د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چي یاران به نه وي

عبدالباري جهاني 15.08.2014 01:04

ملګرو داسي وخت به راسي چي یاران به نه وي
مېنه به تشه له میړونو وي سیالان به نه وي
د ښار کوڅې به وي لښکر د ابوجهل نیولي
منبر به وي، بلال به وي، ږغ د آذان به نه وي
همدا ښارونه، دا کیسې او دا نیکونه به وي
کابل به وي، فرنګ به وي خو اکبر خان به نه وي
له غاړګیو به لمني تر لندنه ورځي
مغول به وي، یرغل به وي او خوشحال خان به نه وي
د رستمانو په نکلونو به ملنډي وهي
هم به ګرګین هم کندهار وي، اصفهان به نه وي
پردي توپونه به غړومبیږي د قیامت تر ورځي
جهان به وي، قانون به وي، زړه د انسان به نه وي
هم به د دوست هم د رقیب له لاسه زهر چښو
زلمي به وي، عقل به وي مګر ایمان به نه وي
د سورلنډیو انګولا به پښتانه بیروي
د وینو جوش، د توري شرنګ، ږغ د افغان به نه وي
د پښتنو درنې جرګې به تر وړۍ سپکي سي
قام به راټول سي، پاچاخان او صمد خان به نه وي
شمع به واخلي فاتحه د جهاني د نظم
ساقي به وي، خُم به خالي وي، میخواران به نه وي
۲۰۱۴- د اګست یوولسمه ویرجینیا