه د ایران د لر غونی فر هنګ د بیرته ژوندی کولوپنوم د دولت لخوا ځا نګړی بود جه لری چی له همدی بودجی څخه د د قیقو پروګرامونو لاندی د دوی یوه ډله په تا جکستان کی هم فعا له ده او هلته هم د زر دشتیا نو شمیر مخ په ډیریدو دئ چی له بده مرغه  اوس دوی هلته ځینی ټولنیزی نا ستی او مذ هبی مراسم تر سره کوی .
په ا فغا نستان کی ددولت له کمزوری دریځ څخه په ګټه اخیستنی او د ځینو رسنیو په مټ چی ما یی مخکی نومونه یا د کړل د ا فغا نستان او ایران د ګډ فرهنګ تر نا مه لاندی ځینی غونډی او مشا عری د همدی پروګرام  پیلا مه ده چی ښی بیلګی یی د یلدا د شپی ځا نګړی مراسم او د نوروز مبا لغوی لما نځنه ده چی پکی په وار وار زردشت  چی ددی لاری بنسټګردئ او  جمشید او رستم یا دیږی چی دا ټول د زردشتی پیر پیژندل شوی څیری دی خو له بده مرغه زموږ دینی  علمای کرام دی موضوع ته هیڅ ارزښت نه ورکوي او د ګډ فرهنګ تر نا مه لاندی د ارتداد دا هڅی نه احسا سوی او دی ته متو جه ندی چی سپیڅلئ اسلامی فرهنګ به ورو ورو ځای دی با طلو فر هنګونو ته پریږدی او د وخت په تیریدو به خلک له اسلام سره د نا آشنا یی خوا ته ولاړشی او یوا ځی پدی بسنه کوی چی دین د خدای پاک (ج) دئ او لوی رب به یی سا تی چی زما په آند همدا د اند یښنی وړ خبره ده چی اسلامی امت په غفلت کی ا چوی او له خپل رسالت څخه چی د انسا نیت خدمت او دلوی رب د سپیڅلی دین ترویج دئ را ګرځوی او د خرا فاتو په لوی دریا ب یی لا هو کوی .
د ایران د ۱۳۵۷ ه ش کا ل تش پنا مه اسلامی انقلاب په حقیقت کی د همدی موخی لپاره منځته را غئ تر څو کلک دریځي شیعه ا خوند ان د یوه سکولرشا هی نظام ځا ی نا ستي شی او د مذهب پنوم د منځنی ختیځ او منځنئ اسیا هیوادونه د ډول ډول توپیریزو ستونزو سره مخ کړی چی د اسرییلو او عیسوی را هبا نو دا طرحه ډیره بریا لئ پر مخ روانه ده او تر اوسه یی ډیری ښی اسلام ضد پایلی لرلی دي او هم د یا دولو وړ ده چی پدی وروستیو کی د ایران اټومی پروګرام هم ددی پا لیسی یوه برخه ده چی کفری نړئ ا و بیا په ځا نګړی توګه اسرایل غواړی په ا تومی وسلو سنبا ل ایران د عربا نو لپا ره یو ګوا ښ وګرځوی تر څو وکولای شی د عربی نړئ اسلام پلوه ځواکونه لدی وروسته په ایرانیانو وځپی ځکه وار  له مخه د شیعه او سنیا نو تر منځ پرا خ ا ختلافات او وسله والی جګړی دوام لری ، خو که دی ټولو ته ځیر شو په زغرده ویلای  شو څومره چی را هبان د مسلما نا نو لپاره یو ستر ګواښ دئ  تر هغه ډیر ایرانی آخوند ان مسلما نا ن ګواښی او د اسلام تر چتر لاندی په اسلامی نړئ کی فتني وزیږوی .  


وما علینا ا لی البلاغ