د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ملتونو غله

الحاج الھام الدین قیام 26.07.2014 14:37

داسی غله شته چی ملکونه غلاکوي
پکی جګ جګ پراته غرونه غلاکوي

ټول ثُروت او جایدادونه خو د ځان کړي
پکی میشت ټول ولسونه غلاکوي

د عزت اود حُرمت پروایی نکړي
دوی ولس لکه پسونه غلاکوي

د فرھنګ او ثقافت چورته یی ناست دي
دوی د خلکو فرھنګونه غلاکوي

په وطن د مینتوب روحیه یی وژني
دوی یی ورو ورو غیرتونه غلاکوي

خپل افکار په بل ملت ورتپل غواړی
دوی د ټول ملت فکرونه غلاکوي

دوی د نورو ژبی وژني ، خپله پالي
دوی لدی لاری قومونه غلاکوي

دوی د خلکو د تاریخ بدلول غواړي
د ویاړ ډک ټول تاریخونه غلاکوي

د دی غلو په ضد قیام په کاردی خلکو
که نه ، دا غله ملتونه غلاکوي

والدورف/جرمنی
۰۶/۰۶/۲۰۱۴