د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دحضرت عيسي عليه السلام ژوند

مولوي عصمت الله عزام 11.08.2014 20:42

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:

داسلام له مهمواوضروري عقائدوله جملې څخه يوه عقيده داده چي حضرت عيسي عليه السلام اوس ژوندی دی.

که څوک په دې خبره عقيده ونه لري هغه مسلمان نه دی بلکي له قرآن کريم،متواترواحاديثواواجماع څخه دانکارله امله کافردی.

موږمسلمانان په دې عقيده يوچي کله يهوديانودخپل عادت مطابق چي پيغمبران يې وژل،هڅه وکړه چي حضرت عيسی عليه السلام هم ووژني خوددوی دهڅوباوجودالله پاک دی ديهوديانوله پلانووژغوری،ژوندی يې اسمانوته پورته کړاوترقيامت لږمخکي به بيادُنياته راځي څوخلگ دالله پاک لوري راوبولي الله عزوجل ديهوديانوپه هکله فرمايي : ( وَبِكُفْرِهِمْ وَقَوْلِهِمْ عَلَى مَرْيَمَ بُهْتَانًا عَظِيمًا (156) وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ وَمَا صَلَبُوهُ وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ وَإِنَّ الَّذِينَ اخْتَلَفُوا فِيهِ لَفِي شَكٍّ مِنْهُ مَا لَهُمْ بِهِ مِنْ عِلْمٍ إِلا اتِّبَاعَ الظَّنِّ وَمَا قَتَلُوهُ يَقِينًا (157) بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا ) النساء /156-158 . (اوددوی دکفرله امله اوپرمريمي دلوی تُهمت ويلوله ،اوداخبره يې چي موږدالله رسول مسيح عيسی دمريمي زوی وژلی دی،حال داچي نه يې وژلی اونه يې په دارکړی وو،

بلکي موضوع دهغولپاره مشتبه وګرزول شوه،اوکوموخلګوچي دهغه په باب اختلاف کړی،هغوی هم په اصل کي په شک کي پراته  دي،دهغوسره په دې هکله  هيڅ علم نشته،صرف دګمان پيروي کوي،هغوی په يقيني توګه مسيح(عليه السلام)نه دی وژلي،بلکي الله هغه خپل لوري ته اوچت کړو،الله ډېرزيات زوروراودحکمت څښتن دی}

په لومړني آيت کي الله جل جلاله دکتابيانو دوه بدۍ بيان کړې دي:۱:ددوی کفر۲:پرحضرت مريم عليهاالسلام باندي لوی تُهمت چي هغې ته يې دبدکارۍ نسبت کړی وو.

بعضويهودودحضرت عيسی عليه السلام دوژلودعوه لرله،همدارازبعضي نصاری په دې اند ووچي يهوديانوحضرت عيسی عليه السلام په دار کړی وو،بيايې راکښته کړ،څه ساعت وروسته مړشو،ددې لپاره چي دزموږدگناهونولپاره کفاره شي.

الله پاک په دغودواړوخبروردکوي چي حضرت عيسی عليه السلام نه وژل شوی اونه په دارشوی دی بلکي پېښه داسي رامنځ ته شوې چي داموضوع پردوی باندي مشتبه گرزول شوېده.
اشتباه څنگه راغله؟

د وَلَكِنْ شُبِّهَ لَهُمْ په تفسيرکي دتفسيرامام حضرت ضحاک رحمة الله عليه فرمايلي دي چي قصه داسي پېښه شوه چي کله يهوديانودحضرت مسيح علیه السلام دوژلواراده وکړه نودده حواريان په يوځای کي راغونډشول،حضرت مسيح عليه السلام هم دوی ته راغی،ابليس ديهودوهغي ډلي ته چي دحضرت عليه السلام دوژلولپاره تياره ولاړه وه دحضرت عيسی عليه السلام ادرس ورکړ،څلورزره کسان له هغوی څخه راغلل اودهغې کوټې دروازه يې ونيوله.

حضرت عيسی عليه السلام خپلوحواريانوته وويل چي په تاسوکي څوک دې ته تياردی چي بهرته ووزي اوووژل شي،اوبيازماسره په جنت کي يوځای وي.

نويوه سړي وويل:اې دالله پيغمبره!زه تياريم!

حضرت عيسی عليه السلام هغه ته خپله کُرته اوپگړۍ ورکړله،بياپرهغه دحضرت عيسی عليه السلام شکل واچول شو،نوهغه يهوديانوته ورووت،نوهغه يې ووژی اوپه داريې وخېژاوو،اوحضرت عيسی عليه السلام(اسمانونوته)پورته کړل شو.(تفسيرالقرطبي ملخصًاص۱۰۱ج۴)

په بعضي رواياتوکي راغلي دي چي يهوديانومشريهودا له خپلوملگروڅخه يوتن چي طيطانوس ورته ويل کېدل،امرکړچي هغي کوټې ته دي ورننوزي په کومه کي چي حضرت عيسي عليه السلام وو،څوهغه ووژني نوالله پاک حضرت عيسی عليه السلام  اسمان ته پورته کړاوالله پاک عيسی عليه السلام  ته ورته شکل طيطانوس ته ورکړ.

کله چي طيطانوس راووت،نويهوديانوداگومان وکړچي همداعيسی دی،نو(طيطانوس)راونيول شواوپانسۍ شو.(التفسيرالمظهري ص:۲۵۰ج۲)

په دې کي چي هره واقعه پېښه شوې وي کېدلای شي،قرآن کريم يوخاص صورت متعين کړی نه دی.

خودومره خبره معلومه ده چي دوی په دې هکله ډېره سخته غلطي کړې ده ځکه عيسی عليه السلام اسمانوته پورته شوی وو،خودوی فکرکاووچي موږ قتل کړ.

په بعضوروياتوکي راغلي دي چي څه کسانوته ته داشک هغه وخت هم ورولوېدچي موږخوداخپل سړی وژلی دی ځکه داوژل شوی سړی په مخ کي حضرت عيسی عليه السلام  ته ورته وواوپه نوربدن کي ورته  نه وو ورته اوداکه دامقتول مسيح(عليه السلام)وي نوزموږسړی چېري دی؟اوکه دازموږسړی وي نومسيح(عليه السلام)چېري دی؟

اسمان ته دحضرت عيسی عليه السلام پورته کول دادالله پاک له لوري هغه وعده وه چي له مخکي يې دحضرت عيسی عليه السلام سره کړې وه اودهغې يادونه الله پاک په سورة آل عمران کي داسي کړې ده:

وَمَكَرُوا وَمَكَرَ اللَّهُ وَاللَّهُ خَيْرُ الْمَاكِرِينَ

،إِذْ قَالَ اللَّهُ يَا عِيسَى إِنِّي مُتَوَفِّيكَ وَرَافِعُكَ إِلَيَّ وَمُطَهِّرُكَ مِنْ الَّذِينَ كَفَرُوا وَجَاعِلُ الَّذِينَ اتَّبَعُوكَ فَوْقَ الَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأَحْكُمُ بَيْنَكُمْ فِيمَا كُنْتُمْ فِيهِ تَخْتَلِفُونَ(آل عمران:۵۴،۵۵)

(اودوی پټ پلانونه جوړکړل(دعيسی عليه السلام دوژلولپاره)اوالله پاک(دهغه دخلاصولولپاره)پټ تدبيروکړ،اوالله خوترټولوښه تدبيرجوړونکی دی»کله چي الله وفرمايل:اې عيسی!يقينازه ستاپوره اخيستونکی يم،اوخپل لورته ستاپورته کوونکی يم،اوله کافرانوستاپاکونکی،اوترقيامته پرکافرانوباندي ستادتابعدارانواوچتونکی يم،بياموزماخواته راتله دي نوستاسوترمنځ به هغه څه فيصله کړم چي تاسوپه هغه کي اختلاف کوئ!))

دحضرت عيسی عليه السلام دژونداودبياراکښته کېدلومسئله داسي ده چي يوازي يهوديان په دې عقيده دي چي هغه وژل شوی اواوس مړدی.

مسلمانان اوعيسايان ټول په دې عقيده دي چي حضرت عيسی عليه السلام  اوس ژوندی دی،اسمانوته الله پاک پورته کړی دی اوپه آخره زمانه کي به بياراځي.

دحضرت عيسی(ع)دژوندپه هکله دمسلمانانواوعيسايانوفرق

دمسلمانانوعقيده داده چي  نه يهوديانوهغه وژلی اوپه دارکړی دی.

نصرانيان وايي چي يهوديانووژلی دی،ترمرگ  وروسته الله پاک ژوندی کړاواسمانونوته يې ژوندی پورته کړ.

ددارپه هکله دانجيلونوخپل منځي ټکر

په دې هکله په موجوده انجيلونوکي سخت ټکرترسترگو کېږي:

متی انجيل دحضرت عيسی عليه السلام ددارځړېدلودپېښي ديادولوسره ويلي چي دوه غله يودمسيح ښي لاس ته اوبل يې چپ لاس ته دمسيح سره په دارځوړندشول،لارويانومسيح ته ښکنځل کول،تردې چي دده سره ځوړندشووغلوهم ښکنځلي کولي(انجيل متی باب۲۷آيت۳۹...۴۴)

خولوقاانجيل بياوايي چي له دواړوجنايتکارانوڅخه هلته ځوړندوو،يوه مسيح ته ښکنځل کول:

له بدکاروڅخه يوه چي هلته ځوړندووعيسی ته پيغورورکړ:ولې ته مسيح نه يې څه؟نوبياخپل ځان اوموږهم بچ کړه!

۴۰خوهغه دويم هغه ورټلواو ورته يې وويل:چي ته له خدايه نه وېرېږې څه؟تاته هم دده په شان سزادرکړی کېږي۴۱زموږسره خوانصاف شوی دی،موږدخپل عمل بدل بياموندو،ولي دې سړي خوهيڅ بدکارنه دی کړی(انجيل لوقاباب۲۳آيت ۳۹ ،۴۱)

د لته تاسودانجيلونوڅرگندټکرته پام وکړئ چي متی په صراحت سره وويل چي دواړوغلوهغه ته ښکنځلي کولې،خولوقابياوويل چي له دواړوڅخه يوه مسيح ته ښکنځلي کولې.

مسيح په قبرکي څومره وخت تېرکړ؟

په دې هکله هم په انجيلونوکي څرگندټکرليدل کېږي

په متی انجيل کي راغلي دي چي مسيح وويل:ديونس په څېرچي درې شپې اوورځي دماهي په نس کي پاته شوی وو،زه هم دزمکي په نس کي پاته کېږم.(انجيل متی باب ۱۲ آيت ۴۰)

همدارازلوقااومتی دواړه انجيلونه وايي چي مسيح له دروشپواوورځووروسته له قبرڅخه راوزي(انجيل لوقا:باب ۲۴آيت ۲۱،انجيل متی باب ۲۷ آيت ۶۳)

خوددې برخلاف په انجيل مرقس کي راغلي دي چي دمسيح اوسېدل په قبرکي دوه شپې اويوه ورځ وو.

ليکي:دجمعې دورځي په شپه ښخ شواوسباپه گړندي توگه ديکشنبې په ورځ چي کله مجدليه مريم دقبرسرته راغله،مخکي له دې چي دقبرسرته راشي ويې ليدل چي مسيح له قبرڅخه پورته شوی دی(انجيل مرقس باب۱۵آيت ۴۳اوفصل ۱۶آيت ۱ ،۵)

لوقاانجيل دمسيح په هکله ليکي چي:په کنستی شوي قبرکي کيښودچي تردې وړاندي پکښي بل څوک نه ووکيښودی شوی،دادجمعې ورځ وه.

لوقاانجيل ليکي چي د جمعې دورځي په ماښام يې عيسی ښخ کړ...خوديکشنبې په ورځ سهاروختي ښځي قبرته  راغلې خوشبويي يې دځان سره راوړې. ويې ليدل چي يوه تيږه

له قبر څخه رغړېدلی وو هغوی دننه ورغلې خودمالک عيسی لاش يې هلته پيدانه کړ(لوقاانجيل باب د۲۳باب آخراود ۲۴ باب آيت ۱ ،۴)

دلته تاسوپام وکړئ چي څومره سخت ټکرونه په انجيلونوکي ترسترگوکېږي چي ځيني  دمسيح په قبرکي دوخت تېرولوموده درې ورځي اوشپې يادوي اوځيني يې تردې کم اوددې نيمايي وخت يادوي.

داددې خبري څرگندثبوتونه دي چي انجيل کي داهرڅه له ځانه زيات شوي دي ځکه دالله پاک کتاب له ټکرڅخه پاک وي.

دحيرانتياخبره خوداده چي عيسايان دحضرت عيسی عليه السلام په هکله په دې عقيده دي چي هغه خدای دی اويادخدای زوی دی(نعوذبالله من ذلک الکفر)

خوبل پلوته بياپه دې عقيده دي چي  هغه يهوديانوپه دارکړل.

نواوس پوښتنه داده چي يهوديان خومخلوق دي،مخلوق څنگه په دې وتوانېدچي خدای په دارکړي؟

اوآياخدای خپل ځان اوياخپل زوی نه شوای خلاصولای؟

علامه ابن قيم رحمه الله له دوی څخه ځيني سوالونه دشعرپه ژبه کړي دي،دلته يې موږيودوه شعرونه رانقلووهغه ليکي:

 

اعبادالمسيح لنا سـوال            نريد جـوابه ممن وعاه

اذامات الاله بصنع قوم             اماتوه فماهذا الاله ؟

وهل ارضاه مانالوه منه                                     فبشراهم اذا نالوه رضاه

وان سخط الذي فعلوه فيه     فقوتهم اذًااَوهت قواهُ

(اغاثة اللهفان من مصايدالشيطان ص۷۰۰ج۲)

يعني اې دمسيح بندگانو!موږيوسوال لروچي له هغه چايې ځواب غواړو څوک چي ورباندي پوه وي هغه داچي کله خداى ديوه(يهودي)قوم  په کارسره مړشو نو داڅنګه خداى دی؟( چي خپل بنده يې وژني)

اوآياهغه قوم خدای په هغه څه راضي کړکوم څه چي دوی  ورسره وکړل؟نوکه داسي وي نوددوی(يهوديانو)لپاره زېری دی ځکه چي دخدای رضاته ورسېدل .

اوکه دغه کارچي دخدای سره يې وکړ،خدای ناراضه کړی وي نوبياخوددوی طاقت دخدای طاقت کمزوری کړ(ځکه خدای په دارکېدل نه غواړي اوددې سره سره بياهم دوی په دې وتوانېدل چي په داريې کړي)!!

صحيح عقيده

په دې هکله يوازيني سالمه اوصحيح عقيده هغه ده چي قرآنکريم  موږ ته بيان کړې  ده چي الله جل جلاله  حضرت عيسى علیه السلام  ديهوديانو له پلانونو څخه وژغوری،دروح او جسد دواړو سره يې اسمانو ته پورته کړ،داداسي يقيني عقيده ده چي په تواترسره ثابته ده اوانکارترې کفردی.

علامه ابن کثيررحمه الله ليکي:ثم ان رفعه اليه وانه باق حی وانه سينزل قبل يوم القيامة کمادلت عليه الاحاديث المتواترة

التي سنوردهاان شاءالله قريبا(تفسيرابن کثيرص۸۷۸ج۱)

يعني دحضرت عيسی عليه السلام پورته کول اوداچي دی پاته اوژوندی دی اوداچي هغه به ترقيامت مخکي راکښته کېږي لکه څنگه چي متواتراحاديث پردې(خبره)دلالت کوي کوم چي به موږانشاءالله نږدې ذکرکړو!!

علامه ابن کثيرپه دې عبارت کي ويلي دي چي دحضرت عيسی عليه السلام ژوندی اسمان ته پورته کېدل،اوس دده ژونداوبياراکښته کېدل داخبري ټولي په متواترواحاديثوسره ثابتي دي.

همدارازعلامه ابن عطيه اندلسي رحمه الله ليکي:واجمعت الامة علی تضمنه الاحاديث المتواترة من ان عيسی عليه السلام في السماءحی وانه ينزل في آخرالزمان(المحررالوجيزص:۱۰۵ج۲)

يعني امت په هغه خبره چي په متواترواحاديثوکي ثابته ده چي حضرت عيسی عليه السلام په آسمان کي ژوندی دی اوپه آخره زمانه کي به راکښته کېږي اجماع کړې ده!!

همدارازعلامه ابن حجرعسقلاني رحمه الله ليکلي دي:فاتفق اصحاب الاخباروالتفسيرعلی انه رفع ببدنه حيا(التلخيص الحبيرص:۲۱۴ج۳)

يعني داحاديثواوتفسيرټولوعلماووپه دې خبره اتفاق کړی دی چي حضرت عيسی عليه السلام دبدن سره ژوندی پورته شوی دی!!

الله پاک دي موږته صحيح عقيده استقامت راپه برخه کړي آمين

وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين