د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانی دموکراسی

عزیزالرحمن شریفی 20.07.2014 21:40

د دویم پړاو ټاکنو د پای ته رسیدو وروسته کله چی د ټولو ولایاتو د رایو د پایلو خبرونه د کاندیدانو مرکزونو ته
 ورسیدل، عبدالله عبدالله اود هغه ټیم ته څرګنده شوه چی د سیال ټیم رایی د یو میلون په شاوخواکی ډیری دی. او پدی توګه د ټاکنو وړونکی هم سیال ټیم یانی د ډاکتر آشرف غنی په مشری د تحول او تداوم ټیم دی.

څرنګه چی د ټاکنو داسی پایلی، سره لدی چی د هغوی د تصور نه ممکن لیری هم نه وی ،ولی په هیڅ صورت ورته د منلو وړ ځکه نه وی چی د اشرف غنی ټیم په خپلو خبرو او پیامونو کی په کراتو کراتو د سهامی شرکت جوړول رد کړی وو.
دا چی عبدالله عبدالله او ټیم یی د ټاکنو د پایلو په لیدو خپل ټول خوبونه د خلکو د رایو په سیند لاهو لیدل، نو هغه وو چی ددی ملی پروسی سبوتاژ او نا کامولو ته یی بډی ووهلی.
دوي پدی لار کی هر ډول انی بانی وکړي. تورونه یی ولګول. چی حتا برحال ولسمشر، د ټاکنو کمیسونونه او سیال ټیم هم تری خلاص نه شول.

د عبدالله عبدالله ټیم چی به هر څه غوښتنه وکړه، د اشرف غنی ټیم به ورسره ومنله. د اشرف غنی د ټیم دا منل، د عبدالله عبدالله ټیم پدی باوری کړ چی د سیال ټیم په رایو کی کومه ستونزه نشته. نو هغه وو چی داسی غوښتنو ته یی لاس واچوه چی په هیڅ قانون کی نه وی. چی په پای کی هغه د ګلمرجان کیسه تری جوړه شوه چی هیڅ یی نه منل.
دوی پدی ځاطر چی که ټول څه لاس ته نه ورځی،نو سم نیم خو باید ورته په لاس ورشی. نو خپلو بی شرمیو ته یی زور ورکړ او داسی څه یی له خولو نه راوویستل، چی امریکا یی مجبوره کړه چی هم د لیری نه ګوش مالی ورکړی او هم د نږدی نه. نو هغه وو چی کابل ته یی ځان راورساوه.
د امریکا لخوا نه به ورته حتمی ویل شوی وی چی د امریکا په موجودیت کی بدماشی لپاره هیڅ ځای نشته، ته زمونږ خوری او څښی، نو ځان نه به حتمی سړی جوړوی.
اوس داسی ښکاری چی امریکا، ملګری ملتونه ، حکومت، د ټاکنو کمیسونونه، د ډاکتر اشرف غنی ټیم او حتا د عبدالله عبدالله ټیم، ټول پدی باوری دی چی د دویم پړاو ټاکنو بریالی ډاکنر اشرف غنی دی. ولی پدی خاطر چی د عبدالله عبدالله د ټولو بی شرمیو نه وروسته یی هغه ته د اوړو پزه جوړه کړی وی، عبدالله عبدالله ته دوه امتیازه چی یو د رایو بیا له سره سل په سلو کی شمیرل، چی دا کوم ځانګړی امتیاز ځکه ندی چی د ټاکنو په پایلو کی بدلون نشی راوستلای. او دویم یی د بریالی ټیم سره په ګډه حکومت جوړول، چی دا په رشتیا هم یو امتیاز دی، ومنل.
پټه دی پاتی نه وی چی مونږ او زمونږ نړیوال ملګری په ګران هیواد افغانستان کی د غربی دموکراسی او یا کومی بلی دموکراسی چی په نړیوالو نورمونو برابره وی، تمرین نه، بلکی د افغانی دموکراسی تمرین کوو.  
د افغانی دموکراسی په ټاکنو کی بریالی او ناکامه نه وی. بلکی یو لومړی او بل دویم ځای خپلوی او حتا د دویم مقام خاوند په حکومت کی تر لومړی مقام، غوښنه برخه تر لاسه کوی. هیله من یم دا ځل بیا داسی ونشی.