د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناسم تربګنت زمونږ د بربادۍ سبب ګرځي

عبدالرحیم ((موسی زی)) 12.08.2014 23:26

کله کله به چې زه د خپل لوست او زدکړو څخه فارغ شوم نو غوښتل به مې چې له خپلو مشرانو سره د کلیوالي ژوند په هکله هم لږ او ډیر د زړه خواله وکړم، خو کله به چې زه له مشرانو سره غږیدمه هغوی به د ټولو ښو کارونو تر څنګ په خبرو کې د تربګنت کلمه ډیره راوړله البته دا هغه کلمه ده چې په کلیو اوبانډو کې ډیره کارول کیږي.
زه باید د یوه پوه ځوان په توګه دې مسلې ته پرته له کومې ویرې اشاره وکړم چې تربګنت یعنې جهالت، بدبختي، بې عقلي، ناپوهي، بربادي او بلاخره د خپل دنیوي او اخروي ژوند سره جفا کول دي نو په دې اساس مونږ باید له دغه ناوړه او بد مرغه عمل څخه خپل ځان وژغورو.
لکه څرنګه چې دغه عمل زمونږ په سپیڅلي دین کې هم په کلکه سره منع شوی دی خو په خواشینۍ سره زمونږ ځینې ورونه په بې خبره توګه دغه ناوړه عمل ترسره کوي چې نتیجه یې د هغه او د هغه د کورنۍ د بربادۍ سبب ګرځي د دغه کرغیړن عمل لومړنی کس چې یعنې د تربګنت بنسټ یې کېښود هغه ابو جهل وه ، هغه ښه پوهېده چې د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) حق پيغمبر دی خو ابوجهل نابوده ویل چې اوه دا خو زما تربور دی ولې یې ومنم هماغه وه چې ځان یې لویې تباهۍ کې واچوه هېره دې نوي چې په دې هکله حدیث شریف دی :
هغه څوک ز مونږ څخه ندی چې خلک قوميت ته رابولي اوهغه څوک ز مونږ څخه نه دی چې پدغه خاطر جګړه کوي اوهغه څوک له مونږ څخه ندی چې په همدی مفکوره مړ شي .
بل ځای کې نبي کریم (ص) فرمايي:

څوک چې له خپل قوم سره په غيرمشروع کار کې مرسته کوي دهغه اوښ په شان دی چې په کنده کې لويدلی وي اود لکۍ په رانيولو سره دکندې نه راکښل کيږي یعنې داچې داسې نامشروع عمل داسې بد هلاکونکی انجام لري چې بيا څوک نجات نشي ورکولای نو ګرانو مسلمانو ورونو ولې مونږ نشو کولای د هغو انساني او نفساني  شیطانانو پر چټل مخ د حقیقت څپېړه ورکړو چې د خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره زما او ستا څخه وسیله یي ګټه پورته کوي؟

مونږ د افغانستان مسلمان ولس له کلونو کلونو څخه د ګاوڼدیو او نړیوالو دښمنانو له لوري د وسیلې په توګه استعمال شولو، زمونږ خاوره چې د مور حیثیت لري ویجاړه شوه، د څو بې ایمانه او بې غیرتو کسانو په خاطر چې له دین یې هم غلطه ګټه پورته کړه، د هر افغان په کور کې د غم ټغر هوار وه، څوک یې دلته څوک یې هلته سرګردانه او لالهانده ځغلول آن تر دې چې د هغوی یوه ستره موخه زمونږ مسلمان ولس په منځ کې د کور په کور دښمنۍ برنامه هم درلودله چې تر یوه بریده یې دغه نه بخښوونکی عمل ترسره خو د خدای په مرسته او برکت هغوی نابوده شول او دغه شوم هدف ته ونه رسېدل، نو مسلمانه وروره زه او ته چې له یوې خوا د مسلمانۍ او ورورولۍ دعوی کوو نو بیا ولې یوه داسې احمقانه عمل ته لاس په کار شو چې سبا هم د کورنیو او هم د بهرنیو دښمنانو د مسخرې سبب شو؟

هیره دې نوي او ټول هېواد وال دې په دې پوه شي مونږ هر یو باید د خپلو او نورو له ماضي څخه عبرت واخلو، مونږ باید خپلو تیروتنو څخه یو څه زده کړو، هیڅوک له هیچا څخه ضعیف او کم ندي، هیڅوک له چا څخه قوي ندي هیچا ته باید اجازده ور نکړو چې مونږ د خپلو هدفونو په خاطر لکه د اور لرګي استعمال کړي.


ګرانو هېواد والو، له شپږو دیرشو کلونو څخه را په دېخوا زمونږ پر وړاندې او زمونږ د ولس پر وړاندې بیلابیلې کورنۍ او نړیوالې دسیسې جوړې شوې او جوړيږي تر څو زمونږ ولس، بدبخته، ناکامه، نارامه، بدنامه او بیوزله وي که چیرته لږ ځیر شو نو وینو چې د دغو بدبختیو اصلي عاملین د دې هیواد هغه منحوسه او ملعونه کسان ول چې یواځې او یواځې  د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د دې بېوزله ولس له وینو سره لوبه وکړله او دغه ولس یې د غم په ټغر کښینوه.

که څه هم  په دې لیکنه کې زما خطاب د افغانستان ټول ولس ته دی خو په دې وروستیو کلونو کې وینو چې په پښتون میشتو سیمو په ځانګړې توګه د کابل د قره باغ ولسوالۍ ولس په جدي توګه دې بدبختۍ سره لاس او ګریوان دی، دا د هر لیکوال او هر باسواده کس مسؤلیت دی چې خپله ایماني وظیفه ترسره کړي تر څو په یوه ناچیزه څیز پر سر له تربګنت، کینې، جګړې، بدمرغۍ، د نورو انساني شیطانانو خبرې باید رد کړو ځکه چې د دښمنۍ اور بیا ډیر اوږد دی، زمونږ دنیوي او اخروي ژوند له غم او بربادۍ سره مخامخ کوي، دښمني هیڅ اتل نلري، دښمني د مغرضو کسانو د بقا، د شیطانانو د خوشحالۍ او زمونږ د اصلي دښمنانو د پرمختګ سبب ګرځي، جنګ او ځان ښودنه د بې منطقه کسانو اصل دی، جګړه په ولس کې کرکه زېږوي، جګړه د هیڅ وګړي په ګټه نده، جګړه او دښمني زمونږ د ټولو د بې عزتۍ او شرمسارۍ سبب ګرځي خو سوله زمونږ د نېکمرغۍ، یووالي او سرلوړۍ سبب کیږي.

زه په خپله له مرګ څخه ویره نلرم، له جګړې څخه ویره نلرم.

خو!

اې زما ولسه، اې زما وروره!

چاته عذر نه کوم، چاته زارۍ نه کوم، مګر دا زما ایماني وظیفه وه چې څو کرښې د خپل ولس د سموالي او عدم تشدد لپاره ولیکم.

په سولې کې خیر دی.
د هرې دښمنۍ، د هرې جګړې پای سوله ده نو مونږ د عاقله انسانانو په توګه ولې پر خپل نفس ډاډمن نه یوو چې د شیطاني افکارو او خبرو کولو پر ځای له اوله په سولې او ورورولۍ کې ژوند ونه کړو، یو بل ته درناوۍ ونکړو، یو بل ته ارزښت ورنکړو، یو بل ته د کګو کتو پرځای د مینې غیږه ورنکړو  او هغو کسانو ته چې د خپلو شومو مخو او بقا لپاره له مونږ څخه ناوړه ګټه پورته کوي لعنت ونه وایوو، د ټولو مسلمانانو په ځانګړې توګه د افغانانو د ملي یووالي، د افغانستان د خپلواکۍ او سرلوړۍ په هیله.