د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دواړه ډاکټران افغانستان نشي جوړولی

انجنیر سیدمحمد روحاني 21.07.2014 12:17

موضوع: دواړه ډاکټران د افغانستان په علاج نه پوهیږي او هیڅ وخت به یې علاج هم ونکړي

تفصیل په علمي او حقیقي ډول چې هم عقل مني او هم یې فکر مني:

نه ډاکټر اشرف غني احمدزی او نه ډاکټر عبدالله عبد الله افغانستان جوړه ولی شي!!!!!!!
نن ورځ محترم ورور محمد نور(همت) صاحب مانه پورتنۍ پوښتنه وکړه او ما ورته د مالیزیا مثال ورکړ هغه داچې زه په مالیزیا کې تقریبآ لس(۱۰) کاله په حیث د یو افغان محصل وم چې خپل لسان او ماسټري مې د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون څخه لاس ته راړوي دي . په حقیقت کې مالیزیا یو ډیر فقیر او غریب هیواد و البته ۸۵ کاله مخکې(په ۱۹۵۶م) مګر کله چې نوموړی هیواد له بریتانیا څخه د اګست په ۳۱، کال ۱۹۵۷م کې خپله خپلواکي له بریتانیا څخه د خبرو او اترو پذریعه په ځانګړې توګه د امن په فضاء کې په خاص حکمت سره حاصلوي اوپه پورتني ذکر شوي تاریخ(ا۳ اګست، ۱۹۵۷م) تونکو عبدالرحمن(د مالیزیا لمړی صدر اعظم) په ډیره میړانه او ویاړ سره خپله آزادي په رسنیو کې اعلانوي، نو د مالیزیا ټول دری میشته لوی قومونه: مالايي، چینايي او هندوان او سیکان لاندې شعار او لیدلوری په خپلو کورونو، کلیو، ولسوالیو، ولایتونو، کوڅو، سړکونو، بازارونو ...کې زمزمه کوي او چیغې او نارې وهي :
Malaysian Moto and Vision:
Be very proud to be Malaysian, eat Malaysian, drink Malaysian, dress Malaysian, live Malaysian and die Malaysian!!!Malaysia truly Asia!!!

مالیزي شعار او لیدلوری:
ژباړه: ډیر زیات ویاړه چې ته یو مالیزیايي یې، مالیزي خوره، مالیزي څکه، مالیزي آغونده، مالیزي ژوند کوه او مالیزي مړ شه!!! مالیزیا حقیقي آسیا!!!

Versus!!!با العکس

The Current Afghanistan Moto and Vision:
Be very proud to be foreigner, eat imported, drink imported, dress imported, live as a foreigner and die as a foreigner!!! Afghanistan truly Jangilistan!!!

افغان شعار او لید لوری:
ژباړه: ډیر ویاړه چې خارجي یې، خارجي خوره، خارجي څکه، خارجي آغونده، خارجي اوسیږه او خارجي مړ شه!!! افغانستان یو حقیقي ځنګلستان!!!

په حقیقت کې تاسو په خپله پریکړه وکړئ چې زمونږه او د مالیزیا د خلکو او قومونو تر منځ څومره توپیر دی؟ هغوی څومره متحد دي؟ هغوی څومره له خپل هیواد سره مینه لري؟ هغوی دری لوی مختلف قومونه چې هم په فرهنګ او هم په دین کې سره بیل دي (اول قوم(مالايي) یې مسلمان، دوهم(چینايی) یې اکثره ملحد او بودیست او دریم قوم(هندوان او سیکان) یې بت پرست او مشرکین دي مګر بیا هم هغوی یو شعار او یو لید لوری لري یعني ټول سره داسې متحد او یو دي لکه د یو انسان مختلف غړي چې هر غړی بیل شکل لري او بیله دنده اجرا کوي مګر د یو هدف لپاره. له بده مرغه مونږه افغانان چې تقریبآ ۹۹،۸ مسلمانان یو مګر هر یو قوم (پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، ترکمن، بلوچ، پشه اي، نوریستاني وغیره) د افغانستان لپاره بیل شعار او بیل لید لوری لري. د مثال په ډول، په دې نږدې وختونو کې تاسو ښه ځیر شئ چې زمونږه فوق العاده (تش په نامه) پارلمان پدې ۱۳ کالو کې ندی توانیدلی چې یوه الیکترونیکي(کمپیوټري) تذکره جوړه کړي...بعضې خارجي وکیلان وايي د افغان کلمه نه منم، بعضې غربي جاسوسان وايي د اسلام کلمه نه منم...پس که دغه وکیلان د افغان او اسلام کلمه نه مني پس هغه یو څنګه مسلمان دي؟ پس هغه څنګه یو افغان دی؟
په لنډ توګه، زمونږه ډیری وزیران، سفیران، والیان، مرستیالان، رئیسان، قوماندانان پدې فکر او عمل کې دي چې:
څنګه یوه خارجي ملک سره ځانګړې اړیکه ولري؟
څنګه یو خارجي پاسپورټ/تابعیت لاس ته راوړي؟
څنګه یو کور ځانته په خارج کې واخلي؟
څنګه بهر ته د سیل لپاره لاړ شي؟
څنګه خپل بچیان له افغانستان څخه خارج ته واستوي؟
څنګه خارجي خوراک او څښکاک وکي؟
څنګه د خارجي په شان لباس واغوندي؟
څنګه د یو خارجي په حیث ژوند وکړي؟
څنګه په بهر کې د یو خارجي په حیث مړ شي؟

دغه یو څرګند حقیقت دی چې تاسو ښه فکر او غور وکړئ چې زمونږه اکثره وکیلان، سناتوران، والیان، وزیران، رئیسان او قوماندانان حتی عام خلک په پورته هڅو کې دي....نو څنګه به افغانستان غریب جوړ شي؟ څنګه به مونږه ملي حاکمیت ولرو؟ څنګه به مونږه یو حقیقي عادل قانون ولرو؟ څنګه به مونږ وتوانیږو خپل استقلال لاس ته راړو؟ څنګه به ملي پرمختګ وکړو؟ څنګه به سره په یو ټغر راټول شو؟ څنګه به ملي سوله تامین کړو؟ څنګه به اداري فساد له منځ څخه یوسو؟ څنګه به کار اهل کار ته وسپارو؟ څنګه به د هیواد زراعت او مالدارۍ په خپلو پښوو قایمه کړو؟ څنګه به په قبر کې الله پاک ته ځواب ورکوو؟ څنګه به جنت ته ځو؟ څومره چې زه فکر کوم د ډیرو افغانانو ځای به جهنم وي ځکه چې ملي خیانت خدای(ج) نه بښي...او دوکه باز خلک د الله(ج) دښمنان دي. نبي(ص) داسې فرمايي:( من غش الناس، فلیس منا). ژباړه: هر څوک چې له خلکو سره دوکه/چل کوي، هغه زما له امت څخه ندی. پس څرګنده شوه، چې هرڅوک له افغانستان سره دوکه کوي، نو د هغه ځای جهنم دی او پدې دنیا به هم خپل قوم ته شرمیدلی وي، هم خپل وجدان ته او هم خپلو وګړو ته...

په لنډ ډول، ترڅو مونږه افغانان د مالیزا شعار او لید لوری په افغانستان کې پلي نکړو، مونږه به هیڅ وخت خپله خپلواکي حاصله نکړو او هیڅکله به زمونږ ملي ثبات، امنیت، سوله، پرمختګ، خوشحالي او سوکالي نصیب نشي.