د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رمضان دښوکارونومياشت

مولوي عصمت الله عزام 20.07.2014 14:56

نحمده ونصلی علی رسوله الکريم امابعد:
درمضان مياشت دښوکارونومياشت ده،په دې مياشت کي بايدانسان نه ستړې کېدونکي هلي ځلي وکړي څوډېرښه کارونه سرته ورسوي ځکه داددغوکارونويوغوره موسم دی چي هره نېکي پکي په څوبرابره زيات ثواب لري.
دادسيالۍ مياشت ده چي دښوکارونوپه ترسره کولوکي بايديوتربل دوړاندي کېدلوهڅه وشي څوډېري اخروي گټي ترلاسه کړل شي.
په دې مياشت کي بايددهرښه کارکول له پامه ونه غورزول شي(په دې مياشت کي دمهموکارونويادونه موږپه بله ځانگړې ليکنه کي کړې ده،په دې هيله چي هغه مولوستلې وي)
خودلته زه ديوه ښه کارپه ځانگړې توگه څېړل غواړم اوهغه داچي په ښوکارونوکي يولوی ښه کاراودالله پاک درضاءيوسترلامل دموراوپلارسره نېکي کول دي.
دموراوپلارمرتبه په دين کي لوړه اوداجنت ته دداخلېدلوسترسبب دی.
داداسي يوه نېکي ده چي په هکله يې دټولوپيغمبرانو-عليهم السلام-شريعتونه متفق دي اوپه هرشريعت کي مهم کاربلل شوی دی.
دادپيغمبرانو-عليهم السلام-اخلاق اودنېکانوطريقه ده.
همدارازدادعُمردزياتوالي،دروزۍ دپراخوالي،دغمونودلري کېدلو،ددُعاگانودقبلېدلو،دسينې دخلاصېدلواودژونددښه کېدلوسبب دی.
دموراوپلارسره ښېگڼه دايمان دصداقت دليل دی.
ددې برخلاف دموراوپلارنافرماني يوه ستره گناه ده.
دادومره ستره گناه ده چي شرک ته نږدې ده،ددُنيااودآخرت دعذاب سبب دی.
ددې گناه له امله دانسان عمل له قبلېدوراگرځي اوپه آخرت کي جهنم دداخلېدلوسترلامل دی.
داگناه له ښوڅخه انکاراوناشکري،دانسان دبې عقلۍ اوناپوهۍ څرگندوی ده.
داگناه دانسان دبې غيرتۍ،ذلت اوسپکاوی علامه ده.
دموراوپلاردزياتوحقونوله امله په شريعت مطهره کي ددوی سره دښېگڼي کولواوددوی له زورولودځان ساتلوپه هکله ډېرټينگارشوی دی تردې چي ددوی دواړوحق دالله پاک دحق سره يوځای ذکرشوی دی.
 الله_عز وجل_فرمايي: (وَاعْبُدُوا اللَّهَ وَلا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً) (النساء: من الآية36).
(دالله پاک عبادت وکړئ اودهغه سره هيڅ شی مه شريکوئ!اودموراوپلارسره نېکي وکړئ!!)

په بل ځای کي فرمايي:(قُلْ تَعَالَوْا أَتْلُ مَا حَرَّمَ رَبُّكُمْ عَلَيْكُمْ أَلَّا تُشْرِكُوا بِهِ شَيْئاً وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً) (الأنعام: من الآية151).
(ورته ووايه!راشئ زه تاسوته هغه څه بيان کړم دکوم مخالفت چي ستاسورب پرتاسوحرام کړی دی:هغه داچي دهغه سره هيڅ شی مه شريکوئ اودموراوپلارسره نېکي وکړئ!!)
په بل ځای کي فرمايي: (وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَاناً إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلاهُمَا فَلا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلاً كَرِيماً وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيراً) (الإسراء: 23-24)
(اوستارب حکم کړی دی چي له هغه پرته دهيچاعبادت مه کوئ!اودموراوپلارسره ښېگڼه کوئ!که تاسره يوه له هغويادواړه يې زړښت ته ورسېږي نوهغوی ته اُف(هم)مه وايه!اومه يې رټه!اوهغوی سره په درناوي خبري کوه!اودوی ته دشفقت له امله دعاجزۍ وزرکوزکړه!اوداسي وايه:اې زماربه!پردواړوداسي رحم وکړې له زه يې چي وړوکی روزلی يم!!)
په دغوټولوآياتونوکي دالله پاک دعبادت سره يوځای دموراوپلارسره دښېگڼي حکم راغلی دی،له دې څخه دامعلومېږي چي دموراوپلارسره ښه کول ډېرمهم کاردی.
دامضمون په ډېرواحاديثوکي هم راغلی دی چي يويې دلته دبېلگي په توگه ذکرکوو:
عن عبد الله بن عمرو بن العاص _رضي الله عنهما_ عن النبي " قال: =الكبائر: الإشراك بالله، وعقوق الوالدين، وقتل النفس، واليمين الغموس (رواه البخاري.)
(له حضرت عبدالله بن عمروبن العاص رضی الله عنهماڅخه روايت دی چي نبي عليه السلام وفرمايل:لويې گناوي دادي:دالله سره شرک کول،دموراوپلارنافرماني کول،دنفس(ناحقه) وژل،اودغموس(په دورواغو)قسم.(بخاري شريف)
دموراوپلارددې ستري مرتبي سره سره بياهم متاسفانه ددوی په شان کي ډېره بي احترامي کېږي دهغې ډېرصورتونه دي:هغوی ته په سپکه کتل،دهغوی زورول،هغوی ته ترخه وينا،پرهغوی ميرمن اواولادته ترجيح ورکول او...
داټول صورتونه دهغوی دزورولودي.
بايدله داسي کړنوپه کلکه ځان وژغورل شي چي په هغه سره دوی دواړه خفه کېږي څودُنيااوآخرت موبربادنه شي.
ځکه هغه څوک چي دموراوپلاربې احترامي اونافرماني کوي هغه له خيرڅخه ډېرلري،شراوعذاب ته ډېرنږدې دی.
اوداداسي گناه ده چي په دُنياکي يې هم سزاانسان ته ورکول کېږي اودآخرت عذاب خوډېرسخت اواوږمهاله دی.
الله پاک دي موږاوتاسوته توفيق راکړي چي دموراوپلاردرناوی وکړواوله بې احترامۍ څخه يې په کلکه ځان وساتوپه ځانگړې توگه په دې مياشت کي بايددځانونوپه دې هکله اصلاح وکړواوبايددغه سترعبادت ته ځانگړې پاملرنه وکړوڅوپه راتلونکي کي هم ددغه عبادت لپاره ځانونه وروزو.
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام