د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکوچني اختر درا رسیدو په مناسبت د افغانستان دسولې او ملی یوالي ټولنې پیغام !

محمدالدین همدرد 27.07.2014 11:55

مونږ دنیک مرغه کوچنې اختر درا رسیدو له امله ټولو درنو هیواد والو ته د زړه له کومې دنیک مرغه کوچنې اختر مبارکي وایو ! طاعات ،لمنځونه او عبادات موقبول ، او هیله لرو چې دغه مبارکې ورځې د ګرانو هیواد والو لپاره دخوښۍ نه ډکې ورځې وي او هم دغه اختر په هیواد کې دسراسرې سولې پیلامه وي تر څو ټول درانه هیواد وال نور په هیواد کې د غمجنو او دردوونکو پیښوشاهیدان ونه اوسې او نور د بدبختیو ،ناخوالو او ټولوغمیزو نه په امان کې شې . په پوره خوښۍ ،سراسری او تل پاتې سوله او امن کې ژوند وکړي !!!
باید په خوا شینۍ سره ووایو چې دا کوچنی اختر هم یو ځل بیا زمونږ په ګرانو هیواد والو په داسې حال کې راغی چې لاهم دا مظلوم ولس هره ورځ دناروا او پردیودګــــټو دجګړې قرباني کیږی چې هره ورځ مونږ تاسې ددې ناوړه ناورین په پایله کې د خپلو درنو اوبیوزله هیواد والو د مړینې او ټپیکیدو شاهدان یو ، بل خوا دا مظلوم ولس د بیواکه او مافیائی نظام دشخصی ګټو او ارګ په سردسیاسي ناندریو او کشمکش په پایله کې د ډیرو امنیتی او اقتصادی ستونزو سره لاس اوګریوان ده کوم چې په خورا میړانه او ګڼو ستونزو قبلولو سره یې دولسمشرۍ په لمړی او دوهم پړاو ټاکنو کې برخه واخسته او په دې هیله یې خپل دخوښې نوماند ته رایه ورکړه تر څو نور له بدبختیو ،ستونزو ناامنیو،اداری فساد او اقتصادی ستونزو څخه خلاص شې خو داچې نن په هیواد کې یوشمیرپه اداری فساد ککړ مشران دنړیوالې مافیا غړي دشخصی ګټو او قدرت تږېو لاهم په دامظلوم ولس باندی قبضه وهلې او نه یې پریږدي چې په سوله او امن کې ژوند وکړي ، په دې ډول مونږ د افغانستان اسلامی جمهوریت له ولسمشر څخه په کلکه غوښتنه کوو ترڅو نور دا په قدرت او شخصی ګټو مینو اشخاصو او افرادو ته وخت ور نکړي چې نور د دې در په دره مظلوم ولس په ژوند لوبی وکړي او ټولې هیلې یې له خاوروسره خاورې کړي بلکه پریږدي چې دولس په پاکو رایو سره وړ ولسمشرد اوسني ولسمشر ځای ناستی شي ترڅو وکولې شي زمونږ هیواد په یو باثباته او امن هیواد باندې بدل کړي او په دې ډول مونور هیواد وال له ناخوالو او بدبختیو څخه په آمان کې پاتې شې او په پوره سوله امن کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي !
په درنښټ دیو سرلوړی سوکاله افغانستان په هیله
انجنیر محمدالدین همدرد
دافغانستان دسولی او ملی یوالی ټولنې مشر