د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تورکیی د جمهوری ریاست انتخابات

حضرت سهاک 10.08.2014 19:35

نن به په تورکیه کی د دی هیواد په تاریخ کی په لومړی ځل سره د جمهوری ریاست انتخابات په مخامخ ډول سره تر سره شی. که فرضا نن له دریو کاندیدانونه یو هم 50+1 رایی ترلاسه نه کړی نو د اګست په 24 به بیا د دو مخکښو کاندیدانو تر منځ د انتخاباتو سیالی تر سره شی.
د 2012 کال د جنوری په 20 د تورکیی خلکو پریکړه وکړه چی د جمهوری ریاست انتخابات به د 2012 کال پرځای 60 ورځی مخکی له دی چی د عبدالله ګل د جمهوری ریاست اوو کلنه دوره سرته ورسیږی ، د سږکال د اګست میاشت کیږی. عبدالله ګل د 2007 کال د اګست په 28 کی رسما د تورکیی د جمهور رییس دنده پیل کړی وه.
د دی قانون په اساس د تورکیی جمهوریت پخوانی جمهور رییسان کنعان ایورن، سلیمان دیمیریل ، احمدنجدت سیزر او عبدالله ګل بیا نشی کولای چی بلی دوری لپاره ځانونه انتخاب کړی اما ښاغلی رجب طیب اردوغان اوسنی لومړی وزیر بی له دی چی له خپلی دندی استعفی ورکړی کولای شی ځان جمهوری ریاست ته کاندید کړی.
دی انتخاباتو ته دری نوماندان ولاړ دی:
1 رجب طیب اردوغان اوسنی صدراعظم د عداالت او پراختیا ګوند کاندید دی
2 اکمالدین احسان اوغلو د اسلامی کنفرانس پخوانی سکرتر جنرال د خلکو جمهوری خواه ګوند او د ملی خوځښت ګوند ګډ کاندید دی
3 صلاح الدین دیمیرتاش د کوردانو د دموکرات ګوند کاندید دی.
که چیری مونږ د تورکیی په اوسنی تاریخ کی د رجب طیب اردوغان سیاسی نقش ته وګورو نو هغه خپل هیواد ته تر ټولو ډیر رښتینی خدمت کړی دی چی د هغه د بریالیتوب چانس تر نورو ډیر دی.
که څه هم د ترکیی پوځ ډیر غښتلی او د ترکیی جمهوریت بنسټ ایښودونکی مصطفی کمال اتاترک ( د تورکیی جمهوریت ) پلوی ګوند طرفداره دی . خو زه فکر کوم چی ترکان به په ډیره هوښیاری سره هغه چاته رایه ورکړی چی د دوی هیواد یی په دی دیارلسو کلونو کی د نړۍ شپاړسم اقتصادی ځواک باندی بدل کړی دی او هغه چی غواړی تورکیه په 2025 کال کی د نړۍ لسم اقتصادی ځواک شی. بنا د ښاغلی رجب طیب اردوغان د بریالی کیدو چانس نسبت نورو ته ډیر زیایت دی
د تورکیی هیواد جغرافیی او تاریخ ته لنډه کتنه:
د ترکیی (تورکیی ) جمهوریت د آسیا د لویی وچی په غربی برخه کی چی آناتولیه او وړه آسیا هم ورته وایی او یوه وړه برخه یی د بالکان په ختیزکی چی استانبول ده او د اروپا په لویه وچه پوری اړه لری ، واقع شویدی. د تورکیی خاوره چی د مستطیل شکل لری ، په یوه حساسه ستراتیژیکه ساحه کی چی آسیا له اروپا سره نښلوی واقع شویده، د ختیر او لویدیز ترمنځ د ترانزیت او ارتباط د پول حیثیت لری.
د تورکیی جمهوریت په ختیز کی له ارمنستان، نخیچیوان ، ګرجستان، ایران ، د آذربایجان جمهوریت سره او په جنوب کی له سوریی او عراق سره په شمال کی توری بحیری او په لویدیز کی له بلغاریی او یونان سره ګډه پوله لری . همدارنګه د هیواد په لویدیز کی د مرمری اوایجن بحیری او په جنوب کی له مدیرترانی بحیری سره نښتی ده . د دردانیل او باسفورس تنګی یا آبنا دواړه د تورکیی په اختیار کی دی چی توره بحیره له مدیترانی سره نښلوی.
د تورکیی مساحت 783562 کی کیلومتره مربع ده چی د نړۍ په سطحه 37 لوی هیواد دی . د تورکیی نفوس د 2013 کال د اټکل له مخی 76667864 نفرو ته رسیږی چی له 70-75 سلنه یی تورکان ، 18 سلنه کوردان او 7-12 سلنه نور واړه قومونه دی. د تورکیی د نفوس 75-85 سلنه سنی مسلمانان ، 15-25 سلنه علویان او0.2 سلنه د نورو ادیانو پیروان دی. د تورکیی د حکومت ډول لاییک یا سیکولر متمرکز جمهوریت یعنی د دین او مذهب جدایی له سیاست سره دی. په تورکیه کی ددواړو اخترو ورځی رسمی رخصتی وی. لکه چی پورته ذکر شو ، قاطع اکثریت خلک یی حنفی مذهبه مسلمانان دی.
د دی هیواد کلنی ناخالص ملی عاید 1426 تریلیونو دالرو ته رسیږی چی د سړی سر عایدیی 19080 دالر دی . د تورکیی د پول واحد تورکی لیره ده.
د تورکیی هیواد تاریخ ته لنډه کتنه:
کله چی د روم لویه امپراتوری د خپلی لوی والی له کبله له مشکل سره مخ شوه نو په 395 میلادی کال کی امپراتور کنستانتین د بیزانتوم ښار ( کنستانتین ، قسطنطنیه ، اسلامبول او اوسنی استانبول ) ښار یی خپل پایتخت تعیین کړ چی په حقیقت کی دا لویه امپراتوری په دوه برخو شرقی او غربی امپراتوریو وویشل شوه او ختیزی برخی ته یی د بیزانزس امپراتوری ویله.
سلجوقیان
په 463 هجری قمری کال کی کله چی د شرقی روم امپراتوری قواوی د آلپ ارسلان سلجوقی قواو په مقابل کی په ملاز ګرد کی سره مخامخ شوی د څلورم رومانوس رومی قواو د سلجوقیانو په مخ کی ماته وخوړه ، د دی امپراتوری ختیزی برخی د مسلمانو سلجوقی ترکمنانو په لاس کی ولویدی او هلته د اسلام دین او د تورکی ژبی د خپریدو لپاره زمینه برابره شوه. البته د تورکی لویدیزی برخی د بیزانتین په لاس کی پاته شوی.
عثمانی امپراتوری
کله چی د منځنۍ آسیا له شمال نه مسلمانی قبیلی کوچنی آسیا خواته کډه شول ، دوی هلته په تدریج سره خپل محلی حکومتونه جوړ کړل. د « قایی » قبیله یوه له دغو قبیلونه ډیره مشهوره وه چی د هغوی مشر عثمان د انقری لویدیز کی په ( 699 هجری قمری ، 678 هجری شمسی یا 1300 میلادی ) کی یونوی حکومت ایجاد کړ چی وروسته د هغه په نوم مشهوره شوه او په راتلونکو 150 کلونو کی د اناتولی زیاتی برخی ونیولی.
په 1453 میلادی کی چی له 832 هجری لمریز سره برابره ده ، سلطان محمد فاتح د ختیز روم یا د بیزانس زرکلنی امپراتوری ژوند ته د پای ټکی کیښود. هغه په خپله دی ځلیدونکی فتحی سره د قسطنطنیی ښار فتح کړ او هغه یی اسلامبول ونوماوو . له دی فتحی سره د اروپا د نويو پيړیو تاریخ شروع کیږی.
د عثمانی کورنۍ له واکمنانو نه لومړی سلطان محمد سلیم چی په « یاووز - مهیب » ملقب و وکولای شول چی د تورکیه په امپراتوری بدله کړی. هغه چی د نهمی هجری قمری پیړۍ په اوایلو کی قدرت ته ورسیده دخپلی نهه ـ 9 کلنی پاچاهی په دوره کی شام ( سوریه ) ، مصر ، دیاربکر ،کوردستان ، عراق ، حجاز ( د عربستان غربی برخی ) د اروپا په جنوب ختیز کی بالکان فتح او خپل ځان د مسلمانانو خلیفه اعلان کړ. هغه لوی کتابتون جوړ او له متصرفه مځکونه ډیر کتابونه راټول کړل چی اوس د تورکیی په کتابتونونو کی ساتل کیږی. لومړی سلطان سلیم په 1514 د پارس پاچا لومړی اسمعیل شاه ته د چالدران په جګړه کی ماته ورکړه.
د دی کورنۍ قدرت اوعظمت تر ټوله مهمه دوره د لومړی سلطان سلیمان په وخت کی وه چی هغه د لومړی سلطان سلیم زوی و.سلطان سلیم چی په قانونی او با شکوه باندی هم مشهور و او اوس د هغه په باره کی د حرم سلطان په نوم سریالونه خپریږی ، ډیری فتحی وکړی ، هغه ویانا هم محاصره کړه او دایران پاچا شاه طهماسب صفوی ته هم ماته ورکړه او تر سلطانیی پوری وړاندی لاړ. له هغه وروسته د عثمانی امپراتوری انحطاط او زوال شروع کیږی.
د تورکیی جمهوریت:
د لومړۍ نړیوالی جګړی په پای کی عثمانی امپراتوری له منځه ولاړه دهغی متصرفات د بریتانیا او فرانسی له خوا ونیول شوی. مصطفی کمال پاشاه یو تورکی جنرال وو چی د باندینیو هیوادونو د تهاجم په مقابل کی یی خپل خلک بیرته منسجم کړل او هغه د عثمانی امپراتوری په 1302 دهجری لمریز یا 1923 میلادی کال کی منحل او پرځای یی جمهوریت اعلان کړ. چی هرکال د اکتوبر29 د تورکیی د جمهوریت یا ملی ورځی سره برابره وی. مصطفی کمال چی وروسته د خلکو له خوا په اتا ترک یعنی د ملت پلار په نوم یاد یږی ، دین او سیاست یی سره جدا او دخپل هیواد دپرمختګ لپاره نوی اقتصادی ریفورمونه راوستل . د خپل ولس د باسواده کولو لپاره یی عربی رسم الاخط یی په لاتین تبدیل کړ.
تورکیه له 1326 هجری لمریز کال را پدی خوا د ملګرو ملتونو د سازمان او له 1331 راپدیخوا د ناتو غړیتوب لری . د اروپایی اتحادی د شورا غړیتوب لری ، خو اوس غواړی د دی اتحادی بشپړغړیتوب تر لاسه کړی.
ماخذونه:
http://en.wikipedia.org/wiki/Turkey
http://en.wikipedia.org/wiki/Turkish_presidential_election,_2014