د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان له یوبل خطناک بحران سره مخامخ کیږي

انجنیر سیدمحمد روحاني 26.07.2014 14:39

افغانستان د افغانانو دی او که د امریکا؟
لنډیز:
فعلي د (ملي وحدت حکومت) د تحول او تداوم او اصلاحاتو او همپالنې تر منځ یو ناکام حکومت دی او پایلې به یې ملت ته د منلو وړ نه وي ځکه په دغه شان حکومت کې شخصي ګټې خوندي وي او ملي ګټې تر پښو لاندې کیږي. يا په بل عبارت، دغه شان حکومت د دوکسانو ترمنځ تفاهم دی نه د یوملت د استاذو ترمنځ تفاهم. که چیرته دغه شان حکومت جوړ شي، نو دغه یو ائتلافي حکومت یا سهامي شرکت دی چې یواځې یو څو خاص ولایتونه به ترینه ګټه اخلي نه ټول ۳۴ ولایتونه یا ټول ملت. څرنګه چې دغه حکومت د خلکو حکومت ندی، نو په ټولو ولایتونو کې به پاڅون کیږي، په ځانکړې توګه په مشرقي او جنوبي ولایتونو کې چې د فعلي حکومت مخالفین به له دغه شان حکومت نه ناوړه ګټه پورته کوي یعني له دغه راز سهامي شرکت سره به جهاد اعلانوي چې په نتیجه کې به یو ځل بیا افغانستان د وینو سمندر کيږي چې ټول قومونه به پکې غوپې وهي.

په حقیقت کې افغانستان یو مستعره هیواد دی چې اصلي رئیس جمهور یې د امريکا ولسمشر اوبامه دی. هغه یو زوړ متل دی:( چې غوا توره، پیې سپینې دي). مطلب داچې افغانان خپلواکي نلري نه په سیاست او نه په جنګ کې. هغه داچې په افغانانو باندې هر رهبر او جنګ تپل کیږي. او که چیرته په افغانستان کې نسبي آرامي راځې، هغه نسبي آرامي یوه ځانګړې خارجي موخه لري. د مثال په ډول، کله چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ د ټولټاکنو پر سر یوه ناوړه او ناروا شخړه رامنځ ته کیږي هغه داچې اشرف غني تر ډاکټر عبدالله څخه څه دپاسه یو میلیون زیاته رایه لاس ته راوړي او او دهم ډاکټر(عبدالله) یې نه مني...نو بیا ډاکټر عبدالله د مظاهرو پذریعه خپل آواز د بغاوت په توګه اوچتوي او نړۍ ته وایي چې دغه انتخابات له درغلیو څخه ډک انتخابات دي، او هغوی ته د منلو وړندي... پس کله چې دغه غوبل د دواړو ډاکټرانو تر منځ واقع کیږي ، نو د ګران هیواد ټول خوار او بې وزله وګړي د پخوا په شان ډیر وارخطاء او ناآرامه کیږي او خپله لاره ورڅخه د تل په شان ورکیږي... په دغه بحراني حالت کې د افغانستان حقیقي رهبر(اوبامه)خپل د بهرینو چارو وزیر(جان کیري) افغانستان ته فوري لیږي او ددواړو ډاکټرانو تر منځ د ملي وحدت حکومت(د ملي خیانت حکومت) تر نوم لاندې د یوه ګډ حکومت وړاندیز ورکوي او دواړه ډاکټران د اوبامه دغه په زړه پورې وړاندیز ته د زړه له کومې هرکلی کوي او زمونږه فعلي کاغذي(تش په نوم نه په عمل) رئیس جمهور(حامد کرزی) له دغه شان ګډ حکومت څخه هرکلی کوي. په لنډ ډول، دغه شان حکومتونه(لکه د ملي وحدت حکومت) هیڅوخت دوام نلري ځکه دغه راز حکومتونه د شخصي ټیمونو لپاره وي نه د یو ملت لپاره. یا په بل عبارت، دغه شان حکومتونه د یوڅو غړو لپاره وي چې شخصي ګټې ولري نه احمتاعي او یا ملي ګټې چې ټول هیوادوال ورڅخه برخمن شي.
د حل لار:
ترڅو چې د افغانستان ټول قومونه د خپلواکۍ آواز پورته نکړي، ددغه ټولټاکنو پایلې ونه مني، خارجیان په یو آواز له ملک نه ورک نکړي، په قرانکریم او سنتو سره راټول نشي، او قرانکریم او سنت په خپل ژوند کې پلي نکړي، په خپلو منځونو کې متحد نشي، افغانان به د تل لپاره د خارجیانو خادمان، غلامان، چاپلوسان مزدوران وي او بس.دا پدې معنی چې ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبد الله باید د ملت ریو درناوی وکړي: هر څوک چې اکثریت رایې لاس ته راوړي، نو باید هغه د یو رئیس جمهور په توګه ومنل شي او که نه منل کیږي، مقابل لوری بغاوت کوي، نو له هغه سره باید جهاد اعلان شي، ترڅو په پای کې یو قوي مرکزي حکومت رامنځ ته شي، افغانستان خپلواکي ترلاسه کړي. او که چیرته دغه کار ونشي، او یو سهامي شرکت(د ملي وحدت کومت) په نامه جوړ شی، نو یواځې نوم کافي ندی. دافغانستان ولس اوس ډیر آګاه ولس دی او هیڅ رهبر دغه راز پوه ولس نشي غولولی او که یې وغولوي، نو دغه غولیدنه يواځې نوموړي رهبر ته زیان رسوي نه ولس ته. ولس یو خادم رهبر غواړي، نو معامله ګر رهبر. که هر یو رهبر د خپل ولس په سر کومه معامله وکړي، نو پایله به یې خپله تباهي وي، نه د ولس تباهي.