د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نړیوال خوراکي سازمان څنګه جوړ شو؟

خان ولي کامران 12.08.2014 14:29

یادونه دغه موضوع د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځی د یو محصل په غوښتنه کې مو کړي وه نو د لیکنۍ پرمهال په یاده برخه زیات معلومات په پښتو ژبه موجود نه ول او له انګلیسی پاڼو څخه په کې ګټه پورته شوې ده نو اوس یې د نورو پښتنو ځوانانو او محصلینو لپاره د رسنیو له لیاري خپروو ترڅو له معلوماتو څخه یې ګټه پورته کړي.
په درنښت
کامران
لړلیک
1. د ملګرو ملتونو د سازمان تاریخچه
2. د خوراک نړیوال پروګرام
3. د نړیوال خوراکي سازمان مسولین:
4. د نړیوال خوراکي سازمان دنده یا مسولیت
5. لوږه:
6. ماخذونه
د ملګرو ملتونود سازمان تاریخچه:
د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان په ۱۹۴۵ میلادي کال کې هغه مهال رامنځ ته شو چې په نړۍ کې د لومړۍ او دویمې نړیوالو جګړو وروسته د دایمي سولي لپاره له نړیوالو سره فکر پیدا شو حال داچې د لومړۍ نړیوالي جګړې وروسته که څه هم یو څه هڅي په نړۍ کې ددایمي سولي د امریکا د وخت جمهور ریس ویلسن لخوا وشوي خو بېرته له ماتي سره مخامخ شوې خو په نړۍ کې ددویمی نړیوالي جګړي وروسته د جګړي د ښکیلو غاړو او نړیوالو سره د دایمي سولي لپاره یو ځل بیا هڅي شروع چې په ۱۹۴۴ میلادي کال کې د امریکا د متحده ایالاتو په پلازمینه واشنګټن کې د ملګرو ملتونو د سازمان د جوړیدو لپاره مقدماتي خبري پیل او ځېني وړاندیزونه د غوندي د برخوالو لخوا د سازمان د جوړیدو په اړه طرحه شول چې بالاخیره په ۱۹۴۵ میلادي کال د اپریل په ۲۵ نېټه د سان فرانسیسکو په ښار کې د ملګرو ملتونو د سازمان د اساسنامي د تصویب لپاره یو کنفرانس جوړ شو چې په دغه کنفرانس کې د نړۍ له ۵۰ هېوادونو څخه ۱۵۰۰ کارپوهانو او د بیلابیلو ټولنو استازو پکې برخه اخیستي وه د یاد کال د جون په ۲۶ نېټه د ملګرو ملتونو سازمان منشور چې ۱۹ څپرکي او ۱۱۱ مادي لري تصویب او لاسلیک شو چې د امنیت شورا د پنځو هېوادونو دايمي غړو امریکا، انګلستان، پخواني شوروي اتحاد (اوسنۍ روسیه)، فرانسي او د چین له لاسلیک کولو وروسته لازم الاجرا شو.
د ملګرو ملتونو دغه نړیوال سازمان مرکزی دفتر د امریکا د متحده ایالاتو د نیویارک په ښار کې دی چې اوس مهال دغه سازمان د ژوند په هره برخه کې کار کوي چې د هرې برخي لپاره ځانګړې پروګرامونه جوړ کړې لکه د خوراک نړیوال پروګرام، د روغتیا نړیوال پروګرام د پرمختیا نړیوالپروګرام ، د چاپېریال نړیوال پروګرام، د مخدره موادو سره د مخینیوي نړیوال پروګرام، د ماینونو سره د مبارزې نړیوال پروګرام، د سیاسي چارو د پرمخ بیولو نړیوال پروګرام (یوناما) او همداسي نور چې زیات پروګرامونه او کوچني سازمانونه لري چې په ټوله کې د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان پورې اړه لرې چې اوسني مشر ښاغلي بانکي مون دی.
نو موږ د ملګرو ملتونو ددغو نړیوالو پرواګرامونو څخه یوازې د خوراک د نړیوال پروګرام په اړه لنډ معلومات راټول کړي چې له تاسو سره یې په دغه ډول شریکوو.


د خوراک نړیوال پروګرام:
د خوراک نړیوال دغه پروګرام په ۱۹۹۴ میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې هغه مهال رامنځ شو چې په نړۍ کې د فقر،غربت ستونزه رامنځ ته او له یوې سېمي څخه بلي سېمي ته د خلکو کډوالۍ پیل شوه نو دملګرو ملتونو د سازمان په چوکاټ کې ددغه پروګرام دنده چې په نړۍ کې له فقر وهلو او له کډوالو سره بیړني مرستي وکړي چې اوس مهال د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پرواګرم د اسیا، امریکا، افریقا او د اروپا د یو شمېر هېوادونو په ګډون د نړۍ په اتیا هېوادونو کې له خلکو سره له نږدي کار کوي ترڅو د خلکو ژوند د خوراک له پلوه خوندي اوسي.

د نړیوال خوراکي سازمان مسولین:
د خوراک نړیوال سازمان اوسني مشره ارتارین کویزان(Ertharin Cousin) ده نومړي د ملل متحده په دفترونو کې د کار دولس کلنه تجربه لري کویزان کولای شي د نړیوال خوراکي سازمان مرستي په خپل وخت وکړي ځکه نوموړی ډېره د اداري په کارونو کې د ښه شهرت درلودونکي ده. د نړیوال خوراکي سازمان په اداره کې تقریبا تر ۱۳۵۰۰ کسانو پورې کار کوي چې ۹۰ میلونه خلک ورڅخه د نړۍ په اتیا هېوادونو کې ورڅخه ګټه اخلي. د نړیوال خوراکي سازمان مشره او کارکوونکي هڅه کوي ترڅو په نړۍ کې د لوږي کچه کمه او د خلکو ژوند یو څه د خوراک له پلوه خوندي کړي.


د نړیوال خوراکي سازمان دنده یا مسولیت
نړیوال خوراکي سازمان د ملګرو ملتونو له هغو بشري مرستو له پروګرامونو څخه دی چې په نړۍ کې د لوږي پر ضد په بحراني حالاتو کې په دوامداره توګه مبارزه کوي.د بیړنیو خوراکي مرستو په رسولو سره هغه خلک چې د لوږي او د بیلابیلو افتونو له لوري زیانمن شوي دي ژوند یې ژوغورل کېږي. نړیوال خوراکي سازمان همدارنګه د نادارو او بې وزلو خلکو سره مرستي کوي ترڅو په راتلوونکي کې د خوراک له پلوه خپل ژوند ډاډمن کړي چې دغه پرواګرامونه خوراک د سرمایو جوړولو په وسیله، د پوهې کچي لوړول او رزول د ټولنو پواسطه ترسره کېږي.
د مثال په توګه ویلی شو چې د نړیوال خوراکي سازمان په نړۍ کې په هر تعلیمی کال له ۲۰ میلونو ماشومانو سره د خوراکي توکو د مرستي ژمني کوي ترڅو دغه مرستي وکړای شي کورنۍ تشویق کړي ترڅو خپل ماشومان ښوونځیو ته ولیږي چې په نتیجه کې له دوی سره مرسته کېږي چې په راتلوونکې کې یوه ښه راتلوونکې ولري. له دې پرته که چېری ماشوما وږي نه وي نو ټوله پاملرنه یې د درس په لوري وي.
ددغو پرژو له امله (خوراک د سرمایې لپاره) نړیوال خوراکي سازمان چې د لوږی سره مخامخ شوو کسانو د کار په بدل کې خوراکی توکي ورکوي د یوې ښي راتلوونکې زمینه جوړوي د مثال په توګه که خلک په راتلوونکې کې د خوراکي توکو د مرستو نوره اندیښنه ونلري، دهقانان وخت او لازمه انرژی د اوبو لګولو د سیستم د اجرا کولو ولری ترڅو د تولید سطحه لوړه او خپل ژوند پرمخ یوسي.
په همدې صورت کې ( خوراک د پوهي لپاره) پروژو له لیاري اړو کسانو ته دا امکان ورکوي ترڅو خپل وخت د شاتو د مچیو ساتلو کې مهارت، خیاطي او حتی سیواد زده کړي کوي له دوی سره دا مرستي کوي ترڅو د اقتصاد له نظره خپله راتلوونکي بهتره کړي.





لوږه:
هره ورځ په نړۍ کې ۸۷۰ میلونه خلک د کافي غذا د نشتوالي له ستونزي سره مخامخ دي دا په دې مانا چې په نړۍ کې هر اتم کس د یو ښه ژوند لپاره چې کافي خوړو ته لاس رسي نلري. په حقیقت کې لوږه او سوی تغذیه یو لوی خطر د خوندي نړۍ لپاره دی حتی د هغو خطرونو څخه هم لوی دی چې د ایدز، ملریا او توبرکلوز څخه خلک زوریږي چې د لوږي په حتمیدو سره کیدای شي دغه خطرونه هم راکم او یه حتم شي. په ټوله نړۍ کې په کافی اندازه غذا د خلکو لپاره موجوده ده خو دغو منابعو ته د لاس رسي لپاره پوره علم نشته دي. پوهه، وسایل او ورځني سیاست د غوښتني په صورت کې یانی سیاسي اراده کولای شي دغه ستونزه هواره کړي.
د لوږي د ستونزي حل په ورځنیو سختو اقتصادي شرایطو کې( ښه لاره) شمارل کېږي. د ملتونو هڅي ددغي ستونزي د حل لپاره او سرمایه ګزاري د خوراکي توکو د زیاتیدو لامل کېږي او د اقتصادي فرصتونه ایجاد کېږي څیړني ښي چې په ځینو کې هېوادونو کې د ماشومانو د کافی غذا د نشتوالي له امله په میلونو ډالر اقتصادي زیانونه کوي.
د لوږي د ستونزي حل همدارنګه په سوله او ثبات کې هم مرسته کوي، کله چې دولتونه ونه توانیږي چې غذایې مصونیت او خوراکي توکو ته د خلکو لاس رسي تضمین نکړي نو په نتیجه کې دولتونه سقوط کوي، بې ثباتي د غذایې توکو په بازارونو کې کولای شي لامل د بې ثباتي په اطرافونو او کوڅو کې شي.
په افغانستان کې اوسني ستونزي د جنګ جګړو هم د فقر او غربت له امله زیاتي رامنځ ته شوي دي چې د ډېرو کمو پیسو په مقابل کې خپل ورور، خپل تربور،خپله ښځه، خپل اولاد وژنو او هم د خپل وطن، خپل سړک، خپل روغتون او خپل ښوونځي د ورانولو په کیسه کې خو هیڅ نه یو نو که په افغانستان کې یو قوی مرکزي دولت، قوی اراده او قوی عزم د دولت او خلکو سره موجود وي نو ډیر ژر به د یادو ستونزو څخه په امن کې شو او که داسی ونشي نو خدای مکړه یادې ستونزي به نورې هم زیاتي شي.
په اخره کې ویلی شو د لوږی د ستونزي حل د پرمختګ لپاره په بیلابیلو برخو کې زمینه برابروي ترڅو د پوهې کچه لوړوي، ښځي د مناسبی تغذیه له امله کولای شي سالم ماشومان دونیا ته راوړي چې یو ښه راتلوونکي ولري. ښوونځیو ته تګ د یو سالم ماشوم چې دیوې سالمي تغذیې څخه برخمن دي له نورو هغو ماشومانو څخه بهتر دي چې پوره لاس رسي ورته نلري یانې د زده کړي روحیه یې پیاوړي وي.
په اتیا او نویمو لسیزو کې په نړۍ کې د لوږي د سطحي د کمولو لپاره لازمي هڅی وشوي چې دغه پرمختګونه د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ کلونو په منځ کې ادامه پیدا کړه چې ددغي ستونزي د حل لپاره ګډي مبارزي ته اړتیا لري. ټول اوسیدونکي، کارکوونکې، د شرکتونو لرونکي او دولتي مقامات باید یو بل لاسونه ورکړي ترڅو لوږي ته د پای ټکي کیږدو.


ماخذونه:
1. ملګروملتونو ویب سایټ www.un.org
2. د خوراک نړیوال سازمان ویب سایټ www.wfp.org
3. افغانستان کې د خوراک نړیوال سازمان په اړه راپورونه