د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

درمضان دآخري لسوشپوځانگړتياوي

مولوي عصمت الله عزام 24.07.2014 18:10

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
دادخوشحالۍ خبره ده چي موږانسانانوته الله پاک دعبادت لپاره ډېرښه وختونه راکوي چي په هغوکي دالله پاک عبادت وکړواوځانونه الله پاک ته نږدې کړ.
مسلمان بايدله دغوفرصتونودگټي اخيستلوهڅه وکړي اودښوکارونوپه هکله بايدحرص ولري ځکه هره شېبه چي درومي په تلويې دانسان عمرکمېږي اوبيانه راځي.
که په دې کي څه دگټي کار  ونه کړل شي نوبيابه  پښېماني راځي خووخت به تېروي اوگټه به نه لري.
له هغوموقعوڅخه يوه غوره موقع درمضان مياشت ده په ځانگړې توگه  درمضان دمياشتي آخري لس ورځي چي همدااوس رواني دي.
دغه شپې ځيني ځانگړتياوي لري چي له هغوڅخه يې اهميت څرگندېږي.
ځيني يې دادي
۱:په دغوشپوکي به نبي عليه السلام تربل وخت زيات په عبادت کي کوښښ کاوو.
عَنْ عَائِشَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهَا قَالَتْ : كَانَ رَسُوْلُ اللهِ - صلى الله عليه وسلم - يَجْتَهِدُ فِي الْعَشْرِ الأَوَاخِرِ مَا لاَ يَجْتَهِدُ فِي غَيْرِهِ.(رواه مسلم و الترمذي)  
له حضرت عائشه رضی الله عنهاڅخه روايت دی وايي چي رسول الله-صلی الله عليه وسلم-درمضان په آخري لسوشپوکي دومره زيات کوښښ(په عبادت کي)کاووچي په نوروشپوکي به يې نه کاوو!!
له دغه حديث څخه ددغولسوشپوفضيلت معلومېږي.
نوموږهم بايدپه دغوشپوکي دزيات عبادت کولوهڅه وکړو ځکه دالله پاک پيغمبرصلی الله عليه وسلم به هم په دغوشپوکي ترنوروشپوزيات عبادت کاوو.
خومتاسفانه نن دمسلمانانوحالت په عمومي ډول سره بدل دی.
که څوک په رمضان کي عبادت کوي هغوی هم په آخري لسوشپوکي عبادت ددې پرځای چي زيات کړي دوی يې کموي.
که يې مخکي تراويح کولي ددغوشپوپه رارسېدلوسره يې ختمي کړي.
داپه داسي حال کي چي پکارخوداوه چي بايدپه دغوشپوکي زيات عبادت شوی وای.
۲:په دغوشپوکي به نبي عليه السلام اعتکاف کاوو.
اعتکاف  يومهم عبادت دی  چي متاسفانه دډېرو پاملرنه ورته کمه ده.
داپه داسي حال کي چي دا يومهم اوارزښتناک عبادت دی.
خوبياهم  په اوسنۍ زمانه کي سره داهميته ډېروخلگوپرېښی اويوازي ډېرکم شمېرخلگ دي چي داعبادت کوي.
په پوره کلي کي يوتن په ډېرمشکل سره ددې عبادت لپاره تيارېږي اوحتی داسي کلي هم ډېردي چي هلته يوهم نه تيارېږي،يادبل کلي سړی راولي اويابلکل اعتکاف پرېږدي.
داپه داسي حال کي چي  اعتکاف کي ډېرلوی هدفونه لري چي بايدهرانسان ورته ځان ورسوي.
داعتکاف حقيقت دادی چي پرالله تعالی خپل زړه تړل اوهغه ته خالص کول.
همدارازددُنياله کارونوځان بېلول څوپه دې سره هم له خواهشاتوبندېدل راشي اوهم له انسانانو،څوله دې وروسته نفس له گناهونو پاک کړل شي.
اعتکاف دنبي عليه السلام تربعثت وړاندي هم وو،هغه-صلی الله عليه وسلم-به په غارحراءکي اعتکاف کاووخوکله چي داسلام رڼاپردُنياراښکاره شوه نوبياداعبادت مسجدته نقل شو.
نواوس که څوک اعتکاف اوخلوت دعبادت لپاره  غواړي نوپه مسجدکي دي يې وکړي.
حضرت عائشه صديقه-رضی الله عنها-فرمايي:
كان النبي صلى الله عليه وسلم يعتكف العشر الأواخر من رمضان حتى توفاه الله عز وجل ثم اعتکف ازواجه من بعده(متفق عليه)
نبي عليه السلام درمضان په آخري لسوشپوکي اعتکاف کوی ترهغه چي الله پاک وفات کړبياترده وروسته دده بيبيانو(رضی الله عنهن)اعتکاف وکړ!!
له دې حديث څخه بايدعبرت واخلوچي يوداسي مهم عبادت چي دالله پاک پيغمبر-صلی الله عليه وسلم-هيڅکله ترمرگ پوري نه دی پرېښی نومونږاوتاسويې ولي تل پرېږدو؟
۳:په دغولسوشپوکي دقدرشپه راځي چي په هغې کي عبادت دزرومياشتوترعبادت غوره دی اوپه هغه شپه کي عبادت دايمان اوثواب په نيت سره کول دگناهونودبخښل کېدلولامل دی.
۴:په دغوآخري شپوکي انسانانوته معافي کېږي اوله اوره مجرمان ازادېږي.
نوددغوشپوبايدقدروکړل شي اودښوکارونوپه ترسره کولوکي بايدلازيات کوښښ وکړل شي.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام