ماسره مینه مه کړه
20.07.2014 14:49ما سره مینه مه کړه
زه یی توان نلرم
زه خوارفقیرسړی یم
زه ستالپاره سیخکی اوبنګړی اخیستی نشم
ما سره مینه مه کړه
زه تاته خندا درکوی نشم
زه تل په مزدوری بوخت یم
زه تل ستړی یم تاته لاس درکوی نشم
ما سره مینه مه کړه
زه خدای مینی ته نه یم پیداکړی
تا د مینی ځای غلط کړی
ته تیروتلی یی
ولاړه شه مینه پیداکړه
په تڼاکولاسونو او چاودلوپښوستا کیدلی نشم
ما سره مینه مه کړه
زه چی ستړی کورته راشم د غږیدا اوخنداتوان نلرم
ولاړه شه خندا ته مینه له خندا سره کیږی
مینه له ستړیا سره نه کیږی
ما سره مینه مه کړه
زما جامی ټوک،ټوک پینه،پینه دی
زما خولی زړه او بوټان سوری دی
ولاړه شه تیروتلی یی ځان ته مینه پیداکړه
زه مینی ته جوړ نه یم
زه څاپیړ خور مزدورسړی یم
ما سره مینه مه کړه
زه مزدوری زیږولی یم
زه مزدوری لوی کړم یم
زه مزدوری سره اوسیدلی یم
زه مزدوری روزلی یم
زما یواځی مزدوری زده ده
مینه نه راځی او نه پری پوهیږم
ما سره مینه مه کړه
ما سره مینه مه کړه
(تابع)