د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښاپېریو تر کنډو دې خوا

نجیب منلی 23.07.2014 14:33

تر کنډو دوه قدمه لاندې تم شوم. دلته، پر دغې وچې سپېرې پرښې ناست یم. د قاف تر څوکې مې ځان راورساوه خو نور مخکې نه درځم.

دا پېچومی تر هغو نورو ستغ نه دی. تر کنډو ها خوا خونړي دېوان مې هم نه ترهوي.

په ونه کې مېوه چا ته ست نه کوي. چې څوک ورنېږدې شي، په خپله، بې اختیاره غوندې، لاس وراوږدوي. کله لا ورته د پښو په څوکو هم ورهسکېږي. که تروه یا اومه هم وي، په مینه یې خوري. په بازار کې، پلورونکی په سل خواریو، د مېوې بڼه تازه ساتي او په قسمونو د پېرودونکي نظر ورته راجلبوي. چا چې واخیسته، هغه یې په شوق خولې ته کړي. که څه کمی په کې وي، د دې له امله پرې سترګې پټوي چې تاوان یې شوی وي. خو پر ځمکه پرته میوه! اول خو څوک ورګوري هم نه. که څوک یې را اخلي هم، په کرکه به لاس وروړي. لومړی به ځان باوري کوي چې نه یې رنګ او نه یې خوند، کومه خو ونه لري نو له هغې وروسته به یې په نه زړه خولې ته وروړي.

تاند وم، ژوند ته مې اسره وه، سره او شنه باغونه مې په خیال کې ګرزېدل، د ژوند پېټی مې پر اوږو بار شو، کړوپ یې کړم، شاوخوا دنیا ته له کتو یې وایستم. لاس او پښې مې درلودې خو بې لاس او پښو وم. د اوږو له بار سره کوږ شوم او د ژوند په لاره کې په ټيټ سر ورک شوم. کېج شوم. نه زه چا یاد کړم او نه پر ما څوک ښاد شو. مینه سپېره وه. خو د مینې هیلې مې لاهم رګونه تښنول. هغه هم تېر شول. دا یم، ژوند کباړ کړم. د کلونو د ګردونو لاندې، د یادونو په خځلو کې ورک یم. څوک مې پاڼه هم نه اړوي.

خو زه چې ځان ته ګورم، د حادثو بادونو وهلی، د انساني عواطفو – مینې، کرکې، وېرې، تمې، اسرې، تلوسې – بې رحمه اوبو توږلی او د وخت سوان صیقل کړی، د خوړ په شګو کې پروت، رنګین غمی مې سترګو ته ودرېږي. لا هم د کار یم. خو چې ښکاره شم.

تر دې ځایه راغلم. اوس نو دا سېک نه لرم چې تا د څپو پر مستو اوښانو سپره، د راده د کږلېچونو ، د تړو د شنېلیو او د ځړوبیو د ټالونو په مېله ځای کې خوښه وساتم.

ځکه خو د قاف تر کنډوه دوه قدمه شا ته تم شوم. که راغلې، زه دې د کلونو، دردونو، ناهیلیو او ناکامیو له خړو ګردونو سره خپل کړم، و دې شي چې د غاړکۍ پر پتري، یا د ټنډې پر ټیک دې بد و نه برېښم.