د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

روان انقلاب او استاد اشرف غنی

احمدجان تڼي 15.08.2014 20:47

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

په دی وروستیو کی د استاد اشرف غنی احمدزی او په اولسمشری ټاکنو کی دده د سیال عبدالله عبدالله ترمنځ د ملی وحدت د حکومت تر نوم لاندی خبرو د خلکو سره شکونه او تشویشونه را پیدا کړل.
په افغانستان کی دموکراسی د غربیانو او په کابل  کی د ناپوهو سیاستوالو د خبرو خلاف تر ټولو پخوانی تاریخ لری او د افغانی ټولنی ( په ځانګړی توګه د پښتنو ټولنی ) خپل منځي اړیکی په ډیر دموکراتیک سیستم سره تنظیم شوي وې.
جرګه د ریښتینی دموکراتیک سیستم بنسټ جوړوی چی په پښتنو کی د شپږو زرو کلونو څخه مخکی رواج درلود. مګر لویدیز ډوله دموکراسی په افغانستان کی نږدی سل کاله مخکی د امیرامان الله خان ( د افغانستان د پاچا) له خوا معرفی شوه.
مرحوم ظاهرشاه هم د دموکراسی یوه لسیزه رامنځته کړه داسی لسیزه چی د ګډوډی بنسټ یی کیښود او ریس جمهور محمد داود د نوموړی دموکراسی ټغر ورټول کړ.
تر ډيره بریده لویدیز ډوله دموکراسی په فساد، زور او ټګۍ باندی ولاړه وي چی په افغانستان کی د لویدیز ډوله دموکراسی ماهیت هم دا ډول دی.
د اولسمشر ټاکل او یا په ټاکنو کی برخه اخیستل د حامدکرزی تر چتر لاندی د واکمنې ډلې او یا لویدیز کوم نوی شی نه دی چی افغانستان ته راوړل شوی او د هیواد خلکو ته په درد خوړلی وی او اوس د افغانستان خلکو باندی د هغه احسان واچول شی.
په تیرو دیارلس کلونو کی داسی ټولټاکنی تر سره شوې چی په هغه کی یوازی د واکمني ډلی قدرت او امتیازات خوندی  او اولس د تباهی کندې ته ټیل وهل شو.
همدا خبره وه چی په افغانستان کی د موجود نظام په وړاندی عمومی نارضایتی رامنځته شوه.
دی نا رضایتی په مختلفو بڼو سره تبارز وکړ. وسله وال مقاومت، د واکمن حکومت سره نه همکاری، په ټاکنو کی نه برخه اخیستل او نور
د افغانستان خلکو سیاسی پوهه خورا لوړه ده. دوی پوهیږي چی د یوه فاسد، پاشیستی دیکتاتوری نظام د ړنګولو د پاره لومړی باید له سوله ایزو او قانونی لارو استفاده وشی.
او که چیری سوله ایزو او قانونی لارو نتیجه نه ورکوله بیا نو خلک اړ کیږی چی خپل زور څخه کار واخلی.
خلکو ددې له پاره چی د واکمن فاسد او په دیکتاتوری ولاړ نظام ته د پای ټکی کیږدی ، دا وار زیاترو خلکو خپل د رایو ورکولو کارتونه رواخیستل او د بدلون له پاره یی رایی ورکړې.
د فاسد ، لوټمار ،پاشیستی نظام د ړنګولو د پاره په ټولټاکنو کی سراسری ګډون او وړ وګړی ته رایه ورکول د خلکو لومړنی انتخاب و.
خلکو د اولسمشری په وروستیو ټولټاکنو کی برخه واخیست تر څو راتلونکی یی روښانه وي . مګر د رایو په شمیرلو ، او د اولسمشری څوکی د نوماندانو تر منځ سیاسی جوړجاړیو له پاره خبرو ، خلک یو ځل بیا شکمن کړل.
یو نیم وګړی خو حتی ویلی دی چی استاد اشرف غنی  او یا مقابل نوماند  ته د رایی په ورکولو باندی پیښمانه دی. دوی وایی چی موږ ددی له پاره رایی ورکړی چی باید ایتلافی او سهامی حکومتونو سلسله پای ته ورسول شی او ملی ځواکمن حکومت را منځته شی.
د دوی تر منځ په خبرو کی اجرایی پوست او یا وروسته د صدراعظم د پوست ایجادولو باندی د موافقي خبری کیږی.
دا په دی مانا که چیری ټولټاکنی استاد اشرف غنی وګټي بیا به د صدراعظم څوکی او د اپوزیشن څوکی د عبدالله سره وي او هم ویل کیږی چی یو شمیر کلیدی وزارتونه به هم ورسره وي.
دخلکو په باور  ، راتلونکی د ملی وحدت حکومت به د حامد کرزی د فاسد پاشسیتی دیکتاتوری نظام دوام وی عبدالله عبدالله به هم حکومت په لاس کی لری او هم به اپوزیشن.
لکه د کرزی حکومت چی نږدی اویا سلنه ټولنی کلیدی څوکی د هغی ډلی سره وې چی عبدالله یی نوماند کړی وه او هم عبدالله عبدالله د کرزی د حکومت اصلی اپوزیشن بلل کیده.
همدا خبره ده چی خلک یو څه اندازه د استاد اشرف غنی په هکله پوښتنی کوي ، چی د ده بری ټولو ته معلوم دی بیا کوم مجبوریت دی چی تر حامدکرزی دی واکمنی ډلی ته زیات امتیازونه ورکوي.
یو ټکی باید ووایوچی د افغانستان خلک په تیره بیا پښتانه پښتو ته منسوبو سیاستوالو او واکمنانو ته د شک په سترګو ګوري.
په تیرو دوه پیړیو کی پښتنو ته منسوبو واکمنانو ، د نورو خوشالی د تر لاسه کولو د پاره د پښتنود تباهی د پاره مټې رانغښتی دي.
ددی یو ښه مثال د حامد کرزی واکمنی ده. حامدکرزی ددی له پاره واک ته ورسید چی د پښتنوقوم ته منسوب دی او و به کولی شی ثبات تامین کړي.
په افغانستان کی پنځه نوی سلنه پښتنو د ښاغلی حامد کرزی ته رایه ورکړه دده له پاره نوی واده شوي نجونی د رایو ورکولو مرکزونو ته ولاړې ، ډیر سپین ژیږی او سپین سری کسان د اولادونو په اوږو د رایو ورکولو مرکزونو ته ولاړل او هغه یی د نورو سیالانو په وړاندی بریالی کړ.
خو دده په واکمنی کی ټول پښتانه او په ځانګړی توګه  تر ټولو کندهار زیات تباه شو.
دحامد کرزی ادارې  په دی دیارلسو کلونو کی :
    •    د پښتنو سیمی د انکشاف څخه شاته وغورځولی.
    •    په پښتنی سیمو کی یی د پوهنی مخنیوی وکړ
    •    په میلیونو پښتو ژبی زده کونکی یی په مورنی ژبه د زده کړو بی برخی کړل
    •    د لوړو زده کړو د موسسو دروازی یی په ماهرانه توګه د پښتو ژبو زده کونکو په مخ وتړلی
    •    د لوړو زده کړو په بورسونو کی د پښتنو زده کونکو شمیر د اوړو او مالګی په تناسب و
    •    پښتو ژبه د رسمیاتو او ملی توب څخه ولویده.
    •    پښتنی سیمی یی د جګړو په ډګر تبدیلی کړې
    •    هره ورځ په سلګونو بیګناه پښتانه د حامدکرزی د پوځونو له خوا ووژل شول
    •    په پارلمان کی پښتوژبی سیمو خلکو ته د نفوسو په اندازه څوکی ورنکړل شوی
    •    د هیواد په مرکزی سیمو کی د کوچیانو او نورو پښتنو شخصی ملکیتونه د حکومت په زور د متعصبوپاشیستی کړیو له خوا غصب شول
    •    د ځینو کړیو له خوا د افغانستان د تجزیی نکشی ترتیب او عملا کار ورته دوام وموند
    •    د هیواد په شمال کی په سلګونو زره پښتانه لا تراوسه خپلو کورنو ته نشی ستنیدای
    •    په شمال په ځانګړی توګه په تیرو دیارلسو کلونو کی د حامدکرزی د ملیشاو له خوا د کندز به ولایت کی د پښتنو ټولوژنه روانه ده
    •    په دولتی مقرراتو کی لومړی پنجشیری ، تاجک او وروسته هزاره توب ته لومړیتوب ورکول کیږی.
    •    د والیانو وزیرانو مقرری د اړونده تنظیمونو له خوا کیده
    •    پښتانه په خپل هیواد کی پرادی شول
    •    حامدکرزی اداری نه یوازی د افغانستان پښتانه وځپل بلکی پنجاپ یی وهڅوه چی د قبایلو پښتانه هم وځپي.
یو شمیر کسانو دا ادعا کوله چی زموږ رایه ، موږ ته بلا شوه.
د پورتنیو بی عدالتیو د پای ته رسولو د پاره ټولوافغانانو او په تیره بیا پښتون اولس یو ځل بیا د رایو ورکولو ډګر ته راووتلل او دا واریی د استاد اشرف غنی څخه ملاتړ وکړ.
د استاد اشرف غنی له پاره په لسګونو پښتانه د هیواد په مختلفو برخو کی د ټوپکیانو له خوا ووژل شول او یا ددوی ګوتې غوڅی شوې.
دوی دا وار ددی له پاره استاد اشرف غنی ته رایه ورکړه چی پښتنو ته هم د هیواد د نورو وګړو په شان برابر حقوق ورکړل شی.
یعنی :
    •    د نفوسو د واقعی شمیر په اندازه په دولت کی وجود ولری
    •    په پارلمان کی د هری سیمی د واقعی نفوس په اندازه وکیلان وجود ولری
    •    په معارف او لوړو زده کړو کی ورته وړ شرایط برابر شی
    •    په سیمه کی یی سوله او امنیت ټینګ واوسی
    •    متوازن انکشاف څخه له پامه ونه غورځول شی
    •    د لیاقت ، اهلیت او صداقت په نظر کی نیولو سره اشخاص په دولتی ارګانونو کی مقرر شی
خو کله چی د ملی وحدت د نوم لاندی د حکومت په هکله د دواړو نوماندانو تر منځ خبری پیل شوي د زیاتو کسانو په ګومان ، ټولنیز او سیاسی بهیر هغی خواته نه دی روان لکه څنګه چی د هیواد د خلکو غوښتنه وه.
د خلکو سره د ملی وحدت د حکومت په هکله پوښتنه ده.
د خلکو سره دا پوښتنه ده ، ایا د ملی وحدت حکومت د واکمن فاسد ، په تعصب ولاړ دیکتاتوری د دوام په مانا دی او که په رښتینی توګه به ټول ملت په راتلونکی حکومت کی ځای ولری؟
خود مقابل اړخ کسان داسی ښکاره کوی چی که چیری استاد اشرف غنی یی وګټی بیا به د صدراعظمی څوکی او مهم کلیدی وزارتونه ددوی سره وي.
یعنی د صدراعظم د پوست په ایجاد سره به د دوی واک د ښاغلی حامد کرزی د دوری څخه زیات وي.
دوی دا ډول حکومت ته د ملی وحدت حکومت نوم ورکوي.
کوم ملی وحدت حکومت؟
په افغانستان کی د حامدکرزی په حکومت کی د پکتیا، خوست ، لوګر،پکتیکا، هلمند، ارزګان، زابل، فراه ، نیمرزو ، غور، بادغیس، فاریاب، کندز، کنړ، کاپیسا، بغلان، بلخ ،کابل ، غزنی، هرات ، سرپل ، جوزجان او نورو پښتنو څخه یو وزیر ، یو والی او یو کوماندان وجود نه درلود.
په هغه وخت کی د ملی وحدت د حکومت طرح ولی نه وړاندی کیده.ایا په دی ټولو پښتنی سیمو کی یو وګړی هم نه و چی د وزارت څوکی مخی ته بوزی؟ او یا د  ریاست او یا ولایت په څوکۍ کیني؟
ټول واک د یوي ډیری کوچنی ډلګی په لاس کی متمرکز او د هیواد د اتیا سلنه څخه زیات خلک د واکمن نظام څخه ځانونه پرادي بولی.
په ملی وحدت کی ټول هیواد خلک په نظر کی نیول کیږی او په ټول هیواد په هره سیمه کی وتلی استعدادونه موجود دی.
راتلونکی ملی وحدت حکومت
موږ کولی شی د ملی وحدت حکومت د دری زاویو وګورو:
    •    د هیواد د ټولو سیمو خلکو څخه استازیتوب
    •    د هیواد د ټولوتوکمونو څخه د دوی دواقعی موجودیت په اندازه استازیتوب
    •    د ټولو فعالو سیاسی ډلو په استازیتوب اداره
    •    لیاقت ، تجربه ، وطن سره د مینې د روحیی له مخې
اوس د استاد اشرف غنی څخه پوښتل کیږی :
ایا دی غواړی پورتنی پورتنی فکتورونه په نظر کی ونیسی؟
او که یوازی دی غواړی د عبدالله عبدالله سره دولتی څوکی وویشی؟
اوس راځو دی ته که چیری استاد اشرف غنی غواړی په واقعی مانا سره د ملی وحدت حکومت را منځته کړی باید پورتنی فکتورونه په نظر کی ونیسی.
یعنی په مجموعی ډول سره په واقعی توګه هر توکم چی اکثریت دی باید په دولت کی زیات تبارز وکړي د دولت په لوړو څوکیو کی باید د هری سیمی څخه بااستعداده او وړ کسان وګومارل شی.
په سیاسی توګه په افغانستان یوازی دولتی سیاسی ډلی فعالی نه دی بلکی دلته ډیر ځواکمن تنظیمونه لکه د طالبانو تحریک د حزب اسلامی ګوند هم وجود لری .
د پورتنیو دواړو ګوندونو او یا تحریکونو په نه موجودیت کی د سیاسی ډلو څخه تشکیل شوی د ملی وحدت حکومت کومه مانا نه لری او نه په هیواد کی ثبات راتلی شی.
سیاسی – پوځی مانورونه:
د ټولټاکنو مقابل اړخ ددی له پاره چی خپل فشار په اړوندو ارګانونو زیات کړی  ځینی سیاسی او پوځي مانورونه کوي. چی دا مانورونه د خلکو په نظر ، ډیر یی غیر قانونی دي:
د حالاتو په څیړلو سره دا هم ممکنه ده چی په هیواد کی یوه پوځي پاڅون  تر سره شی.
که دا پوځي پاڅون پیل کړی او په دی صورت کی به دوی هیواد د یوی بلی جګړی خواته ټیل وهی.
په دی کی شک نه شته که چیری دا کړۍ پوځی اقدام وکړی په هغه صورت کی کیدای شی هیواد د یوي بلی ستری فاجعی سره مخامخ شی.
په ډير ګومان استاد اشرف غنی د همدي ویریږی چی خدای مکړه هیواد به د ستر ناورین سره مخامخ شی.
خو هغه څه چی د ویلو وړ دی  هغه دا چی د افغانستان په پیښو کی لویدیز او په ځانګړی توګه امریکا دخیله ده او همدارنګه په افغانستان کی بهرنی پوځیان وجود لری او د دوی شمیر هم کم نه دی. دا پوځیان کولی شی هر ډول پاڅون شنډ کړي.
همدا خبره ده  که په افغانستان کی نړیوالی ټولنی وجود نه درلودلی بیا کیدای شول . خو دا چی تر اوسه دا ډول پاڅون تر سره شوی  نه دی علت دادی چی واکمنی کړۍ  هم د لویدیز د غبرګون څخه ویریږی.
یو شمیر کسان فکر کوی چی ښایی یو شمیر سیاستوال او مخالف ټیم ددی سیاسی – پوځي مانورو تر اغیزی راشی او په دی ډول سره ګټونکی ټیم خپلو غوښتنو ته تسلیم کړي. واکمنه ډله دی ډول تسلیمی ته توافق وایی:
د واکمنی ډلګی یو مهم مشر یوه تلویزیون ته وویل باید د نوماندانو تر منځ توافق راشی . او بیا کیدای شی د توافق له مخی پایلی اعلان شی.
نوموړی په ټینګار سره وویل  چی توافق تر رایو مهم دی.
د نوموړو خبرو څخه معلومیږی چی واکمنه ډلګی غواړی د افغانستان د خلکو اونړیوالو د تیرایستلو د پاره یوازی د استاد اشرف غنی ټیم ته یو څه امتیازات ورکړی او په مقابل کی خپلی واکمنی ته دوام ورکړي.

اساسی قانون او راتلونکی حکومت
دواړه ډلی د یوه اجراییوی پوست په هکله خبری کوی.  خو دا پوست د افغانستان د دولت په تشکیل کی نه شته.
د حامدکرزی په اداره کی دوه پوستونه موجود دی چی یو یی د چارو د اداری د لوی ریس پوست دی. دا څوکی یوه اجراییوی څوکی ده چی د ټولو وزارتونو سره سروکار لری .  دا څوکی د حامد کرزی په حاکمیت کی د یوی مشخصی ډلی چی خلک یی په قومی تعصب هم تورنوي  په لاس کی وه.
  ایا په افغانستان کی پارلمانی نظام مثبته پایله درلوده؟ په دی هکله استاد اشرف غنی به ژور معلومات ولری.
د مرحوم ظاهرشاه د دموکراسی په دوران کی کوم صدراعظم خپله دوره پوره کړای شوه ؟
ګلبدین حکمتیار د صدراعظم او استاد برهان الدین ربانی د رییس جمهور په توګه څومره خلک ووژل او په کابل یی څه وکړل؟
د حامد کرزی دولت چی په مرکزیت باندی ولاړ دی ایا دا توان لری چی یو والی او یا یو کوماندان چی د ځواکمنی ډلی غړی دی د کار لری کړی؟
ایا د واکمنې ډلی څخه کوم وګړی چی په جنایتونو ، جرمونو ، فساد او یا قاچاق باندی تورن وی کومی محکمی ته ورمعرفی شوی دی؟
که چیری راتلونکی حکومت هم سهامی ایتلافی شی په هغه صورت کی:
نو استاد اشرف غنی به څه ډول صدراعظم ( که ښه دنده یی نه تر سره کوله) د دندی ګوښه کړی او په ځای به یی بل مقرر کړی؟
د ځینو کتونکو په باور لکه څنګه چی ښکاره ده کیدای شی د دوو نوماندانو د خبرو پایلی دی ته ورسیږی چی بایلونکی نوماند تر ګټونکی نوماند ډیر صلاحیت ولری.
مګر استاد اشرف غنی څرګندوی چی د اولسمشر په صلاحیتونو کی به بدلون نه راځي.
مګر په تیرو دیارلس کلونو کی ولیدل شول چی ښاغلی حامد کرزی ټول صلاحیتونه د قانون سره سم لرل خو عملا د یوه والی ، وزیر او یا رییس د مقرریدو صلاحیت ورسره نه و، او دصلاحیت مخکی له مخکی ټاکلو ډلو او یا کسانو ته ورکړل شوی و.
د ایتلافی – سهامی ( ملی وحدت ) حکومت په وړاندې غبرګونونه:
اوس خلکو ته ښکاره شوی ده چی مقابل لوری غواړی په استاد اشرف غنی باندی ایتلافی - سهامی حکومت ومنی داسی حکومت چی د ( حامد کرزی د حکومت څخه زیاتی ) ټولی کلیدی څوکی او امتیازات د دوی واوسی او د اپوزیسیون امتیازات هم ورسره وي.
د حامد کرزی د حکومت په شان ، حکومت به دوی چلوی امتیازات به دوی اخلی خو خلک به ښکنځل اولسمشر ته کوي.
یو شمیر سیاسی او مدني ټولنو د غونډو په ترځ کی د اړوندو خواو څخه وغوښتل چی د دوی د رایو درناوی دی وشی او هغه څوک چی ګټونکی کیږی باید حکومت تشکیل او بایلونکی د اپوزیشن کی ځای ونیسی.
په دی ډول د افغانستان د جنوب سیمو مشرانو هم دا غوښتنه کړی ده چی د ټاکنو پایلو ته دی درناوی وشی .
په دی ډول لویی پکتیا شپږو ولایتونو مشرانو هم یوه غونډه کړی او په کلکه یی د ملی وحدت تر نوم لاندی ایتلافی - سهامی حکومت رد کړی دی.
په دی غونډه کی د پښتنو ستر مشر پاچاخان ځدران وویل چی د دوی له پاره ملی وحدت تر نوم لاندی ایتلافی- سهامی  حکومت د منلووړ نه دی هغه وویل چی د خلکو رایو ته دی درناوی وشی . هغه زیاته کړه که چیری دا ډول حکومت په نظر کی و، بیا تیرو ټولټاکنو څه مانا درلوده؟
اولسی غبرګونونه ورو په هیواد کی راټوکیږی او پراخیږی. کیدای شی دا غبرګونونه په ټول هیواد کی خپره شی.
خلک قانونیت ، عدالت او امنیت غواړی .
باید ووایو چی :
مار چیچلی د پړي څخه هم بیریږي.
خو د افغانستان خلک ( په تیره بیا پښتانه ) په لسګونو واره مارانو چیچلی او د دوی سره په چا باور نه دی پاتې .
دا چی حامدکرزی په تیرو دیارلسو کلونو کی د افغانستان د خلکو او په تیره بیا د پښتنو سره څه وکړل ؟  
د خلکوپه وینا حامد کرزی ته په ټولټاکنو کی خپلو مرستیالانو هم رایی نه وی ورکړی د بنجشیراوهزاره جاتو څخه د حامدکرزی رایی په نشت شمیرل کیدي .
مګر د حامد کرزی په واکمنی کی یوازی هغه څوک په لوړو څوکیو کی و چی هغه ته یی رایه نه وه ورکړي.
په ټولو پښتنی سیمو کی دده رایی د نوي سلنه څخه زیاتی وي. مګر دده په واکمنی کي پښتانه په ډیره بی رحمانه توګه وځپل شول اود انکشافی پلانونو او پروګرامونو بی برخي کړل شول.
د خلکو په باور ، باید د حامدکرزی د دوری ترخې تجربی تکرار نه شی او باید په کلکه د ټولو هغه څه سره چی وطن د تباهی خواته بیایی مبارزه وشی.
د خلکو په باور که چیری زورواکی ، متعصبی او لوټماری ډلی په راتلونکی حکومت کی اساسی ونډه ولری په هغه صورت کی په افغانستان کی د قانون واکمنی ناممکنه ده.
دا ځکه چی په افغانستان کی په تیرو دیارلسو کلونو کی د قانون ماتولو ، ګډوډۍ ، لوټ ، جرم او  جنایتونو اصلی لوبغاړی همدا زورواکی کړۍ دی چی ځانونه د قانون څخه لوړ ګڼي.
دا زورواکی کړۍ فکرکوی چی دوی هر څه ویلی شی او هر څه کولی .
چی له بده مرغه په تیرو دیارلسو کلونو کی د هیواد همدا حالت و.
له دی امله د هیواد خلک او په ځانګړی توګه پښتانه د ملی وحدت حکومت تر نوم لاندی د واکمنی ټلوالی سره معاملی ته د شک په سترګو ګوری.
ملی اجماع :
د ملی حکومت جوړول ، ملی پراخه اجماع غواړی په هغه اجماع کی ټول اولس ، ټولی سیاسی ډلی او ټولی طبقی او قشرونه مطرح وی.
د دا ډول ملی وحدت حکومت جوړول ، د دوه انتخاباتی ټیمونو په مذاکراتو کی ناممکن دی .  
همدا سبب دی چی خلک ددوو نوماندانو په خبرو باندی شکمن شی.
د بلخ والی خو یوی لسیزی څخه زیات  مستقل ولایت وکړ، هلته یی د ویری ، ترور ډار فضا را منځته کړی او  بی شمیره دولتی او شخصی ملکیتونه غصب شوی او دا بهیر روان دی.  او دا به د نورو پڼځو کلونو د پاره په خپل ځای پاتی وي.
 د کلیدی وزارتونه ( امنیتی په ګډون) به د پخوا په شان دفاسد او په تعصب ولاړ نظام د چلونکو په لاس کی وي او حتی د اولسمشر څخه به هدایت نه اخلی هدایت به د پخوا په شان د خپل تنظیم څخه اخلی .
په افغانستان کی په سیاسی او امنیتی حالاتو باندی توافق ته اړتیا شته . خو دا توافق باید سراسری ، په ټولو ګوندونو او خلکو باندی شامل وی.
د استاد اشرف غنی اوسنی توافق چی مخالف ټیم ورته لیواله دی یوازی د یوي وړوکی سیمی څخه د یوې ډلګی سره دی. چی دا ډول توافق ددی په ځای چی د سولی ، امنیت او ابادی سبب شی ، په واقعی مانا سره د جګړی د زیاتوالی او تباهی سبب کیږی.
د افغانستان د خلکو په باور دواړه انتخباتی ټیمونه د هیواد د خلکو استازیتوب نه شی کولی. دوی دا حق نلری چی د هیواد د راتلونکی په هکله چی په اساسی قانون کی پیش بینی شوی نه وی تصمیم ونیسی.
امنیت:
په افغانستان کی امنیت د فاسداو په تعصب ولاړ نظام د چلونکو له خوا د ګواښ سره مخامخ او زیاتره جنایتکاره ډلی د دولت اړوند چارواکو سره لاس لری.
په تیرو دیارلسو کلونو زیات شمیر خلکو ددی له پاره ټوپک ته لاس کړ چی دوی ولیدل هغه کسان په واک کی دی چی په سلګونو زره خلک یی وژلی او هیواد یی کنډوالی باندی اړولی دی.
همدارنګه د نظام چلونکو په ټول قدرت سره زیار وایسته چی بهرنیو ځواکونو ته په ناسمو راپورونو ورکولو سره په قصدی توګه افغانستان خلک او په ځانګړی توګه پښتانه وځپی. ددی ناسمو راپورونو په پایله کی په لسګونو زره کسان ووژل شول اودا بهیر روان دی.
همدارنګه نوموړوکړیو چی په وسله والو ځواکونو کی اغیزه لری په قصدی توګه په پښتنی سیمو کی جګړه ایز فعالیتونه پلان کوي چی له دی لاری دوی ډیر د پښتنو کلی وران کړی او دا بهیر روان دی. چی ښه مثال یی د کندز ولایت دی.
عدالت:
په تیرو دیارلسو کلونو کی د افغانستان خلکو د عدالت څخه کوم څه ونه لیدل . د خلکو په وینا نږدی اکثریت په زندانونو کی بندیان بی ګناه دی او هم د دوی دوسیی څوک نه څيړي.
ښاغلی حامدکرزی ددی له پاره چی په ټولنه کی یو دریز ولری د بګرام د بندیخانی څخه یو شمیر کسان خلاص کړل. مګر په زرګونو کسان دده په بندیخانو کی بیګناه بندیان دی او د هغوی د خلاصولو په هکله تصمیم نه شی نیولی.
په ټولنه کی اقتصادی، سیاسی ،اداری عدالت وجود نلری او یوازی ډير محدود اقلیت چی په ډیره وړوکی سیمه پوری تړلی دی ، په هیواد واک چلوی.
روان انقلاب
په دی کی شک نه شته چی اوسنی د قدرت انتقال د دوه وګړو ترمنځ نه دی بلکی دا انتقال د دوه سیاسی بهیرونو ته منځ دی.
یو واکمن په فساد او تعصب ولاړ ایتلاف  او بل اولسی سیاسی خوځښت
افغانستان په یوه دوه لاری کی ولاړ دی.
دا دواړه لاری اوس څنګ په څنګ دی :
    •    په لږ دقت سره کیدای شی ټولنه بریالیتوب خواته ولاړه شی
    •     یا کیدای شی د تباهی لویی کندې ته ولویږي.
دلته انقلاب او ضد انقلاب موضوع مطرح ده.
اولسی سوله ایزانقلاب او په مقابل کی ضد انقلاب
د استاد اشرف غنی د وینا سره سم اوس د سیاست کولو مهال دی.
مګر د شرایطو سره سم کیدای شی اولسی فشار او پوځی عمل هم د سیاسی موخو د تر لاسه کولو د پاره وکارول شی.
سیاست علم دی چی د ټولنی د تکامل او بدلون په نتیجه کی رامنځته شوی او د ټولنی د پرمختګ سره بدلون مومی. سیاست د ټولنی د بدلونو او د نورو ټولنو سره د اړیکو په نظر کی نیولو سره تغیر مومی د اولسونو ، توکمونو ، ډلو او وګړو د ګټو د تامین او خوندی کولو د پاره ، پلی کیږی.
په سیاست کی شخصی ، ډلې ، قوم ، سیمی او اولس ګټي مطرح کیږی او ددی ګټو د لاسته راوړلو او ساتلو د پاره مبارزه کیږی.
په هره ټولنه کی سیاستوالان اوسیاست پوهان وجود لری چی هر یو او یا سیاسی ډله د ټولنی د ځانګړو برخو او یا په مجموع کی د ټولو د ګټو په دریز کی ودریږی.
سیاستوالان سره اتفاق کوی ، یو د بل په وړاندی ودریږی او د خپلو پروګرامونو د پلی کولو د پاره چی د موجوده ټولنی او یا سیمی او نړیوالو د حالاتو څخه سرچینه اخلی عملی ګامونه پورته کوي.
خو ددی له پاره سیاسی موخی تر لاسه شی په اوسنی مهال کی د ګوندونو رامنځته کیدل ضروری دی.
سیاسی ګوندونه خلکو ته خپل پروګرامونه وړاندی کوي د خلکو ملاتړ تر لاسه کوي او بدلون را منځته کیږي.
په دافغانستان کی داسی ګوندونه چی سراسری واوسی او هم په سوله ایزو مبارزو باندی باور ولری وجود نلری.
یو شمیر کوچنی ډلی چی په روشنفکری ساحه کی محدودی شته چی هغه هم په ټاکلی جغرافیا او یا توکم کی فعالیت کوي.
په هیواد کی واکمني  ډلی او یا کړۍ ملیشایی- سیاسی ډلی دی چی د جنګی موخو د پاره جوړی شوی وې او تر ډيره بریده د سیاسی مبارزی سره علاقه نه ښیی. دوی زور غږوی.
دې ډلو نه یوازی په مرکزی حکومت باندی کنترول ساتلی بلکی په ولایتونو کی یی د قدرت مرکزونه رامنځته کړي دي کله کله د ولایتونو څخه په مرکزی اداره باندی سترګې برګوي.
په یوه په تعصب فساد او دیکتاتوری نظام کی د یوه پراخ ملی – سیاسی خوځښت رامنځته کیدل ډیر ستونزمن دی همدا خبره ده چی دیارلس کاله یی ونیول تر څو د ظلم او استبداد په وړاندی په ټول هیواد کی یو ملی تفکر رامنځته شی .
ددی ملی تفکر په رامنځته کولو کی یو شمیر رسنیو ډیر مهم رول ولوبوه.
خو هغه څه چی ډير مهم و او دی په افغانستان کی ټولنیزی رسنۍ او موجوده رسنی دی. ددی رسنیو فعالیتونه ددی سبب شول چی خلک په خوځښت راشی.
که څه هم د کابل اداره کی واکمنو کړیو هڅه وکړه چی ټولنیزی رسنی ( فیسبوک...) وتړي مګر په دی کی موجوده اولسمشر حامدکرزی مقاومت وکړ او پری یی نښودل چی د ټولنیزو رسنیو له لاری د خلکو تر منځ اړیکی وشلیږی.
دا خبره به سمه وي چی ووایو:
فیسبوک په افغانستان کی ملی انقلاب ته زمینه برابره کړه.
د هغه څه څخه چی د کابل زورواکان ویریدل .
انقلاب روان دی. دا دوه اړخونه لري:
انقلابی ځواکونه :ټول افغان اولس ، روڼ اندی ، ملی او وطنپال قوتونه ، دموکراتیک غورځنګونه
د انقلاب ضد ځواکونه:حاکمه لوټماره ډلې ، په ایران او پنجاپ پورې تړلی پټی شبکی ،
خلکو د انقلاب د راتلو اراده کړی ده او ددی ارادی د عملی کولو د پاره یی یو ګام هم پورته کړی دی هغه په ټولټاکنو کی ګډون او د خپلی خوښی نوماند ته رایه.
اوس که د انقلاب مخالفین هڅه وکړی چی د انقلاب د بری به لاره کی خنډونه راپیدا کړی په هغه صورت کی ممکنه ده چی خلک نور ګامونه هم پورته کړي.
په افغانستان کی د ملی انقلاب د بری له پاره زمینه برابره شوی ده ،خلک بدلون غواړی او هغه رامنځته کوي . په مقابل کی د انقلاب ضد اړخ دا وس نلری چی حالات کنترول کړی .
.اوس خلک د فاسد دیکتاتوری نظام څخه ستړی او ملی سراسری پاڅون ته تیار دی .
په مقابل کی نړیواله ټولنه هم د فاسدو واکمنو کړیو سره په تنګ راغلی او نوره نه غواړی ددی ډلو څخه ملاتړ وکړی.
یوازی ګاونډی هیوادونه ( ایران او پنجاپ) په افغانستان کی د ملی او ځواکمن حکومت د جوړیدواو د پرمختګ مخالف دی. مګر که خلک په جدی توګه د بدلون لپاره مټی راونغاړی بیا د انقلاب ماتیدل ناممکن دی.
د انقلاب برخلیک د اولسمشری په ټولټاکنو کی د خلکو د رایو سره تړلی دی.
که چیری د خلکو رایو ته ارزښت ورکړل شی افغانستان د سولی او ابادی خواته ځي او که د خلکو رایی د سترګو وغورځول شی بیا نو په هغه صورت کی به هیواد سترې ستونزی را وزیږي.
خلکو د اساسی قانون سره سم  د راتلونکی په هکله فیصله د رایو په ورکولو سره کړیده او نوموړی فیصلی ته باید درناوی وشی.
هر ډول خبری او مذاکرات چی د خلکو فیصلی ته زیان رسوي باید تری ډډه وشی.
خلک په دی باور لری چی استاد اشرف غنی به داسی کار ونکړي چی د افغان اولس د فیصلی  خلاف وي.
د یادولو وړ ده چی خلک د استاد اشرف غنی له خوا د انقلاب او بدلون له پاره نه دی تنظیم کړل شوی بلکی دا خلک دی چی استاد اشرف غنی یی رامخکی کړی تر څو د لوړاستعداد او رښتینوالی له مخی وکولی شی یوه ملی اداره رامنځته او د خلکو په ملاتړ سره هیواد  د سولی ، ارامی ، پرمختګ او یووالی خواته بوزی.
دا ناڅاپی خبره نه ده چی د عادی خلکو له خوا ورته د بابا اود سیاستوالو له خوا د افغان ګاندی لقب ورکړل شوی دی او نوموړی ته اړینه ده چی خلک ده ته ددی لقبونو په ورکولو  باندې پيښیمانه نه کړي.