د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

استاد اریوب زی د خیرالبیان په سبک

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار 26.07.2014 13:43

د ځیرکیار سریزه

زه او استاد رڼا ګل اریوب زی یوبل  د ۱۹۶۰کلونو له نیمایي راهیسې پیـژنو. دا هغه مهال و چې مـوږ دواړه د هغه مهال په لویدیـز جرمني کې د فرانکـفورت\ماین د ښار په ګـویتې پوهـنتون کې په تحصـیل بوخت وو. زمـوږ دواړو دوستي  په کابل پوهـنتون کې د استادانـو په څیـر هـم روانـه وه. په ۲۰۱۳ کې مو په فـرانکفـورت\ماین ښار کې بیا یـوبل ومیندل او پخوانئ او اوسنئ خـوالې مـو ډاڼـډس کړې. زه له پخوا را هیسې  رڼاګل اریـوب زی د یوه خبرلوڅ او تکړه لیکوال په حیث پیـژنم. ما ورته وړاندیـز وکړ چې که کله ناکله لیکنې خپرې کړي. خو د کـډوالۍ په ژوند کې یې سـر د خیټې لاندې شوی و او د لیکلو حوصله او وخت یې نه لرل.  زه  ډیر خـوښ شـوم چې د ده په قربانۍ  او لارښودنې سره،  اولادونـو یې لـوړې عـلمي درجې لاسته راوړې دي. سـږ کال یې د شلمې پیـړۍ د دوه فـیلسوف پښتون شاعـرانو د مفکـورو تل ته کوز کـړم. د لیکلو سبک  ته یې ما خیرالبیان ویلی دی. ده د باچاخان د مشر ځوی غني خان او ګل پاچا الـفـت شعـر تـه ژورې کــتنې کـړې دي. د اریوب زي تخصص په ښوونه  او روزنه کې دی، خو هغه څه  چې ده د غني خان او استاد الـفت په شعـر کې راسپـړلي دي، ما بل چیرې نه دي لوستلي.ما چې دغـه وتـلې بـډیـرې ولوستلی، استاد رڼا ګل اریوب زي ته مې ولیکل چې ګـوندې کمـپیـوټـر به یې لیـونی شوی وي او په خپل سر به یې څه لیکلي وي! ګوندې استاد اریـوب زی موږ د خوشحال بابا، رحمن بابا او استاد امیـر حمزه شـینواري د فـلسفې په څیـړنه هـم  د خیرالبیان په سبک و نازوي. ځیـرکیار، ۲۵ جولای۲۰۱۴ ،کلیفورنیا
 
                      (۱) دغنی خان رنګینه ځوانی او د زړونو خانی
 رڼا ګل  اریـوب زی، د کابل پوهنتون پخوانی استاد

غنی خان د ځوانی په رنګین خیال کی دسند دسپینو شګو  ځانته جوړ کړ یو محل چی«دا ټــول خـرګی جهان ورته حیران حیران کتل».  
هسکی مناری ،جګ جګ دیوالونه،شنه شنه چمنونه او باغونه،رنګ په رنګ ګلونه د نرګس ودرامیل او دمرسل،مالیار یی کړ بلبل.
یوه ښکلی معماری ده،د ار مان یوه نقاشی ده،بس دخیا ل فکر سیا لی ده.هنرونه، فلسفی او ارمانونه، دا هر څه پریمان دی،پکښی مینه شهزادګی ده،دا نور ټول یی نوکران دی.
د خیا ل په دی محفل کی نه شیران شته نه پـړانګان،نه ګیدړی نه لیوان،نه جنګ جنګسالا ران او نه کونډی یتیمان. بس زرکی دی تنځری،شنی سپینی کوتری،شنه طوطیان، توری بلبلی، خوږی خوږی نغمی دی په زړه پوری سندری. یو سوز دی یو ساز دی،هم ناز دی هم راز دی،یو محفل دوصال دی دمجنون دلیلی،د فرهاد شیرینی،د ادم درباب ترنګ دی ، د درخو دبنګړو شرنګ دی.غنی یی په منځ کی ناست دی،نه سر دار دی،نه آغا او نه باداردی،یو دغم تاج یی په سر دی،په مینه کی سر شار دی،بس دزړونو خریدار دی او په هر زړه کی مکان دی، دغه خان دزړونو خان دی.
هلته په یوه باغ کی دانګورو، یـوټولګی راغی دحورو، نغمو ته د بلبلو نڅید لی،خندید لی، غنی چی د خیال په آسمانو کی لا پخوا وی پیـژندلی اظهاریی ورته وکړ داڅولاندی مرغلری
               ځوړند د دوو  ستورو نه  چی ستا د زرو ټال و
             پروت چی په دی زلفوکی د منګ په ځای هلال و
           هغه  چی  په  دړو  کی  دستو   رو   ګر  ځید لی
           یا به د سپوږ می   شغلو   کی پټه   ګډ  یدلی
          حور ی  ما  هم  بوزه  د  رڼا  هغه   جهان    له
           تا  سره  به زه   هم  خوا  کی ټال واچوم ځان له
دغنی په رنګین خیال کی اوپه دغه خیالی ټال کی د پښتو شعر وادب چی زنګیدلی پورته ستورو ته ختلی،دشغلی په شان ځلیـږی، یوه رنګینه منظره ده،یو کمال دی دجمال،یوه عجیبه ننداره ده،د پتمن ژوند ترا نه ده.په لوستو یی یاره ګوره ړندې سترګی بینا کیـږی، تور زړونه رڼا کیږی،کینه ډار ور ځنی تښتی او له مینی نه ډکیږی.د غنی دغه ارما دی ،دا خان دزړونو خان دی.
خو چی زور چاړی ته لاس کړی یو وحشی غوندی جلادشی، دا نازک دمینی ډک زړه هم فولاد شی. دحسین په شان یزید ته ټینګ ولاړ وی په میدان کی، په ښار کی،په بیدیا او په زندان کی.نه ایریږی ، نه ماتیږی او نه ټیټیږی.یو سرکښه نارینتوب شی،یوجنون شی دمجنون،د مینی لیونتوب شی او کمال دسړیتوب شی.دا زړه د غنی خان دی،غنی ځکه لوی انسان دی چی د مینی لیونی ته اپلا تون لاس په سلام دی،دا خان دزړونو خان دی
دمینی دا لیوال دامن طلبګاردی دزور سره په جنجال دی او ورته وایی چی زه ذات یم دانسان،ته بچی یی دشیطا ن، زما وینه پا که مینه، ته یی اور دجهنم، نور نلری تک توریی،ته کینه یی ته فتنه یی،ته یی غم ته یی ماتم،ته آفت یی ته ذلت یی،ته استازی دستم.ته په ځان باندی مغرور یی،زه په مینه کی سر شار، ته یی وږی دلالونو زه یم تږی دخمار.زه اوته نه سره جوړیږو،ته او زه به سره جنګیږو،په بحر او په بر، په سمه او په غر.دا می عزم داایمان دی،دا ګز اودا مبدان دی.غنی په دی سنګر کی نه توپ او نه تفنګ لری،نه دتوری پړک لری نه دزغرو شرنګ لزی. دی دمینی په لښکر په زور شو زوروراو تری جوړ یی کړ خړ خر.دجهاد په دی سنګرکی غنی خان یو قهرمان دی،دخپل پلار په لارروان دی او سوری وهی چی!
               وهم  منډی  تا  پسی خو ته هم لری    وینم ستا ایله ایله د پښو غباره
               پروا  نشته  که  منډو منډو مړ   شم     فقط ستااودخپل قوم دنوم دپاره
بابه ته دغنی دغه پیغام دی،بابا فخر دافغان دی او غنی دزړونو خان دی.
بل خوا ته چی ګوری دا له مینی خالی زړونه، دا بی زړونو جسدونه،اوږدی بمبلی ږیری،دریا عبادتونه،په وینو سره لا سونه اوشلمی خیټی دپخی غلی کندوان،دا بی پته مار شالان،د فساد قهر مانان، زورور په یتیمانوخو دزور دی غلامان،د اد خاوری دلالان او دا بی رحمه لوټماران
 چی نه یی دین شته نه ایمان او نه بل کوم یو ارمان اوبس دیته یی تلوسه ده چرته چی پیسه  ده ، هغه د ده کعبه ده، دده ورته سجده ده، دا یی عهد دایی پیمان دی، دا مغـل دی که افغان دی
 غـنی ور سره وران دی، ځکه غـني د زړونو خـان دی 
--------
(۲) د ازادۍ او غـلامۍ معـنی د الفت په شعـرونو کې
رڼا ګل اریـوب زی، د کابل پوهنتون پخوانی استاد

دګل پا چا الفت په شعرونو کی دازادۍ او غلامۍ مانا فکرکی خیال په خیال کی فکر نیول معنی ته رنګ رنګ ته معنی ورکول دي
 HYPERLINK "https://us-mg5.mail.yahoo.com/neo/launch?.rand=bi8dokngtfflg" \o ""
فکرکی خیال په خیال کی فکر نیول       معنی ته رنګ رنګ ته معنی ورکول
دشاعر کاردی  شـاعری  وګــڼــه          دزړه  په سترګو خوب په ویښه لیدل
د زړه په سترګو خوب په ویښه لیدل یا دزړه دهلیزکی مینی ته کور جوړول ،او دسر په ستر ګو فکرته لار ورکول، یا پاس په دماغ کی دفکر پوهی روزل د ځوانکی ګل پا چا نه دالفت اووتلی علمی او ادبی شخصیت دجوړیدو لار وه. نو ځکه یی دټولو شعری او نثری لیکنو رنګ او مانا، جمال او کمال دګل پا چا په وجود کی دالفت او علمیت،لوړخیال اوژورفکر د یوالی پایله ګڼل کیږی.«الفت»نه یوازی دګل پاچاد ظاهری هویت بلکی تر هر څه دمخه دده د زړه سوانده او لوړانسانی شخصیت ښکارندوی دی.ځکه چی مینه یی دزړه په دهلیزونو کی پاللی ،له وینی سره ګډه شوی اورګ رګ ته ننوتلی ده. دګل پاچاالفت په مینه کی انسان، دهغه حقوق،کرامت، پت او عزت تر هر څه او چت ځای لری او ازادي د دی ټولـو بنسټ جوړوي
    پت عزت دژوندانه ازادي بویه      بیله دې وي ژوند ذلیل،خواروحقیـر
    ازادي دتن او غړو څه په کارده      چـی دې وي فکر تړلی په ځنـځیـر
    چی ازاد فکرلري په جیلخانه کی     دی ازا د، نـه دغلام غـوندې وزیـر
الفت دغلامی ټکی په پراخه مانا کاروی یانی هر څوک چی دفکر او یا د ارادی ازادی ونه لری غلام ګڼل کیـږی. دتا ریخ په اوږدو کی ډیر داسی پیښ شوی دی او لا هم پیښیږی چی یو هیواد په بل تیری کوي، هغه نیسي،واک ترې اخلي او ولس یی له ډیرو بنسټیزو حقوقونه هم بې برخې کوي او یو ډول غلا مان تری جوړوي.ګل پاچا الفت سره له دی چی د زور،انسان وژنی او جنګ نه سخته کرکه کوي خو د ازادی دتر لاسه کولواو دهغې د ساتنی لپاره تورې ته لاس کول نه یواځې روا بلکی ضرور هم ګڼي. دی دازادی دلاری  په شهیدانو او اتلانو ویاړي او د هغوی یادونه او درنا وی کوي او لیکي چی:
   ملی حــمــا سـه نه وه بی تا ثیـره    
ملالی چی  په میوند کی شعارونه ورکـول
مضمون دازادی زموږ په سرو وینو رنګین دی
زموږ وینو تاریخ ته عـنوانونه ورکول
په تورو،نه په تورو موږ تعلیم نورو ته ورکړ
بې زړونو ته مو ځان په شانې زړونه ورکول
موږ هغه وخت مات کړی استعماردپرنګیانو
چی نورو په دوه لاسـو خـرا جـونه ورکـول
دالفت په نظر توره د خپلواکۍ یا ازادۍ حق نه لری،هغه دانسان دازادۍ غوښتونکې ارادې او دحق او قا نون تابع دی. توره هدف نه دی بلکی دازادی دګټلواو حق ته درسیدلو وسیله ده. دازادی غوښتونکی حماسی هدف هم زور ازمویل یا دمقا بل لوري سر ټیټی نه دی،انسان وژل اویا دبل ولس ازادی او انسانی حقوقو ته تاوان رسول هم نه دی.هدف خپلواکی ده،دظلم او مظلومیت،دتبعیض او توپیر ورکول او دولسونواو هیوادونو تر منځ حقوقي برابري ده. دګل پاچا الفت غو ښتنه داده چی
نژادی تو پیر هیڅ نه وی په دنیاکی
نه په شرق اونه په غرب او امریکا کی
استقلال منلی حق د هر ملت وی
خو قا یم په ملتونو کی اخوت وی
دخپلواکی دګټلو او ساتلو لپار ه توره هم هغه وخت اغیزناکه وي چی دیو موټی شوی ولس په لا کی وي. په هره اندازه چی ولس دیوه جوړجاړی په چوکاټ کی سره یو او یو موټی وي په همغه اندازه یی خپلواکی ډاډمنه او بسیا وي .دملی یوالی د کمزور تیا په اندازه ازادی هم کمزورې کیـږی او هغه وخت د سخت ګواښ سره مخامخ کیـږی چی ملی یوالی ړنګ شی. د الفت په نظر ازادی:
په ملی قدرت لاسته را غلی
پـه ملی قـدرت متکی  د ه
هر څومره چی ملت متحد وی
خپلواکی یی هغومره قوی ده
ګل پا چا الفت وایی چی دیوه هیواد دازادۍ هدف باید یواځی د څو تنو ازادي نه وي،ازادی دټول ولس او دهغه دهر وګړی حق دی. رښتیا هم دا ده چی د خپلواکی دترلاسه کولو په لارکی یوازې څو تنه نه بلکی ولس قربانی ورکوی،نو ځکه نه یوازې څو کسان نه، بلکی ټول ولس او دولس هرفرد دازادی او دیوبل سره دحقوقی برابری حق لري. دیو څو تنو زورواکي او ټولواکي د خپلواکۍ دملی ارادې سره ټکر خوري او هغه کمزری کوی.الفت لیکی:
چی وطن او ملک ازاد وی کله ښایی
چی یی خلک دڅو تنو وی اسیر
باداري د زوراوزروچی کړي ورکه
ده هـمدغه ازادی وړ دتـقـدیـر
په کوم هیواد کی چی دحق او قا نون په ځای زر او زور حکومت کوی ولس یی ازاد نه دی، بلکې دڅو تنو زور واکانواسیر او غلام دی .زورواکان او د زرو لیوالا ن دانسان دازادۍ او حقوقی برابرۍ سرسخت دښمنان دي، دانسانی غرور،انسانی کرامت، پت اوعزت سره جوړجاړی نشي کولی،ځکه زور او انسانیت ، زوراوحق نه سره جوړیـږی او د زور واکانو په حکومت کی قانون کله چلیـږی.ځکه:
حکو مت چی قانونی نه وی خسي وي
د آغا آغازاده او دبی بی وي
کورنی او خیلخانی پکی خانی کا
قـندیګل شاګل ما ګل پکی خوندي وي
په زورواکه او خسي حکومتونو کی خو قند ی ګل ، شاګل، ما ګل خوندي وي، د بډو ازادي وي ،د فسادونو پریمانی وی، خو دولس برخه خواری او پریشانی وی.ګل پاچا الفت چی ټول ژوند یی دقلم او عمل په ډګرکی د حق او قا نون دپلی کولو لپاره  په مبارزه کی تیر کړی دی په دی عقیده دی چی:
هغه ځای وي دژوند ون واړه خوندونه
چی څوک نه وینی څه زجر بی قانونه
اطمنان دروح اوفکـر هله بـویه
چی اصول او قوانین کوی حکمونه
د زور او زرو غلامی په پراخه مانا دغلامۍ یو شکل دی خو الفت په خپلو لیکنو کی دغلامی نور ډولونه هم په ګوته کړی دی او په یوه شعرکی یی د هغی تاریخی لړی داسی بیان کړی ده:
په جهان کی چی مر دوده باداري شوه
روحانی رنګ یی راووت پیــري شوه
د پیرۍ او مریدۍ بازار چی زوړ شو
سیاسی رنګ یی پیداکړ لیــډري شوه
دلته د بادارۍ  ټکی په خاصه مانا کارول شوی دی چی بل اړخ یی غلامی ده. باداری بی غلامی اوبادار بی غلامه وجود نه لری.دبادار او غلام تر منځ په اړیکو کی غلام دبادار مال دی او بادار دغلام قا نونی څښتن دی. با دار کولی شی چی غلام وپیری اویایی وپلوری،بل چاته یی په کرایه ورکولی شی او هم یی له بل چا په کرایه را نیولی شی.کله چی بادار مړشی غلام یی اولاد ته په میراث پاتی کیږی.د پیـر او مرید تر منځ داړیکو په هکله دڅه لیکلو اړتیا نه وینم ځکه چی الفت پرې په یو یو بل شعـر کی رڼا اچولې ده. دی لیکی چی:
پـیر که خس دی بیا هم خپل مرید ته بس دی
مریدان دی ډیر کسان که پیر ناکس دی
له مریده بنده ګی دخدای مه ِغواړه
 که له خدایه ورته ګران پیر یو په لس دی
دبا داری،پیری او لیډری تر منځ شریک ټکی دادی چی یو یی هم ازادی،دانسان  خپلواک فکراو خپلواکه اراده نه پیژنی.دسیاسی لیډر،رهبر اویا لارښود او دهغه د پـیرو تر منځ په اړیکو کی پیرود خپل لیډر مال نه دی، خو ازاد هم نه دی.په دی اړیکوکی پیرو خپل سر، خپلی ارادی او خپلو سترګو ته اړتیا نه وینی،دلیدر یا لار ښود په سر فکر کوی،د هغه په سترګو لار وینی او په ارا ده یی خوځیـږی.خپل سر، سترګی او اراده یی په کار نه لویـږی،شنډ پا تی کیـږی او ورځ په ورځ کمزوری کیـږی،تر دی چی نور دازا دۍ  دهیلی او هوس نه هم بی برخی کیـږی او پایله یی مطلق اطاعت، مطلقه بنده ګی یاغلامی ده چی دسیا سی غلامانو په برخه کیـږی او د لیډر نه هم یو مطلق فرعـون جوړیـږی.
سیاسی غلامان په غلامی کی خوښ وی ، په ازادی پسی نه ګرځی او دومره ِغواړی چی دیو څو نورو غلامانو څارونکی شی.دا دنده یا نی دنورو غلامانو څارنه یوازی او یوازی دوتلو او په غلامی کی د ازمو یل شوو غلامانو په برخه کیدای شی. دڅارنی دا مقام داسی یو مقام دی چی پکی یو غلام په یو څو نورو غلامانو یو ډول باداری کوی نو ځکه کیدای شی چی په دی سیسټم کی غلامی او باداری دیوه تن په وجودکی سره یو شی یانی دا چی دا تن په یوه وخت کی دیو چا غلام وی او په یو څو نورو با دار وی. ګل پا چا الفت دې ځای ته درسیدو لار داسی بیان کړې ده:

ځان چرته غلام کړه که په نورو باداري کوې
سر ټیټول زده کړه که کارونه سرکاری کوې
هلته زورور ته په ګونډه، لاس په نا مه اوسه
دلته که فرعون غوندې پر موږ کلانکاري کوې
کیدای شی چی دغلامی او باداری په دی سیسټم کی د هیرم څوکه یانی د زور او زرو وروستی سر چینه کورنئ ټولواک او یا کوم بهرنی ځواک وي. د ټولنو په تا ریخ کی د دواړو بیلګی شته دی.ګل پا چا الفت ټینګار کوی چی د زرو او زورواکۍ سیسټم خپلواکي، سیالي، حقو قی برابري،انسانی غرور او سرلوړي نه پیژنی. دا سیسټم په سرټیټۍ او غلامۍ ولاړ دی،دلته به همیشه لاس په نام او په ګونډه اوسې. که چیری په دی هنر کی د مهارت لوړو درجو ته ورسیـږی نو کیدای شی چی په ځینو باندی د فر عون په شان کلانکاری هم وکړې.دغلامی په لار با داری ته رسیدلی غلامان دفرعون په شان کلانکاران وي، په وحشت کی ساری نه لری،دانسانیت او ازادی سر سخت دښمنان دی.الفت لیکی چی:
بــد ل  شــو ی ا ســــا  ســـونـــه  د هســتـــۍ       ځکه لـوړ مقـام ته رسی په پستۍ
ډیر څه کړي ترلاسه چی له ډیرو شیو تیرشي       غلامان کوي  د خان خان پرســتی
هغه څه چی تر لاسه کوی یی سرکاری مقامونه او منصبونه دی، ډک جیبونه او بانکونه دی، غټی ګردی خیټی اوتور زړونه دی، کلکی سپینی سترګی ټیټ سرونه دی.او هغه څه چی له لاسه یی ورکوی ازادی ده، پت دی او عزت دی،ایمان او اعتباردی او دانسان سره مینه او محبت دی.د ګل پاچا په فکر، دانسانی ژوند منځپانګه مینه او محبت دی،پرمختګ اوحرکت دی چی بیلابیل خوندونه اورنګونه لری، خو غلامی او با داری دا ټول له منځه وړي ځکه چی د مینی او محیت ځای کینی او تبعیض ته ورکوی او دانسانانو تر منځ دورورۍ او برابرۍ بنسټ له منځه وړي. دی لیکی چی:
ژوند قوت دی حرکت دی مخکی تګ دی محبت دی
دژوندون دباغ بلبله شپه او ورځ دغه نارې کا
ژوند چی هر څرنګ وی ښه دی هرڅوک غواړی چی ژوندی وی
مګر ژوند دغلامی دی خدای برباد خاوری ایری کا
که نور هیڅ نشئ کولی وچ او شنډ شئ غلامانو
غلا مان چی پیدا نشی باداران به بیچاری کا
با دار ځکه بادار دی چی غلام غلام دی که غلامی نه وی نو باداری به هم نه وی.غلامی او باداری په ګډه داړیکو یو سسټم جوړوی چی دځان په نه پیژندنه ولاړ دی.انسان چی بل انسان ته سر ټیټوی ځان نه پیژنی او په ځان باور نه لری او څوک چی دبل زور او زرو  ته سجده کوی د ایمان په مانا نه پوهیږی.د بل جاه او جلال ته سرټیټول او زر پستی بی ایما نی ده. ګل پا چا الفت لیکی چی:
که د ځان په شان انسان ته دریدلی یی سرکوزی
ځان دی نه دی پیژندلی دخپل ځان سره اشنا شه
که د چا جاه وجلال ته په سجده باندی نسکوریې
بی ایمانه راته ښکارې له ایمان سره اشنا شه
کله چی ګل پا چا الفت ظلم کول او دظلم زغمل،زور کارول او زور ته سر ټیټول،په حق تیری او له حقه تیریدل بی ایمانی، زور او زرپرستی او په انسانیت باندی بی با وري بولی نو دا هم نه غواړی چی کمزوری دې زورور او زورور دې کمزوری شي، غلام دی بادار اوبادار دی غلام شی بلکی غواړی چی دانابرا بری دانسانانو حقوقی برابری ته ځای پریـږدي. دی لیکی چی:
که مزدور خان شی او خان مزدور      مجبور جا بر شی جا بر مجبور
ظالم بدلیـږی خو  نه ور کــیـږ  ی         نه حا صلیـږی اصلی  منظور
اصلی منظور له هر ډول غلامی،بی عدالتی، ظلم او زور نه دانسان ازادی ده ځکه چی لوی پروردګار ازاد اومختارپیدا کړی دی او ارزښت یی دهغی ازادی له مخی ټاکل کیـږی چی لري او ترلاسه کوي یی او دهغی ازادی له مخی ټاکل کیږی چی ورکوی او منظوروی یی او دواړه خواوی هغه وخت دانسانیت معراج ته رسیـږی چی په برابرحقوقی بنسټ اوږه په اوږه او څنګ ترڅنګ ودریـږی.
پخوا مو وویل چی دګل پاچا الفت په نظرغلامی ډیر ډولونه لری چی موږ دلته ټول نه بلکی یو څو هغه ډولونه په ګوته کړل چی لا ملون یی دټولنی په اقتصادی،ټولنیز،سیاسی او حقوقی سنبالښت پوری اړه لری. په دی صورت کی دِغلامی لاملونه دفرد له وجوده بهر په ټولنه کی پراته وی.خو الفت داسی غلامی هم په ګوته کړی ده چی لاملونه یی دفرد په ذهنی او روانی حالت کی لټول کیږی.د بیلګی په توګه لیکې چی:
یو غلام  دی د اوهـا مــو خرا فـا تــو    بل درسم او رواج اوعنعنا تو
په دنیا کی خو سل رنکه غلامی شته     دشهرت غلام بنده دمخلوقاتو
اوپه بل ځای کی لیکی چی:
د رمان مکان په قید کی اسارت دی     محدود مه اوسه هر ګوره لامکان سره اشناشه
د بندي فکر خاونده د وهمونو نظربنده     که ذهنی ازادی غواړی له عرفان سره اشناشه
اوهام،خرافات،رسم،رواج،عنعنات اوعرفان دا ټول د کلتور برخی دی او ښیی چی هر کلتور ښه اوبد،ګټوراو زیان رسوونکی او بلاخره ازادی بخښونکی او غلاموونکی اړخونه لری.که اوهام اوخرافات اویا ځنی رواجونه اوعنعنات د پرمختک او د انسان د ذهنی ودې اوازادۍ مخه نیسي نوعرفان چی دلته ګل پاچا الفت دعقلی پوهی په مانا کارولی دی،دهغوی مخالف دریځ غوره کوی، خو پوهه دکلتور سره پریکړه نه کوی،د کلتور له منځه سر راپورته کوی،د هغه د ښننی او چڼـونی ابتکار ترلاسه کوی،له اوهامو او خرافاتو یی خلاصوی،انسانی فکرونه او ذهنونه ازادوی او په دی ډول دکلتور دودی او پر مختګ په لار کی خنډونه له منځه وړی.داوهامو او خرافاتو نه ازاد شوی فکرونه اوذهنونه علمی فکرونه او ذهنونه دی چی دزمان او مکان دزاړه چوکاټ نه ځان ازادوی او د ودی په لور دټولنیز کلتور لار ښونه کوی.پوهه نه یوازی فکرونه او ذهنونه ازادوی یانی دانسانی ژوند دمعنوی کلتور شتمنی ډیروی بلکی دټولنیز ژوند د مادی کلتور په وده اوشتمنی کی هم ټاکونکی رول لوبوی.الفت وږی او بل ته اړ انسان،وږی او بل ته اړ هیواد ازاد انسان اوازاد هیواد نه بولی او داچی پوهه نن سبا د مادی شتمنی د تولید تر ټولو مهم عامل ګرځیدلی دی نو کولی شی چی فرد او ټولنه دلوږی او بل ته داړتیا نه هم ازادکړی. لنډه داچی دپوهی په برکت په ځان باندی دانسان او انسانی ټولنی د باورکچه لوړیږی،د کار ځواکونه یی وده کوی او اغیزناک کیږی،وزګارتیا پر له پسی کمیـږی،ټولنه اووګړی یی د فقر او نورو اړتیاوونه خلاصیږی.نن سبا خو همدا پو هه ده چی د ذهنی ،سیاسی، ټولنیزې اواقتصادي غلامۍ ځنځیرونه ماتوی،ازادی ساتی اود پر مختګ په لار کی هر ډول کلتوری اوطبیعی خنډونه له منځه وړی.نو ځکه وینو چی په پوهه یانی ډول ډول مسلکونو،کسبونو اوهنرونو سنبال ولسونه ازاد ولسونه دی،شتمن او اباد ولسونه دی.د دوی په ازادی هیڅوک تیری کولی نشی،د سوکالی او پر مختګ لار یی نیولی نشی.