د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ما پاچا کړی هر څه منم

فضلي پکتياوال 21.07.2014 09:01

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ما پاچا کړی هر څه منم
فضلي (پکتياوال)
په دې کې خبره نکوو چې له نوي سره د رايو شميرل ګټه لري او که نه؟ يا د رايو په شميرلو کې درغلي شوې او که نه؟ ځکه هر څوک پوهيږي چې رايه د افغانانو دی او واک يې د بل چا دی، د هغوی غوښتنې چې هر چا ومنلې هغه ګټلې، خو عبد الله عبد الله او اشرف غني اوس مهال ترټولو زيات په دې کې مصروف او اخته دي چې هر يو يې له هغه بل څخه په هيواد کې د ګرمې لوبې له کپتانانو سره ډير څه ومني، اوس مهال څو ستر کپتانان په همدغه لوبه کې د بريا خوبه ويني، امريکا او متحدين يې غواړي چې د اشرف غني په مټ همدغه لوبه وګټي، روس، فرانسه، ايران او نور غواړي چې په عبد الله عبد الله توره وکړي، دا چې اوس مهال په ظاهره په همدغه لوبه کې امريکا ګټونکي ښکاره شوه نو د عبد الله عبد الله تر شا کپتانانو وغوښتل تر څو لوبه ګډه وډه کړي او ګرمه د همدغې لوبې په امپايرانو (د انتخابي کميسيون) پر غاړه ور واچوي او په همدغو بيچاره امپايرانو باندې د کال له سره نيولې د کال تر پايه رايې وشماري، د رايو بيا بيا شميرنه او د امريکا د ابدي دښمن روسيه او نورو په فشار امريکا پلوي اشرف غني ته غوڅ ځواب ورکول د دې ښکاره دليل دی چې نور امريکا په افغانستان کې له هغه ټوپ وهلو لويدلې له کوم څخه يې چې نړيوالو ځانونه پټول، د حيرانتيا خبره دا ده چې په لومړي سر کې يعنې افغانستان ته د راتلو پر مهال او پر افغانستان د حملې کولو په شپو کې د دنيا ټولو پوهانو، جنګي جنرالانو، شنونکو او کارپوهانو امريکا ته په بار بار وويل چې افغانستان ته ورتګ اسان مګر بيرته ترې تګ د هر چا کار نه دی، افغانستان د يوې داسې کڅوړې مثال لري چې نس يې غټ او خوله يې ډيره تنګه ده، هر څوک چې ور ننوتلي بيرته روغ نه دي راوتلي، د راپورونوله مخې د هغو هيوادونو يو شمير جګپوړي مشران کوم چې د همدغې لوبې تر شا ولاړ دي افغانستان ته پټ سفرونه کوي او په ډيره پټه توګه له نوموړيو نوماندانو سره ليدنې کتنې کوي، نوماندان يې غوښتنې مني او هغوی د بريا وعدې ورسره کوي، اخير به څه ترې جوړ شي؟ دا هغه پوښتنه ده چې اوس مهال ځواب ويل به يې له وخت څخه دمخه خبره وي، خو حالاتو ته په کتو ويلای شو چې دا ځل لوبه له بل هر وخت څخه بې خونده او جنجالي ده، چې جنجالي نه ده نو څه ده؟ اولس را پورته کيږي رايه ورکوي، خپل ولسمشر ټاکي او يو جنګ سالار (استاد عطا) چې تر تخرګونو يې د بې ګناه افغانانو په وينو لاسونه سره دي وايي له خپل ځان پرته نور هيڅوک نه منم، دوستم چې له دريو لسيزو راهيسې يې د زرګونو بې ګناه افغانانو وينې توی کړې، کورونه يې لوټ کړي او آم د جنسي تيريو راپورنه يې د بشري حقونو له اداره سره ثبت شوي، اوس د اشرف غني په مطبوعاتي کانفرانس کې په ډير غرور د اشرف غني د دې خبرې (که څوک دليل وايي زه ورته حاضر يم او که څوک جنګ کوي نو جنرال صيب ورته تيار دی) په چکچکو بدرګه کوي، صبا به له خيره ګډ حکومت جوړ شي او همدغه ګډ وډ (مکس اچار) به سره راټول شي، څوک به د چا لپاره څوک به د چا لپاره کار کوي او د پاتې ژونديو افغانانو ژوند به هم په يوه پلمه او بله پلمه واخلي، هر څوک د نظر حق لري، زما نظر دا ده چې افغانستان يو تاريخي مسلمان هيواد دی، تاريخي مسلمانې پرګنۍ لري، دلته له سوچه مسلمانانو پرته بل څوک ګزاره نشي کولای، دلته يرغل او يرغلګر کار نشي کولای، که کولای يې شي نو دا ګز دا ميدان ودې کړي، په تيرو څوارلسو کلونو کې يې څه وکړل چې له دې وروسته به يې وکړي، غوره لار دا ده چې د هيواد اصيل بچيان، ازاد خلک، اسلام او هيواد ته ژمن وګړي راوستل شي، تر څو ملت ته د آرام ژوند تيرولو لپاره زمينه مساعده کړي او هيوادوال له نورو بدبختيو وژغورل شي.