د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کور خود بینای مردم

عبدالرحیم ((موسی زی)) 24.07.2014 17:11

له اوله تر پایه د تقلب، جعل، سیاسي بداخلاقۍ، په سړکونو کلیو او بانډو کې د یوه ځانګړي نوماند د انځورونو څیرې کول، په یوه او بل پسې په بیلابیلو نومونو تور لګول هغه څه ول چې په څرګنده توګه د یوه ځانګړي ټاکنیز له لوري مهندسي شوي ول، ترسره شول او آن تر اوسه پورې دغې لړې ته په نویو سیسټمونو سره دوام ورکړل کیږي.
وړمه ورځ ماسپښین مهال دټاکنو کمیسیون په دویم هنګر کې یوه شبکه چې د جعلي څارونکیو په بڼه د یوه نوماند په ګټه او د بل پر خلاف عملاً ونیول شوه او افشاء شوه، چې په څرګنده یې ځانونه داروپايي ټولنې ناظرین ښودل او همدې هنګر ته دکمیسیون د چارواکو له اجازې او همغږۍ پرته ننوتي او هلته یې د اصلاحاتواو همپالنې ټیم په ګټه د رایو په صندوقونو کې لاسوهنه پیل کړې وه چې د کمیسیون له لوري ونیول شول د هغه انځور او ویډیو له مخې چې د یوې ټلویزیوني شبکې له پردې څخه ما وکتل نو  دا څلور بهرنیان له نیول کیدو وروسته سمدلاسه خپل موټر ته پورته شول، چې دکمیسیون دساتونکو او د خلاف ټیم غړو دپرلپسې غوښتنو سربېره له خپله موټره راښکته نشول، ویل کیږي چې دا بهرنیان نه د اروپایي ټولنې څارونکي دي او نه په کابل کې د ملګرو ملتونو له دفتر خو پوښتنه دا ده چې د سره سره امنیتي تدابیرو، پوښتنو او ګړویګڼو دوی څرنګه او چا تر دې ځایه او موقفه رارسولي دي؟ دا هغه پوښتنه ده چې د مهال په تیریدو سره به یا ځواب او یا هم لکه د دې ولس او خاورې سره د نورو شرموونکو اعمالو په څیر بې ځوابه پاتې شي.

اوس د افغانستان ولس له اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او ټولو نړیوالو ښکېلو خواوو څخه غواړي که چیرته په رښتیا هم غواړئ چې ستاسو نوم لا پسې په شرموونکو کلمو او کرښو ونه لیکل شي، که غواړئ چې د ټاکنو د بهیر روڼوالۍ دې ملت ته د یوه هدف په څېر وي تاسې باید د ټولو بهرنیواو کورنیو درغلګرو مخه ونیسئ داسې نوي چې ستاسو نوم هم په رسوایی سره ستاسو دې مرستې په وړاندې ولیکل شي.
نړیوال او کورني څارونکي دې په دې ښه پوه شي چې د دوی له هغو ټولو ناوړه او جعلي اعمالو څخه به د افغانستان ویاړلی ولس خبریږي، تاریخ ثابته کړې ده چې دې هېواد کې که هر څوک زمونږ د سرلوړي ولس پر وړاندې غلط ګام کیږدي، ناسم فکر او تګلاره ولري نو د هغوی دا ډول شومې موخې به ډیر ژر په ډاکه کیږي چې د مثال په توګه په ۲۰۰۹ کال ټاکنو کې چې د بهرنیانو چټل لاسونه ښکېل ول د هغوی د ملګرو په خوله څرګند شول، لکه د ریچارډ هالبروک، کایدې، ګالبرایټ او په خپله د اوباما غلط سیاست ته چې د افغانستان په وړاندې یې درلوده د رابرت ګیټ، مک کریسټال او په دې وروستیو کې د نړیوالو ځواکونو پخواني مشر جان الن څرګندونې د نړیوالو او نړیوالې ټولنې ځینو مجهولو موخو ته له شرمه ډک ځواب دی.
زه دیوه افغان ځوان بچي او د دې خاورې د اولاد په توګه له هغه ټیم څخه چې ډیر پر بهرنیانو په اصطلاح حسابوي غواړم ورته ووایم چې بهرنیان د دې خاورې او ولس سره د یوه توت په اندازه هم د ښه نیت ترسره کولو مقصد نلري، دوی یواځې او یواځې د خپلو شومو موخو او غرضونو ته راغلي، ټاکنې زمونږ یوه اساسي اړتیا ده او وه خو بهرنیان زمونږ له ټاکنو څخه خپلو موخو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي، دوی د دې بېوزله ولس او دواړو نوماندان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د یوې وسیلې په توګه کاروي.
که چیرته داسې نوي نو هغه نا مسؤله شبکه چې پرته له کومه اسناده د ټاکنو خپلواک کمیسیون په هنګر کې د څارونکو په نامه راځي، په تقلب او جعل کې لاس په لسټوني نیول کیږي او د یوه ځانګړي ټاکنیز ټیم لپاره ولې کار کوي؟
آیا د دوی لاسوهنې او رسوايي به دا هېواد یو ځل بیا د کړ کیچ په لور بو نځي؟
هغه مهال بیا نه اروپايي ټولنه او نه به هم ملګري ملتونه د هغه مخه نیوی وشي د هغه څه چې د کورنیو او باندنیو کسانو په شومو لاسونو دې لور ته قصداً بیول کیږي.
زه د تفتیش د ټولو ښکېلو خواوو او د هغه ټیم څخه چې دغه بهرنیان یې رابللي ول، راوستي ول، اخیستي ول په کله غوښتنه کوم چې نور دغه بېوزله ولس او ټوټې ټوټې هیواد د خپلو غلطو سیاستونو ښکار مګرځوئ، نور ولس دې ته مه اړ باسئ چې یا کوم نوی وسلوال مخالف نظام جوړ کړي او یا هم د وسله والو ډلو سره یوځای داسې یو اقدام ته لاس په کار شي چې خدای مکړه دغه هېواد او در په دره خلک بیا د بد مرغۍ په خوا بوځي، دا ټیم باید داسې نوي لکه وايي چې (کور خود بینای مردم) دوی دې هم خپله ملامتیا مني، ځکه دوی هم ولس ته ځواب ویوونکي دي په عین حال کې زه له موجوده دولت څخه د یوه افغان بچي په توګه غوښتنه کومه چې دغه بهرنۍ چټله شبکه چې هر ټیم او هر چاته اړوند وي چې غوښتل یې زمونږ د افغانانو پاکو رایو سره لوبه وکړي د قانون په رڼا کې ورته جزا ورکړي پټه معامله ونه کړي او دغه جعلي څارونکي دې د هغوی بې غیرته شرموونکو اهدافو سره ټولې نړۍ ته رسوا کړي.