د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

موږ داسی قام لرو

محمدالله ساپی 26.07.2014 14:39

مــــــــوږ داسې قــــــام لرو چې شپه لري سبا نه لري
مرګ تــــــــه پيدا دي خو د ژوند حق په دنيا نه لري
دوې په تيارو كې رالوى شوي په تيارو كې اوسي
ژوند كـــــــې همداسې يـــې تياره ده هيڅ رڼا نه لري
د خــــــــداى پــه دومره خزانو او نعمتونو كې دوې
چې سهــــــار وخـــــــــوري بيا څــه تمه د بيګا نه لري
پــــــه كور يې هر وختې ناورين دى د ناورينه پسې
تل د مــــــاتم ټــــغر يې خـــــور دى هيڅ خــندا نه لري
د خپل مـــــــريض علاج پـــــه دم په تعويذونو كوي
وجــــــود يې ټـــــــول پرهر پرهر دې هيڅ دوا نه لري
ددنيا نــــــــور قامــــــــونــــــــــــه غم د سلو كالو كوي
دوې د ســــــــبا پـــــــــــه فكر نه دي هيڅ سودا نه لري
لــــــــكه ښــــــــامـــــــار د خـــزانو د پاسه ژوند تيروي
د اوبــــــو نـــــــور يې ګــــټه اخلي دوۍ بريښنا نه لري
چــــــې دا خـــواره واره قامونه ټول په ځان كړي راټول
مـــــــــشران يې ډيـــــر دي خو يو داسې رهنما نه لري
چې هـــر طرف ځي وليږي ښكته ګړنګونو كې دوې
لــــــــكه چې دوې وي ټول ړانده او هيڅ بينا نه لري
ټول ګاونډيان ورته نن ګوري ډير په خوارو سترګو
لكــــــه پښـــــتون چې هيـــڅ تاريخ آن د پخوا نه لري
چـې يـې مشران بــــه پـه پښتـــو باندې د سره تير وو
پښتونــــــولــــــي دي نـــــوې نسل تـــــــه ما نا نه لري
هسې بې ځـــــــــــايه دوې د بوسو لاندې اوبه تيروي
ځكـــــــه يې هــــــــر يو كار ګډ وډ دى هيڅ بقا نه لري
يـــــــو پكې زه يـــــم چـــې مې زړه د قام غمونو وخوړ
كه نه نور چــــيرته هيڅوك غم د پښتونخوا نه لري
كـــــــه هيڅ دوې نــــــــه لري ساپيه خو همت لري ډير
كـــــــه جهان ټـــــــول شي ورتـــه يو په چا پروا نه لری