د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د قاضي نورمحمد جنګ نامه

عبدالباري جهاني 07.08.2014 10:47

یو له هغو کلاسیکو متونو څخه چي له هره اړخه په مطالعه کولو ارزي هغه د قاضي نورمحمد جنګ نامه ده، چي د احمد شاه بابا او د سیکهانو د ۱۷۶۴ کال د جنګونو په باره کي یې لیکلې ده. دا متن مشهور سیکه تاریخ پوه ډاکټر ګنداسینګه په بشپړه امانتداري چاپ کړی او بیا یې په انګلیسي ژبه خلاصه کړی دی. ډاکټر ګنداسینګه وایی چي سیکهانو د دې متن له چاپولو سره سخت مخالفت ښکاره کړ او هغه یې سیکهانو ته د ښکنځلو او بد رد ویلو یوه ډیکشنري وبلله. که له حقیقت څخه سترګي پټي نه کړو نو سیکهانو د دې خبري د کولو حق درلود؛ ځکه چي هیڅ قوم ځانته د دغه راز بدرد ویلو حوصله نه لري.
زجور سګان لعین و پلید                خرابي درین ملک آمد پدید
ز دست سګان شد خراب این زمین       که لعنت بر آن سګ پلید و لعین
۰۰۰۰۰۰۰۰۰
دلش پُر تهور سرش پُر زکین         همي راند واپس سګان لعین
چو شیران همی راند عقب سګان        چنان کو رسیده بآن بدرګان
سګې را به تیری تفنګ اوفګند       بدوزخ رسید آن لعین نژند
البته ډاکټر ګنداسینګه وایی چي د ده په نظر د دې متن تاریخي اهمیت دونه زیات دی چي د قاضي نور محمد پر ښکنځلو او بد رد ویلو باندي باید سترګي پټي کړو. د دې متن لومړی تاریخي اهمیت په دې کي دی چي قاضي په دغه جنګ کي پخپله برخه اخیستې ده او د پيښو عیني شاهد دی او د بلي خوا یې سیکهانو ته د ټولو بد رد ویلو تر څنګ د هغوی ښیګڼي هم بیان کړي دي. Jang Namah  Ganda Singh P 4 )  قاضي نور محمد د سیکهانو سره په دغه جنګ کي د خپل حضور په باب څو ځله یادونه کړې ده.
من آن روز در جنګ حاضر بُدم             تماشا نمودم به چشم خودم
بیک دست تیغ و بدیګر قلم               بمیدان پس سګ زهم تاختم
دلیري و مردي ازان غازیان             که صد آفرین بلکه تحسین بران
همي دیدم و می نمودم بیان                که دایم بوند این همه غازیان
سګی زان سګان سوی من تاخته          یکی تیغ هندي بدست آخته
جوانی بلند از براهویان               در آن دم تفنګی بزد آن چنان
که از اسپ افتاد و جان داد و مرد      روان را به دوزخ همان دم سپرد  جنګ نامه ص ۹۶
له بلي خوا، لکه څرنګه چي ګنداسینګه وایی، په ریشتیا هم، داسي لیکوالان او تاریخ لیکونکي ډیر لږ دي او حتی نه لیده کیږي چي د خپلو داسي دښمنانو او مخالفینو په باره کي دي، چي د سپیو په څير بد ورڅخه وړي او لعینان یې بولي، مثبتي خبري هم وکړي، او حتی د خپلو غازیانو خواته دي هم کله د انتقاد ګوته ونیسي . ګنداسینګه ټول هغه ښکنځل او بد رد چي قاضي نور محمد سیکهانو ته لیکلي دي، په بشپړه امانتداري، چاپ کړي او په انګلیسي ترجمه کړي دي. ځکه نو سړی ویلای سي چي د جنګ نامې متن هم د لیکوال او هم د خپرونکي او ترجمه کونکي د حوصلې په خاطر په لوستلو ارزي.
د هند مشهور تاریخ لیکونکی سر جادو نات سرکارSir Jadunath Sarkar  د جنګ نامې د انګلیسي متن په سرکي، د دې کتاب د اهمیت په باب لیکي” د پروفیسر ګنداسینګه له خوا د جنګ نامې د فارسي متن او له هغه سره یو ځای د انګلیسي خلاصه ترجمه چاپیدل او خپریدل د هند د تاریخ لپاره یو خاص خدمت دی. دا په ۱۷۶۴ کال کي پر هند باندي د احمدشاه دراني د یرغل په باب د یوه عیني شاهد د سترګو لیدلی حال دی، چي له هغه پرته به موږ ته چنداني معلومات نه وای...   دسیکهانو، په تیره بیا  په ۱۷۶۴ کال کي د سیکهانو د هیواد او خلکو په باره کي د جنګ نامې اهمیت له حده زیات دی. او پروفیسر ګنداسینګه د دې اثر په خپرولو سره موږ پوروړي کړي یو...سره له هغه چي دغه مسلمان لیکوال د دښمن په اړه له ډیرو بدو کلماتو څخه کار اخیستی دی خو د سیکهانو د ټولني د معرفي کولو په برخه کي یې عدالت کړی دی”  Jang Nama Foreward
 د قاضي نور محمد په باره کي زموږ معلومات ډیر کم دي، او چي څه معلومات لرو نو هغه هم د جنګ نامې د متن په حواله ورکوو. د قاضي د خپلي لیکني له مخي ویلای سو چي هغه  په بلوچستان کي د ګنجابه په سیمه کي زیږیدلی، لوی سوی او په هغه ښار کي قاضي وو. دی وایی چي دا مقام یې د خپلار او نیکونو څخه، چي د ده په قول اویا نسله یې قضا کړې وه، په میراث وړی دی.
من اوّل به ګنجابه قاضي بُدم                  که در اشغال آن امر راضي بُدم
که هفتاد پُشت از اب و جد مرا              بموروثه مي آمده این قضا
ازان دم که عادل عمر دره دار                دران ملک اسلام کرد اشکار
فرستاده افواج اسلام را                         محمد بن القاسم با وفا
ازان دم ز آبادي اجدای من                    الی یومنا ما مضا جای من    جنګ نامه ص ۱۹
    موږ دونه هم، په یقین سره، نه سو ویلای چي قاضي به د جنګ نامې متن ته د ملاتړلو او له نصیر خان سره د سیکهانو په مقابل کي غزا ته د تللو په وخت کي د څه عمر سړی وو. البته د جنګ نامې د خاتمې څخه سړی ویلای سي چي قاضي به په دغه وخت کي، که ډیر سپین ږیری نه وو، د پاخه عمر څښتن وو.
چو شد مویم از برف پیري سفید            بجز تو نماند بمردم امید
امیدم برآور بفریاد رس                        که جز تو ندارم دګر هیچ کس
قاضي نورمحمد د جنګ نامې د خاتمې او خپل احوال د لیکلو څخه وروسته په جلا وروستۍ پاڼه کي، چي د خیرمحمد په نوم یوه امیر په مدح کي یې کښلې ده، لیکي چي دی د ګنجابه د اوسیدونکي قاضي عبدالله کلوار زوی دی. وروسته لیکي چي دا لیک یې په ۱۲۲۹ هجري کي ختم کړی دی.
نوشتم من این نامه را بی شګفت           ز تاریخ شعبان بُد بیست و هفت
ز هجري اګر تو شماري سنه               بود دوازده صد  دګر بیست ونه
 دی د کتاب پر ځای نامه ذکروي. دا پاڼه له اصل کتاب یا جنګ نامه سره هیڅ اړه نه لري. ځکه چي د هغه کتاب د ختم، چي په ۱۱۷۵ کي بشپړ سوی دی، او دغه وروستي کلام ترمنځ، چي په ۱۲۲۹ کي لیکل سوی دی، فاصله ۵۴ کاله ده. دا وخت نصیر خان بلوڅ وفات سوی دی او په افغانستان کي هم د سدوزیو د حکومت د بشپړ زوال او فتور دوره ده. قاضي نورمحمد موږ ته نه وایي چي په دیره اسمعیل خان او یا احتمالاً شکارپور کي به یې څو کاله د قضا وظیفه سرته رسولې وي خو د وروستۍ ، ضمیمه، پاڼي څخه داسي ښکاري چي په دغو سیمو کي امنیت خراب سوی او دی بیرته ګنجابه ته نقل سوی او هلته د خیرمحمد په نوم یوه امیر په سیوري کي، چي دی وايي امن او امان یې ټینګ کړی وو، هستوګن سوی دی.
ګراز اسم پرسي تو ای نیکنام               بود بر تو روشن بغیر اهتمام
ز خیرمحمد امان و امن                      به ګنجابه بګزیده ام جا وطن
نوشتم برای مطالع امیر                 امیري چه ګویم که روشن ضمیر
ضمیرش بود روشن از آفتاب           جهان روشن از مهر آن مهرتاب
بهردو سرا باد نورش بتاب               که از نور انوار دارد خطاب
قاضي نورمحمد د جنګ نامې د متن په شلم مخ کي لیکي چي په ګنجابه کي یې د قضا وظیفه د دیرش کلنۍ څخه وروسته پیل کړه. هغه دا نه وایی چي څو کاله یې هلته قضا وکړه خو وروسته وایی چي کلات ته یې د تللو نیت وکړ او هلته یې له نصیر خان سره ملاقات وسو. کلات ته د رسیدلو سره سم یې ولیدل چي نصیر خان له سیکهانو سره د جهاد نیت کړی دی او ده هم فیصله وکړه چي له هغه سره په جهاد کي ملګری سي. که موږ په دغه وخت کي د قاضي عمر د پنځه یرشو کالو په شاوخوا کي وبولو نو د کتاب له ضمیمې پاڼي څخه ښکاري چي لږترلږه نیوي، او حتی څه باندي نیوي، کاله به یې ژوند کړی وي.
   قاضي نور محمد د جنګ نامې متن د نصیر خان بلوڅ په فرمایش، چي ټول په مثنوي نظم دی، لیکلی دی او داسي یې ښودلې ده چي که په دغو جنګونو کي نصیر خان او د هغه سره ملګري براهویان او بلوڅ ځوانان نه وای نو خدای خبر چي څه به پيښ سوي وای. قاضي نورمحمد وایی چي له نصیر خان څخه یې وغوښتل چي د دغو جنګونو د ختميدلو او د بري د ترلاسه کیدلو څخه وروسته به د احمدشاه بابا څخه غواړي چي د شکارپور د قاضي مقام ورته ورکړي. نصیر خان د هغه غوښتنه ومنله او د جنګ څخه وروسته یې شاهي خلات او عراقی آس ورکړ. دغه راز یې د نورو براهوي مشرانو او سردارانو څخه،  چي ده یې په خپل کتاب کي نومونه یاد کړي او صفتونه یې کړي دي، پیشکي پیسې او اوښان ورته واخیستل. جنګ نامه  ۲۰۲
     قاضي نورمحمد د کتاب په سر کي لومړی د بلوڅو د اصل نسب او له پښتنو سره د هغوی د نزدیکت په باره کي داسي افسانوي بیان کوي چي له نورو تاریخي متونو سره هیڅ اړخ نه لګوي. دی وایی بلوڅان د حمزه رض د لور له نسله دي او د خپل نیکه په څیر غښتلي او توریالي دي. جنګ نامه ص ۲۶   بل ځای لیکي چي بلوڅان او پښتانه دواړه د آصف له نسله دي چي هغه پخپله یو دیو وو. د آصف دوه زامن وه چي یو یې افغان او بل یې بُلو وو. د افغان څخه افغانان او د بُلو د نسل څخه بلوڅان منځته راغلل. د دغو دوو وروڼو اولاد، د زمانې په تیریدلو، له یوه بل څخه لیري سول او ژبي یې هم سره بیلي سوې. د دې څخه داسي څرګندیږي چي دا دوه قومه سره نیژدې دي هغه کتاب ص ص ۲۹ـ۳۰
کوم معلومات چي قاضي صاحب د خپل قهرمان نصیر خان بلوڅ په باره کي موږ ته راکوي له نورو تاریخي متونو سره توپیر لري. دغه راز زیاتره د نصیر خان د صفاتو، مړاني، سخاوت، هوښیاری او کراماتو په باره کي ږغیږي خو د هغه د تاریخي سابقې او حتی د احمد شاه بابا سره د هغه د اړیکو په باره کي، چي کله کله به ډیر بحراني سول، چنداني، حتی هیڅ، معلومات نه راکوي.
  چارلس میسن  Charles Masson لیکي چي د اته لسمي پیړۍ په لومړیو کلونو کي د براهويانو سرداري د عبدالله خان په لاس کي وه. عبدالله خان پر کیج، پنجکوره ، کندهار او کچ ګنداوه باندي څو ځلي حملې وکړې. یو ځل د سندیانو اته زره کسیز پوځ د عبدالله مخي ته راووت او عبدالله خان له پنځه لس سوو عسکرو سره حمله ورباندي وکړه. په هغه جنګ کي عبدالله خان له خپلو دریو سوو ملګرو سره ووژل سو.    Kalat PP 358-359 قاضي نور محمد هم د عبدالله خان د مړاني یادونه کوي خو وايي چي عبدالله خان د چړټو سره، چي مطلب یې د رنجیټ سینګه نیکه سردار چرت سینګه دی، په جنګ کي ووژل سو. په داسي حال کي چي د میرعبدالله خان دقدرت په زمانه کي د بلوڅو او سیکهانو ترمنځ هیڅ ډول نښته نه ده سوې، او یا لږترلږه تاریخ نه ده ثبت کړې. عبدالله خان د بلوڅو د قلمرو په شاوخوا کي د خپلو رقیبانو په ځپلو لګیا وو او په دې لړ کي یې د سیند له میرانو سره هم جګړې کړي دي او د همدغو میرانو سره په جګړه کي وژل سوی دی. قاضي نورمحمد ښايي غوښتل چي د خپل ممدوح قهرمان نصیرخان د خوشالولو لپاره د هغه پلار یو ریښتونی شهید معرفي کړي، نو ځکه یې حتی د جنګ صحنې او له هغه سره جنګیدونکي قوت ته تغیر ورکړی او اسلامي بڼه یې ورته غوره کړې ده. قاضي نورمحمد د عبدالله خان پر شهادت خواشیني ښکاره کوي او وايی چي هغه په جنګ کي بیځایه زړه ورتوب وښود، کنه نو یو سردار ولي باید خپل ژوند دونه بیځایه له لاسه ورکړي. جنګ نامه ص ص ۸۶-۸۸
      چارلس میسن د بلوڅو تاریخ ته د اشارې په ترڅ کي لیکي چي  د عبدالله خان پر ځای قدرت د هغه زوی محبت خان ته ورسیدی او کله چي نادرافشار دغه سیمه لاندي کړه نو د محبت خان د زړه د ترلاسه کولو لپاره یې، چي د غلجیو پښتنو سره یې سخته دښمني درلوده، د سند مشر نورمحمد کالورا، محبت خان ته تسلیم کړ چي د خپل پلار عبدالله خان په بدل کي یې ووژني. محبت خان دا کار ونه کړ او په عوض کي یې کچ ګنداوه، چي عبدالله خان د هغي سیمي د ترلاسه کولو په لاره کي وژل سوی وو، په خپل قلمرو پوري وتړله. محبت خان هم د خپل پلار په څیر په شاوخوا کي د حملو په ترڅ کي د کندهار په ګاونډ کي هم حملې وکړې. دا حملې ځکه د محبت خان په تاوان تمامي سوې چي دا وخت نادر افشار وژل سوی او قدرت د احمدشاه دراني لاسته ورغلی وو. احمدشاه د کندهار پر شاوخوا باندي د محبت خان د حملو په بدل کي پر شهروان باندي حملې وکړې او د مستونګ په شمول یې څو ټینګي قلاوي وراني کړې. د محبت خان دوه وروڼه التارز خان او نصیرخان یې د یرغمل په توګه له ځان سره کندهار ته بوتلل. لږ وروسته یې د براهوي د قبیلې د ځینو مشرانو په غوښتنه محبت خان کندهار ته وغوښت او هغه څه موده وروسته په قید کي مړ سو. نصیرخان یې قلات ته واستاوه او د هغي سیمي مشرتوب یې ور وسپاره. نصیر خان په کندهار کي د احمدشاه په قید کي سهوا خپل ورور التارز خان وژلی وو. Kalat PP 360-361
      قاضي نور محمد لیکي چي د محراب خان له وفات څخه وروسته د هغه زوی عبدالله خان ، چي دی یې خان کلان بولي او د سخاوت او میړاني صفتونه یې کوي، قدرت ته ورسیدی. د عبدالله خان څخه وروسته محبت خان او له هغه وروسته حاجي خان یا حاجي محمد خان قدرت ته ورسیدی. په نورو متونو کي دغه سړی د التارز خان په نوم یادیږي.  قاضي نور محمد موږ ته د محبت خان او له هغه وروسته د التارز خان یا حاجي محمد خان د قدرت د پای ته رسیدلو یا وژل کیدلو او یا وفاتیدلو په باره کي هیڅ نه وایی، او یا یې ښایی معلومات نه درلودل، او یا شرایطو اجازه نه ورکوله چي د دې کورنۍ په باره کي ټول واقعیتونه، لکه څرنګه چي وه هغسي، بیان کړي. په هر صورت د هغه مختصرمعلومات د نورو مورخینو له معلوماتو سره چنداني سر نه خوري او یا تاریخي سوالونو ته جواب نه سي ورکولای.
 ګنداسینګه د هینري پوټینجر د سفر نامې په حواله لیکي چي حاجي محمد خان هم سخت استبداد او هم عیاشی ته لاس واچاوه. د ښار پر هندوانو یې ډیر سخت ظلمونه وکړل. پر هغوی باندي یې ډیر درانه مالیات وضع کړل او حتی هندوان یې مجبورول چي خپلي ناویاني د واده په شپه هغه ته ولیږي. کله چي به هندوان د ده د ظلمونو د لاسه د کلات څخه وتښتیدل نو ده به یې ټوله شته مني غصب کړه. کله چي نصیر خان، د نادرشاه په امر، کلات ته راغی، نو خپل ورور ته یې ډیر نصیحت وکړ، خو هغه یې پر خبره غوږ ونه نیوی. بالاخره یې یوه ورځ هغه وواژه. هیچا یې مخ ونه نیوی او په کلات کي یې قدرت تر لاسه کړ.
پوټینجرHenry Pottinger په خپله سفرنامه کي د نصیر خان د شخصیت په باره کي لیکي چي هغه د یوه مشر او عسکر په حیث ټول هغه ښه صفتونه درلودل چي د یوه پاچا او سیاستمدار سره ښايي. هغه خپل قدرت د ورور په وژلو پیل کړ، خو هر وخت به یې ارمان کاوه او ویل به یې چي ما خپل ورور د عام اولس د ښیګڼي په خاطر له منځه یووړ. هغه د خپلو نورو ملګرو په څیر عادي جامې اغوستلې، پیسو او شته منیو ته یې سترګي نه وې خړي کړي او که یې پیسې په کار وې نو هم یې په انعامونو، سخاوت او د اولس د ژوند په بهترولو لګولې. د هغه د سخاوت، عدالت او میړاني کیسې د بلوچستان تر هري سیمي پوري رسیدلي وې او تر اوسه یې خلک په ښه نامه یادوي. هغه د اسیا په پاچاهانو کي یو وتلی شخصیت وو. هغه سخي، زړه ور، عادل او مهربان وو. پر خپل قول او وعده دومره ټینګ وو چي په ژوند کي یې د چا د یوې کوچنۍ وعدې ماتیدل نه په یادیدل. Jang Nama PP 18-19
نه پوټینجر او نه قاضي نورمحمد د احمدشاه بابا سره د نصیر خان او د هغه د ورور حاجي خان یا التارز خان د یرغمل کیدلو او نه د احمد شاه بابا په بند کي د محبت خان د وفاتیدلو یا وژل کیدلو خبره کوي؛ او حتی پوټینجر خو په کلات کي د نصیرخان د پاچا کیدلو خبره د احمدشاه بابا د پاچا کیدلو څخه مخکي، د نادرافشار په زمانه کي، بولي. میسن، د پوټینجر په څیر، د نصیر خان د زړه ورتیا او لیاقت خبري کوي او وايي چي د هغه هدف د ټولو بلوڅو یو موټی کول او د کچ ګنداوه د، تازه ترلاسه کړي، سیمي ساتل وه. میسن وايي نصیر خان د دراني پاچا په پوځي عملیاتو کي داسي څرګند خدمتونه او فتوحات وکړل چي هغه د شال او مستونګ سیمي او د هرنډ او داجیل ولایتونه ور وبخښل. نصیر خان پر کیج او پنجغور باندي بریالی حملې وکړې او خپل قلمرو یې نور هم پسي پراخ کړ او د هغه دغو وروستیو پوځي عملیاتو احمد شاه په غوسه کړ او نصیر خان یې په کلات کي کلابند کړ. البته ډیر ژر جوړه وسوه او دراني پاچا خپلي قواوي بیرته له کلات څخه پر شا کړې. نصیر خان بالاخره د سند له پاچا څخه د کراچي بندر هم لاندي کړ او تر څلویښتو کالو ځلاندي پاچهی وروسته وفات وسو Kalat PP 362-363
        ګنداسینګه لیکي چي میرمحبت خان او حاجي محمد خان یا میرالتارز خان غوښتل چي د نادرافشار سره وجنګیږي خو کله چي هغه کندهار فتح کړ نو دوی دواړه هغه ته تسلیم سول. نادرافشار، حاجي محمدخان د کلات د ګورنر په حیث مقرر کړو خو هغه ډیر ظالم او عیاش سړی وو او نادرافشار هغه بندي کړ او د هغه پر ځای یې میرمحبت خان مقرر کړ. نصیرخان په دغه وخت کي هلک وو او نادرشاه هغه او د هغه مور بي بي مریمه او د حاجي محمد خان زوی د یرغمل په توګه ورسره بوتلل. په ایران کي د نادرافشار له وژل کېدلو څخه وروسته، نصیرخان هم ازاد سو او له احمد شاه سر ملګری سو. د دراني پاچا او د محبت خان اړیکي ډیر ژر ځکه خراب سول چي محبت خان د احمد شاه بابا د وراره لقمان خان د ښورښ ملاتړ کړی وو. احمد شاه بابا، محبت خان برطرفه کړ او پر ځای باندي یې نصیرخان مقرر کړ. نصیر خان پر خراسان باندي د احمد شاه بابا په درې ځله حملو کي ډیره مړانه وښودله او د احمد شاه بابا ډیر ټینګ ملګری وو.
         کله چي احمد شاه بابا په ۱۷۵۸ کال کي پر پنجاب باندي د حملې لپاره تیاری کاوه او له نصیر خان څخه یې وغوښتل چي له خپلو پوځونو سره کابل ته ورسي، نصیر خان خپل استقلال اعلان کړ. احمد شاه بابا خپل وزیر او تکړه آزمییلی جنرال شاه ولي خان بامیزایی د هغه د مقابلې لپاره ور واستاوه. نصیر خان هغه ته، مستونګ ته نیژدې، ماته ورکړه او احمد شاه بابا پخپله مجبور سو چي د هغه د فتنې د دفع کولو لپاره له کابل څخه کلات ته روان سي. نصیر خان د احمدشاه د حملو تاب را نه ووړ او کلات ته ننووت. احمدشاه کلات څلویښت ورځي محاصره کړ او په پای کي د شاه ولي خان په منځګړتوب روغه وسوه.
        نصیر خان د هغي روغي په اساس د احمدشاه بابا سلطنت ومانه. دا یې ومنله چي هرکله احمدشاه د خپلو سرحداتو څخه دباندي جنګ ته روانیږي، نصیر خان به د خپلو پوځیانو سره حاضریږي او په عوض کي به احمدشاه هغه ته پیسې یا د جنګ لګښتونه ورکوي  او جنګي مهمات او وسلې به ورته برابروي. دغه راز به احمدشاه بابا نصیر خان نه مجبوروي چي د هغوی په داخلي جنګونو کي د هغه یا دغه سدوزايي مشر ملاتړ وکړي او یا د بلي قبیلې د کوم مشر سره وجنګیږي. د کلات خان به په اینده کي د افغانستان پاچا ته هیڅ ډول اولجه نه ورکوي. احمد شاه د دې تړون د ښه ټینګیدلو لپاره د نصیر خان یوه د کاکا لور واده کړه او له دغي پیښي څخه وروسته نصیر خان، د عمر تر پایه پوري، احمدشاه ته وفادار پاته سو. Ahmad Shah Durrani pp 208-215
   د نصیر خان په مقابل کي د شاه ولي خان په څیر یوه لوی او تجربه کار جنرال د ماتیدلو او د هغه د ښورښ او بغاوت د کرارولو لپاره له کابل څخه د احمدشاه بابا د حرکت کولو، په قلات کي د مقاومت کولو او په وروسته کي د نصیرخان او احمدشاه بابا ترمنځ د سولي د شرایطو څخه، چي تقریبا ټول یې د نصیرخان په ګټه وه، د نصیر خان قدرت او طاقت څرګندیږي. خو د قاضي نورمحمد د جنګ نامې په شمول، چي اصلي قهرمان یې نصیر خان دی، په تقریبا ټولو کتابونو کي د هغه او د هغه د کورنۍ په باره کي مغشوش معلومات راغلي دي او د هیڅ څیړونکي او مورخ معلومات له بل سره سر نه خوري. په زړه پوري خبره دا ده چي محمود الحسیني په خپل تاریخ احمدشاهي کي، چي احتمال لري پخپله به یې هم د سیکهانو سره په وروستي جنګ کي، د یوه مورخ په حیث، برخه درلوده، بیخي د نصیر خان نوم نه یادوي. یوازي د قاضي نورمحمد جنګ نامه ده چي د سیکهانو سره په جنګ کي د نصیرخان او د هغه د براهويي ځوانانو او جنرالانو د توري او میړاني یادونه کوي. قاضي نورمحمد لیکي چي د سیکهانو سره د ۱۷۶۴ کال د جنګ په پای کي چي نصیرخان د چناب له سند څخه د تیریدلو نه وروسته د احمدشاه بابا څخه رخصت اخیست نو هغه د نصیرخان د خدمتونو په مقابل کي، شال( اوسنۍ کوټه) او نور ښارونه ور وبخښل، نور انعامونه یې ورکړل او د هغه دیرشو تنو ملګرو ته یې مواجب او انعامونه ورکړل.
ببرد آن عریضه به شاه جهان                     شهش دید ګفتا که دراین زمان
رقم کرده بدهید در حال زود                    همه مقصد و هم مطالب که بود
نخستین رقم کرده از ملک شال                  دګر همچنین چند از ملک و مال
مواجب دګر داد سي تن هزار                    که باشد همیشه ز خان برقرار( ص ۱۴۷)
د قاضي نورمحمد د جنګ نامې څخه خو داسي ښکاري چي حتی د سیکهانو سره د وروستي خونړي جنګ او غزا ابتکار پخپله نصیر خان اخیستی دی او کله چي په لاهور، ملتان، ډیره اسمعیل خان او د مسلمانانو د اوسیدني په نورو ښارونو  او سیمو کي د سیکهانو د حملو او ظلمونو څخه اطلاع ورته رسیږي نو لومړی د خپلو عالمانو او ملایانو څخه د سیکهانو سره د جنګ او غزا فتوا غواړي او وروسته احمدشاه بابا ته قاصد لیږي او له هغه څخه غواړي چي پر سیکهانو باندي د حملې لپاره اجازه ورکړي. نصیر خان په دغه وخت کي حج ته د تللیو نیت کړی دی او مخکي له هغه چي د نصیرخان پیغام احمد شاه بابا ته ورسیږي د هغه د لوري نصیرخان ته پیغام رسیږي.
ازان پیشتر شاه فرخ شیم                نوشته بخان زمان یک رقم
که ای خان رستم دل نامدار                سګان لعین و کفار فجار
تغلب نمودند بر اهل دین                    بتاراج بردند ملتان زمین
مساجد شکستند آن حربیان                 اسیري ببردند اسلامیان
بما این خبر ها بملتان رسید                  هم از جانب ډیره امد برید
کجا میروي تا به حج میروي                خرابي کنند این ګروه غوي
ازآن سو تو ای خان عادل بیا                 وزین سو باقبال آییم ما
که بنیاد ایشان ز بن بر کنیم                بمسکن سګان آتش اندر زنیم
 جهادي باین حربي بت پرست              یقین دان که از حج فاضلتراست
احمد شاه بابا د سیکهانو سره د ۱۷۶۴ کال د دغو جنګونو څخه مخکي څو ځله نښتي کړي وې او بالاخره ښايي ورته څرګنده سوې وي چي د ستلیج د سیند پر پوري غاړه د سیکهانو په علاقو کي، چي په مخامخ جګړو کي به یې ماته کوله او بیا به یې وروسته د احمدشاه بابا پر لښکرو باندي په غلچکو او چټکو حملو کي ډیر زیات تاوانونه ور اړول، د قدرت ساتل او ټینګول ګران کار وي. خو کله چي هغه ته د مسلمانانو پر مځکو او د ده پر خپلو والیانو باندي د حملو خبرونه ورته ورسیدل نو له سیکهانو سره یې له یوه قاطع جنګ څخه پرته بله لاره نه درلوده. لومړی یې خپل یو جنرال نورالدین خان بامیزايي له اوو زروسپرو سره د سیکهانو مقابلې ته واستاه خو هغه ډیر ژر ماته وخوړه او د جمو راجا ته یې پناه یووړه. د لاهور والي عبیدخان د ښار څخه د باندي پر سیکهانو باندي په حمله کي ماته وکړه او بیرته ښار ته ننووت او کلا بند سو. سیکهانو وروسته پر سرهند باندي حمله وکړه او د احمدشاه بابا والي زین خان یې محاصره کړ. احمد شاه بابا د دې خواشینونکو خبرونو د اوریدلو سره  د سیکهانو پر لور حرکت او د ۱۷۶۴ کال  د نومبر په میاشت کي یې ځان د اباسیند غاړو ته ورساوه. سیکهان لا، د لاهور سره نیژدې، د جنډیالا په محاصره لګیا وه چي د احمد شاه د قواوو د رسیدلو څخه خبر سول. سیکهانو سمدستي د هغه ښار محاصره پریښودله او په سرهند کي د خپلو نورو سیکهانو مرستي ته، چي هغه سیمه یې محاصره کړې وه، ورغلل. احمدشاه بابا د سیمي ټولو مسلمانو مشرانو او جاګیردارانو ته لیکونو ته واستول او د مرستو غوښتنه یې ورڅخه وکړه. سیکهانو فکر نه کاوه چي احمد شاه به خپلي قواوي، په دومره چټکي، سرهند ته ورسوي، خو د هغوی دا خیال غلط وو او هغه یو ناڅاپه د لمرخاته څخه مخکي د دوی پر شاوخوا باندي خپل پوځونه راتاو کړل. دا وخت زین خان، چي د نور مقاومت کولو څخه مایوس سوی وو، د ښار څخه راووت او د احمد شاه بابا له قواوو سره یو ځای سو. د سیکهانو لښکر له پنځوسو څخه تر شپیتو زرو پوری رسیدی او د ستلیج د سیند په جنوب کي د کوټ راهیرا په علاقه کي یې د احمدشاه د پوځونو د هغي لويي حملې په مقابل کي چي سیکهانو یې هیڅ انتظار نه درلود بشپړه ماته وخوړه. په دې جنګ کي د غرنیو سیمو اوسیدونکو پښتنو او د احمدشاه بابا محافظي قطعې خاص زړه ورتوب وښود. فاتحو پوځونو سیکهان تعقیب کړل. تاریخ لیکونکي په دغه جنګ کي سیکهانو ته د رسیدلو تلفاتو به برخه کي اختلافات لري او د تلفاتو شمیر له دوولس زرو څخه تر دیرش زرو تنو پوري ښيي. سیکهانو دغو تلفاتو او فاجعې ته د ګولو ګارا یا لوی قتل عام نوم ورکړی دی، او د دوی د تاریخ د یوې لويي توري ورځي په نوم یادیږي.
     احمدشاه بابا تر دې څرګندي فتحي وروسته د شاوخوا له راجاګانو او مشرانو څخه بیعتونه ترلاسه کړل او وروسته د امرتسر پر لور، چي هلته د هندوانو د ډیوالي د مذهبي او عنعنوي جشن مراسم ترسره کیدل، وخوځیدی. احمدشاه بابا د سیکهانو د هغو ظلمونو په بدل کي چي له مسلمانانو سره یې کړي وه، د سیکهانو تر ټولو مقدس معبد هري مندیر په توپونو والوزاوه او د هري مندیر مقدس حوض یې د مړو غوایانو له هډوکو او پاته شونو څخه ډک کړ. د دې کار یو علت دا وو چي سیکهانو د مسلمانانو جوماتونو او زیارتونو ته ډیر زیات سپکاوی کړی وو. History of the Punjab pp 382-384
  احمدشاه بابا ته خبر رسیدلی وو چي د سیکهانو ډیر زیات شمیر پوځیان په هري مندیر کي پټ سوي دي. خو کله چي پوځ حمله ورباندي وکړه نو په هري مندیر کي یوازي دیرش تنه پاته سوي وه چي د خپل معبد څخه د دفاع لپاره یې ځانونه قرباني کړل. قاضي نورمحمد هري مندیر ګروچک بولي او د دې حملې په باب وایی:
شه و لشکر شه بچک چون رسید              ازان کافران هیچ کس را ندید
مګر چند کس در حصار اندرون                بمانده که خودرا بریزند خون
که کردند جان را فدا بر ګُرو                    که لعنت بود بر ګُرو زشت رُو
چو دیدند شاه نکو نام را                         همان لشکر دین اسلام را
برون آمدند آن همان از حصار                 که سي تن بدند آن سګان در شمار
نه کردند یک ذره ترس و نه باک            نه خوفی ز قتل و نه هم از هلاک
به آن غازیان چون در آویختند              در آویختن خون خود ریختند
همه قتل ګشتند سګها لعین                  برفتند در اسفل السافلین
دویدند اسلامیان راست و چپ           نه دیدند کس زان سګان بې ادب
به نا چار شاه جهان باز ګشت         به فتح و ظفر شاه دمساز ګشت ( ص ۱۰۰)
 ګنداسینګه لیکي چي دغه دیرش تنه سیکهان چي په ډیره زړه ورتیا یې د افغانانو او بلوڅانو د دیرشو زرو پوځیانو سره مقابله وکړه او ځانونه یې د خپل مذهب او معبد قرباني کړل د شهید سردار بای ګوربخش سینګه له ډلي څخه وه. د دغو دیرشو کسانو له جملې څخه یوازي د دریو تنو، مان سینګه، بسنت سینګه او نهال سینګه نومونه په تاریخ کي درج دي. دا پیښه د ۱۷۶۴ کال د ډسمبر پر لومړۍ نیټه منځته راغلې ده. په امرتسر کي د اکل تخت شاته، د بای ګوربخش سینګه په یاد، شهید ګنج جوړ سوی دی( Jang Nama p 35)
قاضي نور محمد په خپله جنګ نامه کي سیکهانو ته هر ځای سپی، لعین، بت پرست او آتش پرست وایی، مګر  د پښتو د هغه متل په اساس چي وايی میړه مړکه مړانه یې مه وژنه، د سیکهانو د میړاني او ناموس داری یادونه کوي او سره له هغه چي هغوی ته د دین او خاوري د دښمنانو په سترګه ګوري بیا هم د هغوی پر دغو صفتونو سترګي نه پټوي. دغه علت دی چي ګنداسینګه دغه متن په ترجمه ارزولی دی.
سګان را مګو سګ که هستند شیر                 بمیدان مردان چو شیران دلیر
کجا سګ بود آن جوان نبرد                      که چون شیر شرزه زند در نبرد
فن جنګ ګر خواهي آموختن                    ازایشان بیاموز ای تیغ زن
که در پیش دشمن شدن مرد وار                سلامت بدر رفتن از کار زار
بود سینګه القاب او دانیش                 ز انصاف نبود که سګ خوانیش
اګر می نداني تو هندي زبان               بود معنی سینګه شیر ای جوان
چو شیرند الحق به هنګام رزم                ز حاتم فزونند هنګام بزم
چو در دست ګیرند شمشیر هند             بتازند از هند تا ملک سند (  ۱۵۶)
دغه راز کله چي د جنګ او حملو په وخت کي  له ملکي کسانو او ښځو او ماشومانو سره د سیکهانو د سلوک خبره راځي نو قاضي نورمحمد بیا هم پر حقیقت سترګي نه پټوي او ښایی له دې یادوني څخه یې مطلب خپلو مسلمانو پوځیانو او جنرالانو ته لار ښوونه وي. ځکه چي د جنګ نامې له متن څخه ښکاري چي، د سیکهانو سره په دغو وروستیو جنګونو کي، له لاهور څخه تر سرهند پوري، له احمد شاه بابا سره ملګرو پوځیانو د سیمي پر اوسیدونکو باندي ځکه ډیر زیات تیری کړی دی چي احمدشاه بابا دغه علاقه دارالحرب وبلله.
شه عادل و داور داد ګر
ز لاهور چون شد روان پیشتر
بګفتا ز راه کرم ګستري
مساکین نوازي و دین پروري
که این مُلک این کشت از حربیان
ازین روی تملیک اسلامیان
ز ملک سګان لعین رو سیاه
هر آن چیز افتد به دست سپاه
چو لشکر برین آګهي یافتند
عنان بهر شهرو دهي تاختند
بهر سو شده ترکتاز از سپاه
بمردم شده روز روشن سیاه
نه شد از سګ و غیر سګ امتیاز
بهر جا زلشکر شده ترکتاز
عساکر به هر سو همي تاختند
همه مُلک زیر و زبر ساختند
زه هر ده رعایا ګریزان شدند
بهر جانب افتان و خیزان ظدند     جنګ نامه ص ۱۰۳
 قاضي نور محمد په داسي حال کي چي سیکهان سپي بولي بیا هم د جنګ او حملو په وخت کي د هغوی صفت کوي او د هغوی د جنګي اصولو یادونه کوي:
بجز از جنګ شان نکته دیګر شنو                   که بردند از جنګجویان ګرو
که نه کشند نامرد را هیچ ګاه                         ګریزنده را هم نګیرند راه
زر و زیور زن بتاراج نیز                           نګیرند ګر مهره هست و کنیز
زنا هم نباشد میان سګان                               نه دزدي بود کار آن بد رګان
که زن ګر جوانست ور هست پیر                   بګویند بوډهیا برو ګوشه ګیر
بود لفظ بوډهیا به هندي زبان                       به معني که ای پیر زال زنان
نه دزديست هر ګز میان سګان                  نه پیداست سارق دران بدرګان
که زاني و سارق ندارند دوست                و ګر فعل شان جملګي نانکوست( ۱۵۸)
احمد شاه بابا ته ځکه د پنجاب او د سیکهانو د اوسیدني د سیمو ساتل ګران او حتی غیر ممکن وه چي هغوی په خپلو کلیو، غرونو او ښارونو کي جنګیدل. د هغوی لپاره هر ګړی غرونو ته ختل او بیرته د ضرورت په وخت کي را کښته کیدل او د حملو کول اسانه کار وو. د همدغه تکتیک څخه یې احمدشاه او د هغه والیان سخت په عذاب وه. هغوی په مخامخ جنګ کي هر وخت د احمدشاه بابا د پوځونو به مقابل کي ماته کوله خو وروسته به یې د هغه پر لښکرو باندي، چي وطن ته د تللو په حال کي به وه، حملې کولې، انسانان به یې قتلول، اوښان او نور څاروي به یې بیول او خزانې به یې لوټلې. قاضي نور محمد په یوه جنګ کي د هغوی دغه تکتیک ته اشاره کوي:
دګر بار آن خوک خواران پلید              به آن لشکر غازیان در رسید
چنین بود کان فوج آمد دوان                 در آمد بمابین شاه و بخان
ز یک سو شه و خان ز سوی دګر             شده در میان آن سګ بد ګهر
دګر بار بر ګرد اسلامیان                  بګشتند بر دور آن غازیان ( ۱۴۸)
بل ځای لیکي:
چو طی شد دو فرسخ که در پیش راه            چو دیروز ظاهر شد ان سګ سیاه
همان جنګ کرد انچه دیروز کرد               همان جام خورد آنچه دیروز خورد
براهي که امد بدان راه رفت                   چو شیر آمد اما چو روباه رفت
بدستور روز اول نابکار                     بهر روز می آمد او کارزار
همی کرد می رفت آن ګبر دنګ           نکرده فرار او بجنګ درنګ
نمی آمدش ننګ هیچ از فرار              بمیدان نمی کرد هم کارزار
همی آمد از دور میزد تفنګ                ګریزان همی شد ز میدان جنګ
نه در دل حیا و نه در دیده شرم                که می امد و باز می ګشت ګرم
سخن مختصر هفت روز این سګان             همی جنګ کردند آن بدرګان
چو شاه جهانګیر میشد سوار                همی آمد آن ګبر زنار دار
به همراه اردوی آن شاه دین                  برابر همی آمد آن سګ لعین
چو منزل نمودي شه دین پناه              مقابل شدي آن سګ روسیاه ( ۱۶۵)
سیکهانو یوازي د ۱۷۶۴ او ۶۵ په جنګونو کي نه بلکه د هغه څخه مخکي او وروسته تر پایه پوري د همدغه پوځي تکتیک څخه کار اخیستی. هغوی په مخامخ جګړه کي د احمدشاه بابا له پوځ او توپخانې سره مقابله نه سوای کولای. په دغه راز ناڅاپي حملو کي یې هم ډیر لږ تلفات ورکول او هم یې ډیر زیات غنیمتونه ترلاسه کول.  احمد شاه بابا په ۱۷۵۷ کال کي پر هند باندي د څلورم یرغل او د ډهلي له فتح کولو او د جاټ او مرهټه د قومونو د ځبلو څخه وروسته د هغه کال د اپریل په میاشت کي کندهار ته د تللیو اراده وکړه. د لاهور چاري یې خپل زوی تیمورشاه ته وسپارلې او جهان خان یې د هغه د وزیر او سپه سالار په حیث مقرر کړ. سیکهانو د تیمورشاه او جهان خان پر لښکرو باندي، چي د وروستیو جنګونو څخه ډیري ترلاسه کړې وولجې ورسره وې، په لاره کي هر ځای حملې کولې او وروسته به پټیدل. سردار الاسینګه او ځیني نور سیکه مشران، چي په سرهند کي راغونډ سوي ول، د شهزاده تیمور پر خزانه باندي حمله وکړه او ډیر زیات مالونه یې ورڅخه یووړل. بله حمله یې په مالرکوټله کي ورباندي وکړه او ډیر زیات مالونه یې وولجه کړل.
دغه راز سردار چرت سینګه سوکرچاکیا، چي دا وخت یې ځان په ګوجران واله کي ټینګ کړی وو، د احمدشاه پر پوځونو باندي د شا له خوا حملې کولې. هغه به د ماښام پر وخت، چي افغان پوځیانو به خپلي خیمې وهلې، ناڅاپي حملې کولې. کله چي احمدشاه خپلو پوځیانو ته د کرۍ شپې پهره داریو امر وکړ نو هغوی به د سهار وختي پر مهال یرغل راووړ او تر هغو پوري یې، چي احمدشاه بابا د هغوی له سیمي څخه لیري سوی نه وو دغه راز حملو ته دوام ورکړ. احمدشاه بابا غوښتل چي یو ځل خو سیکهان مخامخ ورسره جنګیدلي وای مګر چرت سینګه هیڅ وخت مخامخ جګړې ته حاضر نه سو؛ تر څو چي احمدشاه د اباسیند څخه تیر سو او د پښتنو سیمو ته ورسیدی. Ahmad Shah Durrani pp 187-189
سیکهانو خپلو دغه راز حملو ته د احمدشاه بابا د لمسي زمان شاه تر زمانې پوري دوام ورکړ ترڅو چي وروسته یې د چرت سینګه د لمسي رنجیټ سینګه په مشرتوب ، د لنډي مودې لپاره، په پنجاب کي د یوې غښتلي امپراطورۍ اساس کښیښود.
          قاضي نور محمد په خپله جنګنامه کي، هر ځای، سیکهان بت پرستان او آتش پرستان بولي. داسي ښکاري چي قاضي د سیکهانو د مذهب په باب معلومات نه لري او یا ښایی  له هغوی څخه د ډیر نفرت په وجه هغوی ته د سپیو، خوګانو او نور بد رد ویلو تر څنګ د بت پرستانو او آتش پرستانو نومونه هم ورکوي.
ولی آن سفیهان آتش پرست                       ز لشکر ګهی مابسي دورهست
نه آب است آنجا نه کاه و علف                 مبادا شود لشکر ما تلف  جنګ نامه ص ۷۹
ګرآن روز بودي تفنګش بدست                   بدوزخ رساندي بسی بت پرست
عجب اینکه آن صاحب نام و ننګ                  نکردي ز خود دور یک دم تفنګ  ص ۸۹
سګی را چه یارا که با شیر نر                  مقابل باستد کند کرو فر
بجولان کنان تیغ کرده بدست                  نیامد به تیغش یکی بت پرست
سګی ملحدی از سګان زشت خو            درآمد تفنګي زد آن کینه جو   ص ۹۱
په دې کي شک نسته چي سیکهان ، د هندوانو په رسم، د غوایی غوښی نه خوري او د ځینو نورو اسماني مذهبونو په څیر شراب چښل پکښی روا دي، مګر د سیکهانو مذهبي متون موږ ته ښیی چي هغوی د یوه خدای عبادت کوي. او د مقدس کتاب ګرو ګرنت صاحب له ځینو سرودونو څخه یې د خدای تعالی هغه عظمت څرګند دی چي ځینی لوی مسلمان صوفیان عقیده ورته ولري. د سیکهانو د مذهب موسس ګرونانک په ادي ګرنت کي وايي:
هغه یو دی، پخپله وجود او موجود دی او پخپله خالق دی. او نانکه! هغه یو ذات همداسي دوام کوي، بل داسي ذات نه وو او نه به راسي. History of the Sikhs p 330
د هغوی لسم او وروستی ګورو ګوبیند سینګه لیکي:
وخت یوازینی خدای دی. لومړی او وروستی، هغه داسي ذات دی چي نه فنا کیږي، خالق دی، تباه کونکی دی، هغه هر څه پیدا کوي او محو کوي.
هغه خدای چي ملکي او شیطانان یې پیدا کړل، چي ختیځ او لویدیځ یې پیدا کړل، شمال او جنوب یې پیدا کړل، موږ څرنګه هغه په الفاظو ښودلای او بیانولای سو. Ibid p 330
ګورو نانک بل ځای په ادي ګرنټ کي وايي:
پر دې مځکه باندي ډیر زیات مسلمانان ژوند کوي او ډیر برهمنان، ویشنویان او شیوایان اوسیږي. په زرګونو پیران او پیغمبران او په لس هاوو زره ولیان هستوګنه لري. مګر د ټولو خدای او بادار یو دی. د هغه نوم خدای دی. او نانکه! د خدای صفتونه نا پایانه او تر شمیرلو تیر دي. هغه به څوک څرنګه وپیژني او څرنګه به په وپوهیږي؟  Ibid
            قاضي نورمحمد د خپل کلام په صفت کي ډیر زیات بیتونه لیکلي دي، او خپل شعر ډیر پوخ ورته ښکاري او څوک چي د ده پر کلام باندي انتقاد کوي هغه حاسد بولي او چي څوک د انتقاد ګوته ورته نیسي دی ورته وایی چي که نر دی د ده په شان شعر دي ولیکي:
وګر ګفتن بد کند حاسدم                       بود بر نکویی من آن شاهدم
ګر انګشت بر حرف من می نهي              بګویم که فأتُوا بمن مثلهي
قاضي نورمحمد ښايي د خپل کلام ساری نه ویني او د خپل کلام په باب وايي:
ز مجهول و معروف قید و روي                     بهر نوع اقواف بیني قوي
هم از لف و نشر و مرتب پرست             ز غیر مرتب هم ای حق پرست
ز ترجیع لفظي و هم معنوي                   به بیني در ابیات این مثنوي
ز تردیف و تقلیب و تجنیس نیز              نیابي درو جز صواب ای عزیز
البته د قاضي نورمحمد د خبرو په خلاف، د جنګ نامې متن د فارسي ژبي د نورو مهمو تاریخي متونو او په هغوی کي د راغلو مثنویانو سره چنداني سیالي نه سي کولای. د جنګ نامې مثنوي، لکه څرنګه چي لیکوال یې ادعا کوي، هغسي زړه را کښونکی نه دی. هغسي الفاظ او کلمات چي د یوه حماسي متن لپاره لازم دي  او په فارسي ادب کي د فردوسي له شهنامې څخه بیا تر وروستیو وختونو پوري په لس ګونو مثالونه لري او لوستونکي د جنګونو میدانونو ته بیایی، په جنګ نامه کي چنداني نه لیده کیږي، او که وي نو د ګوتو په شمیر دي. کله کله د قافیې ډیره سخته ستونزه لري.په داسي حال کي چي په مثنوي نظمونو کي د قافیې سم تعقیب د نظم تر ټولو ډولونو اسانه دی. قاضي نورمحمد په دې مثنوي کي د قافیې د نقص او کمزوری ډیر مثالونه لري او موږ یې یوازي یو څو مثالونه راوړو:
فرستاده افواج اسلام را                   محمد بن القاسم با وفا  ص ۱۹
رقم را بدر کرد بر کف ګرفت          بخان زمان آن رقم داد و ګفت  ص ۴۱
برویش نظر کرد خان از نخست         در آیینه اش دید خود را نخست ص ۷۲
قد هر دو فرقه بهم باز خورد               فلک کار دو رویه یک رویه کرد    هغه مخ
ګر انجام آن نیک ور بد بود               عتابش ورا مصلحت بین بود   ۷۹
اګر پشت بدهد چه لایق بود                و ګر جنګ جوید چه حاصل بود ۸۶
کسي راست میتاخت کس دست چپ            ز بس ګرد شد روز روشن چو شب   هغه مخ
          که څه هم چي قاضي نورمحمد د قضا تر څنګ، چي دی وایي اویا نسله د دوی د کورنی په لاس کي وو، په تاریخ او ادبیاتو کي د زیاتي مطالعې او علم دعوه لري.
درآن شغل بودم پس از سال سي          شدم خواندنم میل در فارسي
هم از نظم هم نثر تاریخ نیز               بسې نسخه دیدم بهوش و تمیز
بعلم عروض و قوافي دلم                 شده مایل و شد ازان حاصلم
هم از مثنوي و قصاید غزل             در اشعار موزون نمودم عمل    ص ۲۰
 خو داسي ښکاري چي د سیمي په تاریخ، او د اسلامي لښکرو د فتوحاتو په تاریخ، کي یې معلومات  ډیرکمزوري وي. د کتاب په نولسم مخ کي د ګنجه او شاوخوا سیمو فتح کیدل  د حضرت عمربن خطاب رض (۱۳-۲۴ هه)  په زمانه کي بولي او وايي چي هغه د محمد بن قاسم په رهبري د اسلام پوځونه هغي سیمي ته واستول او هغه علاقه یې لاندي او د اسلام په دین مشرفه کړه. په داسي حال کي چي د خراسان امیر حجاج بن یوسف سقفي خپل وراره او زوم محمد بن قاسم، چي په دغه وخت کي یې عمر اته لسو کالو ته رسیدی، د اموي خلیفه، ولید بن عبدالملک د لس کلن خلافت( هه ۸۶-۹۶) په وروستیو کلونو کي سند ته واستاوه او هغه د ملتان په شمول د سیند ډیري پراخي سیمي او ښارونه لاندي کړل.
البته موږ د قاضي نورمحمد د جنګ نامې متن زیاتره د موضوع د تاریخي ارزښت له مخي څیړو، او  په تاریخي ارزښت کي یې ځکه شک نسته چي دی پخپله د سیکهانو سره د احمدشاه دراني د وروستیو جنګونو د میدانونو شاهد دی. خو څرنګه چي، د ده د خپل قول په اساس، دا متن د انعام او صلې لپاره لیکل سوی دی نو باید چي له مبالغې څخه خالي نه وي؛ په تیره بیا د هغو کسانو په باره کي چي د نصیرخان بلوڅ تر څنګ د سیکهانو سره په دغو تاریخي جنګونو کي برخه اخلي او قاضي مخکي له مخکي له نصیر خان څخه غواړي چي د هغوی د کارنامو د ستایلو او په دغو جنګونو کي د هغوی د نومونو د یادولو په صورت کي به له هغوی څخه جلا جلا پیسې او انعامونه ورته اخلي، په څرګنده ښکاري چي دغه تاریخي مثنوي باید له مبالغو څخه ډک وي. خو بیا هم ویلای سو چي، د نظم د نواقصوپه شمول، هیڅ ډول نیمګړتیا د دې تاریخي متن اهمیت نه را کموي.ځکه چي د تاریخي اهمیت له مخي په خپل وخت کي بې ساري دی.
                              ضمیمه
      د نصیر خان له وفات څخه څو کاله وروسته، په ۱۷۹۵ کال کي، قدرت د هغه زوی محمود خان ته ورسیدی او کله چي محمود خان هم وفات سو نو پر ځای باندي یې محراب خان، چي د هغه په وخت کي له برټانیې سره سیاسي تماسونه پیل سول، کښینستی. محراب خان د ښه نیت خاوند خو کمزوری واکمن وو. هغه خپل خانان او قومي مشران ځکه له ځان څخه خوابدي کړل چي د داد محمد په نوم یوه نالایقه او غوړه مال سړي نفوذ ته تسلیم سو؛  او خپل وزیر فتح محمد خان یې قرباني کړ. د فتح محمد خان زوی نایب ملا محمد حسن د خپل پلار کسات واخیست او دادمحمد یې وواژه. نایب ملا حسن د هغه پر ځای وزیر وټاکل سو، خو هغه د خپل پلار قتلیدل له زړه ونه ایستل او د محراب خان سره یې پټه دښمني کوله.  کله چي انګریزانو په ۱۸۳۸ کال کي د کابل پر تخت باندي د شاه شجاع د کښینولو او د امیر دوست محمد خان پر قلمرو باندي د یرغل کولو فیصله وکړه نو لیفټینینټ لیچ یې، د محراب خان د همکاری د جلبولو لپاره، کلات ته واستاوه. ملامحمد حسن داسي اقدامات وکړل چي د لیچ او محراب خان ترمنځ یې دښمني ایجاد کړه او لیچ بیرته ناکام ستون سو. د محراب خان دغه خاین وزیر انګریزانو ته داسي ذهنیت ورکړ چي محراب خان هغه غلې دانې ټولوي او ذخیره کوي چي باید د انګریزانو پوځ اخیستي وای. دغه راز یې د محراب خان په نامه قبایلي مشرانو او خانانو ته لیکونه واستول او هغوی یې  پر انګریزي قواوو باندي حملو کولو ته ولمسول.
دې رپوټونو انګریزان ډیر خپه کړل، خو په هند کي د برټانیې د حکومت ګورنر جنرال  لارډ اکلینډ Lord Auckland الکیدزانډر برنس Alexander Burnesته وظیفه ورکړه چي د محراب خان سره د دوستی او تیري نه کولو یو تړون لاسلیک کړي. که څه هم چي نایب ملامحمد حسن ډیر کوښښونه وکړل چي د دې تړون د لاسلیک کیدلو مخه ونیسي خو محراب خان هغه لاسلیک کړ. ملامحمد حسن د هغه تړون مسوده له الیکزانډر برنس څخه غلا کړه او برنس ته یې رپوټ ورکړ چي دا د محراب خان کار دی... انګریزانو د دغو او ځینو نورو غلطو رپوټونو په اساس، چي ټول ملاحسن ترتیب کړي او په دوی منلي وه، فیصله وکړه چي محراب خان ته باید سزا ورکړه سي. کله چي جنرال ویلټشایر  General Wiltshire په ۱۸۳۹ کال کي له کابل څخه را ستنیدی نو یوه قوه یې، محراب خان ته د سزا ورکولو لپاره، قلات ته واستوله. انګریزانو قلات محاصره کړ او محراب خان ډیر ژر ووژل سو او زوی یې حسین خان وتښتیدی. کله چي انګریزانو د هغه په قلا کي کاغذونه او اسناد وپلټل نو د نایب ملا حسن خیانت ورته څرګند سو او هغه یې بندي کړ.   Treaties and Sanads        326 p  
 چارلس میسن    Charles Massonلیکي چي سید محمد شریف، چي ظاهراً د محراب خان رعیت وو، الیکزانډر برنس استخدام کړی وو او له نایب ملاحسن سره په ټولو توطیو کي شریک وو؛ هغه د محراب خان او االیکزنډر برنس ترمنځ د دوستی تړون د خپلو نقشو د عملي کیدلو لپاره خطرناک وباله؛ ځکه چي د انګریزانو او محراب خان ترمنځ دوستی د هغه د حکومت له ثبات سره مرسته کوله. سید شریف څو تنه غله وګومارل چي د الکیزانډر برنس پر کاروان باندي حمله وکړي او اوښان ورڅخه غلا کړي. په هغو اوښانو کي هغه یو اوښ هم شامل وو چي پیسې او د دوستی تړون ورباندي بار وو. چارلس میسن وایی ده ته الیکزانډر برنس وویل چي د هغه پر کاروان باندي په دغه حمله کي د هغه درې تنه مړه او زخمیان سول. محراب خان په دغه حمله خبر سو او په کوټه کي یې خپل نایب ته امر وکړ چي د پیښي په باب تحقیقات وکړي. نایب اطلاع ورکړه چي دا فساد ټول سید شریف پیښ کړی دی او په هغه حمله کي د هغه وراره او باغوان د داړه مارانو مشران وه او هغوی ته یې څوارلس سوه روپۍ انعام ورکړی دی. محراب خان پوهیدی چي سید شریف د انګریزانو تنوخوا خور دی نو د انګریزانو له ویري یې هغه ته څه هیڅ ونه ویل.  محراب خان په دې هیڅ نه وو خبر او نه به یې زړه ته لویدلي وای چي د دې داړې پړه به پر ده اچوله کیږي. چارلس میسن وايي دی پوهیدی چي دا یوه دسیسه ده مګر الیکزانډر برنس یې هم پیژندی چي څونه عاجلی فیصلې کوي او پرته له دې چي د یوې  پيښي په برخه کي بشپړ تحقیق وکړي سمدستي اقدام کوي. دی وايی له بده مرغه چي ګورنر جنرال لارډ آکلینډ   په دغه راز شرایطو کي د چارو واک دغه ډول احساساتي او ناوړو کسانو ته سپارلی وو او د خپلو ټاکنو څخه ډیر خوشاله هم ښکاریدی.     Kalat   ص  ۸۷-۸۹
محراب خان ته د انګریزانو زور معلوم وو او دا یې په زړه کي نه ورتیریدله چي دی به د انګریزانو له قواوو سره مقابله کوي او یا به هغوی ته په خپله خاوره کي د تیریدلو اجازه نه ورکوي. خو د هغه په قلمرو او اداره کي پر ملاحسن او سید شریف برسیره نورو ډیرو خاینانو د هغه بر ضد کار کاوه او ځانونه یې په یوه او بل ډول د انګریزانو استازو ته رسولي وه. په داسي حال کي چي محراب خان پخپله د بولان پر دره باندي بشپړ کنټرول نه درلود او حتی د ده خپلي قافلې په ارامه پکښی تیریدلای نه سوای، خو د انګریزانو پر قواوو باندي په دغه دره کي د محراب خان د نورو دښمنانو غلام خان او خان محمد په لمسون حملې وسوې او دوی پخپله انګریزانو ته رپوټ ورکړ چي دا ټول د محراب خان کار دی. په دې توګه یې د محراب خان او انګریزانو ترمنځ داسي دښمني منځته راوړه چي هغوی پر قلات باندي د حملې کولو پرته بله لاره نه لري. بالاخره انګریزانو پر قلات باندي حمله وکړه او بیګناه محراب خان، چي انګریزانو به وروسته ډیر ارمان پسي کړی وي، هسي بیځایه ووژل سو.
 انګریزانو د شاه نواز خان په نوم یو څوارلس کلن هلک، چي سلسله یې د نصیر خان ورور محبت خان ته رسیدله، د کلات حاکم کړ. د محراب خان زوی حسین خان، چي ځان یې نصیر خان باله، ډیر ژر هغه له قدرته لیري کړ. په کلات کي د انګریزانو استازی ووژل سو او د نصیر خان او انګریزانو ترمنځ جنګ پیل سو. انګریزانو ډیر ژر له هغه سره د اړیکو د بهترولو هڅه وکړه. له نصیر خان سره یې په ۱۸۴۱ کال کي د دوستی تړون لاسلیک کړ او د دې دوهم تړون په اساس ټولي هغه مځکي چي د مخکني تړون په اساس کابل ته ورکړه سوي وې بیرته په کلات پوري وتړلي سوې. البته د دې تړون مهمه ماده دا وه چي کلات به د کابل تابع وي. له کابل څخه د انګریزانو د پوځونو د وتلو څخه وروسته دې تړون په بشپړه توګه خپل اهمیت له لاسه ورکړ.   Teaties ص ۳۲۷
                      لومړی تړون
د برټانیې د حکومت او د کلات د واکمن محراب خان ترمنځ  د تړون مواد کال ۱۸۳۹
هرکله چي د برټانیې د حکومت او د اعلیحضرت شاه شجاع الملک او د کلات د واکمن محراب خان  ترمنځ د تل پاتي دوستی تړون لاسلیک سوی دی، او څرنګه چي د محراب خان پلرونه او نیکونه هر وخت د سدوزیو شاهي کورنۍ ته تابع ول، ځکه نو د شاه په خوښه او سلا پر لاندنیو موادو باندي موافقه وسوه چي محراب خان او د هغه اخلاف به یې نسلونه پر نسلونو رعایت کوي. تر هغه وخته پوري چي محراب خان پر خپل قول ولاړ وي، دغه مواد به عملي کیږي او سا تل کیږي.
۱:  محراب خان او د ده اخلاف، قبیله او زامن یې د کلات، کاچي، خورستان، مکران، کیج، بیلا او د سومیاني بندر، لکه د مرحوم احمدشاه دراني په وخت کي چي یې په واک کي درلود، په اینده کي به هم د دغو مځکو واک د دوی په لاس کي وي.
۲:  د انګریزانو حکومت به هیڅ وخت د محراب خان د خپلوانو او رعایاوو په منځ کي هیڅ وخت مداخله ونه کړي، په تیره بیا د شهنواز خان، فتح خان او د براهویانو د محبت زي ټبر سره به هیڅ ډول مرسته نه کوي بلکه هر وخت به کوښښ کوي چي د محبت خان له کورنۍ څخه شر دفع کړي. که چیري د اعلیحضرت شاه شجاع الملک او د خان ترمنځ زړه بداوی راغی نو د برټانیې حکومت به خپل ټول وس کوي چي اختلاف  په داسي توګه حل کړي چي شاه ته د منلو وړ وي او د خان حقوق په نظر کي ونیول سي.
۳: تر څو پوري چي د برټانیې پوځ په خراسان کي وي، د برټانیې حکومت موافقه لري چي محراب خان ته، د کمپنۍ له پیسو څخه،  په کال کي یونیم لک روپۍ ورکړي. دا پیسې به په کال کي په دوه ځله تاءدیه کیږي.
۴:  محراب خان به د دغو پیسو په بدل کي ژمنه کوي چي هم به د شاه شجاع اطاعت کوي او هم به د برټانیې له حکومت سره دوستي ساتي او ټول وس به کوي چي اکمالات، د بار وړلو وسایل  او محافظین برابر کړي چي د هغو موادو او ذخایرو ساتنه وکړي چي د روزان، ډاډر، د بولان د کوتل څخه په شال او کچلاک کي له یوې پولي تر بلي پوري تیریږي او شکارپورته مواد وړي او راوړي.
۵: که محراب خان مواد او د بار وړلو وسایل برابر کړي نو په بدل کي به سمدستي پیسې ورکولي کیږي.
۶:   هر څونه چي محراب خان د سدوزیو له کورنۍ زیات خدمت وکړي او ښه وفاداري ورته وښيي، په دې توګه ګواکي د برټانیې له حکومت سره دوستي کوي، او دا دوستي به ورځ به ورځ زیاتیږي او محراب خان کولای سي چي د برټانیې پر حکومت باندي بشپړه اتکاء وکړي او بشپړ باور ورباندي ولري.
دغه موافقتنامه ډګرمن سر الیکزانډر برنس د هند د ګورجنرال جورج لارډ اکلینډ په نمایندګي بشپړه کړې، لاسلیک کړې او مهر کړې ده. محراب خان له خپله اړخه لاسلیک کړې او ګورنرجنرال به یې هم لاسلیک کړي.
دغه موافقتنامه د ۱۸۳۹ کال د مارچ پر اته ویشتمه چي د ۱۲۵۵ کال د محرم د میاشتي د دوولسمي سره برابره ده لاسلیک سوه.
                           دوهمه موافقتنامه
د هند د حکومت او د کلات د واکمن میر نصیر خان ترمنځ د ۱۸۴۱ کال تړون.
هرکله چي د فقید محراب خان زوی میر نصیر خان د برټانیې حکومت  ته تابع سوی او تسلیم سوی دی، نو د برټانیې حکومت او اعلیحضرت شاه شجاع الملکو نصیر خان او د هغه اخلاف په لاندي ټکو د قلات نصیر د سیمي د ریس په حیث پیژني.
۱:   میرنصیر خان دا مني چی دی او د ده اخلاف به د کابل د پاچا تر لاس لاندي وي، او په هغه توګه به خپل تابعیت ته دوام ورکوي لکه د ده پلرونه او نیکونه چي د اعلیحضرت شاه شجاع نیکونو ته تابع ول.
۲:   د میرمحراب خان له وفات سره سم به د کلات د ریاست د ځینو برخو کچي، مستونګ او شال څخه دوه لومړني ځایونه، د اعلیحضرت شاه شجاع الملک د مهربانی په اساس، میرنصیر خان او د هغه اولادونو ته پریښودل سي.
۳:   که چیري دا لازمه سي چي یا د برټانیې حکومت او یا شاه شجاع الملک د کلات کومي برخي ته پوځونه ولیږي نو هغوی باید اجازه ولري چي په هر ځای کي یې زړه غواړي او لازمه یې بولي خپلي قواوي ځای پر ځای کړي.
۴:  میرنصیر خان او د هغه اولادونو او اخلافو ته به هر وخت د برټانیې یو منصبدار، چي د هغه په دربار کي به حاضر وي، هدایت ورکوي او رهنمايي کوي به یې.
۵:    تجارتي مالونه او نور شیان چي له اباسین څخه افغانستان ته تیرییږي او دغه راز د سومیاني له بندر څخه افغانستان ته ځي، ساتنه یې په میر نصیر خان اړه لري او هغه به په دې لاره کي خپل ټول وس کوي. له دغو مالونو څخه به تر هغه زیاته مالیه نه اخیستله کیږي چي د برټانیې حکومت او میر نصیر خان موافقه ورباندي کوي او ټاکي یې.
۶:   میر نصیر خان او د هغه اولادونه او اخلاف ژمنه کوي چي د برټانیې د حکومت او اعلیحضرت  شاه شجاع الملک له خوښي پرته به له هیڅ خارجي قدرت سره نه سیاسي اړیکي ساتي او نه به مذاکرات ورسره کوي او په هر وخت کي به د برټانیې د حکومت او شاه شجاع د یوه تابع حکمران په توګه عمل کوي. مګر له ګاونډیانو سره عادي او بې ازاره مکاتبه کولای سي.
۷:  که چیري پر میر نصیر خان باندي کوم غلیم حمله وکړي او یا د ده او یا کوم خارجي قدرت تر منځ اختلاف پیښیږي نو د برټانیې حکومت به له ده سره مرسته کوي او یا به په داسي یوه معقوله روغه جوړه کي برخه اخلي چي د ضرورت په اساس به قضاوت ورباندي کیدلای سي او د ده حقوق به پکښي خوندي کیږي.
۸:   میر نصیر خان به شهنواز خان ته، چي د برټانیې په قلمرو کي ژوند کوي، د برټانیې د حکومت له لاري د تقاعد پیسې ورکوي او یا به په خپل قلمرو کي دننه مځکي او جایدادونه ورکوي، چي د برټانیې حکومت به په هغه برخه کي فیصله کوي.
دا موافقتنامه د ۱۸۴۱ کال د اکټوبر په شپږمه، چي د ۱۲۵۷ کال د شعبان د میاشتي له شلمي سره سمون خوري، برابره سوه. دا موافقتنامه د برتانوي هند د ګورنرجنرال لارډ اکلینډاستازي او میر نصیر خان سره لاسلیک کړې ده.
دغه موافقتنامه د ۱۸۴۲ کال د جنوري د میاشتي په لسمه د برټانوي هند ګورنرجنرال لارډ آکلینډ په بنګال کي په فورټ ویلیم کي تصدیق کړې او لاسلیک کړې ده.   Treaties pp 350-352
موږ ګورو چي انګریزي استعمار یوه موافقه د کلات پر مستقل مشر محراب خان باندي په څه شکل د خپلي خوښي سره سم تحمیلوي. د دې موافقتنامې د لاسلیک کیدلو څخه ایله اوه میاشتي تیري سوي وې چي انګریزانو یوازي د یوې تشي بد ګومانی او د خپل یوه ایجینټ د غرضي رپوټ په اساس په څومره بې پروايي او بې رحمی هغه وواژه او هغه ته یې خپله دوستي په ثبوت ورسوله. هغه داسي بې آزاره مشر وو چي ،د چارلس میسن په قول، د انګریزانو دوستی ته دومره خوشاله وو چي که یې وزرونه لرلای الوتی به وای. او وروسته ګورو چي هره موافقتنامه یې، چي د دوی په حساب او د موافقتنامې په ژبه، نسلونه به دوام کوي، لکه د یخي پر سر کرښي، په یوه کال کي بې مفهومه کیږي. او پر ځای باندي یې بله موافقه راځي.
د برټانوي هند حکومت له میرنصیر خان سره په ۱۸۵۴ کال کي نوی تړون لاسلیک کړ او د هغه په اساس یې د کلات واکمن ته په کال کي پنځوس زره روپی مستمري ومنله. میرنصیرخان په ۱۸۵۷ کي وفات سو او فکر کیږي چي په زهرو به وژل سوی وي.
                        مأخذونه
۱:  جنګ نامه. قاضي نور محمد، حاشیه و تقریظ از ګنداسینګه، سیکه هیستوری ریسرچ ډیپارټمنټ خالصه کالج امرتسر، می ۱۹۳۹
2: Jang Namah. Edited and summarized by Ganda Singh, The Sikh History Research Dept, 1939
3: Ahmad Shah Durrani. Ganda Singh,Lahore 1981
4: History of the Punjab. Syad Muhammad Latif, Lahore, 1997
5: History of the Sikhs. J.D Cunningham, Delhi 1990
6: Kalat. Charles Masson,Delhi, 2001
7: Collection of Treaties, Engagements and Sanads. Relating to India and Neighbouring Countries.