د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان انتخابات او د نورو انتخابات

شمس الرحمن ځلاند 12.08.2014 15:30

که څه هم انتخابات یوه عامه کلمه ده چه معنی یی ټاکل دي او د پروسی د پر مخ بیولو لپاره یی مختلفو سیستمنو څخه استفاده کیږی، ولی په یو لړ خاصو هیوادو کی په خاص ډول تر سره کیږی. په ځینی هیوادو کی د انتخاباتو پروسه لږ وخت، لږ مصارف او لږ مشکلاتو سره ولی په ځینی نورو هیوادو کی بیا د توقع خلاف ډیر زیات مصارف، په ډیر زیات وخت کی او د ډیرو مشکلاتو ښکار کیږی.
خبره ټوله د حکومت داری ده ، د ښه حکومت داری په اصولو کی د ټولو کارونو لپاره یو حقوقی چوکاټ جوړ شوی وي او د کارونو د پر مخ بیولو لپاره وړ او مسلکی خلک په دنده ګمارل شوی وي تر څو ورسپارل شوی دندی په پوره وړتیا ، صداقت او ایمانداری او په مسلکی ډول د ټول مسولیت په قبلولو سره په شفافه توګه مخ ته یوسی.
د فاسدی حکومت داری کړنی بیا د کارونو د وروسته پاتی کیدو، د فساد د خپریدو، فردي ګټی په ملی ګټو بر لاسی کیدل او د خلکو او حکومت تر منځ واټن رامنځ ته کیدو لامل کیږي.
د انتخاباتو پروسه چه یوه ملی پروسه ده او په لړ کی یی د یو هیواد د سیاسی زعامت لپاره مشرانو د خلکو له خوا د رايی په استعمالولو سره ټاکي.
افغانستان د تیری یوی لسیزی را پدی خوا د انتخاباتو پروسه پر مخ وړي او په ترڅ کی یی دری واری د ولس مشری او ولایتی شوراګانو، دوه واری د ولسي جرګې اتنخابات تجربه کړي. په هر انتخاباتی دوره کی په میلیونونو ډالره مصرف شوي ولې پایلی یی د زیاتو مشکلاتو درلودونکی وي سره لدی چه د رایی ورکونکی شمیر هم د ۸ میلونو خلکو څخه نه اوړي، ولی که چیرته مونږ د هند انتخاباتو ته نظر وکړو چه په پایله کی یی لمړی وزیر د د پارلمانی ټاکنو په ترڅ کی وټاکل شو ټولټال یی ۶ اوونۍ وخت ونیوه چه تر ۵۵۰ میلیونو زیاتو خلکو پکی ګډون کړی وو په یوه ارامه فضا کی تر سره کړل او پایلی یی هم د سیالۍ ټولو خواو ته د منلی وړ وو.
د ترکیی حکومت د ولس مشری انتخابات تر سره کړل چه په ترڅ کی یی شاوخوا ۵۰ میلیونه وګړو ګډون کړی وو په یوه ورځ کی یی اعلان شوی (غیر رسمی پایلی) او ګټونکی یی معلوم شو چه رسمی پایلی به یی هم په څو ورځو کی (د یوی هفتی څخه کم) اعلان شي.
ولی د افغانستان انتخابات چه د تیرو پنځه میاشتو راهیسی جریان لري او نتیجه یی هم لا تر اوسه نده معلومه سره ددی چه په زرهاوو کورنی کارکونکی، په سل هاو کورنیي او بهرني ناظرین او مشاهدین د نوموړی پروسی په تر سره کولو کی مصروف دي، که له یوې خوا په دی پروسه کی په میلیون هاو ډالر مصارف راځي د بلی خوا په پروسه کی د شته ډیرو زیاتو تخنیکی مشکلاتو موجودیت د خلکو باور د انتخاباتو په پروسه کم کړی، کاندیدانو هم د خپل وس په اندازه په پروسه کی مداخلی وکړی او په خپله خوښه او په خپله ګټه یی ځینی قواعد او پروسیجرونه جوړ او تری غیر معقولی استفادی وکړی چه دی کار د انتخاباتو حقوقی ارزښت ته ډیر زیان ورسوو.
بیا هم خبره ټوله د ښی حکومت داری او بدی حکومت داری ده، هغوی چه نن شفافه انتخاباتی نظام لري او پایلی یی کاندیدان او خلک مني د پرون د ښه حکومتداری نتیجه ده چه په ترس کی یی د کار وړ خلک په دنده ګمارلي، یو شفاف انتخاباتي سیستم یی جوړکړی او د خلکو باور یی په انتخاباتی پروسه لاس ته راوړی. که زمونږ تیر حکومت هم پدی برخه کی پوره توجه کړی واې او یو شفاف انتخاباتی سیستم یی رامنځ ته کړی واې نو نن به مونږ هم لکه د هند، ترکیی او حتّی د همسایه هیوادونو په شان یو د قناعت وړ انتخاباتی سیستم درلودلې.
اوس هم وخت شته تر څو د انتخاباتو په یو معیاری سیستم کار وشي، وړ او مسلکی کسان په دندو وګمارل شی او شته کارکونکو ظرفیت لوړونی ته توجه وشي تر څو یو شفاف او د اعتبار وړ انتخاباتی سیستم رامنځ ته شي چه په نتیجه کی به یی د بی ځایه مصافو او د وخت د ضیاع مخنیوی وشي، د خلکو باور به د انتخاباتو په کمیسون زیات شي او بلاخره به حق حقدار ته وسپارل شي او دغه ملي پروسه به په ملي احساس د ملت د ښیګڼی لپاره تر سره شي تر څو د ملت او د نړیوالی ټولنی بارو او ملاتړ تر لاسه کړي او خلک د خپلو رآیو په اساس خپل سیاسی مشران وټاکي.